تاریخچه

د اقتصاد پوهنځي لنډه تاریخچه

د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۶۳ لمریز لېږدیز کال د ننګرهار پوهنتون د انکشافي پلان له مخې تاسیس او رسماً یې په فعالیت پیل وکړ. تر دا مهاله یې ټولنې ته په زرګونو علمي کادرونه واړندې کړي چې د هیواد عامه ادارې او خصوصي سکتور په بېلا بېلو برخو کې په خدمت بوخت دي. دغه پوهنځي په پیل کې دوه څانګې لرلې، اوس نوموړي پوهنځي یو څه پراختیا پیدا کړې ده او لاندې څلور څانګې لري:

  1. ملي اقتصاد څانګه
  2. سوداګرۍ څانګه
  3. کاروبار اداره (Business Administration)
  4. مالي او بانکي چارو څانګه

د ټولو رسمي استادانو شمېر یې دېرش تنه دی، چې د دوکتورا او ماسترۍ په کچه یې زده کړې کړي دي. د نوموړي پوهنځي له تاسیسه نیولې تر اوسه یې په نهه ویشت (۲۹) دورو کې دوه زره څلور سوه پنځه دیرش (۲۴۳۵) فارغان ورکړي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت په موخه لاس په کار دي. د تحصیل دوره د اتو(۸) سمسترونو په دوران کې چې څلور(۴) کاله په برکې نیسي، د نوموړي پوهنځي محصلین مهم مسلکي مضامین لکه ملي اقتصاد،نړیوال اقتصاد، لوی اقتصاد، کوچنی اقتصاد، بازارموندنه، بانکداري، تمویل، پانګه اچونه، منجمنټ، محاسبه، احصایه او نور لولي، په تیره لسیزه کې نوموړي پوهنځي دوه نوې څانګې، د کاروبار اداره (Business Administration) او د مالي او بانکي چارو په نوم پرانیستلې او په نږدی راتلونکې کې غواړي چې دوه نوري څانګې (احصایه او ایکانومیتري او د طبیعو منابعو د اقتصاد مدیریت) هم پرانیزي.

د اقتصاد پوهنځي ددې تر څنګ د محصلینو د علمي او مسلکي پیاوړتیا او لوړتیا لپاره یو عصري او په ټولو سهولتونو مهیا مجهز کتابتون چې له زرو ټوکو څخه د زیاتو کتابونو لرونکی دی جوړ کړی. پر دې سربیره د علمي ظرفیتونو د لوړاوي په منظور المان، هندوستان، مالیزیا، بلغاریا، پاکستان او جاپان هیوادونو سره د فیلوشیف او سکالرشیف پروګرامونه او د خپلو علمي کارونو د لا پیاوړتیا په منظور د المان هیواد بوخم پوهنتون او د امریکا متحده ایالاتو کینټاکي او ماساچوسیت پوهنتونونو سره پارټنرشیپونه لري.

 

 

 

لرلید Vison

اقتصاد پوهنځی غواړي چې د خپلو علمي او نوښتګرو مهارتونو په مرسته د اقتصادي، مالي چارو، منجمنټ او کاروبار په څانګو کې د ښه کیفیت په درلودولو سره په لومړي قدم کې په ملي کچه او په دوهم قدم کې دسیمۍ په کچه یو پیژندل شوی پوهنځی وي.

ماموریت Mission

اقتصاد پوهنځی ټولنې ته د اقتصاد، مالي او بانکداري، بازارموندنې، کاروبار اداره، سوداګرۍ او منجمنټ په بېلا بېلو برخو کې د نوي ټکنالوژۍ، ملي احساس، د وړتیا په کارولو او د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره علمي اکاډمیک کادرونه وړاندې کړي.

موخې Objectives

د اقتصاد پوهنځي فارغان وروسته له فارغیدو څخه باید وتوانیږي چې د اقتصاد د علم د زده کړی څخه په استفادی د هیواد په کچه اقتصادي ستونزې وپیژني او دحل په اړه یې د تصمیم نیونې توانایې ولري، د نوې ټکنالوژۍ په استعمال سره په اقتصادي، مالي او سوداګریز ډګرکې رغنده رول ولوبوي، همدارنګه د کاروباري ماحول تحلیل، تجزیه او پر اساس یې د کاروبار لپاره لازمې پالیسۍ او ستراتیژیک پلانونه طرحه کړي، سربیره پردی د مدیریت علم په پیژندلو سره په عامه او خصوصي سکتورنو کې د پالیسیو، ستراتیژیو او ستراتیژیکو پلانونو د عملي کولو لپاره د اغیزمن مدیریتي تخنیکونو څخه استفاده وکړي.