بشري سرچينو امريت

 

د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو د آمر ښاغلي حسین احمد سمندر لنډه پېژندنه

image

ښاغلی حسين احمد سمندر د محمد هاشم زوی او د محمد سالم لمسی د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د فتح آباد کلي اوسېدونکی دی. نوموړی په ۱۳۷۱ لمریز کال د هجرت ديار لرې پښتونخوا د بډه بېرې سیمه کې په يوه دينداره او علم پروره کورنۍ کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې تر څلورم ټولګي د معاذ بن جبل (رض) په مدرسه کې کړي؛ په ۱۳۸۰ لمریز کال خپل پلرني ټاټوبي ته راستون شو، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې د مياعمر په عالي ليسه کې بشپړې کړې. ښاغلی سمندر په ۱۳۹۱ لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالی شو او په ۱۳۹۵ لمریز کال د یاد پوهنځي د اداري او ديپلوماسي څانګې څخه په اعلی درجه فارغ شو. نوموړی د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تر څنګ په ۱۳۹۳ لمریز کال د ننګرهار عالي دارالمعلمين انسرويس کې شامل او په ۱۳۹۵ لمریز کال د اسلامياتو د څانګې څخه په اعلی درجه فارغ شو.

د لیسانس دورې د ترسراوي وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ څانګې ماسترۍ برنامې ته بریالی او په ۱۴۰۰ لمریز کال ترې د ماستر په سویه په اعلي درجه فارغ شو. نوموړي د لیسې او پوهنتوني زده کړو سربېره د ژورنالېزم، ادارې او مدیریت، خطاطۍ او رسامۍ په برخو کې لنډ مهالې زده کړې کړې دي.

ښاغلی سمندر په ۱۴۰۰ لمریز کال د لوړو زده کړو د وزیر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د لزومدید په اساس د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچينو د آمر په حيث مقرر او د ننګرهار پوهنتون ادارې ته وپېژندل شو. نوموړي د رسمي دندې څخه دمخه په بېلابېلو خصوصي تحصیلي ادارو کې د ښوونکي او استاد په حیث دنده اجرا کړې ده.

پای

دبشري سرچينو آمريت پېژندنه، اهداف، عمده وظايف  او د بشري منابعو آمريت اساسات :-

بشري منابعو آمريت عمده وظايف ،اهداف :-

  • د اړوندو مقرراتو او قوانينو په رڼا کې د بشري منابعو د کړنلارو د پرمختيا په اړه مشوره ورکول د تصميم نيول او ټاکل شويو اهدافو ته د رسيدو په موخه د هغې تطبيقول.
  • د نوو کارکوونکو انتخاب ( د خالي پوستونو اعلان او غوښتنليکونو تحليل او تجزيه ارزيابي، مصاحبه، استخدام، تبديلي ترفيع ، تقاعد، استعفاء، او انفکاک وړانديزونو ترتيبول.
  • د کارې ظرفيت د بيا لوړونې او د وروستيو تصميمونو د نيولو په خاطر د اړوند کارکوونکو ارزونه او کنترول.

د بشري منابعو مديريت اهداف په دري ډوله دی:-

  1. شخصي اهداف: د اشخاصو د حقوقو ساتل او د هغوي د تربيي څخه عبارت دی.د کارمندانو څخه اعظمي استفاده کول.
  • د کارمندانو ضروريات معلومول او د هغوي د ضرورياتو مطابق هغوي تشويقول ترڅو د اداري کار خپل مسؤليت وګڼې او په موثر ډول کار سرته ورسوي.
  • د کارمندانو ذهنې تقويت پورې  اړ لري، مثلاً هغوي ته احترام درلودل، په هغوی باندې باور کول، او د هغوي نظرياتو او خبرو ته غوږ کيښودل.
  • د خپل توليد موثريت او زياتوالې په خاطر کارمندانو ته ترينګونه ورکول، لارښونه او معلومات ورکول او هغوی سره مشوره کول.
  • ټولې هغه لارې چې د کارمندانو روحيه تقويه کوی په کار اچول کارمندانو د شخصی اهدافو څخه شمېرل کېږي.
  1. اداري اهداف:-
  • د اداري موثريت لپاره د اداري په دندو او لوايحو پوهيدل.
  • د اداري سره د لومړينو اهدافو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي.
  • د داسې ديپارتمنتونو ايجادول چې د يوې اداري په ګټه کار وکړي.
  • د بشري مديريت په مفهوم پوه شی.
  • د بشري منابعو مديريت عمده دندې وپېژنې.
  • د پوهې انتقال لپاره مهم ميتودونو وپېژنې.
  • د استخدام پروسه تشريح کړي.
  • په مصاحبه کې د ساده او سختو سوالونو په رابطه وپوهېږي.
  • د لايقو کانديدانو په اړه څلور مهمي نقطي وپېژنې، مناسب شخص ، اهليت ، لياقت،شايستګی .
  • په مصاحبه کې د يو کانديد منفي نقطي وپېژنې.
  • د يو کارکوونکې د ارزونې ميتودونه وپېژنې.
  • د وخت مديريت او د هغي په اهميت وپوهېږي.
  1. اجتماعي اهداف:-
  • د بشري منابعو مديريت اجتماعي اهدافو څخه داسې اخلاقي کارونه سرته رسول دی چې د جامعه ضرورياتو او غوښتنو مطابق وي او جامعه ترې متضرره نشي يعنې د جامعي د ضرورياتو مطابق فعاليتونه بايد سرته ورسوي.
  • د ټولنې د مفاد په خاطر د منابعو په استعمال کې د اداراتو پاتې راتلل کيدای شی چې د اخلاقيت او اجماعيت له پلوه اداره د خنډ سره مخ کړی.

د بشري منابعو مديريت اساسات:-

  • د بشري منابعو امريت بايد چې د يوې دورانې پروسې په څېر عمل وکړي د يو شخصي وظيفي د اهدافو او د کارمندانو د اساسي پوهې تجزيې او تحليل څخه وروسته د بشری منابعو د مديريت شرايط او د استخدام د پروسې پلان توضيح کېږي.
  • نوي کارمندانو ته بلنه ورکول کېږي. او د دندې د ضرورتونو مطابق يوه ارزيابي کېږي. د هغوي د جملې نه يو مناسب شخص د اداری لپاره ګمارل کېږي. او د اداري سره پېژندګلوی لاسته راوړي. او وروسته د ګمارلو په جريان کې د کارمندانو لپاره د انکشاف ضرورت وي که چېرته شخص وظيفه پرېږدي د مثال په ډول تقاعد کېږي نو د بشری منابعو مديريت د يو نوی او ښه کارمند په لټه کې به شي او دغه پروسه به بيا د سره پېل شي.

دننګرهار پوهنتون رياست د مامورينو عمومي مديريت تشکيل په 1383 کال څخه پخوا په لاندې توګه سره دی.

  1. مامورينو درېمه رتبه عمومي مدير يو تن.
  2. استخدام څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  3. استخدام شپږمه رتبه مامورين دري تنه.
  4. سوانح څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  5. سوانحو شپږمه رتبه مامورين دوه تنه.
  6. مغازي څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  7. مغازي شپږمه رتبه مدير يو تن.
  8. تايپست يو تن.
  9. اجير يو تن.

جمله دولس تنه

د1383 کال مامورينو دريمه رتبه عمومي مديريت د کارکنانو څلورمه رتبه عمومی مديريت په نوم ونومول شول.

  1. کارکنانو څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  2. سوانحو شپږمه رتبه مامور يو تن.
  3. مغازي څلورمه رتبه عمومي مدير يو تن.
  4. مغازي شپږمه رتبه مامور يو تن.
  5. تايپست يو تن.
  6. اجير يو تن.

جمله شپږ تنه.

د1390 کال  کې د ننګرهار پوهنتون په تشکيل کې د بشري منابعو دريمه رتبه امريت منظور شوی چې په لاندې ډول يې يادونه کېږي:

  1. بشري منابعو دريمه رتبه امر يو تن.
  2. استخدام څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  3. استخدام پنځمه رتبه مدير يو تن.
  4. د اداري پرمختيا او ظرفيت لوړونې څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  5. د جندر څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  6. د کارکنانو د سوانحو، اجرااتو او ارزونې څلورمه رتبه عمومی مدير يو تن.
  7. د سوانحو د تقاعد پنځمه رتبه مدير يو تن.
  8. د کارکنانو د حاضري شپږمه رتبه مامور يو تن.
  9. خدماتی کارکن يو تن.

جمله 9 تنه.

نوم- حسین احمد سمندر .

دنده- د بشری سرچينو امر

د اړيکو شمېره – 0782556250- 07000844290