د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال د خپل معاونیت اړوندو آمرینو سره غونډه وکړه.

په یاده اوونیزه کاري ناسته کې، چې د بشري سرچینو، دعوت او ارشاد، اطلاعاتو او نشراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، تهیه او تدارکاتو، مالي او حسابي چارو او روغتیايي کلینیک آمرینو او د لیلیې عمومي مدیر برخه لرله، د ترسره کړیو فعالیتونو راپورونه وړاندې او د روانو چارو ښه والي او ستونزو حل په موخه بحث او خبرې وشوې.
د اداري او مالي چارو مرستیال مُفتي نعمت الله اعزازي د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال اړوند آمرین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او هغوی ته یې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سم د چارو ترسراوي او ښه والي په اړه سپارښتنې وکړې.
د مجلس په دویمه برخه کې اړوندو آمرینو د چارو د بهبود په هدف خپل وړاندیزونه او غوښتنې د اداري او مالي چارو له مرستیال سره شریکې کړې، چې د نوموړي له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.