ستراتیژیک پلان

د وترنري علومو پوهنځي ستراتېژيک پلان

تاريخچه او لنډه پېژندګلوي

د وترنري علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په پيشنهاد د لوړو زده‌کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۷۲ل کال د پوهنتون په چوکاټ کي تاسيس شوی دی. په پيل کې يې دوه څانګې د کلينيک او پري‌کلينيک يو ځای منظور شوې، چې په ۱۳۷۳ ل کال کې په فعاليت شروع وکړ. د وترنري علومو پوهنځی اوس‌مهال څلور (کلينيک، پري کلينک، پاراکلينيک او حيواني توليدات) فعال ديپارټمنټونه لري او نورې څانګې به په راتلونکې کې يو بل پسې فعالې شي.

د پارا کلينيک ډيپارټمنټ چې د وترنري علومو پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۸۷ کال کې تاسيس شوی، فارغ ورکوونکی ډيپارټمنټ نه، بلکې د دې پوهنځي د نورو څانګو په شان د پوهنځي د اهدافو په بشپړولو کې خپله ځانګړې ونډه لري. د دې ډيپارټمنټ پوري مربوطه بکتريالوژي او ايميونولوژي، وترنري پتالوژي، وترنري پت فزيالوژي، وترنري وايرولوژي، وترنري پرازيتولوژي، وترنري اپيديمولوژي، د چرګانو ناروغي او حيواني حفظ الصحه مضامين دي چې د دې ډيپارټمنټ د تکړه او با تجربه استادانو له خوا په نظــــري او عمــــلي ډول تدريس کېږي.

د پري کلينيک ډيپارټمنټ لومړۍ څانګه ده، چې په ۱۳۷۳ ل کال کې يې فعاليت پيل کړ، اوس‌مهال اوه اعضاوې او يو لابرانت لري او د پري کلينيک ډيپارټمنټ مربوطه مضامين (حيواني اناتومي، فزيولوژي، بيوشيمي، هستولوژي، امبريولوژي او طبي لاتين) تدريس ترسره کوي ددې څخه علاوه حيواني حفظ الصحه، غذايي موادو تحليل او غذايي موادو حفظ الصحه، مضامين هم ددې څانګې استادان تدريس کوي. د پري کلينيک څانګې محترمو اعضاوو کې يو پوهنمل، دري پوهنيار، پنځه پوهيالي علمي رتبې لري.

د حيواني توليداتو ډيپارټمنټ د وترنري علومو پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۹۴ل کال کې تاسيس شوی، نوموړي ډيپارټمنټ فارغ ورکوونکی ډيپارټمنټ نه دی، بلکې د دې پوهنځي د نورو څانګو په شان د پوهنځي د اهدافو په بشپړ کولو کې خپله ځانګړې ونډه لري، حيواني تغذيه، جينيتک، ايکولوژي، لويو څارويو روزنه، د شاتو مچيو او کبانو روزنه، پولټري ساينس، حيواني نسلګيري، وترنري توسعه او د پسونو او وزو روزنه چې ددې ډيپارټمنټ د با تجربه او فعالو استادانو له خوا په نظري او عملي ډول تدريس کېږي.

د کلينک ډيپارټمنټ د وترنري علومو پوهنځي د لوړو زده‌کړو وزارت په منظورۍ او د ننګرهار پوهنتون په پيشنهاد په ۱۳۷۲ل کال دپوهنتون په چوکاټ کې تاسيس شوی دی او په شروع کې دوه څانګې چې عبارت دي له کلينيک او پري کلينيک څخه يو ځای منظور شوي. څرنګه چې وترنري عمومي ده؛ نو محصلين يې د څانګو په اساس نه جلب کېږي. د زده‌کړې دوره د وترنري علومو پوهنځي کې پنځه کاله ده چې مضامين يې د پوهنځي د خاصو غوښتنو او هدف په اساس د لوړو زده‌کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخې په نظري او عملي توګه تدريس کېږي. د مضامينو عملي تدريس په عمومي توګه د پوهنځي په لابراتوارونو د پوهنځي د څارويو په کلينيک، د زراعت او مالدارۍ رياست پورې اړوند د جلال اباد په مرکزي حيواني کلينيک کې ترسره کېږي.

 د زده‌کړې دوره يې پنځه کاله ده چې مضامين يې د پوهنځي د خاصو غوښتنو او اهدافو په اساس د لوړو زده‌کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخې په نظري او عملي توګه تدريس کېږي.

د مضامينو عملي تدريس په عمومي توګه د پوهنځي په لابراتوارونو، د پوهنځي د څارويو په کلينيک، د زراعت او مالداري رياست پورې اړوند د جلال اباد په مرکزي حيواني کلينيک کي ترسره کېږي. محصلان په برياليتوب سره د پنځه کلن تحصيل د سرته رسولو وروسته د وترنر ډاکټر په صفت د DVM په سويه ټولنې ته د خدمت لپاره ورپېژندل کېږي.

په نوموړي پوهنځي کې ۲۴ تنه استادان په تدريس بوخت دي چې علمي او تحصيلي رتبې يې په لاندې ډول دي:

علمي رتبه

د استادانو تعداد

تحصيلي رتبه

د استادانو تعداد

پوهاند

۰

دوکتورا

۰

پوهندوی

۳

ماستر

۱۸

پوهنمل

۶

لسانس

۶

پوهنيار

۱۱

 

 

پوهيالی

۴

 

 

همدارنګه د نوموړي پوهنځي په پنځو صنفونو کې ۳۵۰ تنه محصلين په زده‌کړو بوخت دي چې له دې جملې څخه ۳ تنه اناث ۳۴۷ تنه ذکور دي. نوي سمستر لپاره ۱۵۰ نفره به د کانکور له لارې شامل شي، په ۱۹ دورو کي يې ټول ۸۳۸ تنه محصلين (۸۳۱ نارينه + ۷ اناث)فارغ کړي دي.

 

د وترنري علومو پوهنځي د ځان ارزونې کميټې تشکیلات:

ګڼه

نوم

وظيفه

۱

پوهندوی سيد ضياءالحق بنوري

د ځان ارزونې کميټې مسؤل

۲

پوهنيار رضوان الله ممله وال

د کميټې غړى

۳

پوهنيار محمد عظيم ابرهيم خيل

د کميټې غړى

۴

پوهنيار احمد فريد روان

د کميټې غړى

۵

پوهيالى نوراغا ناصري

د کميټې غړى

۶

پوهيالى سيد عطاءالحق بنوري

د کميټې غړى او منشى

 

د وترنري علومو پوهنځي معيارونه

لومړی معيار- مرام او اهداف 

۱- مـرام :

۱-۱- د حيواني ناروغيو پېژندل، مخنيوی، کنټرول او له منځه وړل.

۱-۲- د مالداري سکتور د ودې لپاره د ځوانو کادرونو روزل.

۱-۳- په ښه، علمي او معاصرې طريقې سره د مالدارۍ سکتور تنظيمول.

۱-۴- په هېواد کې د وترنري مسلک د هم مسلکانو او صحت عامې د ډاکترانو په منځ کې د علمي او مسلکي تجربو راکړه ورکړه شريکول.

۱-۵- د حيواني او انساني تغذيې د ښو او صحي طريقو توسعه.

۱-۶- د ناروغيو د خپريدنې د حيواني او انساني ګډو ناروغيو (Zoonosis) په برخه کې څېړنه سرته رسول او د هغوی محوه کول.

۱-۷- د ژوندانه د چاپېريال د ستونزو د کمولو او ښه والي لپاره په چاپېريال کې د طبعي زېرمو تقويه کول او د وحشي حيواناتو ساتنې ته وده ورکول.

۱-۸-  په فارغانو کې د هېواد د ابادۍ روحيې تقويه کول.

۱-۹- د محلي نسلونو اصلاح او د توليد زياتوالی.

۱-۱۰-د حيواني محصولاتو په زياتوالي سره د مالدار او هېواد اقتصاد ته وده ورکول.

۱-۱۱- د اهلي حيواناتو روزنې ته په هېواد کې وده ورکول او د جنتيکي زېرمو تقويه کول.

۱-۱۳- د ښه رغنده چاپېريال او خوشحاله په ځان بسيا ټولنې رامنځ‌ته کول.

۲- اهداف :

۲-۱ د حيواني ناروغيو په مخنيوي، کنټرول او نابودولو کې فعاله ونډه اخيستل.

۲-۲- د حيواني محصولاتو تامينول .

۲-۳ - د حيوان او د حيواني محصولاتو په واسطه انساني جامعې ته د ناروغۍ د لېږد مخه نيول .

۲-۴- د قرنطين په استيشنونو کې د حيواني محصولاتو او حيواناتو قرنطين کول چې د ناروغيو د لېږد او خپرېدنې څخه مخنيوی وشي .

۲-۵- د حيواني محصولاتو او غوښې صحي معاينه په ښارواليو او هغو وزارتونو کې چې د اقتصاد په پرمختګ کې رول او ونډه لري .

دوهم معيار - اداره او د هغې صلاحيتونه:

۲-۱- د پوهنځي د ادارې په ر‌‌‌أس کي رئيس شامل دی چې اهدافو ته د رسيدو لپاره د اسانتياوو په برابرولو کې مرسته کوي .

۲-۲- د پوهنځي اداره تدريس، تحقيق او نورې خدماتي چارې تر خپلې وسې پورې تشويقوي.

۲-۳- د پوهنځي ادارې او د ځان ارزونې کميټې کاري صلاحيتونه د امکان تر حده پورې مشخص کړي دي .

۲-۴- د ادارې له خوا د امکان تر حده پورې عدالت تامين شوی او مناسب تحصيلي فرصتونه د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي په شرايطو پوره اشخاصو ته برابروي.

۲-۵- پوهنځی يو رئيس لري چې نه يواځې دا چې د پوهنځي پورې اړوند چارو په ترسره کولو کې مصروف دی، بلکي دنړۍ د نورو پوهنتونونو له وترنري کالجونو سره ددې پوهنځي د علمي اوڅېړنيزو اړيکو په ټينګولو کې مهمه ونډه اخلي.

درېيم معيار- علمي پروګرامونه:

۳-۱- علمي پروګرامونه (نصاب او درسي مواد) د مرام او اهدافو سره مطابقت لري.

۳-۲- د پوهنځي اداره په منظم ډول د محصلينو درسونه ارزيابي کوي.

۳- ۳- د پوهنځي د علمي کيفيت پر ښه والي باندې يې په منظم ډول کار روان کړی دی.

۳- ۴- د وترنري علومو پوهنځی د ليسانس برنامې د عالي تحصيلاتو د قانون او لوايحو مطابق پرمخ ځي او نسبتاً کافي اندازه پوهه په نظري او عملي برخه کي ارايه کوي.

۳- ۵- فوق ليسانس پروګرام په وترنري علومو پوهنځي کې فعلاً نه‌شته، ليکن تحصيلي پروګرام يې DVM دى چې د فوق ليسانس سره برابر دى.

څلورم معيار- د علمي کادر غړي:

۴- ۱- د وترنري علومو پوهنځي په تشکيل کې ۵ ډيپارټمنټونه شامل دي چې د استادانو د کمبود له امله فعلاً څلور ډيپارټمنټونه فعال دي. ددې څانګو د فعال ساتلو لپاره اوس‌مهال ۲۳ استادان په خپلو دندو بوخت دي چې د فعالو ډيپارټمنټونو لپاره موجوده استادان کفايت نه‌کوي او د نورو استادانو استخدام ته هم اړتيا ده.

۴- ۲- پوهنځی د استخدام او ترفيعاتو په برخه کې د قانون د احکامو په تطبيق کې شفافه او ازاده پروسه پرمخ وړي.

۴- ۳- فعلاً اکاډميک او علمي مکلفيتونه نسبتاً مناسب او منصفانه تقسيم شوي.

۴- ۴- د وترنري علومو پوهنځی فعلاً قراردادي استادان نه لري.

۴- ۵- پوهنځی اکاډميکه ازادي تشويقوي او ورڅخه حمايت کوي.

۴- ۶- پوهنځي کې د باکيفيته تدريس تشويق شتون لري چې په تېر سمستر کې هغه استادان چې په درسي پروسه کې يې فعاله ونډه اخيستې وه، تقديرنامې ورکړل شوي.

۴- ۷-د پوهنځي تدريسي چارې په منظم ډول د ادارې او ځان اروزونې کمېټې له خوا ارزول کېږي.

۴- ۸- د کادري غړو په استخدام کې د امکان تر حده کوشش شوی چې له تبعيض او توپير څخه پرته ترسره شي.

۴- ۹- د پوهنځي استادان د HEDPاو USWDP په مالي مرسته تحقيقې پروژې مخکې وړي او د نورو پروژو د پيلولو لپاره يې انفرادي او ګروپي پروپوزلونه د منظورۍ لپاره استولي دي.

پنځم معيار - محصلان:

۵- ۱- وترنري علومو پوهنځي ته محصلين د کانکور له لارې معرفي کېږي، خو څومره چي پوهنځی ګنجايش لري، له هغه زيات محصلين معرفي کېږي.

۵- ۲- د وترنري علومو په پوهنځي کې علمي موقف د معيارونو او اهدافو په اساس مشخص دی.

۵- ۳- د پوهنځي محصلين صحي خدماتو ته يو څه لاسرسی لري، د اوسېدو ځای شته، خو د ټولو محصلينو لپاره بسنه نه کوي. همدا رنګه ددغه خدماتو ارزيابي د مسؤلو اشخاصو له خوا په منظم ډول ترسره کېږي.

۵- ۴- په علمي او مشوره ورکولو برخه کي استادان د محصلينو سره پوره همکاري لري.

۵- ۵- د محصلينو سره د پوهنځي د ادارې او تدريسي پرسونل له خوا مناسبه او اخلاقي کړنه کېږي.

۵- ۶- د وترنري علومو په پوهنځي کې د ټولنې د ټولو هغو اشخاصو لپاره چې د ټاکل شويو شرايطو درلودونکي وي، موجوده فرصتونه په مساوي ډول برابر شوي دي.

۵- ۷- اکثره فارغو محصلينو لپاره د مسلک مطابق وظيفې نه پيدا کېږي، چې زياتره په غيرمسلکي برخو کې مقررېږي او همدا رنګه تر اوسه پورې د هغوی وظيفې ارزيابي شوي نه دي.

۵- ۸- محصلينو ته د علمي برنامو (تحصيلي نصاب او درسي مواد) څخه خبر ورکول کېږي او د هغوی رضايت او نه رضايت ارزيابي د ځان ارزونې کميټې له لوري ترسره کېږي اوپه اړه يې د پوهنځي اداره لازم اجراات کوي.

۵- ۹- په پوهنځي کې محصلينو ته د کمپيوټر زده‌کړې کوم ځانګړی پروګرام نه‌شته، زياتره محصلين په شخصي ډول د کمپيوټر مهارتونه زده کوي.

۵- ۱۰- په پوهنځي کې د خارجي ژبې (انګليسي) تدريس په لومړيو دوه سمسترونو کې په منظم ډول شته دی.

شپږم معيار - کتابتون او نور معلوماتي منابع:

۶- ۱- پوهنځی خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره کافي معلوماتي منابع لري.

۶- ۲- استادان انترنت ته لاسرسی لري همدارنګه د پوهنځي محصلين هم تر يوې اندازې استفاده کولای شي.

۶- ۳- پوهنځی يوه کتابخانه لري چې هغې ته د محصلينو د لاسرسي لپاره زمينه مساعده ده.

اووم معيار - فزيکي او تکنالوژيکي منابع:

۷- ۱- د پوهنځي فزيکي او تخنيکي منابع (درسي صنفونه ، لابراتوارونه او نور) اهدافو ته د رسيدلو لپاره کفايت نه کوي.

۷-۲- د محصلينو، کارمندانو او استادانو امنيت د پوهنتون په داخل کې نسبتاً تامين دی.

۷- ۳- محصلين د اوسيدو ځای (ليليه) لري، خو ټولو محصلينو ته کفايت نه کوي او يواځې د اول صنف محصلين ترې برخمن دي.

۷- ۴- پوهنځی د نوموړو منابعو د حفاظت او ښه والي لپاره موثر ستراتېژيک پلان لري، خو د عملي کولو په برخه کې د لوړو مقاماتو پوره همکارۍ ته ضرورت لري.

 

د وترنري علومو پوهنځی تر اوسه پورې کومه خصوصي بودجه يا مالي منبع نه لري.

نهم معيار - ستراتېژيک پلان او ارزيابي يې:

۹- ۱- د وترنري علومو پوهنځي ستراتېژيک پلان جوړ کړی او هڅه کوي چې د عملي کولو زمينه ورته مساعده کړي.

۹- ۲- د پوهنځي په داخل کې د ارزونې کمېټه لري چې د پوهنځي د کارونو څخه په دوامداره توګه ارزونه کوي.

۹- ۳- د پوهنتون د ستراتېژيک پلان په جوړولو کې پوهنځي فعاله ونډه درلودله.

لسم معيار - د کيفيت ښه والي او تضمين:

د وترنري علومو پوهنځی د کيفيت د ښه والي او نظارت په خاطر پوره تدابير لري چې بېلګه يې د کمېټو (کريکولم، نظم او دسپلين، فرهنګي ، تحقيق، امتحاناتو، الکترونيکي زده‌کړو، شکاياتو او ځان ارزونې) شتون دی چې هره يوه يې په خپل ځای کې مناسب کارونه ترسره کوي.

يوولسم معيار - د ټولنې په چارو کې ونډه اخيستل:

۱۱- ۱- د وترنري علومو پوهنځي اهداف د جامعې په امورو او انکشاف کې پوره سهم لري.

۱۱- ۲- پوهنځى يو حيواني کلينيک لري چې د مالدارانو په خدمت کې دی، همدارنګه د پوهنځي مسلکي غړي د جامعې د امورو د ښه والي او انکشاف په خاطر مالدارانو سره په ارتباط کې دی، د هغوی د ناروغو حيواناتو تداوي او د مالدارۍ د پرمختګ په خاطر هغوی ته لازمې مشورې ورکوي.

۱۱- ۳- د پوهنځي علمي کادرونه او محصلين په ساحه کې په تحقيق بوخت دي او د پوهنځي په داخل کې داسي خدمات وړاندې کوي چې په اجتماعي او ملي انکشاف کې موثر رول لري.

دولسم معيار - امانت او شفافيت:

۱۲- ۱- د وترنري علومو پوهنځي خپل اهداف، برنامې او خدمتونه محصلينو، استادانو او خلکو ته په صادقانه ډول بيان کړي او بيانوي يې.

۱۲- ۲- پوهنځی او د پوهنځي پرسونل د علمي امانتدارۍ او صداقت د تامين لپاره په فعال ډول کار کوي.

۱۲- ۳- پوهنځی د اداري فساد، درجه بندي او استخدام کې خپلولي پالنه او نورو غلطو تصميمونو په مخنيوي کې په فعال ډول کار کوي.

۱۲- ۴- پوهنځی د کورسونو درجه بندي سيستم، د ديپلوم د ورکړې شرايط، تحصيلي درجې او د فراغت پروګرامونه په شفاف ډول تنظيموي.

۱۲-۴- د پوهنځي اداره په دې برخه کې کار کوي چې يو موثر ميکانېزم رامنځته کړي چې د استادانو، محصلينو، کارمندانو او د خلکو شکايتونه واوري او په حل کې يې همکاري وکړي.

 

د وترنري علومو پوهنځي ستراتېژیک پلان

 

لنډيز

دا نوی ستراتېژيک پلان (۱۳۹۸-۱۳۹۳) د پخواني ستراتېژيک پلان د قوي کولو لپاره به يو تسلسل وي. د وترنري علومو پوهنځی په پام کې لري چې په ملي سطحه انکشاف وکړي او د تحصیل، تحقيق او بهرنيو کړنلارو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړي. موږ خپل د کار او زده‌ کړې محيط د پوهنځي د پرسونل  او محصلینو په وسيله تقويه کوو. موږ په راتلونکې کې د ټول وترنري ټيم اهميت د DVM سند په وسيله لوړوو. موږ بايد راتلونکي زيربنايي خدمات د اساسي لابراتوار، د مالداريو نمونه ‌يي فارم او د وترنري کلينيک په وسيله تقويه کړو. موږ به په راتلونکې کې هم تحقيقاتي پروګرامونه کوم چې په ساحه کې تاثير لري؛ لکه ساري امراض، د حيواني محصولاتو لوړول، د حيواني محصولاتو پروسس او ساتنه، وترنرۍ توسعه، صحت عامه او هغه مسايلو په وسيله چې د وترنري او زراعتي محصولات يو له بل سره وصلوي، تقويه کړو. موږ په راتلونکې کې د پرمختللې تکنالوژۍ څخه د زده‌کړې په وسيله او هغه تکنالوژي چې د ټولنې سره کومک کوي، د وترنري په ساحه کې زيات تمرکز کوو. موږ به په راتلونکې کې نړيوال ملاتړ ولرو چې خپل پرمختګ او کيفيت په بين‌المللي پروګرامونو کې وساتو موږ به په راتلونکې کې نړيوال حيثيت د توليد، مارکټينګ، عوامي کېدو، زده‌کړې، تحقيق او وترنري بهرني فعاليتونه د زيات کار په نتيجه کې لاسته راوړو. موږ به په راتلونکې کې دکاميابېدو لپاره د همبستګي او مرستې اعلان د هغه خلکو سره کوم چې زموږ اساسات خپروي او د ټولنې سره مينه لري شريک کړو.

 

پېژندګلوي

د وترنري علومو پوهنځی په ۱۳۷۲ل کال کې د شپږو ډيپارټمنټونو په نظر کې نیولو سره تاسيس شو، چې تر اوسه پاراکلينيک، پري کلينک او کلينيک ډيپارټمنټونه فعال دي او ۱۳۹۳ل کال لپاره د حیواني محصولاتو دیپارتمنت هم منظور شو او د ۱۳۹۴ ل کال لپاره د غذايي موادو تکنالوژي او حفظ الصحې دیپارتمنت پیشنهاد شوی او په آینده کې به ان‌شاءالله د وترنري توسعې دیپارتمنت د وزارت محترم مقام ته پیشنهاد کړي دی. ددې تر څنګ وترنري علومو پوهنځی په خپل چوکاټ کې د فعالیتونو د بهبود او پراختیا په موخه یو شمیر کمېټې چې په مسلکي کادرونو سمبال دي؛ لکه د ځان ارزونې کمیټه،کریکولم کمیټه، څېړنو کمیټه، فرهنګي کمیټه، نظم او ډسپلین کمیټه، امتحاناتو کمیټه او الکترونیکي زده‌کړو کمیټه او همدارنګه وترنري علومو پوهنځی نوي ستراتېژيک پلان د زيربنايي خدماتو، بشري منابعو او د نوو اکادميکو پرمختګونو پر اساس باندې ولاړ دی د وترنري علومو پوهنځی د تحقيق ساحه شپږو نقاطو ته ترجيح ورکوي؛ لکه د حيواني محصولاتو د کمیت،کفیت او مصونیت لوړول، د زراعت او مالداري د توليداتو ترمنځ اړیکې،ساري امراض، د مالداري د خوراکي د مصونیت او موثریت لوړول، د اهلي حيواناتو د نسل اصلاح کول او د وطني نسلونو د ساتنې مطالعه او د حیواناتو په تغذیه او تداوي کې د محیطي طبي او زهري بوټو مطالعه.

جامعه او اساسات

ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی د اساساتو په نظر کې نيولو او په کار کې د عنعاتو مراعت کولو او صداقت کولو يو ثبوت دی.

  • د پورته نقاطو د لاس‌ته راوړلو لپاره د ټولو متوقع کارونو د کيفيت د ساتلو لپاره زيات کوشش کول
  • د باکيفيته کار په وسيله د زده‌کړې د محيط تقويه کول.
  • د زده‌کړې تحقيق او بهرني روابطو پروګرامونو د لاس‌ته راوړلو تقويه او ښکاره کول
  • په ځانګړي ډول سره د پوهنځي د پرسونل او محصلینو د پرمختګ تقويه کول
  • د مشترکو تحقيقاتي پروګرامونو تقويه کول او پر انساني او حيواني صحت باندې د هغوی د ګټو وړاندې کول.

په هغو فعاليتونو کې د برخې اخيستنې تقويه کول کوم چې د مسلکي وترنري او د پوهنځي پر پښو ودريدو د پرمختګ لامل کېږي

د وترنري علومو پوهنځي تر ټولو مهم اهداف(Mission)

ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د مهمو اهدافو څخه د نړيوال پرمختللي حيواني صحت توليد، مرسته، انساني صحت ساتنه د ښې زده‌کړې، تحقيق او د بهرنيو روابطو په وسيله منځ‌ته راوړي دي. دا پوهنځی په راتلونکي کې مسلکي خلکو ته ضرورت لري چې د خپلو نوښتونو په وسيله ملي او بين‌المللي معيارونه په مسلکي لحاظ سره تقويه کړي. پوهنځی کوشش کوي چې په راتلونکو پنځو کالونو کې شخصي پروژې ( د رواجي فارمونو څخه نيولې تر عصري فارمونو پورې) تقويه او جوړې کړي. چې زياته پاملرنه به ددغه مهمو اهدافو د لاس‌ته راوړلو لپاره کوي او دا په هغه وخت کې بریالي کیدای شي چې موږ د بې‌کيفيته نورمونو موجوديت د هېواد په اطرافي سيمو کې کم کړو.

ځانګړتياوې

  1. د محصلينو تحصیل ترڅو د پوهنځي لپاره اوږد مهاله زده‌کړې ورکوونکي او توليدونکي اعضاوې جوړ شي.
  2. په وترنري داخله، صحت عامه، د حيواني محصولاتو توليد او ادارې، حيواني محصولات او تکنالوژي او د هغو حيواناتو توليدات چې د انساني غذا لپاره استعمالېږي په ساحه کې د علمي کادرونو د ظرفیت لوړول.
  3. د تشخيصي کلينيکي خدماتو او عامه پوهاوي پروګرامونو په وسيله پر حيواناتو باندې ترحم او انسانانو د صحت تامینول.

تصور (vision)

ننګرهارپوهنتون د وترنري علومو پوهنځی به په راتلونکي کې يو نمونه او رهبري پوهنځی وي، د وترنري محصلین د مقايسوي زده‌کړې، تحقيق او بهرنيو فعاليتونو پر وړاندې په معينه وترنري ساحه کې د غذايي موادو حفاظت، د صحت حفاظت او د تجارانو ښې لاس‌ته راوړنې د بشري منابعو له مخې تعينوي.

  1. د شخصي پروژو لپاره زده‌کړه.
  2. د توليد په تقويه کولو کې تحقيق.
  3. د توليد او مرستو مهارتونو ته توسعه ورکول.

د وترنري علومو د پوهنځي تصور د بشري منابعو لپاره پرمختګ دی ترڅو په هېواد کې د يو باثباته پرمختګ لپاره په حيواني برخه کې ستراتيژي ولري، چې دغه برخه له بد حالت څخه ښه حالت ته د غذايي موادو او اجتماعي حفاظت په وسيله رهبري کړي.

ځانګړتيا

  1. غیر مقايسوي ایجادونکي او تقويه کوونکي محيط منځ‌ته راوړل.
  2. په وترنري ساحه کې د فارغانو ورکول هغه فارغان چې په سمدستي ډول دوترنري په ساحه کې کار وکړي.
  3. د ساري امراضو له واقع کېدو څخه دمخه مرستندويه تحقيق کول.
  4. د وترنرانو په مرسته د بهرني وترنري پروګرامونو پر مخ وړل.

اهداف (Goals)

هغه اهداف چې په راتلونکي کې يې د لاس‌ته راوړلو لپاره هيله‌مند يو زموږدا اهداف پر درې مهموټکو باندې متمرکز دي.

  1. د زده‌کړې په وسيله د راتلونکي لپاره د رهبرانو روزل.
  2. د تحقيق په وسيله د لاس‌ته راوړنو وړاندې کول.
  3. د بهرنيو فعاليتونو په وسيله نړيوالو چلنجونو ته جواب ورکول.

د وترنري علومو پوهنځی به د هېواد لپاره په راتلونکي کې تر ټولو ښه مقايسوي پوهنځی وي.

هغه اهداف چې د هغه د لاس‌ته راوړلو لپاره کوشش ضروري دی (Aims)

دغه اهداف به موږ سره د هغه مسايلو په لاس‌ته راوړلو کې مرسته وکړي کوم چې په ملي اقتصاد او تکنالوژيکي اهدافو کې اثر لري.

  1. د مسلکي او تخنيکي خلکو روزنه کوم چې په راتلونکي کې د مالداري، پولتري او نورو حيواناتو پر توليد باندي اثر لري او همدارنګه د هغه مسايلو رهبري کوم چې د مالداري د پرمختګ، پولټري او مربوطه فابريکو د تقویه کېدو باعث کېږي.
  2. د اطرافو او ښارونو د نفوذ د اجتماعي حالت پرمختګ چې په نتيجه کې د حيواني محصولاتو تقويه رامنځ‌ته کوي.
  3. د حيواني سکتور په مختلفو برخو کې د تعليم، تحقيق او نوي تکنالوژي د تقويې لپاره د بين‌المللي مرستو لاس‌ته راوړل.

ځانګړتيا

  1. د نوي کريکولوم په موجوديت کې د DVM ډيپلوم ورکول.
  2. له نړيوالو معيارونو سره سم د وترنري تکنالوژي د پروګرامونو رهبري کول چې د زده‌کړې په برخه کې د وترنري پاملرنه تقويه کوي.
  3. د متخصصينو روزل (DVM,MVSc).
  4. له مسلک سره د نژدې خلکو تقويه کول.
  5. د لنډمهاله او تقويه کوونکو ټريننګونو ترتيبول.

د وترنري علومو پوهنځی به په راتلونکي کې تحقيقاتي پروګرامونه د نظر وړ ساحه کې تقويه کړي کوم چې د پرمختګ ښکاره کوونکي او د حيواناتو او انسانانو د صحت لپاره مفيد وي.

ځانګړتيا

  • په ساري امراضو، حيواني محصولاتو توليد او اداري او د حيواني محصولاتو په توليد او تکنالوژي کې محکم او پرمختللي ساحه جوړول.
  • په نظر وړ ساحه کې د تحقيقاتي پروګرامونو اوږدول کوم چې د کلينيکي تحقيق کوونکو لپاره نمونه‌يي شکل ولري.

د وترنري علومو پوهنځی به په راتلونکي کې زموږ د ټولنې د تقويه کېدو لپاره په حیواني او انساني صحت کې نړيوالتوب ولري.

ځانګړتيا

  • په لوړه کچه وترنري مرستو برابرول د نظر وړ سهولتونو لاندې؛ لکه د وترنري تدريسي روغتون، وسايل او د حيواني امراضو تشخيصي لابراتوار.
  • د رسمي منظمو توليدي ګروپونو د ټولنې د وګړو او وترنرانو سره د همبستګي اعلانول.
  • د لوړو باکیفیته علمي بهرني پروګرامونو ترتيبول؛ لکه د توسعې علم، اتفاقي بهرنۍ کړنې، نړيواله وترنري او صحت عامه.
  • په بازارموندنې او ټولنيز ستراتيژي پروګرامونو کې متمرکز کېدل تر څو د وترنري علومو پوهنځي لپاره ښه محصول ورکړي.
  • د نړيوالو پروګرامونو رهبري کول ترڅو زموږ محصلین، پوهنځی او سټاف نړيوالې پرمختللې ټولنې ته ورسوي.

ستراتيژي او کړنلارې

هغه ستراتيژي چې د وترنري پوهنځي ستراتېژيک پلان خپلو اهدافو ته ورسوي د شريکې کړنې لپاره به وړاندې شي ترڅو ټولو اهدافو ته ګټور ثابت شي او ستراتيژي د هر هدف لپاره مختص شي. د هر هدف لپاره لکه زده‌کړه، تحقيق کول او بهرنۍ اړیکې.

عمومي ستراتيژي

بازارموندنه

  • حیواني توليداتو اضافه کول ترڅو د وترنري پوهنځي د پيژند‌ګلوي او حيثيت د لوړتيا، د بازارموندنې او د اجتماعي پلان پرمختګ، له عوامو سره مرسته، بين‌المللي لاس‌ته راوړنې، د بهرنيو شاګردانو تقويه کول منځ‌ته راوړي.
  • په سرعت سره د وترنري پوهنځي د فعاليتونو او د هغوی د اثراتو تقويه کول پر ټولنه باندې.

چاپېريال

  • د داسې يو چاپېريال رامنځ‌ته کول چې د ژوند د پرمختګ سبب وګرځي.
  • د ستراتيژيو پېژندل ترڅو خپل محصول په صحيح ډول وړاندې کړي.
  • د زده‌کړې، تحقيق او بهرنيو لاس‌ته راوړنو لپاره د سهولتونو برابرول.
  • د پوهنځي له محصلانو، پرسونل او مربوطه خلکو سره د مناسب او خوشحاله محيط برابرول
  • د سهولتونو او د وسايلو د پلان برابرول تر څو د وترنري علومو پوهنځی د ژوند ساتنې، تقويې او دنويو سهولتونو د تعمير سبب شي.
  • د پوهنځي محصلانو او سټاف لپاره د رسمي فرصتونو برابرول
  • د محيطي مسؤلانه عادتونو تقويه کول

نړيوال پلان

  • په کاريکولوم کې د اساساتو، نوعيتونو او رواجي مهارتونو ځای په ځای کول د نړيوالو پروګرامونو لپاره د محصلانو، سټاف او د پوهنځي پرمختللې رهبري تر څو په نړيواله جامعه کې د بریالیتوب باعث شي.
  • په پراخې پيمانې سره د نړيوالو سفرونو لپاره د فرصتونو اضافه کول.
  • د تجاربو د شريکولو او د مرستو د تقويې په پار د نړيوالو دعوت کول.

همکاري

  • د پوهنتون په داخل کې د همبستګي محيط رامنځ‌ته کول او همدارنګه د شخصي کمپنيو او نورو پوهنتونونو سره اړیکې لرل.
  • د مقايسوي او مالي لاس‌ته راوړنو په برخه کې د تحقيقي پروګرامونو لپاره د همکاريو تقويه کول.
  • په تکنالوژي او د وترنري پوهنځي پر منابعو باندې تکيه کول تر څو د نورو سره مرسته وشي.
  • د وترنري کارونو په وسيله د همکاريو تقويه کول؛ لکه تحقيق، محصلانو، محيطي خلکو او د پوهنځي د داخلي غړو روزنه.

ملاتړ

  •  مرکزي حکومت، ولايتي اداره او شخصي تمويل کوونکو څخه د بوديجې لاس‌ته راوړنه.
  • د اوږد مهاله تقويه کولو لپاره د تمويل کوونکو پېژندنه.
  • د تمويل کوونکو منابعو پېژندلو لپاره د پوهنځي د پرسونل روزل.
  • د وترنري علومو پوهنځي له فارغو محصلينو سره اړیکې او له هغوی څخه د مالي ملاتړ لاس‌ته راوړنه.

په پوهنتوني سطحه تمويل کوونکي

  • رسمي او مشاوره مرستندويه ادارې

 

په محلي او ملي سطحه تمويل کوونکي

۱. ولايتي اداره     ۲. د افغانستان د وترنرانو اتحاديه    ۳. مرکزي حکومت ۴. مسلکي ادارې      ۵. نورې مرکزي ادارې

 

په بين‌المللي سطحه تمويل کوونکي

۱.FAO  ۲. UNDP ۳.RELIEF  ۴.JICA   ۵.DCA  ۶.USAID  ۷.DACAAR  ۸.MADEERA۹.ECARDA , CARD-F, AVMAاو داسې نور

د مختلفو پوهنتونو سره ملګرتيا.

تکنالوژي

  • دنوي او معیاري تحصیل لپاره له نوې تکنالوژۍ څخه په استفادې سره ترڅو د محصلینو، مسلکي وترنرانو، مشتريانو او ټولنې ترمنځ د زده‌کړې په اړه کومک وکړي.
  • د تکنالوژي استعمال ترڅو مرسته او معلومات برابر کړي د هغو خلکو لپاره چې په وترنري کې مصروف دي
  • په پري وترنري، وترنري، وترنري تکنالوژي، مسلکي برخه او فارغ ورکوونکو کورسونو کې د زده‌کړې لپاره زمينه مساعدول.
  • د تعلیم د سويې د لوړلو لپاره په حیواناتو کې د نوې تکنالوژي استعمال.
  • د تحقیق د تقويې لپاره د کمپيوتر او معلوماتي تکنالوژي استعمال.
  • د معلوماتي تکنالوژي په استعمال سره بین‌المللي اعتبار او مرستې اضافه کول.
  • د یو قوي انترنیت سیستم جوړول تر څو وترنري علومو پوهنځي ته پرمختګ ورکړي.

 

د اهدافو پورې تړلې ستراتېژيکي کړنلارې

  • د اهدافو لپاره ستراتېژيکي کړنلارې: د وترنري پېژندنه

لومړی لارښود

  • د يوې جامعې راتلونکي کمبود په پراخه اندازه فارغو، لايقو او زياتو ممتازو DVMمحصلانو په واسطه پورته کول او تنظیمول.
  • د کلينيک ساختمان، رهبري، ارتباط او خپل منځي مهارت لپاره فرصت برابرول.
  • د فرصتونو برابرول د مسلکي خلکو لپاره باالخصوص هغه خلک چې په ساحه کې ورته ډېر ضرورت وي؛ لکه صحت عامه، اداره او د حيواناتو او انسانانو مشترک امراض.
  • د DVM پروګرام لپاره د محصلانو جذب او فارغول.
  • د DVM ډيپلوم د تکميلولو لپاره د کريکولوم او مهال‌وېش بيا ارزول.
  • د مضامينو متخصصين (DVM او MVSc) لرل.
  • د تحت المسلکي خلکو حمايه کول.
  • د لنډو او تازه ټریننګونو تشکيلول.

دويم لارښود

  • نړیوالې رهبري لپاره د وترنري تکنالوژي زده‌کړه د يو قوي DVM سند په‌وسیله.

درېيم لارښود

  • د فارغو محصلینو او ټولنې لپاره بايد تعليمي او تجربوي پروګرامونه برابر شي.
  • د فارغو محصلینو لپاره د ټریننګ پروګرامونو زياتول ترڅو په خصوصي ټریننګونو کې شرکت وکړي.
  • د DVM د فرصت برابرول ترڅو د هغه فارغانو شمېر زيات شي کوم چې په ساحه کې ورته ضرورت وي.

 

د اهدافو (Goals) د لاس‌ته راوړلو لپاره ستراتېژيکه کړنلاره: د انساني او حيواني صحت لپاره د ګټور تحقيقاتو زېږول

لومړی لارښوونه

  • په نړیواله سطحه د تحقیق پروګرامونو ته پراختیا ورکول کوم چې د نمونه‌يي حیواناتو لپاره استعمالېږي چې په دې سره انساني او حیواني صحت ته ګټه رسېږي.
  • د ساحې تقويه کول (ساري امراض، د مالداري نمونه‌يي فارم، د پولټري غذا، د وترنري او زراعتي توليداتو ترمنځ اړیکې).
  • د کلينيکي تشخيص او اساسي وترنري ښوونو لپاره د تحقيقي فعاليتونو رواجول کوم چې په ساحه کې ورته ضرورت وي او نمونه‌يي حيواناتو مشخص کول.
  • د تحقيق په برخه کې باکيفيته ټيم جوړونه.
  • د داسې يو ميکانيزم رامنځ‌ته کول چې د تحقيق لپاره سرمايه توليد کړي.
  • د هغو منابعو پرمختګ کوم چې د تحقيق په انکشاف کې رول لري؛ لکه لابراتوار،کومک کوونکې ادارې او د حيواناتو د پاملرنې سهولتونه.
  • د تحقيقي سرمايې د لاس‌ته راوړلو لپاره اساسات جوړول.
  • د کلينيکي تجربو لپاره د وترنري د تدريسي روغتون جوړول او تقويه کول.
  • د مسلکي او عامه سيمينارونو لپاره د معیاري مجلو چاپول او د مسلکي کمپنيو اعلانونه نشرول.
  • د منطقوي غوښتنو په خاطر د DVM محصلانو او د تحقيق کوونکو لپاره د ټریننګ د فرصت زياتول.
  •  په ننګرهارپوهنتون کې له کومک کوونکو اکاډميکو واحدونو سره د تحقيق لپاره اسانتياوو برابرول .
  • د باکيفيته والدینو په موجوديت سره بچیو توليد.
  •  د سمين ساتنه.
  • د امراضو د سببونو تجريد او ساتنه.
  • د مهمو حيواني امراضو لپاره د اپيديمولوژي مطالعه.
  • د علوفه جاتو د ساتنې لپاره د تکنالوژي اختصاصول.
  • په لوړ مقدار سره د ډول ـ ډول مختلفو علوفه جاتو لاس‌ته راوړل
  • د غيرمروجو تغذيوي منابعو پيدا کول
  • د منرالي موادو د موجوديت په اساس د ننګرهار د خاورې نقشه کول
  • څارويو د توليداتو پروسس کول
  • پولټري توليدات
  • د غوښې غوڅول او درجه بندي کول
  • د پوستکي، هډوکو، وينې، شحمياتو او نورو حيواني توليداتو لپاره مسلخ
  • د پوستکي او وړيو ټکنالوژي
  • د زینتي مرغانو لپاره بچي ويستنې ماشين
  • د زینتي څارويو روزنه، نسلګيري او تجارت
  • د زینتي حيواناتو د روزنې لپاره سهولتونه چمتو کول
  • د زینتي مرغانو او ماهيانو د روزنې لپاره ښه اداره او د کورونو او حوضونو جوړول

 

اهدافو ته (Goals) د رسېدو لپاره ستراتيژي او کړنلاره: د پوهې او مرستو برابرول کوم چې نړيواله ټولنه متاثره کوي

لومړی دستور: د وترنري مسلکي خلکو، علمي ټولنې، عوامو او د حيواني محصولاتو اخيستونکو په‌وسيله د بهرنيو فعاليتونو د نتايجو لاس‌ته راوړل او تقویه کول کوم چې د جامعې سره تعلق لري.

  • د وترنري تدریسي روغتون او د تشخيص په خاطر د لابراتوار سهولت برابرول
  • د مسلکي او غير مسلکي ارګانونو ترمنځ د ښه او قوي اړیکو پيدا کول
  • د مسلکي وترنرانو، طبي کارکوونکو او اجتماع په‌وسيله د يو بامسوليته رهبرۍ او مرستو وړاندې کول کوم چې په صحت عامه او اجتماعي مسايلو تاثير لري
  • د عصري او مکملو کلينيکي سهولتونو برابرول
  • په پرمختللي سيستم سره د عملي ټريننګونو د سهولتونو برابرول
  • د غذايي موادو، درملو، واکسينونو او نورو توليداتو د کيفيت تعينونکي لابراتوارونو برابرول
  • د عامو ناروغيو د تشخيص په خاطر د پرمختللي تشخيصي لابراتوار جوړول
  • د تحقيقاتي لابراتوار لپاره د وسايلو چمتو کول
  • څارويو، مرغانو او ماهيانو د فارمونو او همدارنګه د تجربوي مرکزونو لپاره د ساختمانونو جوړول
  • د پوهنځي د مختلفو واحدونو د يو ځای کولو لپاره شبکه‌يي او کمپيوټري سيستم جوړول
  • د قصاب خانو، څارويو د توليداتو، نباتاتو، څارويو او نورو حياتي توليداتو د پروسس کوونکو واحدونو لپاره د ساختمانونو جوړول
  • د یو معیاری ټریننګ سنټر درلودل

مشابه پوهنځي

 ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځی په زده‌کړه، تحقيق او بهرنيو فعاليتونو کې خپل ځان له لاندې پوهنځيو سره مقايسه کوي.

  • کابل د وترنري علومو پوهنځی

د تمويل اساسه

په خلاصه کې ويلی شو چې دغه ستراتېژيک پلان به د ننګرهارپوهنتون وترنري علومو پوهنځي د انکشاف، بهبود او پراختيا لپاره يو ښه تصميمي لارښود وي

د کړنلارو د راټولونې او کلني دوامداره رپورټ په شمول موږ ددغه ليکنې د ليدنې لپاره مرحله واره وړاندوينه کوو. موږ توقع لرو چې زموږ اهداف محکم پاتې شي ليکن ستراتيژي کيدای شي چې په راتلونکي کې د پرمختګ او لاس‌ته راوړنو لپاره تغيير شي.