استاذانو چارو آمریت

تشکیلاتي جوړښت

picture

تاریخچه

د استادانو چارو او معلوماتي بانک امریت لنډه تاريخچه


دا چې د پوهنتون کادري غړو د تقرر، تثبیت رتبه،ارتقاء او علمي ترفیعاتو طی مراحل کولو ته اړتیا لري؛ نو د پوهنتون د ایجاد نه تر ۱۳۹۰ کال پورې ذکر شوې کړنې د تعلیم او تربیې عمومي مدیریت په چوکاټ کې ترسره کېدې. کله چې په ۱۳۹۰ ل.ل کال کې ننګرهار پوهنتون  د علمي چارو معاونیت په چوکاټ کې د استادانو چارو او معلوماتي بانک امریت تاسيس شو؛ نو تقریباً هر کال په ټولیزه توګه د خپلو ژمنو کارکوونکو پر مټ سره توانېږو، چې د (۳۵) تنو استادانو علمي ترفيعات، (۴۵) تنو نوي علمي کادر جذب او تقرر، د (۱) تن استاد تقرر مجدد د (۵) تنو استادانو ارتقاء، (۵) تنو استادانو رتبو تثبيت او د (۳۱) تنو استادانو انفکاک دوسيې طی مراحل او چارې يې سرته رسوو. همدارنګه ننګرهار پوهنتون د يو ستر علمي کانون په توګه تل هڅه کړې، چې له نورو پوهنتونو سره تواميت وساتي او د يادو پوهنتونونو علمي چارې تنظيم کړي، چې په همدې موخه د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون، لغمان پوهنتون، پروان پوهنتون، بامیانو پوهنتون، البیروني پوهنتون، کندز پوهنتون، نورستان لوړو زده کړو موسسې، سپين غر، التقوا، جهان او خراسان د لوړو زده کړو خصوصي موسسو او الفلاح خصوصي پوهنتون د استادانو علمي ترفیعات، تثبيت رتبه، تقرر او انفکاک چارې د استادانو چارو او معلوماتي بانک امريت له لارې ترسره کېږي؛ چې هر کال کې تقریباً د يادو پوهنتونونو د (۴۹) تنو استادانو د علمي ترفيعاتو، تقرر، تثبيت رتبه او انفکاک دوسيې طی مراحل شوي دي.

د استادانو چارو او معلوماتي بانک آمر لنډه پیژندنه

د ننګرهار پوهنتون استادانو چارو او معلوماتي بانک د آمر پوهنمل ولي امام الفت لنډه پېژندنه


picture

پوهنمل ولي امام الفت په ۱۳۶۴ ل ل کال چې د ۱۹۸۵ز سره سمون خوري؛ د خوږياڼيو ولسوالۍ د حکیم اباد قریې په يوه دينداره او روڼ انده کورنۍ کې دنيا ته سترګې پرانستې دي. د دوه کلنۍ په عمر له هېواده لرې پښتونخوا ته کډوال شو او د پېښور د منډا په کيمپ کې یې د مهاجرت شپې او ورځې سبا کولې. اووه کلن لا نه و، چې د کمشنرۍ په يوه ښوونځي کې شامل  او تر اووم ټولګي یې هلته زده کړې وکړې؛ پاتې زده کړې یې هېواد ته د راستنېدو وروسته د وزیرو جهادي عالي لېسه کې بشپړې کړې او د بکلوریا بریلیک يې په عالي درجه واخیست. په ۱۳۸۱ ل.ل کال یې د کانکور په ملي ازموینه کې ګډون وکړ، چې په پایله کې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ته بریالی شو. په ۱۳۸۲ ل.ل کال د همدې پوهنځي د کېمیا او بیولوژي په څانګه کې شامل او تر څلورو کلونو زده کړې وروسته ترې په لومړۍ درجه فارغ شو.

پوهنمل الفت د فراغت وروسته د ننګرهار په عالي دارالمعلمین کې د استادۍ په مقدسه دنده مقرر او په همدې کال کابل ته په ښوونه او روزنه کې د فوق ليسانس لپاره واستول شو او په ۱۳۸۷ل.ل کال ترې بريالی ننګرهار ته راستون شو.  تر۱۳۹۳ ل.ل کال یې همدلته د هېواد بچیو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمت وکړ.  په۱۳۹۳ ل ل کال د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د کېميا څانګې استادۍ لپاره ازموینه ورکړه او په بریالیتوب سره په ۱۳/۳/۱۳۹۳ نېټه یاد پوهنځي کې د کېميا څانګې د استاد په صفت ومنل شو. د څو کاله تدريس وروسته په ۰۹/۱۱/۱۳۹۷ نېټه د ایران اسلامي جمهوري هېواد په الف بورسیه کې د ماسټرۍ لپاره سفر وکړ، چې د همدان ولایت بوعلي سینا پوهنتون کېميا پوهنځي غیر عضوي کېميا په ډيپارټمنټ کې په ۱۴۰۰کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د خپلې ورکړل شوې موضوع څخه دفاع وکړه او د همدې میاشتې تر اخره بېرته خپل هېواد ته راستون شو. د لږ ځنډ وروسته ښاغلی پوهنمل ولي امام الفت په ۱۴۰۱ ل.ل کال د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام په وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر بنسټ د ننګرهار پوهنتون د استادانو چارو او معلوماتي بانک امریت د آمر په توګه وګومارل شو، چې له یادې نېټې راهيسې ذکر شوې دنده پر مخ وړي او تر څنګ يې په نوموړي پوهنتون کې په تدریس هم بوخت دی.

پوهنمل ولي امام الفت په یو شمېر ښوونیزو او اکاډمیکو لنډ مهاله او اوږدمهاله سیمنارونو او ورکشاپونو کې ګډون هم کړی، چې له دې ډلې څخه د ایران هېواد په مرسته ( دوره یک ساله مهارت های تعلیم و تربیه) تر عنوان لاندې یو کلن ښوونیز پروګرام، تعليمي نصاب انکشاف، د ماشومانو د مثبتې اصلاح، د ښوونکو د روزنې ملي پروګرام، د ښځو حقوق د اسلام په رڼا کې او داسې نورو په لسګونو بېلابېلو ښوونیزو او ټولنیزو ورکشاپونو کې یې برخه اخېستې. نوموړي په دې موخه، چې خپل هېواد ته تر زیاته بریده خدمت او کار وکړي، په یو شمېر خصوصي ادارو  کې هم  دندې اجرا کړي او تر دې دمه یې پښتو او مسلک سره د زیاتې مینې له مخې یو لړ اثار هم لیکلي، لکه د کېمیا لابراتواري کړنې، عمومي کيميا اوله برخه، عمومي کېميا دويمه برخه، د تدریس زده کړه، عناصرو دوره یي جدول بشپړ لارښود، د کېمیا بنسټونه، عمومي کېميا.

اړيکې:       

wimamulfat@nu.edu.af

waliimamulfat@gmail.com

د استادانو چارو او معلوماتي بانک آمریت د دندو لایحه


دندې عنوان                        : د استادانو چارو او معلوماتي بانک آمر

وزارت/اداره                        : د لوړو زده کړو وزارت

ځای                                    : ننګرهار ولایت پوهنتون

بخش                                   : د علمي چارو معاونيت- ننګرهار پوهنتون

بست                                     : ۳

ګزارش ورکول                      : د علمي چارو معاون ته

ګزارش اخیستل                     : د لاس لاندې عمومي مدير څخه

د بست کوډ                           : (۰۰۴-۰۳-۰۶-۲۸)

د دندې موخه: د تقرر، انفکاک چارو، په ډيټابیس او د استادانو علمي ترفیعات د عدالت د تامين او د شفافې پروسې ایجادولو په منظور کنټرول او نظارت.


د دندو تشريح:

۱- د لاسته راوړنو او د پیش بیني شويو موخو په منظور د اونيزو، میاشتنیو، ربعوارو او کلني پلانونو ترتیبول.

۲- د پلان شويو موخو د تحقق په منظور د لاس لاندې پرسونل رهبري او مدیریت.

۳-    د ټولو څانګو لپاره د قانون، لوايحو او مقرراتو سره سم د نویو علمي کادرونو د منلو په اړه هماهنګي رامنځته کول او د طی مراحل په موخه پوهنځیو ته د اړوندو اسنادو لېږل.

۴- د مناسب او ورزیده علمي کادرونو د جذب او پېژندنې په خاطر د استادانو د ترفیعاتو او انفکاک، د استخدام له چارو نظارت،  د جدید التقرر غړو علمي اسنادو ارزیابي کول.

۵- د کمېټو د پرېکړو تعقیب او د د وروستیو قانوني کړنو ترسراوي په خاطر اړوند مراجعو ته خبر ورکول.

۶- د استادانو د علمي رتبو د تثبیت او ترفیعاتو اجراء کولو د چارو څارنه او د وروستیو اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته د کمېټو د پرېکړو اعلانول.

۷- د ساتنې او محرمیت په اساس د ډیټابیس څخه کنټرول او نظارت.

۸- د کاري کیفیت ښه والي په موخه د لاس لاندې پرسونل د کړنو نظارت او کنټرول.
۹- د ټولو هغو کړنو ترسره کول، چې له قانون سره سم د لوړو مقاماتو له لوري ور سپارل کېږي.


فعالیتونه

د استادانو چارو او معلوماتي بانک امریت کړنې

د استادانو چارو او معلوماتي بانک امريت په کاري لومړيتوبونو کې د ننګرهار پوهنتون رياست مقام او استادانو ترمنځ د غوره ارتباط قايمېدو چارې همغږي کول دي او هڅه کوي، چې د کاري تساهل او کارونو ګړنديتوب له لارې يادې موخې لاسته راوړي. د استادانو چارو او معلوماتي بانک امريت د کاري دندو  پورې تړلي ځینې فعالیتونه په لاندې توګه دي:

  • د اړوندو ادارو سره د نوي علمي کادر په جذب کې غوره پېژندنه، هماهنګي او نظارت، علمي ترفيعات، د استادانو تقرر، رتبو تثبيت او د انفکاک چارې ترسره کول.
  • په کادر کې د شمول لپاره د ازموينې د شفافیت په موخه د مکتوبونو راجع کول.
  • په هغه  پوهنځيو کې، چې کادري ازموينې اخيستل کېږي، ورڅخه نظارت او کنټرول کول.
  • د استادانو علمي رتبې او علمي ترفیعاتو د فیصلو تعقیب او د هغوی خبرتیا اړوندو مراجعو ته ورکول.
  • د نورو پوهنتونونو استادانو لپاره لارښود استاد په موخه اړونده پوهنځيو ته د مکتوبونو راجع کول.
  • د استادانو د علمي ترفیعاتو او د تقرر او انفکاک د دوسیو چک کمېټو لپاره يې اجنډا برابرول او همدارنګه د استادانو د علمي او اکاډميکو چارو او ټولو پوهنتون شموله مسایلو ته د علمي شورا لپاره اجنډا برابرول.
  • د پوهنتون ریاست رهبرې ته د استادانو د مسایلو په هکله د قانون په رڼا کې معلومات ورکول.
  • د علمي برنامو، ورکشاپونو، سیمینارونو او لنډ مهاله او اوږد مهاله کورسونو لپاره د استادانو معرفي کول.
  • په HEMIS  سیستم کې د استادانو احصايه ځای پر ځای کول.
  • د استادانو مربوط ټولو راغلو مکتوبونو ته ځوابي مکتوبونه لېږل.
  • د يو شمېر پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو د علمي کادر يادو چارو ترسراوي علاوه يې د يو شمېر علمي کادر غړو د علمي رتبو ثبت کارونو سرته رسونې افتخار هم  لري او په وخت سره يې د لوړو زده کړو وزارت مکتوبونه، مصوبې، قوانین، طرزالعملونه، مقرارت، احکام، لوایح او هدايات اړوندو مراجعو ته تکثیرول او په ننګرهار پوهنتون  کې د شارټ لیست په جوړونه کې لازم اقدامات کړي؛ د استادانو چارو او معلوماتي بانک امريت تل هڅه کوي، چې خپلو کارونو ته لازمه رسيده ګي وکړي.