تاریخچه

د کمپیوټر ساینس پوهنځي پېژندنه

لنډه تاریخچه

کمپيوټر ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په جوړښت کې یو نوی او ځوان پوهنځی دی، چې په ۱۳۹۰ لمریز کال یې د پوهنځي په بڼه په کار پیل وکړ. خواوشا دوه لسیزې وړاندې په حیات آباد- پېښور کې د اکاډمۍ په نوم یو پوهنتون فعال ؤ، چې د وخت په تېرېدو سره په دوه برخو وویشل شو، چې یوه څانګه يې هرات او دویمه څانګه يې د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار ته انتقال شوه او د ساینس او ټکنالوجۍ په نوم یې په ننګرهار کې د پوهنتون په صفت په ۱۳۸۰ لمریز کال کې په کار پیل وکړ. کله چې د طالبانو واکمني پای ته ورسېده، یاد پوهنتون وتړل شو او له ډېرو ستونزو وروسته د نوموړي پوهنتون نور پوهنځي د ننګرهار پوهنتون په اړوندو پوهنځیو کې مدغم شول او یوازې کمپیوټر ساینس د یوې مودې لپاره د انجنیري پوهنځي د یوه ډیپارټمنټ په توګه فعالیت درلود، چې بالاخره په ۱۳۹۰ لمریز کال کې مستقل پوهنځی شو.

په لومړیو درېو کلونو کې کمپیوټر ساینس پوهنځي یوازې یوه عمومي څانګه درلوده، چې اوس مهال درې څانګې (سافت وئیر انجنیرنګ، ډیټابیس او انفارمیشن سیستم، نیټورکنګ او کمیونکیشن) لري. کمپیوټر ساینس پوهنځی په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکې کې څلورمه څانګه (کمپیوټر انجنیرنګ) هم په خپل تشکیل کې زیاته کړي.

اوس مهال په دې پوهنځي کې  د ۶۰۰ تنو په شاوخوا کې زده کوونکي په زده کړه بوخت دي او په ۱۲ دورو کې یې ۷۳۲ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي تدریسي چارې د ۱۷ تنو مجربو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي، چې ۱۴ تنه يې ماستران او ۳ تنه نور يې د ماسترۍ په زده کړو بوخت دي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لیسانس دورې کریکولم د څلورو کلونو لپاره ترتیب شوی، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ورباندې تجدید نظر شوی او د برلین د تخنیکي پوهنتون په شمول د نړۍ د غوره پوهنتونونو د کریکولم په نظر کې نیولو سره د نوموړي پوهنتون منهج د یوې عمومي څانګې لپاره استعمالېږي او د ذکر شویو درېو څانګو لپاره هم کریکولم په ابتدايي بڼه ترتیب او د لوړو زده کړو وزارت ته د تصدیق او تائید لپاره استول شوی دی.