رئیس لنډه پیژندنه

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور رفیع الله عطاء لنډه پېژندنه

پوهنمل دوکتور رفیع الله عطاء د مولوي محمود زوی او د مولوي عبدالواجد لمسی په ١٣٥٦ لمريز کال د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ د باسول کلي په يوه دينداره او مخوره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د خپل کلي (باسول) په ښوونځي کې ترسره کړي دي.

لوړې زده کړې یې د دوکتورا تر کچې د اسلام آباد نړیوال پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون په څانګه کې په کال ۱۳۸۸ کې بشپړې کړي دي.

دوکتور عطاء د ۱۳۹۵ لمریز کال د لیندۍ په ۱۱ مه نېټه د ازادې سيالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو.

نوموړی د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې په ۱۱مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت مقام په وړانديز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د رئيس په توګه وټاکل شو او له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

اړيکې:  

0093(0)786633888    

rfi.ata@gmail.com