شرعیاتو پوهنځی دفقه او قانون ماستری برنامه

۲. دفقه اوقانون ماستری برنامه

پېژندنه

د لوړو زده کړو د تحصصی کولو او دیني علومو کې د کره معلوماتو  او څېړنو د لاسته راوړلو په پار  ننګرهار پوهنتون د خپل (۲۵۶۸) ۱۷/۷/۱۳۹۲ ګنه پیشنهاد په ذریعه په شر عیاتو پوهنځی کې د فقه او اصول فقه تر عنوان لاندي د ماستری برنامي د ایجاد غوښتنه وکړه .

موضوع د اکاډمیکو چارو عمومي ریاست د دکتورا او ماستری برنامو د کمیسیون په ۴/۸/۱۳۹۲ نیټه جلسه کې مطرح اوله توافق وروسته د (۵۱۴) ۱۲/۸/۱۳۹۲ ګنه پیشنهاد په ذریعه د لوړو زده کړو محترم وزیر ته د منظوری لپاره ولېږل شوه ،چې محترم مقام د خپل ۴۹۵۸ / ۲۸۰۹ ګڼه حکم په اساس د یاد وړاندیز متن منظور کړی ، له منظوری وروسته د ۱۳۹۲ کال لپاره محصلین د ازاد رقابت له لاري جذب او په فعالیت یې شروع وکړه .

دا چې د یادي برنامي جدید الشمول محصلین د فقه او قانون د لیسانس برنامي فارغان وي ، نو د محصلینو د غوښتني په اساس د لوړو زده کړو وزارت داکادمیکو چارو د عمومي ریاست د ۱۳/۲/۱۳۹۲ ګڼه غونډی په اساس د فقه او اصول فقه نوم د فقه او قانون په نوم بدل شو ، چې د لوړو زده کړو په ۱۴/۱۵۷  ۱۶/۲/۱۳۹۳ ګڼه لیک کې یې تفصیل لیکل شوی دی.

لرليد ​

ټولنې ته د فقه او قانون د ماسترۍ په برخه کې داسې مسلکي او متخصص کادرونه وړاندې کول، چې د ملي او نړيوالو قضيو او شخړو په برخه کې د هر قسم ستونزو په حل کې برلاسې او ستر رول ولوبوي .

رسالت

د فقه اوقانون د  ماسترۍ برنامه د مسلکي او تخصصي مضامينو په تدريسولو سره په ټولنه کې متعهد متخصصين روزي ترڅو :

  • د اولسونو سالمه رهبري وکړي .
  • قضائي چارې په ښه توګه سمبال کړي .
  • د اسلامي شريعت احکام او ځانګړتياوې مسلمه امت ته په سمه توګه ورسوي .

او د نړۍ والو قوانينو او کنوانسيون په  رعايت کولو سره د هيواد دباندني تعاملات وڅاري.

اهدف: ​

  • د مسلکي او متخصص کادرونو وړاندې کول .
  • د معاصرو قضاياوو او حوادثو د حل او فصل لپاره مناسبې او معقولې لارې چارې پلټل.
  • تقنيني او قضائي  څانګو ته مشورتي خدمات وړاندې کول .
  • په کاري ساحه کې د مشرتوب او رهبرۍ رول لوبول .
  • د څلور ګونو فقهي مذاهبو څخه دقيق فهم او سم انځور ټولنې ته وړاندې کول  .

دفقه اوقانون دماستری کمېټې تشکيل

د فقه اوقانون د ماسترۍ برنامه هم دنورو فوق ليسانس پروګرامونو په څير د لوړو زده کړو وزارت د لايحي سره سم دچارو دښه سمون په موخه يو آمراوپنځه کسيزه علمي کميټه لري، چې په لاندې جدول کې يې دتحصيلي درجو په تفکيک سره  لېدلی شو.

محصلین:

دفقه او قانون ماستری برنامې ته هم ديادو شرایطو درلودونکې محصلين دکانکور له عمومي ازموينې څخه دلوړو نمرو اخېستونکې محص

 

لين ورپېژندل کېږې .چې تر دې مهاله يې ټول (۱۸۳ )فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دې .چې له دې جملې څخه(۵۰) تنه يې دهېواد دمختلفو پوهنتونونو دعلمي کادر غړي دي.