رئیس لنډه پیژندنه

د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د رئيس پوهاند دوکتور اسرارالحى منيب لنډه پېژندنه

پوهاند دوکتور اسرارالحى منيب د عبدالحى زوی په ١٣٥٦ لمريز کال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د بړو کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د پېښور د عبدالله ابن عباس په مدرسه په ١٣٧٢ کال کې بشپړې کړي دي.

د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي ته بريالى شو او د ليسانس سند يې د ياد پوهنځي څخه په ١٣٧٧ کال کې ترلاسه کړ.

ماسترۍ زده کړې يې د پېښور پوهنتون د اسلامي تعليماتو په څانګه کې په ٢٠١١ ميلادي کال کې د ګولډ مډلسټ په حيث پاى ته ورسولې او د دوکتورا زده کړې يې هم په ياده څانګه کې په ٢٠١٧ کال کې بشپړې کړې دي.

پوهاند منيب د ١٣٧٧ کال د تلې په ٨ مه نېټه د ازادې سيالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو څانګې په علمي کادر کې شامل شو، چې د استادۍ د سپېڅلې دندې تر څنګ يې د اسلامي تعليماتو څانګې د آمر، د شرعياتو پوهنځي د مرستيال، د پوهنتون د تضمين کيفيت کمېټې د غړي او د ننګرهار پوهنتون د تاليف او خپرونو بورد د آمر په حيث دندې ترسره کړي دي.

پوهاند دوکتور اسرارالحى منيب د لوړو زده کړو وزارت د (٢٦٦- ٣٠/٦/١٣٩٨) ګڼه وړانديز او د ولسمشر د (١٨٦٥- ١٧/٧/١٣٩٨) ګڼه حکم په اساس د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د رئيس په توګه وټاکل شو او له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

اړيکې:  

0093(0)781805302