رئیس لنډه پیژندنه
د وترنري علومو پوهنځي رئيس پوهنوال پيرمحمد ستانکزي لنډه پېژندنه
محترم پوهنوال پيرمحمد ستانکزى د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د روغانو کلي په يوه دينداره کورنۍ کې په (١٣٥١ل) کال زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د خپلې سيمې احداد لېسې څخه پيل او د پېښور په افغان کميشنرۍ ښوونځي کې پاى ته ورسولې. لسانس يې د ننګرهار پوهنتون په وترنري علومو پوهنځي کې وکړ او له نوموړي پوهنځي څخه په ١٣٧٩ ل کال فارغ شو. ماسترۍ زده کړې يې د هندوستان هېواد په بنګلور پوهنتون کې په (١٣٨٦- ١٣٨٨) کلونو کې پاى ته ورسولې.
پوهنوال ستانکزى له پوهنځي څخه د فارغېدو سره سم په (١٣٧٩ل) کال د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو او له هغه مهاله يې د استادۍ تر څنګ د ياد پوهنځي د کلينيک او پاراکلنيک ديپارتمنتونو د آمر په توګه دندې اجرا کړې دي.
نوموړى په ۱۳۹٦ لمریز کال د کب په ١٥مه نېټه د وترنري علومو پوهنځي د رئیس په توګه د نوموړي پوهنځي استادانو او منسوبينو ته وروپېژندل شو چې تر دې مهاله ياده دنده پر مخ وړي.