رياست مقام د دفتر آمريت

د ننګرهار پوهنتون رياست مقام د دفتر آمريت

د ننګرهار پوهنتون رياست مقام د دفتر آمريت په ١٣٩٠ ل کال د پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو. اوس مهال د نوموړي امريت مسؤليت ښاغلى غلام حيدر حيدر په غاړه لري چې له (١٣٩٥/١١/٢٤) نېټې راهيسې ياده دنده پرمخ وړي.

د دفتر آمريت تشکيلاتي جوړښت:

١- د رياست مقام د دفتر آمريت

٢- د اسناد او ارتباط عمومي مديريت

٣- د عرايضو د پذيرش مديريت

٤- د فرهنګي اړيکو عمومي مديريت

٥- د ارشيف عمومي مديريت

٦- د محرمو اسنادو مديريت

٧- ساتونکى معتمد

٨- جنسي معتمد

٩- پوسته رسوونکى

١٠- دوه تنه خدماتي کارکوونکي

 د دندې موخه:

د لوړو زده کړو وزارت مقام، پوهنتون رياست، وزيرانو شورا او پارلمان د هداياتو د تطبيق سازماندهي او کنترول او د وروستيو کړنو په موخه اړوندو شعباتو ته د مراجعينو د مکتوبونو او عرايضو راجع کول.

د دندو شرحه:

  1. د پوهنتون له پلان سره سم ټاکلو موخو ته د رسېدو په خاطر د اوونيزو، مياشتنيو، ربعوار او کلني پلانونو ترتيبول.
  2. د پوهنتون د ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت مقام او نورو اداراتو سره د پوهنتون د رئيس د ملاقاتونو تنظيمول.
  3. د تطبيق او اجرااتو په موخه د رياست مقام د غونډو د پرېکړو ثبت او اړوندو څانګو ته لېږل.
  4. د موضوعاتو د سمون څخه د ډاډ په خاطر د مطبوعاتي غونډو تنظيم او نظارت.
  5. د مکتوبونو، وړانديزونو، استعلامونو او نورو اسنادو د تطبيق او تکثير په خاطر د ادارې له مقام څخه د هداياتو اخيستل.
  6. د کاري ستونزو د حل او اسانتياوو رامنځته کولو په خاطر اړوندو کارکوونکو ته لازم هدايات کول.
  7. د وروستيو تصاميمو نيولو په خاطر د ننګرهار پوهنتون رئيس ته د لوړو زده کړو وزارت مقام د رهبري هيئت او وزيرانو شورا غونډو د مصوباتو وړاندې کول.
  8. د وروستيو کړنو په خاطر د رئيس له هدايت اخيستلو څخه وروسته اړوندو شعباتو ته د مراجعينو د عريضو او مکتوبونو له لېږلو څخه نظارت او څارنه.
  9. د روڼتيا او شفافيت رامنځته کولو په خاطر د لوړو زده کړو وزارت رهبري هيئت د مصوباتو، لوايحو او مقررو د تطبيق څخه کنترول.
  10. د کاري سطح لوړولو او وروستيو تدابيرو نيولو په خاطر د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو د کيفيت ارزونه.
  1. د دندې پورې د اړوندو ټولو هغو وظايفو ترسره کول چې د اړوند آمر له خوا سپارل کېږي.

اړيکې:

   0700627543 –   0786810655 Mob:

E-mail: haidar.musazai3@gmail.com