ستراتيژيک پلان

د ساينس پوهنځي د (۱۳۹۶۱۴۰۰) ستراتېژيک پراختيايي پلان

 

ترتيبوونکی:

د ستراتېژيک پراختيايي پلان کمېټې غړي

تائيدوونکی:

د ساينس پوهنځي علمي شورا منشي     (                                 )  

د ساينس پوهنځي رئيس           (                                        )

د ننګرهار پوهنتون ر ئيس           (                                    )

۱. پېژندنه

داچی زمونږ په ګران هیواد کې صنایع دنسبی انکشاف په حالت کې قرار لری، او همدارنګه  په معارف کې دشاګردانو  زیاتوالی اود مسلکي استادانو کمښت،  ددې باعث ګرځیدلې چې د ساینس پوهنځی دننګرهار پوهنتون  په چوکات کې ایجاد شی  نو په همدې اساس  د ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون یو د هغه پوهنځیو څخه دې چی په۱۳۹۰ کال کې  تأسیس شوی چې  د ریاضی – فزیک او کیمیا – بیولوژی ډیپارتمنتونو لرلو سره په فعالیت شروع کړی او په ۱۳۹۴ کال کې خپل لومړنې فارغان د ليسانس په سویه په یادو څانکو کې جامعی ته وړاندی کړ.  دیاد پوهنځی اکادمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کې تغییر وموند په پروګرمونو کې یې اصلاحات رامنځته شوه، پروګرامونه یې اختصاصي شکل غوره کړه اوس  د  ریاضی ،فزیک ، کیمیا ، بیو لوژی او معادن ډیپارتمنتونو  لرونکی دی. د یاد پوهنځی د ډیپارتمنتونو په درسی پروګرامونوکې اساسی، اختصاصی ، فرعې او پوهنتونې مضامین  شامل دی. یاد پوهنځی دولس کمیټې (د کیفیت د تضمین او لوړونې ، کریکولم ، ریسرچ،نظم –  دسپلین، نشرات، امتحانانواو شکایاتو، الکترونیکې زده کړو، مالی او د بورسونو، ...) لری، همدارنګه په یاد پوهنځی کې د کریډیت په  سیستم تدریسی پروګرامونه مخکی بیول کیږی په یاد پوهنځی کې د  ساینس پوهنځی د رشد او انکشاف لپاره د جرمنی هیواد  د وردز بورګ پوهنتون د DAAD  موسسی د مالی مرستی په همکارۍ د لابراتوارونو د سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول دی چې  د پوهنځی استادان او محصلان ورڅخه  ګټه اخلی.

دساینس پوهنځی ودانې د پاکستان هیواد په مالی مرسته جوړه شوی چې یوه معیاری ودانې ده او په کافی اندازی سره تدریسی خونی لری .

. اوس مهال په دغه پوهنځی  کې ۵ ډیپارتمنتونه فعال او استادان يې په بېلا بېلو څانګو کې تدريس کوي او خپل علمي فعاليتونه پر مخ وړي چې تفصيل يې د ضمايمو د جدولونو په برخه کې په (۱) ضميمه کې قرار لری.

     اوسمهال پدې پوهنځی کې  (  ۱۳۱۹  ) محصلان چی نږدی  (    ۱۷۴    )  تنه یی ښځینه محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر (     ۲۰۰-۳۰۰    ) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۷۰۰۰ -۶۰۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي.

دغه نوی ستراتیژیک پلان د ۱۳۹۶ څخه تر ۱۴۰۰ کلونو له پاره ترتيب شو او په عملي کېدو سره به یې پوهنځی د دې توان پیدا کړي چې خپلې لازمه او ټاکلو موخو ته ورسيږي.

بايد يادونه وشې چې تير پنځه کلن ستراتيژيک پلان د  ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ کلونو لپاره جوړ شوی وو تر ٪۷۷ پورې په بريالي ډول پلي شوی دي او پايلې يې ډيرې په زړه پورې دي.  

دغه ستراتیژیک پلان د تیر پلان په رڼا کی د اوس مهال د شرایطو، موجودو سرچینو او امکاناتو په نظرکی نیولو سره ترتیب شوی تر څو د راتلونکو پنځو کلونو په موده کی ټاکلی او لازمی موخی په وړ ډ‌ول تر لاسه شی.

د دې ستراتيژيک پلان جوړولو لپاره د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د کاري ټيم په مرسته يو پوښتنليک جوړ شو، چې د ډیپارتمنتونو  د درسي  اوسني وضعيت، د ستونزو او اړتياوو په اړه پوښتنې په کې ذکر شوې وې .د پوښتنليک پر مټ ،بهير او علمي فعاليتونو اوسني وضعيت راټول شوي معلومات او ارقام د تنظيم او تحليل په موخه په مختلفو جدولونو او ګرافونوکې وښودل شول او ورڅخه اړين معلومات تفسير کړی شول (راوويستل شول) او په ليکلي بڼه د ستراتيژيک پلان په دې سند کې منسجم کړل شول.

۲. د اوسني وضعيت تحليل او په تېر ستراتيژيک پلان يو ځغلنده نظر

د تېر ستراتيژيک پلان (۱۳۹۱-۱۳۹۵) عمده موخې په لاندې ډول دي:

  • په علمي او اکاډميک ډګر کې پرمختګ
  • د ډېپارټمنټونو تاسيسول او لوړول
  • د تحقيقاتي څېړنو د مرکزونو اېجادول
  • د تدريسي پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل
  • د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول
  • د پوهنځی کتابتون معياري کول
  • د فزيکي زېربناوو تاسيسول او رغول
  • د کورنيو او بهرنيو ادارو او موسسو سره د اړيکو تامينول
  • د اداري سېستم رغول او وده
  • د جنسيت د انډولتوب تامينول او وده
  • د معلوماتي تکنالوژۍ راېجول

په علمي او اکاډميک ډګر کې د پرمختګ په برخه کې د استادانو شمېر د  ۱۰ تنو  څخه   ۲۷ تنو ته  د لوړ شوی چې په ټولو پنځو کلونو کې ۱۷ نوي استادان ګمارل شوي دي. (دوهم جدول). د محصلينو او استادانو ترمنځ انډول چې پخوا    ۱:۲۵  اوس   ۱:۲۷  دی او په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

د ماسترۍ لرونکو استادانو شمېر په ۱۳۹۱ کې ۴ وو او اوس ۱۰ دی . ساینس پوهنځی همدارنګه د علمي ترفيعاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی. په ۱۳۹۱ کال کې مو   پوهنيار  رتبه لرونکي يوازې (      ۱    ) تن استاد  درلود خو په ۱۳۹۵ کې دا شمېر (    ۴    ) وو. (لمړی جدول)

د تېر ستراتيژيک پلان په پنځو کلونو کې د فیلوشپ، کنفرانسو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو/ څيړنيزو پروګرامونو په برخه کې استادانو ته په داخل او خارج کې زمينه برابره شوې او یوه اندازه  استادانو ترې ګټه پورته کړېده، همدارنګه استادانو له پاره د علمي ، څيړنيزو او عملی پروژو دتطبيق اسانتياوې برابرې شوي او په څېړنيزو پروژو کې د بوختو استادانو شمېر له (    ۰   ) څخه (    ۴   ) تنو ته لوړ شوی. (۵ جدول)

د ډېپارټمنټونو تاسيسول او لوړول

په دې برخه کې په تېرو پنځو کلونو کې د ریاضی ، فزیک ، کیمیا ، بیولوژی او معادن ډيپارتمنتونه تاسیس شوی دی یعنی د ساينس پوهنځی ډیپارتمنټونه له دوه څخه پنځو ته لوړ شوی دی .

د تدريسی پروسي انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل

د نړېوالو نورمونو سره سم معياري درسي نصاب د ټول هېواد لپاره په ۱۳۹۱ کال کې رامنځته شو. ساینس پوهنځی  هم دا نصاب پلی کړی او د پلي کولو لپاره يې اسانتياوې هم برابرې کړي دي. په هر  ډیپارتمنت کې د کمپيوټر مضمون تدريس پېل شوی، همدارنګه د تېورۍ او عملي تدريس انډول ساتلو لپاره هم فعاليتونه ترسره شوي. په پنځو ډيپارتمنتونو  کې د کريډېټ سېستم څخه ګټه اخستل شوې.

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول

په هر کال کې د محصلينو په جذب کې د ۲۵ سلنې زياتوالي هدف ټاکل شوی وو چې تر ډېره ترلاسه شوی. ۲ جدول

په ۱۳۹۱ کال کې د ښځينه محصلينو سلنه د ټولو محصلينو ۵،۷ وه چې بايد ۲۰ سلنه ترلاسه شوې وای، خو په ۱۳۹۵ کال کې د ښځينه محصلينو سلنه ۴،۱۵ ته پورته شوې او د هدف پاتې ۶،۴ سلنه نه ده ترلاسه شوې.

دپوهنځی د  کتابتون معياری  کول

د کتابتون لپاره یو تن  فني او مسلکي پرسونل ګمارل شوی او روزل شوي هم دي. د ډیپارتمنتونو په سطحه کتابتونونو ته وده ورکړل شوې چې کیمیا، ریاضی ، فزیک او بیولوژی ډیپارتمنتونو کې کتابتونونه اېجاد شوي او يو يو تن مسلکي شخص ورته ګمارل شوی دی. د کتابتون لپاره د ډېټابېس سېستم جوړول هدف ټاکل شوی وو چې ترلاسه شوی. د کتابتون لپاره  نوي چاپ شوي کتابونه تهيه شوي دي. (۴ جدول)

د اداري سيستم رغول او وده

په تېرو پنځه کلونو کې په پوهنځی کې د کارګرانو شمېر د (  ۳  ) څخه (  ۴  ) ته لوړ شوی، همدارنګه په ټول پوهنځی کې د اداري پرسونل شمېر له (  ۰  ) څخه (   ۴  )ته لوړ شوی چې په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کوي. دغه شمېر لا هم پوره نه دی او دپوهنځی  په بېلابېلو اداري څانګو کې نورو کارمندانو او اجيرانو ته اړتيا شته. د پوهنځی په ټولو اداري برخو کې کارونه د کمپيوټري تکنالوژۍ په واسطه پر مخ ځي

۲. لر ليد Vision  

        ساينس پوهنځی هوډ لري چې په ساينسي  علومو کې د نړېوالو او سيمه ايزو معيارونو په پام کې نيولو سره د کادرونو د روزنې، د څېړنو، ليکنو، د علم او تکنالوژۍ انکشاف د خپرونې او د پلي کولو له لارې د اغېزمن او تلپاتې ټولنيز، اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامېنځته کړي. 

۳ . د دندی ټاکنه Mission  

      د ساينس پوهنځی دی ته ژمن دې چی د هيواد د بيارغونې او انکشاف  لپاره په علمی لوړه کچه کادرونه ټولنی او سيمي ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د خدمت لپاره وړاندی کړې . همدارنګه نوی پرمختګونه او څېړنې تر سره کړی او يو علمي ماحول په برابرولو کې خپله ونډه  واخلې

۴. ارزښتونه Values

په زده کړو او خدماتو کې بهتروالی

اکاډميک، مالي او اداري استقلاليت

څيړنه او په ټولنه کې ونډه اخيستنه

مشارکت او غېر متمرکزوالی

شفافيت، عدالت او ملي ارزښتونه په پام کې نېول

پلټنې او نوښتونه

د ساينسي او اکاډميکو لاسته راوړنو قدرداني

د هېواد د اوسېدونکو په ژوند کې د ښه والي رامنځته کول

۵. حکومتولي.

ساينس پوهنځی  اداري جوړښت د رهبرۍ په راس کې د پوهنځي ريس، مرستيال قرار لري. د دې تر څنګ، پوهنځی  د ۵ څانګو  لرونکي دي چې د اړوندو څانګو آمرينو لخوا اداره کېږي. همدارنګه، پوهنځی مختلفې کمېټې لکه (د کيفيت تضمين، څيړنې، کريکولم، فرهنګي چاپېريال ساتنې، ستراتېژيک پلان جوړونې، نظم او ډسپلين، نشراتو، ازموينو، د برېښنايي زده کړو) چې ځانکړې کاري لايحې لري، رامنځته کړي چې دا باوري کړي چې د پوهنځی اړونده چارې په معياري او اکاډميکه توګه پر مخ ولاړې شي. د پوهنځي، څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنځي رئيس، د پوهنځی مرستيال او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو يقيني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنځی رياست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتيا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهير تل څاري.

پوهنځی د خپلو ټولو کړنو په برخه کې د لوړو زده کړو مؤسسو او د هېواد نافذه قوانين، پاليسۍ، مقرري او لواېح رعايتوي.

۱.۵ د رهبرۍ پروګرامونه

د ساینس پوهنځي د ریاست ، معاونیت او د ډیپارتمنتونو امرینو ګمارنه د لوړو زده کړو د قانون په اساس ترسره کيږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې شايد په دې برخه کې کوم تغيېر رانه شي. هغه څوک چې د رهبرۍ په بستونو کې ګمارل کيږي هغوی به د لاندې ذکر شويو فعاليتونو او کارونو په ترسره کولو کې هڅې کوي:

  • د اړتياوو په نښه کول او د رفع کولو لپاره يې کوښښونه
  • ستونزو او ګواښونو ته رسيدګي
  • د کارشکنۍ، تعصب او بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي شريکانو او نورو تميلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ساینس پوهنځی  څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټېنګول.
  • د مراجعينو، استادانو، کارمندانو او محصلانو شکاياتو ته په وخت رسيدګي کول.
  • مسئولينو ته د کوښښنو، نوښتونو، مسئوليت منلو او صادقانه او شفاف خدمت کولو لپاره انګېزه ورکول.
  • د ساینس پوهنځی رهبري به د عدم تمرکز سياست په خپلولو کې کوښښونو ته دوام ورکړي .

۲.۵. مالي، اداري او اکاډميکه خپلواکي

        دا چې مالي، اداري او اکاډميکې خپلواکۍ د روزنيزو ادارو اصل تشکليلوي. د يادو چارو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون تل هڅه کوي چې اغېزمن مديريت ترسره کړي. د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پاليسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائيد شو ې ده، او په اړونده برخه کې منظوري د ننګرهار پوهنتون ته د اجراء لپاره رارسيدلې ده، د دغې مقررې پر بنسټ به ساينس پوهنځی وکولاي شي د عايداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بوديجه جوړه او مصرف کړي.

  1. ساينس پوهنځی د مالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره کوي او خپل عوايد زياتوي:
  1. د  شپې پوهنځيو فعالول او پراختيا
  2. د اړوند ملي او نړيوالو شرکاوو (Partners /Stakeholders) سره ګډې څېړنې
  3. د لابراتوارونو پراختيا او مجهزول
  4. د مطبعې ايجاد او د نشراتو امکانات برابرول
  5. د  پوهنځی په سطحه د څېړنيز مرکز ايجادول
  6. لنډ مهاله مسلکي روزنيز کورسونه رامنځته کول
  7. د بهرنيو مرستو د جلب لپاره معياري پروپوزلونو ترتيبول
  1. پوهنځی د اکاډيميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:
  1. د وخت، سيمې او ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتيا سره سم په ښوونيز نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول
  2. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
  3. له ملي او بين المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه يې ساتل
  4. د کتابتونونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختيا ورکول
  5. د تدريس د نويو ميتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړيواله کچه د ټريننګونو برابرول او برخه پکې اخستل
  6. د نړېوالو پوهنتونونو، تخنيکي او علمي سازمانونو او ټولنو  سره د تواميتونو، تفاهم ليکونو او د ګډې همکارۍ د چارو پر مخ وړل.
  7. د څېړنو د چارو اصلاح او ترسره کول.
  1. دساينس پوهنځی د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:
  1. د نويو علمي پروګرامونو ايجاد او د تشکيل زياتوالي
  2. د دفتري چارو او اداري سيستم نوي کول
  3. د معالوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول
  4. د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زياتول
  5. په اداري چارو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسايلو کارول
  6. په اغېزمن او په ټاکلي وختونو کې له سرچينو څخه ګټه اخيستل

۳.۵. د فساد سره مبارزه

دا چې فساد يوه شومه پديده ده او د پرمختګونو د مخنيوي لامل ګرځي، ساينس پوهنځي په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنيوي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د اداري فساد مخنيوي اړوند ټولييز پوهاوي
  2. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د مقرراتو، لوايحو او قوانينو پلي کول او څارنه
  3. په پوهنځي کې د فساد اړوند مواردو معالومول او ورته حل لارې پيداکول
  4. د پوهنځي ټولو ادارو څخه څارنه
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رايجول او پلي کول
  6. دفتري چارې له انالوګ څخه ډيچيټل سيستم ته اړول
  7. د هر ډول غير قانوني کړنو مخنيوي کول
  8. د ملي وحدت پر وړاندې د ستونزو او ننګونو له منځه وړل  او د ملي يو والي د پياوړتيا په موخه د علمي پروګرامونو پلي کول

۴.۵. د عملياتي پلان تاييدول

        د ستراتېژيکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملياتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نيولو سره د مديريت يو اساس اصل تشکيلوي، چې چارې په ټاکل شويو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پايلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، پوهنځي د چارو د ښه سمون لپاره اړينه بولي چې د ستراستژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمياتي پلانونه ترتيب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملياتي پلان په جوړولو کې د ښکيلو خواوو شريکول
  2. د عملياتي پلانونو د ترتيب او تاييد څخه ډاډ ترلاسه کول
  3. د عملياتي پلانونو د پلي کېدو او تطبيق څارنه
  4. عملياتي پلانونو سره سم د اړوندو  کړنو راپورونه ترتيب او وړاندې کول
  5. د عملياتي پلانونو د نه اجراء شويو چارو لپاره د تدابيري پلانونو ترتيبول
  6. د عملياتي پلانونو د اجراء لپاره د سرچينو او پاېلو په نښه کول
  7. د اړونده خواو سره د تطبيق لپاره د پلانونو شريکول

۵.۵. د څارنې او ارزونې پياوړي کول

        څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مديريت څلورم اصل دي، چې له مخې يې له يوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنيوي کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معياري ډول له پلان سره سمې پر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافيت رامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل  او د چارو د پراختيا او پرمختګ سبب ګرځي.

د ساینس پوهنځی د څارنې او ارزونې پروسه په درسته او جدي ډول پلې کوي. د ساینس پوهنځی د څارنې او ارزونې پروسه په درېو ساحو کې ترسره کيږي؛ اکاډميکه، اداري او د محصلانو ساحه. په علمي ساحه کې څارنه او ارزونه د تضمين کېفيت د کمېټې په واسطه صورت نيسي، خو د محصلانو او اداري برخه کې د څارنې او ارزونې لپاره يو جدا طرزالعمل جوړيږي.

۶.۵. د علمي تواميتونو پراختيا

علمي تواميتونه د تجاربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او کومکونو په جلب کې پوهنتونونواو پوهنځیو سره ډېره مرسته کولی شي. ساینس پوهنځی په تېرو پنځه  کالونوکې د هرات پوهنتون  ساينس پوهنځي سره توامیت درلوده چې د پوهنځی ځنی استادان  هم په یاد پوهنتون ساينس پوهنځي سره خپل علمی تجارب شريکول.

ساینس پوهنځی  په راتلونکو پنځو کلونو کې د شته تواميتونو ساتلو او د نورو تواميتونو ترلاسه کولو لپاره لاندې فعاليتونه پر مخ وړي:

  • په پوهنځی کې د بهرنۍ اړيکو د کميټې فعالېدل چې د هر ډیپارتمنت څخه يو يو تن داسې استاد ولري او په انګليسي ژبه مفاهمه وکړی شي.
  • ياده کميټه په مختلفو برخو کې د تواميتونو ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او هره مياشت د خپلو کړنو راپور دپوهنځی ریاست  ته وړاندې کوي.

۷.۵. د مرستو جلبول

په اوسني عصر کې هيڅ يوه اداره نشي کولي په يواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کولو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د ساينس پوهنځی هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنيو او بهرنيو مرستو ته اړتيا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه يې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي: 

  • د مرستو د جلبولو او د اړيکو د تامينولو له پاره د کاري کميټی پياوړي کول.
  • د علمی او مرستندويه ادارو سره په ملی او نړيواله کچه د اړيکو تامينول، دهغوی مرستی راجلبول
  • د پوهنځي د فزيکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقيقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول
  • د پوهنځي سره د مرستو لپاره د اړونده سرچينو هڅول

۸.۵. جندر مسايل

د ټولنيز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخيزې ودې لپاره نارينه او ښځينه پرته له کوم تبعيض او امتياز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسيزو داخلي جګړو او ورانيو له کبله په بېلابېلو برخو کې ويجاړ او وروسته پاتې شوي چې له امله يې د ښځو ونډه د سړيو پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړيو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بريده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معياري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. ساينس پوهنځی د په پلان کې لري، چې د نارينه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډميکو برخو کې مساوي ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د نارينه او ښځينه محصلينو ترمنځ د انډول ساتل
  • د ختيځ زون د ليسو ښځينه محصلان په کانکور ازموينه کې د برخې اخيستو په موخه هڅول.

۶. علمي او اکاډميک پروګرامونه

        د پوهنتونونو، پوهنځيو او علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساس، ساينس پوهنځی په پام کې لري چې د يو با کيفيته او پرمختللي پوهنځي په توګه بېلابېل ساينسي او څېړنيز پروګرامونه پر مخ يوسي چې له امله يې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډميکو پروګرامونو د پياوړتيا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

۱.۶. د علمي کادرونو استخدام او د ظرفيتونو لوړول

  • د هغه مسلکي او پوهه افغانانو راجلبونه او په کار ګمارنه چې د مختلفو نړيوالو سازمانونو او ادارو سره دندې تر سره کوي.
  • ځوانو علمي کدرونو او استادانو ته د ماسټرۍ او ډاکټرۍ د مواقعو د بهرنيو لوړو زده کړو ادارو د تواميتونو او دوه اړخيزو اړيکو د لوړو زده کړو د وزارت په واسطه برابرول.
  • پوهنځی پرسونل ته د نويو اړتياو د پيژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو موقعې برابرول.
  • د پوهنځی د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه.
  • د ظرفيتونو لوړول
  • د پوهنځي  د مختلفو څانګو امران د غوره  او پیاوړی ادارې ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  • اداري کارونکی  په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  • په ښوونيزو مهارتونو او وړتياوو باندی د علمی کدرونو سمبالول.
  • د غوره زده کړې او ښوونې د زياتيدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره د اسانتياوو  برابرول.
  • تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو باندنيو ژبو په اړوند روزنه ورکول.
  • پوه او وړو  استادانو له پاره  د علمی ، څيړنيزو او عملی پروژو دتطبيق داسانتياوو برابرول.
  • څېړنې
  • دا چې ساینس پوهنځی د پوهنتون  په کچه د تحقيق او څيړنی د امتیاز څښتن دی چې په هره برخه کې دمتخصيصينو او څيړونکو لرونکي دي
  • د څيړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بوديجی او امکاناتو برابرول
  • دنړيوالو څيړنيزو مرکزونو سره  د پوهنتون له لاری د اړيکو ټينګول او دڅيړنيزو پروګرامونو د پرمخ بيولو له پاره  دهغوی د مرستو جلبول
  • د څيړنيزو پروګرامونو د ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول تر څو دعلمی، څيړنيزو او نظری کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او د غوره پايلو سره هيواد ته راستانه شي.
  • د هيواد په داخل کې د فارغ شويو متخصيصينو له پاره د څيړنو او مطالعاتو له مخی دداسی پروژو ايجادول چې څيړنيزی او توليدی ګټي ولری 
  • د څيړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړونده ادارو سره شريکول

۲.۶. د کريکولم بازنګري او پراختيا

په ۱۳۹۲ کال کې د تحصيلي نصاب په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شول. نوی کرېکولم جوړ شو او د سمستر سېستم د کرېډيټ په سېستم واوښت.

  • ډیپارتمنتونه  به د کرېکولم په لا سمون کې د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره په مشورو او همغږۍ د کريکولم بيا کتنه او سمون ترسره کوي.
  • پوهنځی ریس ، ډیپارتمنتونو امرین، د کريکولم د کمېټې غړي محصلينو ته تهيه کېدونکو درسي موادو د کېفيت څخه څارنه کوي.
  • د کرېکولم د کمېټې غړو ته د ظرفيت لوړونې پروګرامونو دائرېدل.
  • د اړتيا سره سم د  کابل د ساینس پوهنتون او نړيوالو پوهنتونو سره د نصاب په بيا سمونه او کره کونه کې ملتيا.
  • تدريسي غړي له مخکې د کره شوي تعليمی نصاب او احتمالي بدلونونو  منلو ته تيارول 
  • د محصلينو فعاليت او سر ته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د نړيوالو معتبرو پوهنتونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.

۳.۶. د ښوونيزو موادو چمتو والي

نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نويو ميتودونو په پام کې نيولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونيزو موادو په تدريس سره وکولاي شي چې له يوې خوا د وخت شرايط  او بدلونونه په پام کې ونيسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي ، د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  2. د سيمې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د پوهنځي درسي نصاب برابرول
  3. د کرېکولم کمېټې کړنې د نويو مېتودونو سره همغږې کول
  4. په څانګو کې د نصاب او کريکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  5. د درسي موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړيو د تاليفاتو چارو ته خاصه توجه کول او په دې برخه کې د هغوي هڅونه
  6. د پوهنځي د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېواد څخه بهر د روزنيزو پروګرامونو برابرول
  7. د ټولنې او زده کړيالانو د نظرياتو ترلاسه کول او تحليل

۴.۶. د تدريس نوي مېتودونو پلي کول

د لوړو زده کړو وزارت نوي ستراتيژيک پلان يو هدف د لوړو زده کړو په برخه کې د تدريس عنعنوي ميتود په OBE د موخو په اساس زده کړې او SCL شاګرد محورۍ بدلول دي. شاګرد محوري او د موخو په اساس زده کړې د ۲۰۰۰ کال څخه د نړۍ په ډېرو پوهنتونونو کې عملي شوي دي. د زده کړو په دې ډول سېستم کې محصلين د زده کړو په ټولو فعاليتونو کې ډېره او فعاله ونډه اخلي، اهداف ټاکل کيږي او د زده کړو ټول فعاليتونه د اهدافو په اساس جوړيږي او ترتیبيږي. د محصلينو ارزيابي هم د اهدافو په اساس ترسره کيږي. په دې اړه به لاندې ذکر شوې کړنلارې تعقيبيږي:

  • په هر کال کې د بېلابېلو ډیپارتمنتونو پنځه تنه استادانو ته په يادو مېتودنو کې د درې ټرېننګونو دائرول.
  • د نويو مېتودونو د پلې کېدو لپاره د اړينو موادو او وسائلو تهيه کول.
  • د هر تدريسي سمستر په پای کې د پايلو په اساس زده کړې او شاګرد محورۍ تدريس پلي شويو نويو مېتونو ارزيابي او د ستونزو حل او اصلاحاتو لپاره لارې چارې لټول.

۵.۶. د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

        دا چې په نړيواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غير حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختيا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زياته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنيزو بهيرونو د پياوړتيا او موثريت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنايي اسانتياوو په چمتوکولو سره هر اړخيز نوي والي او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه او پوهنځي  اړ دي چې د انلاين کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاين سرچينو اسانتياوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مديريت په موخه ساينس پوهنځي  په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د برېښنايي زده کړو  کمېټې ته پراختيا ورکول
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول
  3. په ټولو ديپارټمنټونو کې د برېښنايي زده کړو عامول
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدا څخه بشپړه څارنه
  5. د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د يوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول
  6. د ټولو ډيپارټمنټونو محصيلينو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معالومات ورکول
  7. د اسانتياوو برابرول

۶.۶. د معلوماتي تکنالوژۍ پراختيا

  • استادانو، محصلينو، او ادارې غړو ته د کمپيوټر اړونده روزنې موقعې برابرول.
  • د معلوماتي تيکنالوژۍ د سيستم لپاره په يوې غوره کړنلارې په اړه هيواد د نورو لوړو زده کړو د ادارو سره ګډ کار کول.
  • ویدیو کنفرانسونو لپاره د مکز تاسیسول او سمبالول
  • د تدریس د چارو د ښه پر مخ بیولو لپاره د پراجکتورونو تهیه کول .
  • د تدريس/ښوونې او زده کړې په پروسه او وخت کې د Multi Media څخه ګټه اخستل

۷.۶. د موجوده معلوماتي ټيکنالوژۍ څخه اغيزمنه ګټه اخيستنه

کړنلاري:

  • د معلوماتي ټيکنالوژۍ د کارونې لپاره د ځانګړو لوايحو او مقرراتو ټاکنه.
  • د تدريس په پروسه کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ د کارونې منظمول.
  • د محصلانو برخې پراختيا موخې
  • د محصلانو جذب او د ظرفيتونو لوړتيا
  • دعلمی سيمينارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول
  • د نورو پوهنتونو د ساینس پوهنځیو د محصلينو ترمنځ د علمی مناقشو او مسابقو په کار اچول
  • د هيواد په داخل او خارج کې د علمی سفرونو برابرول
  • د تيوری او عملی تدريس تر منځ د انډول ساتل
  • په تيوريکی او عملی درسی بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول

۸.۶. څيړنه او په ټولنه کې ونډه اخيستنه

داچې بشر د خپل طبيعي پيدايښت له مخې د پلټنې اودفکر کولو خاوند دی، له همدې امله د خپل چاپيريال د موادو د جوړښت د هغوې د ماهيت او څرنګوالي په باره کې فکر کوي ، نو په همدې توګه د يولړ حقايقو سره مخ کېږي ، په هغه کې لاملونه لټوي ، هغه په نښه کوي او د ځان د هوساينې اود نورو د سوکالۍ لارې چارې لټوي. ددغو حقايقو ټولولو ، لټولواو په دې اړه فکر کولو او په کار اچولو ته ساينس وايې، اوساينس هغه علم دي چې په تجروبواو څيړنو ولاړ وي، نو د ساينس پوهنځي استادان تل هڅه کوي چې نوي موضوعات  چې د ټولني ضرورت او مشکلاو په نظر کې نيولو سره وڅيړي او د ټولني غوښتنو ته مثبت ځواب وه وايي.او په پايله کې دټولني او ښيکيلو خواو سره لاندي موضوعات شريک کړي.

  • ټولني سره دخپلو څيړنو د پايلو شريکول
  • خپلو محصلانو ته د څيړنه نتيجه په کنفرانسونه برابرول.
  • دټولني د ورځني ضرورتونو په اړه محصلانو ته کنفرانسونه برابرول
  • دمحصلانو په واسطه دټولني د اړتياوو څيړل

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسي

۱.۷. د کريډيټ سيستم پياوړتيا او پلي کول

        د نړۍ ډېري پوهنتونونه د کريډيټ سيستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بيايي او له دې لارې محصيلينو د ښو پايلو لرونکو زده کړو او اسانتياوو زمينه برابروي چې له يوې خوا محصلين وکولاي شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهير پرمخ يوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتياوو څخه هم برخمن شي. ساينس پوهنځي د کريډيټ سيستم زده کړو د پياوړتيا او معياري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د کريډيټ سيستم د موثريت په اړه محصيلينو ته معالومات ورکول
  2. په څانګو کې د کرېډيټ سيستم عملي کېدو څارل
  3. د پايلو پر بنسټ د زده کړو په نتيجه کې د کرېډيټ لايحې موخې ترلاسه کول
  4. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  5. د کرېډيټ لايحې په اساس د عملي زده کړو پياوړي کول
  6. د ټرانسکريپټونو د ترتيب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فيصدۍ تر څنګ د GPA په سيستم برابرول

۲.۷. د زده کړيالانو  لپاره د خدماتو او اسانتياوو پياوړتيا

        پوهنځي هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې زده کړيالانو  ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پايلو په لرلو سره زده کړيالان وروزي چې پوهنځي د هېواد او په نړيواله کچه د زده کړيالانو  توجه او رضايت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنځي  غواړي چې له يو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حيثيت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. پوهنتون د غوره خدماتو او اسانتياوو د پياوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

۳.۷. د اړونده مسلکی او تخنيکی عملی پروژو تهیه کول او ترسره کول

  • دعملی کار د ترسره کولو او تجربی ترلاسه کولو په خاطر مسلکی او فنی ادارو ته دمحصلينو معرفی کول
  • د اړونده مناسبي نوي تکنالوژۍ سره د محصلينو اشنا کول
  • د موجوده محصلينو د کارموندني د هڅوني په موخه يو شمير فارغ شويو محصلينو له پاره د پوهنځی څخه بهر د نمونوی توليدی پروژو د تطبيق د زميني برابرول

۴.۷. د عملي کارونو لپاره د اسانتياوو پراختيا

  • د   ورزشي فعاليتونو لپاره زمينه مساعدول
  • د کارموندنې، صحي او مشورتي خدماتو وړاندې کول
  • د اعتياد، شخړو او زورزياتي په وړاندې مبارزه
  • نوي محيط سره د محصلانو بلدتيا
  • نشرات او د ټولنې ګډون
  • د پوهنځی د لاس ته راوړونو د منعکسولولپاره  د غونډو جوړول
  • د اړونده ادارو د وړ  او مرستندویه چارواکو د ملاتړ او هڅونی لپاره د غونډو دایرول او د جایزو د ویش د پروګرامونو ترتیبول
  • د پوهنځی  د نشراتو د کمیټې  پياوړي کول
  • په ملي برنامو او مسائلو کې د پوهنځی رغنده ونډه اخستل

۸. زيربناوي

۱.۸. د لابراتوارونو او نورو ښوونيزو زېربېناوو پراختيا

  • د تدريسي خونو، کتابخانی او لابراتوارونو جوړول  ، ترمیم او تجهيزول
  • د پوهنځی د چاپيريال د شين او ښايسته ساتلو له پاره د نيالګيو نیالول
  • د شته ساختمان ترميم او بيا جوړونه، تر څو استادانو، کارمندانو او محصلانو لپاره د زده کړې ، تدريس او کار ښه زمينه برابره شي.

۲.۸. کتابتون لپاره د اړوندو لوازمو برابرول

کړنلاري:

  • دنويو چاپ شویو کتابونو تهيه کول
  • د خارجی ژبو څخه په داخلی ژبو ژباړل شوی کتابونو تهيه کول او ژباړل
  • په کتابتون کې د استادانو له خوا د تاليف شويو کتابونو د ساتنی له پاره ميکانيزم په کار اچول
  • د محصلينو د سيمينارونو او مونو ګرافونو د ساتني له پاره ميکانيزم په کار اچول
  • د کتابتون په داخل کې د محصلينو له پاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو له پاره د چاپ اسانتياوی برابرول

۹.  SWOT تحليل

پياوړی ټکی:Strengths

 

  • دا پوهنځی د ښوونی او روزنی پوهنځی نه وروسته د کانکور په ازموينه کې دويم لوړ مقام لری چې په پايله کې نوموړي پوهنځي تر نورو پوهنځیو خورا ډيرو ځيرکو او وړو زده کوونکو په جلبولو او جذبولو توانيږي.
  • پوهنځي ټول  ۲۷  کادري غړي لري چې ټول  په خپلو خپلو څانګو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د يو مثبت  بدلون د رامنځته کيدو په هلو ځلو کې دی.
  • د لوړ رتبه او تجربه لرونکې استادانو او اداری پرسونل لرل .
  • نږدې ۷ تنه د ټيتې رتبې استادان (د ليسانس درجې) مختلفو هيوادونو ته د  ماسترۍ درجو ته ليږل شوي چې ځينې ډېر يې د ماسټريو په ترلاسه کولو سره بيرته راغلي دي.
  • د استخدامونکو دولتي او خصوصي ادارو څخه د ترلاسه کړل شويو مالوماتو له مخې ساینس پوهنځی فارغ شوي کادرونه د پوره وړتيا درلودونکي دي او نوموړې ادارې ورڅخه خوښې څرګندوي چې دا د پوهنځی  له پاره  تر ټولو غوره پياوړتيا ده.
  • د نوې تکنالوژۍ په راتلو او د علمي کادرونو د لوړو تحصيلي درجو په ترلاسه کولو سره اوس پوهنځی د يو ښه علمي بشري ځواک او د لوړ رتبه ، مجربو او ژمنو استادانو او اداری پرسونل درلودنکی دی.
  • د ښځينه محصلينو له پاره د ليليو او په هغه کې د اوسيدلو د اسانتياوو همدارنګه د ترانسپورتي اسانتياوو  له امله د ښځينه محصلينو جذب په لوړېدو دی.
  • د غوره اکاډميک ماحول په درلودلو سره د ټولو ډیپارتمنتونولپاره تر یوه حده  لابراتوارونه او همدرانګه د عملي کار له پاره اسانتياوې شتون لري.
  • د تدريس د نويو ميتودونو سره د استادانو بلدتيا او پوهاوي او د يادو مېتودونو پلې کېدل شروع شوي دي.
  • د پوهنځی او ډیپارتمنتونو په کچه د ستراتیژیکو پلانونو شتوالی
  • د ختيځو او سهيل ختيزو دولتی او خصوصي پوهنتونونو د علمي او اکاډیمکو چارو څخه د نظارت امتياز درلودل.
  • د ځېنو بهرنیو مرستندویه ادارو  د پوهنځی سره اړیکې.
  • د فارغو محصلینو وړتیا او د ګمارنې لپاره امکانات.
  • محصلینو ته د فراغت  د اسنادو د تهیه کولو په برخه کې د پروسې چټکوالی.
  • د استادانو او مامورینو د انتقال لپاره د کافي ترانسپورتی سیستم شتوالی.

 

نيمګړي ټکي:Weaknesses

 

  • د تدریسی پروسې د ښه  تطبیق لپاره  د کافي شمیر استادانو کموالی.
  • د دوکتورا درجو لرونکو استادانو د شمیر کموالی
  • د ټولنيزو او ساینسي علومو د تحقیقاتي مرکز او پرسونل نشتوالی.
  • د پوهنځی يو شمېر استادان اوس هم د درسي موادو په تهيه کولو کې له نويو او مشهورو نړېوالو درسي کتابونو او څېړنېزو مقالو ګټه نه پورته کوي.
  • د نويو او تازه ژورنالونو او اخځ کتابونو نشتوالی.
  • په بهرنيو ژبو په ځانګړي ډول په انګليسي ژبه د ډېرو استادانو نه بلدتيا.
  • د يو شمېر استادانو لخوا د کمپيوټر او په ځانګړې توګه د نوې ټيکنالوژۍ کارونه او د هغې په ارزښت د پوهيدنې نشوالي.
  • د ښځينو محصلينو د شمير کموالی.
  • د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ظرفيت څخه د زيات شمير محصلينو معرفي کېدنه.
  • د محصلينو خراب اقتصادي وضعيت.
  • د معیاری لابراتوارونو او کافي شمېر ټکنشنانو نشتوالی.
  • دData base  سیستم نشتوالی
  • د مجهزې مطبعې نشتوالی
  • د پوهنځی په کچه د معلوماتی تکنالوژیکي وسائلو کموالی.

 

فرصتونه Opportunities :

 

  • د ملی، لوړو زده کړو او ولایتي انکشافي ستراتیژیو شتوالی.
  • د علمي او اداري مهارتونو پروګرامونو په هکله د نړیوالو مرستو اوبرنامو شتوالی
  • د ولایتی اداری مرستې او له هغوی سره په چارو کې همغږي.
  • د محصلینو لپاره په دولتی او نادولتی ادارو کې د انټرنشپ پروګرامونو شتوالی
  • په سیمه کی د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو او کونسلګریو او نړیوالو ادارو شتون او له پوهنځی سره د مرستو ژمنتیا
  • د سکالر شیپونو او فیلوشبونو د امکاناتو شتون.
  • د فارغانو لپاره د کارموندنې اسانتیاوې

 

ګواښونه Threats :

 

 

  • په افغانستان کې د ليسو فارغينو شمير پرمخ لوړيدنې او پوهنځی ته زياتيدونکي لاسرسي فشار د مخنيوي وړ ندي.
  • د پوهنځی  څخه مخ پر زياتيدونکو فارغانو له پاره د کارموندنې پروسه ډيره کمزورې ده چې په لوړ اکثريت فارغان يې بی دندې پاتې کيږي.
  • نا امنۍ او غربت هم د ځينو سيمو په محصلينو ناوړه اغيزه کړېده چې په دې سره يې ډېری محصلين د تحصيل پريښودلو ته اړ کړيدي او يا هم د تحصيل ترڅنګه نورې دندې او مزدورۍ ترسره کوي چې په نتيجه کې يې تحصيلی پروسې ټکنۍ کړيدي.
  • د مالی او اکاډیمیک استقلالیت نشتوالی
  • د نارینه او ښځینه محصلینو د شمیر ترمنځ ناانډولتوب
  • د ښځینه محصلینو په وړاندې د کلتوري او ټولنیزو تهدیدونو شتون
  • د تدارکاتو او خريدارۍ په برخه کې اوږده پروسه او ځنډ

 

 

۱۰. پنځه کلنه ستراتيژيکه عمومي موخه

د ساینس پوهنځي پنځه کلنه ستراتيژيکه موخه د دې پوهنځی د علمي او اکاډميکې برترۍ او لوړتيا لپاره د محصلينو د پرمختګ، د استادانو د پرمختګ، د څېړنو او نوښتونو پراختيا او د ښو او موثرو خدماتو وړاندې کولو له لارې د يوه توانمند چاپېريال رامنځته کول دي. دغه موخه به د عدالت، روڼتيا او تعهد په رامنځته کولو د شته قوانينو په نظر کې نېولو سره سره د نويو پاليسيو او کړنلارو جوړولو له لارې ترلاسه شي.

۱۱. د کليدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نيولو سره د پوهنڅي ستراتېژيک اهداف او موخې:

ساینس پوهنځي ستراتېژيک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهير چټکتيا او ښه والي دي چې په ټولنه کې د شته ناورينونو او ستونزو  پاي ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. ساینس پوهنځي د ټاکلي ماموريت او معيارونو په پام کې نيولو سره داسې وړ، مسلکي او معياري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.

  1. د علمي او څيړنيزو چارو په برخه کي په ملي او نړيوالو معيارونو برابره څانګه رامنځته کول.
  2. په علمي او اکاډميک ډګر کي پرمختګ او ۲۷ تنو څخه  ۷۷ تنو ته د استادانو لوړول.
  3. په اداري برخه کې دمامورينو شميرد ۴ تنوڅخه  ۸ تنو ته پورته کول.
  4. دکارګرانواو اجيرانوشمير۴ تنو څخه ۱۴ تنو ته پورته کول.
  5. د شپي برنامي برابرول او هغي ته وده ورکول .
  6. د لوړو زده کړو په برخه کي د روڼ او شفاف بهير رامنځته کول .
  7. د څيړنو پر مټ د ټولني ستونزو پيژندل او ورته مناسبي حل لاره پيدا کول .
  8. د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکيلو خواوو او نورو تمويلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندي د پوهنځي څخه اغيزمنه استازولي او له دوي سره د ښو اړيکو ټينګول.
  9. د وخت او اړتياوو له غوښتنو سره سم په بيلابيلو برخو کي د مسلکي اشخاصو روزل.
  10. د نوي تکنالوژي معرفي او خپرول.
  11. د ساينسي او مسلکي زده کړو د ودي لپاره ليکني اودهغه  خپرول.
  12. د حکومتولي تامينول
  13. عامه پوهاوي

داچې دننګرهار پوهنتون دساينس پوهنځي مالي استقلاليت نلري نو ټولي مالي چاري يي د پوهنتون په مالي پلان پوري تړلي دي، نمونه يې په لاندي ډول ده.

۱۳. پايله او د دې ستراتيژيک پلان پلي کول

دغه ستراتيژيک پلان د ساینس پوهنځی راتلونکې تګلاره او همدارنګه د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره د دې پوهنځی د منسوبينو او استادانو تعهدات ټاکي. د دې پلان په برياليتوب سره پلي کول همغږي فعاليتونه، همکاري او د ستراتيژيکو اهدافو لاسته راوړلو لپاره متمرکزه کړنو ته اړتيا لري. د ستراتيژيک پلان د تطبيق څخه د څارنې ځانګړې کميټه به په دوامداره ډول د پلان تطبيق، تکرار او اغېزمن پلي کېدنې پروسې څخه څارنه کوي تر څو يقيني شي چې د ساینس پوهنځی  په اوږده مهال کې رقابت کوونکی، نوښتګره او اغېزمنه واوسي. د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره به د ساینس پوهنځی لرليد د دې پوهنځی عهد او پېمان واوسي.

دا ستراتيژيک پلان به د په نښه شويو پروګرامونو او عملي پلانونو په واسطه د ساینس پوهنځی د هرې يوې برخې او ډیپارتمنتونو په مرسته پلی شي. هر یو ډیپارتمنت  بايد په خپله محدوده کې د کارونو د ترسره کولو لپاره ستراتيژيک او عملي پلانونه ولري. د ساینس پوهنځی  رياست دنده لري چې جوړ شوی ستراتيژيک پلان ټولو ډیپارتمنتونو  او اداری غړو ته تشريح کړي.

د اړونده شاخصونو او اهدافو په نظر کې نېولو سره به د دې ستراتيژيک پلان د پلې کېدو د چارو څخه نظارت ترسره شي. د ستراتيژيک پلان د پلې کېدو د نظارت له لارې به په ستراتيژيک پلان تمرکز وساتلی شي.

ساینس پوهنځی به  د دې ستراتيژيک پلان اهدافو لاسته راوړلو لپاره د څارنې او ارزونې يو تفصيلي پلان رامنځته کړي چې له مخې به يې د ډېپارټمنټونو او کمیټو سره په هغمږۍ د لويو او کوچنيو اهدافو د لاسته راوړلو بهير څارل کيږي.