د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۷
picture

ه یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د دې پوهنتون د اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون اړوند پر بېلابېلو اداري، مالي او تدارکاتي مسایلو، د ادارې، مامورینو او محصلینو ستونزو حل او د لوړو زده کړو محترم وزارت پرېکړو تطبیق په هکله بحثونه وشول.
د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د پوهنځیو او اړوندو څانګو مسؤلینو ته د اصولو سره سم د اداري او تدریسي چارو پرمخ وړلو او د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو د صورت او سیرت اصلاح اړوند لازمې لارښوونې وکړې.
قدرمن شیخ صاحب همدارنګه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون له خوا جوړېدونکو دیني او علمي سيمینارونو کې باید استادان په پراخه کچه ګډون وکړي او اړونده مراجعو ته د خپلو کړنو او نور راپورونه په خپل وخت واستوي.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت په خپله وینا کې وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت له مخې باید د ټولو پوهنځیو اجرائیه مدیرانو ته د (ایچ اي ایم آی ایس) یوزر جوړ او راتلونکو شل فیصده ازموینو لپاره حاضري هم له یاد انلاین سیستم څخه چاپ شي.
نوموړي همدارنګه د منفکۍ او تاجیل مسایلو اړوند موجوده ستونزې شریکې کړې او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت سره د فارغانو شهرت شریکولو، ظرفیت لوړونې برنامو ته د محصلینو معرفي کولو او محصلانو چارو امریت سره د کاملې هماهنګۍ لرلو باندې یې ټینګار وکړ. 
د مجلس په دویمه برخه کې د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید په خپلو خبرو کې د تېر اداري مجلس د پرېکړو په تعقیب د شویو اجرااتو، د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا پرېکړو پلي کېدو او د پوهنتون چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې د فعالیتونو راپورونه ارایه کړل، چې د مجلس ګډونوالو له خوا تائید شول.
د مجلس په اخر کې ګډونوالو د اجنډا له مخې د پوهنتون اړوند مختلفو مسایلو په هکله خبرې وکړې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu