خبرتيا!

nu_admin
picture

Event dates

Event dates -

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصیلي کال لپاره د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور ازموینې فورمو د وېش لړۍ پیلوي. د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو هغه فارغان، چې په نوموړې ازموینه کې د ګډون اراده لري، د ګډون فورمو ترلاسه کولو لپاره دې سر له سبا ورځې (یکشنبه – د وري ۱۳مه) د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو امریت ته تشریف راوړي. د فورمې ترلاسه کولو پر مهال د تذکرې اصل، یو قطعه عکس او د شخص موجودیت شرط دی.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

User account menu