لړليک

۱        سريزه  ...............................................................................................

۲        د ساینس پوهنځي تاريخچه.........................................................................

۳         د اوسني وضعيت تحليل او په تير ستراتيژيک پلان يو ځغلنده نظر............................

۴        ارزښتونه، لرلید Vision،  د دندي  ټاکل  Mission ..........................................

۵        د ساینس پوهنځی څيړنه یا د څیړنې سوات (SWOT Analysis) ............................     

۶        د ستراتیژیک پلان هدف Goal.....................................................................

۷        د ستراتیژیک پلان موخي  Objectives..........................................................

۹        د موخو او مقاصدو د ترلاسه کولو له پاره تګلارې.................................................

۱۰       د عمل پلان او مالي پلان..............................................................................    

 ۱۲       پایله.....................................................................................................

۱۳      ضميمي ...................................................................................................

۱۴      مالی پلان..................................................................................................

سريزه

داچی زمونږ په ګران هیواد کی صنایع دنسبی پرمختګ په حالت کی دی  او همدارنګه  په معارف کی دشاګردانو  زیاتوالی اود مسلکی استادانو کمښت  ، ددی لامل ګرځیدلی چی د ساینس پوهنځی دننګرهار پوهنتون  په چوکات کی ایجاد شی  نو له همدی کبله   د ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون یو د هغه پوهنځیو څخه دې چی په۱۳۹۰ کال کې  تأسیس شوی چی  د ریاضی –فزیک او کیمیا – بیولوژی ډیپارتمنتونو په  لرلو سره یی په فعالیت شروع کړی او په ۱۳۹۴ کال کی یی خپل لومړنی فارغان د لسانس په سویه په یاد څانکو کی ټولني ته وړاندی کړی دی. دیاد پوهنځی اکادمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کی تغییر وموند په پروګرمونو کی یی اصلاحات رامنځته شول، پروګرامونه یی اختصاصی شکل غوره کړل اوس  د  ریاضی ،فزیک ، کیمیا ، بیو لوژی او معادن ډیپارتمنتونو  لرونکی دی. د یاد پوهنځی د ډیپارتمنتونو په درسی پروګرامونوکی اساسی، اختصاصی ، فرعی او پوهنتونی مضامین  شامل دی. یاد پوهنځی دولس کمیټې (د کیفیت د تضمین او لوړونې ، درسی نصاب د پلی کولو او رزونې ، عملي څیړنو ، د ازموینو ، بورسونو او مرستو د جلب ، نشراتو، چاپیریال ساتنی ، د ستراتیژیک پلان جوړول، علمي او ساحوی کړنو) کمیټې او د محصلینو شورا شته دی ، همدارنګه په یاد پوهنځی کی د کریدیت په  سیستم تدریسی پروګرامونه مخکی بیول کیږی په یاد پوهنځی کې د  ساینس پوهنځی د رشد او انکشاف لپاره د جرمنی هیواد  د وردز بورګ پوهنتون د DAAD موسسی د مالی مرستی په همکارۍ د لابراتوارونو د سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول دی چی  د پوهنځی استادان او محصلان ورڅخه  ګټه اخلی.

دساینس پوهنځی ودانی د پاکستان هیواد په مالی مرسته جوړه شوی چی یوه معیاری ودانی دی او په کافی اندازی سره تدریسی خونی لری .

. اوس مهال په دغه پوهنځی  کې ۵ ډیپارتمنتونه فعال او استادان يې په بېلا بېلو څانګو کې تدريس کوي او خپل علمي فعاليتونه پر مخ وړي چې تفصيل يې د ضمايمو د جدولونو په برخه کې په (۱) ضميمه کې قرار لری.

     اوسمهال پدې پوهنځی کې  (۱۱۹۸ ) محصلان چی له دی جملی  (۱۶۳)  تنه یی ښځینه محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ تر لږه (۳۰۰ ) محصلان فارغان ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې (۵۰۰) تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي.

دغه نوی ستراتیژیک پلان د ۱۳۹۶ څخه تر ۱۴۰۰ کلونو له پاره ترتيب شو او په عملي کېدو سره به یې پوهنځی د دې توان پیدا کړي چې خپلی لازمی او ټاکلو موخو ته ورسيږي.

بايد يادونه وشې چې تير پنځه کلن ستراتيژيک پلان د  ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۴ کلونو لپاره جوړ شوی وو تر ٪۷۷ پورې په بريالي ډول پلي شوی دي او پايلې يې ډيرې په زړه پورې دي. 

دغه ستراتیژیک پلان د تیر پلان په رڼا کی د اوس مهال د شرایطو، موجودو سرچینو او امکاناتو په نظرکی نیولو سره ترتیب شوی تر څو د راتلونکو پنځو کلونو په موده کی ټاکلی او لازمی موخی په وړ ډ‌ول تر لاسه شی.

د دې ستراتيژيک پلان جوړولو لپاره د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د کاري ټيم په مرسته يو پوښتنليک جوړ شو، چې د ډیپارتمنتونو  د درسي  اوسني وضعيت، د ستونزو او اړتياوو په اړه پوښتنې په کې ذکر شوې وې .د پوښتنليک پر مټ ،بهير او علمي فعاليتونو اوسني وضعيت راټول شوي معلومات او ارقام د تنظيم او تحليل په موخه په مختلفو جدولونو او ګرافونوکې وښودل شول او ورڅخه اړين معلومات تفسير کړی شول (راوويستل شول) او په ليکلي بڼه د ستراتيژيک پلان مستنده څیره جوړوی.

د اوسني وضعيت تحليل او په تير ستراتيژيک پلان يو ځغلنده نظر

د تير ستراتيژيک پلان (۱۳۹۰-۱۳۹۴) عمده موخې په لاندې ډول دي:

  • په علمي او اکاډميک ډګر کې پرمختګ
  • د ډېپارټمنټونو تاسيسول او لوړول
  • د تحقيقاتي څيړنو د مرکزونو اېجادول
  • د تدريسي پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل
  • د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول
  • د پوهنځی کتابتون معياري کول
  • د فزيکي زېربناوو تاسيسول او رغول
  • د کورنيو او بهرنيو ادارو او موسسو سره د اړيکو تامينول
  • د اداري سېستم رغول او وده
  • د جنسيت د انډولتوب تامينول او وده
  • د معلوماتي تکنالوژۍ راېجول

په علمي او اکاډميک ډګر کې د پرمختګ په برخه کې د استادانو شمير د  ۱۰ تنو  څخه   ۲۷ تنو ته  د لوړ شوی چې په ټولو پنځو کلونو کې ۱۷ نوي استادان ګمارل شوي دي. (دوهم جدول). د محصلينو او استادانو ترمنځ انډول چې پخوا    ۱:۲۵  اوس   ۱:۲۷  دی او په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

د ماسترۍ لرونکو استادانو شمير په ۱۳۹۱ کې ۴ وو او اوس ۱۰ دی . ساینس پوهنځی همدارنګه د علمي ترفېعاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی. په ۱۳۹۱ کال کې مو د پوهاند رتبه لرونکې استادان نه درلودل هو په ۱۳۹۵ کال کې دا شمیره یو ته پورته شوی ده. (لمړی جدول)

د تير ستراتيژيک پلان په پنځو کلونو کې د فیلوشپ، کنفرانسو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو/ څيړنيزو پروګرامونو په برخه کې استادانو ته په داخل او خارج کې زمينه برابره شوې او یوه اندازه  استادانو ترې ګټه پورته کړېده، همدارنګه استادانو له پاره د علمي ، څيړنيزو او عملی پروژو دتطبيق اسانتياوې برابرې شوي او په څيړنيزو پروژو کې د بوختو استادانو شمير له (۱) تن ته لوړ شوی.

(۵ جدول)

۱ جدول: د مختلفو رتبو لرونکو استادانو شمير

 

د استادانو شمير د رتبې په اساس

۱۳۹۱

۱۳۹۲

۱۳۹۳

۱۳۹۴

۱۳۹۵

 
 

د پوهاند علمي رتبه لرونکي

       

۱

 

پوهنوال علمي رتبه لرونکي

 

۱

۱

۱

۰

 

پوهندوی علمي رتبه لرونکي

 

۲

۳

۳

۳

 

پوهنمل علمي رتبه لرونکي

 

۲

۱

۱

۲

 

پوهنيار علمي رتبه لرونکي

 

۲

۲

۲

۶

 

پوهيالي علمي رتبه لرونکي

 

۷

۸

۱۳

۱۶

 

دوکتورا لرونکي استادان

           

ماستري لرونکي استادان

۴

۵

۵

۵

۱۰

 

لسانسه استادان

۳

۱۰

۱۴

۱۶

۱۷

 
 

۲ جدول: د شامل شوو محصلينو شميره

کلونه

۱۳۹۱

۱۳۹۲

۱۳۹۳

۱۳۹۴

۱۳۹۵

د شامل شويو محصلينو شميره

۱۸۷

۱۷۹

۴۰۰

۴۰۴

۳۹۰

د فارغ شويو محصلينو شميره

۰

۰

۰

۹۵

۱۳۲

د شامل شويو ښځينه محصلينو شميره

۱۴

۱۰

۲۲

۳۱

۶۰

د فارغ شويو ښځينه محصلينو شميره

۰

۰

۰

۱

۹

د مقرر شويو استادانو شمير

۷

۱

۴

۳

۳

د تقاعد شويو استادانو شمير

۰

۰

۰

۰

۱

 

د ډېپارټمنټونو تاسيسول او لوړول

په دې برخه کې په تيرو پنځو کلونو کې د ریاضی ، فزیک ، کیمیا ، بیولوژی او معادن ډيپارتمنتونه تاسیس شوی دی یعنی د ساينس پوهنځی ډیپارتمنټونه له دوه څخه پنځو ته لوړ شوی دی .

۳ جدول: په بهر کې په زده کړو بوخت او د بېرته راستانه شويو استادانو شمير

کلونه

1391

1392

1393

1394

1395

ټوليزه

په بهر کې په زده کړو بوخت استادان

۰

۲

۲

۲

۰

۴

بېرته راستانه شوي استادان

۰

۰

۰

۰

۲

۲

 

د تدريسی پروسي انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل

د نړېوالو نورمونو سره سم معياري درسي نصاب د ټول هېواد لپاره په ۱۳۹۱ کال کې رامنځته شو. ساینس پوهنځی  هم دا نصاب پلی کړی او د پلي کولو لپاره يې اسانتياوې هم برابرې کړي دي. په هر  ډیپارتمنت کې د کمپيوټر مضمون تدريس پېل شوی، همدارنګه د تېورۍ او عملي تدريس انډول ساتلو لپاره هم فعاليتونه ترسره شوي. په پنځو ډيپارتمنتونو  کې د کريډېټ سېستم څخه ګټه اخستل شوې.

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول

په هر کال کې د محصلينو په جذب کې د ۲۵ سلنې زياتوالي هدف ټاکل شوی وو چې تر ډېره ترلاسه شوی. ۲ جدول

په ۱۳۹۱ کال کې د ښځينه محصلينو سلنه د ټولو محصلينو ۵،۷ وه چې بايد ۲۰ سلنه ترلاسه شوې وای، خو په ۱۳۹۵ کال کې د ښځينه محصلينو سلنه ۴،۱۵ ته پورته شوې او د هدف پاتې ۶،۴ سلنه نه ده ترلاسه شوې.

دپوهنځی د  کتابتون معياری  کول

د کتابتون لپاره یو تن  فني او مسلکي پرسونل ګمارل شوی او روزل شوي هم دي. د ډیپارتمنتونو په سطحه کتابتونونو ته وده ورکړل شوې چې کیمیا، ریاضی ، فزیک او بیولوژی ډیپارتمنتونو کې کتابتونونه اېجاد شوي او يو يو تن مسلکي شخص ورته ګمارل شوی دی. د کتابتون لپاره د ډېټابېس سېستم جوړول هدف ټاکل شوی وو چې ترلاسه شوی. د کتابتون لپاره  نوي چاپ شوي کتابونه تهيه شوي دي. (۴ جدول)

۴ جدول: ډېپارټمنټونه او تدريسي مواد

کلونه

1391

1392

1393

1394

1395

د ډېپارټمنټونو شمير

۲

۲

۵

۵

۵

د لابراتوارونو شمير

۳

۳

۳

۳

۳

د کتابونو شمير

 

۹۶۰

۱۰۷۰

۴۰۴۰

۴۰۴۰

د کارېدونکو کمپيوټرونو شمير

۴۷

۴۷

۴۷

۴۷

۴۷

 

۵ جدل: په څيړنيزو پروژو کې د بوختو استادانو شمير

۱۳۹۱

۱۳۹۲

۱۳۹۳

۱۳۹۴

۱۳۹۵

۰

۰

۱

۱

۱

 

د اداري سيستم رغول او وده

په تيرو پنځه کلونو کې په پوهنځی کې د کارګرانو شمير د (۲ ) څخه (۳ ) ته لوړ شوی، همدارنګه په ټول پوهنځی کې د اداري پرسونل شمير له (۲) څخه (۴)ته لوړ شوی چې په بیلا بیلو برخو کې دندې ترسره کوي. دغه شمير لا هم پوره نه دی او دپوهنځی  په بېلابېلو اداري څانګو کې نورو کارمندانو او اجيرانو ته اړتيا شته. د پوهنځی په ټولو اداري برخو کې کارونه د کمپيوټري تکنالوژۍ په واسطه پر مخ ځي

۶ جدول: د مامورينو، کارګرانو او اجيرانو شمير

کلونه

۱۳۹۱

۱۳۹۲

۱۳۹۳

۱۳۹۴

۱۳۹۵

د کارګرانو او اجيرانو شمير

۲

۴

۴

۴

۴

د تقاعد شويو مامورينو شمير

۰

۰

۰

۰

۰

 

ستراتيژيک تحليل: بهرني او داخلي چاپيريال څيړنه (SWOT Analysis)

پياوړی ټکی:Strengths

 

  • دا پوهنځی د ښوونی او روزنی پوهنځی نه وروسته د کانکور په ازموينه کې دويم لوړ مقام لری چې په پايله کې نوموړي پوهنځي تر نورو پوهنځیو خورا ډيرو ځيرکو او وړو زده کوونکو په جلبولو او جذبولو توانيږي.
  • پوهنځي ټول  ۲۷  کادري غړي لري چې ټول  په خپلو خپلو څانګو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د يو مثبت  بدلون د رامنځته کيدو په هلو ځلو کې دی.
  • د لوړ رتبه او تجربه لرونکې استادانو او اداری پرسونل لرل .
  • نږدې ۷ تنه د ټيتې رتبې استادان (د ليسانس درجې) مختلفو هيوادونو ته د  ماسترۍ درجو ته ليږل شوي چې ځينې ډېر يې د ماسټريو په ترلاسه کولو سره بيرته راغلي دي.
  • د استخدامونکو دولتي او خصوصي ادارو څخه د ترلاسه کړل شويو مالوماتو له مخې ساینس پوهنځی فارغ شوي کادرونه د پوره وړتيا درلودونکي دي او نوموړې ادارې ورڅخه خوښې څرګندوي چې دا د پوهنځی  له پاره  تر ټولو غوره پياوړتيا ده.
  • د نوې تکنالوژۍ په راتلو او د علمي کادرونو د لوړو تحصيلي درجو په ترلاسه کولو سره اوس پوهنځی د يو ښه علمي بشري ځواک او د لوړ رتبه ، مجربو او ژمنو استادانو او اداری پرسونل درلودنکی دی.
  • د ښځينه محصلينو له پاره د ليليو او په هغه کې د اوسيدلو د اسانتياوو همدارنګه د ترانسپورتي اسانتياوو  له امله د ښځينه محصلينو جذب په لوړېدو دی.
  • د غوره اکاډميک ماحول په درلودلو سره د ټولو ډیپارتمنتونولپاره تر یوه حده  لابراتوارونه او همدرانګه د عملي کار له پاره اسانتياوې شتون لري.
  • د تدريس د نويو ميتودونو سره د استادانو بلدتيا او پوهاوي او د يادو مېتودونو پلې کېدل شروع شوي دي.
  • د پوهنځی او ډیپارتمنتونو په کچه د ستراتیژیکو پلانونو شتوالی
  • د ځېنو بهرنیو مرستندویه ادارو  د پوهنځی سره اړیکې.
  • د فارغو محصلینو وړتیا او د ګمارنې لپاره امکانات.
  • محصلینو ته د فراغت  د اسنادو د تهیه کولو په برخه کې د     پروسې چټکوالی.

نيمګړي ټکي:Weaknesses

 

  • د تدریسی پروسې د ښه  تطبیق لپاره  د کافي شمیر استادانو کموالی.
  • د نويو او تازه ژورنالونو او اخځ کتابونو نشتوالی.
  • د يو شمير استادانو لخوا د کمپيوټر او په ځانګړې توګه د نوې ټيکنالوژۍ کارونه او د هغې په ارزښت د پوهيدنې نشوالي.
  • د ښځينو محصلينو د شمير کموالی.
  • د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ظرفيت څخه د زيات شمير محصلينو معرفي کېدنه.
  • د محصلينو خراب اقتصادي وضعيت.
  • د معیاری لابراتوارونو او کافي شمير ټکنشنانو نشتوالی.
  • دData base  سیستم نشتوالی
  • د مجهزې مطبعې نشتوالی
  • د پوهنځی په کچه د معلوماتی تکنالوژیکي وسائلو کموالی.

 

فرصتونه Opportunities :

 

  • د ملی، لوړو زده کړو او ولایتي انکشافي ستراتیژیو شتوالی.
  • د علمي او اداري مهارتونو پروګرامونو په هکله د نړیوالو مرستو اوبرنامو شتوالی
  • د ولایتی اداری مرستې او له هغوی سره په چارو کې همغږي.
  • د محصلینو لپاره په دولتی او نادولتی ادارو کې د انټرنشپ پروګرامونو شتوالی
  • په سیمه کی د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو او کونسلګریو او نړیوالو ادارو شتون او له پوهنځی سره د مرستو ژمنتیا
  • د سکالر شیپونو او فیلوشبونو د امکاناتو شتون.
  • د فارغانو لپاره د کارموندنې اسانتیاوې

 

ګواښونه Threats :

 

 

  • په افغانستان کې د ليسو فارغينو شمير پرمخ لوړيدنې او پوهنځی ته زياتيدونکي لاسرسي فشار د مخنيوي وړ ندي.
  • د پوهنځی  څخه مخ پر زياتيدونکو فارغانو له پاره د کارموندنې پروسه ډيره کمزورې ده چې په لوړ اکثريت فارغان يې بی دندې پاتې کيږي.
  • نا امنۍ او غربت هم د ځينو سيمو په محصلينو ناوړه اغيزه کړېده چې په دې سره يې ډېری محصلين د تحصيل پريښودلو ته اړ کړيدي او يا هم د تحصيل ترڅنګه نورې دندې او مزدورۍ ترسره کوي چې په نتيجه کې يې تحصيلی پروسې ټکنۍ کړيدي.
  • د نارینه او ښځینه محصلینو د شمیر ترمنځ ناانډولتوب
  • د ښځینه محصلینو په وړاندې د کلتوري او ټولنیزو تهدیدونو شتون
  • د تدارکاتو او خريدارۍ په برخه کې اوږده پروسه او ځنډ

 

 

 

لرلید او د دندی ټاکنه

الف . لرلید Vision  

د ساینس پوهنځی په راتلونکې کې دا هیله لری چی د افغانستان د بیار رغونې او ودی لپاره او هم د هیواد اړتیا اړوندپه مختلفو څانګو کېمحصلین وروزی او په اکاډمیکه سطحه کې د سیمی او نړۍ وړ ضرورتونو ته ځواب ووائې .

ب . د دندی ټاکنه Mission   

د ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون د یو پوهنځی په توګه دی ته ژمن دې چی د هیواد د بیارغونې او انکشافلپارهد ساینس په بیلا بیلو څانګو کې په علمی لوړه کچه کادرونه وروزیاو ټولنی ، سیمی او نړۍ ته په دولتی او خصوصی سکتورونو کې د خدمت لپاره وړاندی کړې . همدارنګه د پوهنځی د شته ستونزو دحل او نوی پرمختګونو ته څیړنی تر سره کړی او یو ښایسته ما حول په برابرولو کې خپله ونډهواخلې .

ارزښتونه Values                       

په زده کړو او خدماتو کې بهتروالی

اکاډميک، مالي او اداري استقلاليت

مشارکت او غېر متمرکزوالی

شفافيت، عدالت او ملي ارزښتونه په پام کې نېول

پلټنې او نوښتونه

د ساينسي او اکاډميکو لاسته راوړنو قدرداني

د هېواد د اوسېدونکو په ژوند کې د ښه والي رامنځته کول

 

 

پنځه کلنه ستراتيژيکه عمومي موخه

د ساینس پوهنځي پنځه کلنه ستراتيژيکه موخه د دې پوهنځی د علمي او اکاډميکې برترۍ او لوړتيا لپاره د محصلينو د پرمختګ، د استادانو د پرمختګ، د څيړنو او نوښتونو پراختيا او د ښو او موثرو خدماتو وړاندې کولو له لارې د يوه توانمند چاپېريال رامنځته کول دي. دغه موخه به د عدالت، روڼتيا او تعهد په رامنځته کولو د شته قوانينو په نظر کې نېولو سره سره د نويو پاليسيو او کړنلارو جوړولو له لارې ترلاسه شي.

ستراتيژيکې کوچنۍ موخې او تعهدات (فعاليتونه)

مديريتي موخې

د رهبرۍ پراختيا

د ساینس پوهنځي د ریاست ، معاونیت او د ډیپارتمنتونو امرینو ګمارنه د لوړو زده کړو د قانون په اساس ترسره کيږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې شايد په دې برخه کې کوم تغيېر رانه شي. هغه څوک چې د رهبرۍ په بستونو کې ګمارل کيږي هغوی به د لاندې ذکر شويو فعاليتونو او کارونو په ترسره کولو کې هڅې کوي:

  • د اړتياوو په نښه کول او د رفع کولو لپاره يې کوښښونه
  • ستونزو او ګواښونو ته رسيدګي
  • د کارشکنۍ، تعصب او بې عدالتۍ په وړاندې مبارزه
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي شريکانو او نورو تميلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ساینس پوهنځی  څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټېنګول.
  • د مراجعينو، استادانو، کارمندانو او محصلانو شکاياتو ته په وخت رسيدګي کول.
  • مسئولينو ته د کوښښنو، نوښتونو، مسئوليت منلو او صادقانه او شفاف خدمت کولو لپاره انګېزه ورکول.
  • د ساینس پوهنځی رهبري به د عدم تمرکز سياست په خپلولو کې کوښښونو ته دوام ورکړي

د فساد سره مبارزه

د اوسني پلان په تطبيق به اخلاق او د فساد پر ضد مبارزه د ډیپارتمنتونو په سطحه او په ادارو کې بنسټيزه شي، تر څو اکاډميک ارزښتونه او اداري اصول د استادانو او اداري کارمندانو ترمنځه او د دوی په واسطه پلي شي.

ساینس پوهنځی د علمي او اداري موقفونو څخه د غلطې ګټې اخستنې، کارشکنۍ، د استادانو په ترفيعاتو کې د نورو استادانو او کمېټو غړو لخوا سليقوي برخوردونه، په علمي څيړنو او ترفېعاتو کې د نورو مقالاتو او موادو څخه کاپي کول، محصلانو سره بد چلند، په تدريس کې د قانون او مقرراتو په نظر کې نه نېول، په اداري کارونو کې ځنډ او فساد، د علمي کادر په استخدام کې سليقوي برخوردونو، د مضامينو غېر عادلانه وېش، د بورسونو غېر عادلانه وېش، د محصلينو په ارزونه کې د عدالت نه پلې کول، د استادانو او اداري کارمندانو غېر حاضري، د ټرانسکرېپټونو او ډېپلومونو وېش په پروسه کې فساد په وړاندې جدي اقدامات ترسره کوي.

د ساینس پوهنځی د څارنې او ارزونې پروسه په درسته او جدي ډول پلې کوي. د ساینس پوهنځی د څارنې او ارزونې پروسه په درېو ساحو کې ترسره کيږي؛ اکاډميکه، اداري او د محصلانو ساحه. په علمي ساحه کې څارنه او ارزونه د تضمين کېفيت د کمېټې په واسطه صورت نيسي، خو د محصلانو او اداري برخه کې د څارنې او ارزونې لپاره يو جدا طرزالعمل جوړيږي.

د علمي تواميتونو پراختيا

علمي تواميتونه د تجاربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او کومکونو په جلب کې پوهنتونونواو پوهنځیو سره ډېره مرسته کولی شي.

په پوهنځی کې د بهرنۍ اړيکو د کميټې فعالیدل چې د هر ډیپارتمنت څخه يو يو تن داسې استاد ولري او په انګليسي ژبه مفاهمه وکړی شي.

  • ياده کميټه په مختلفو برخو کې د تواميتونو ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او هره مياشت د خپلو کړنو راپور دپوهنځی ریاست  ته وړاندې کوي.

 

د کومکونو جلب

  • د مرستو د جلبولو او د اړيکو د تامينولو له پاره د کاري کميټی پياوړي کول.
  • د علمی او مرستندويه ادارو سره په ملی او نړيواله کچه د اړيکو تامينول، دهغوی مرستی راجلبول

جندر

  • د نارينه او ښځينه محصلينو ترمنځ د انډول ساتل
  • کړنلاري
  • د ختيځ زون د ليسو ښځينه محصلان په کانکور ازموينه کې د برخې اخيستو په موخه هڅول.
  • د پوهنتون په دننه چارو او فعاليتونو کې د ښځينه محصلينو ته د برخې اخيستنې موقع په لاس ورکول او د امنيت ساتنه يې.
  • په پوهنځی کې د انجونو د ناستی لپاره یو اطاق په نظر کې نیول شوی دی.

علمي اهداف

د علمي کادرونو استخدام او د ظرفيتونو لوړول

  • د هغه مسلکي او پوهه افغانانو راجلبونه او په کار ګمارنه چې د مختلفو نړيوالو سازمانونو او ادارو سره دندې تر سره کوي.
  • ځوانو علمي کدرونو او استادانو ته د ماسټرۍ او ډاکټرۍ د مواقعو د بهرنيو لوړو زده کړو ادارو د تواميتونو او دوه اړخيزو اړيکو د پوهنتون او  لوړو زده کړو د وزارت په واسطه برابرول.
  • پوهنځی پرسونل ته د نويو اړتياو د پيژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو موقعې برابرول.
  • د پوهنځی د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه.
  • د ظرفيتونو لوړول
  • د پوهنځي  د مختلفو څانګو امران د غوره  او پیاوړی ادارې ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  • اداري کارونکی  په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  • په ښوونيزو مهارتونو او وړتياوو باندی د علمی کدرونو سمبالول.
  • د غوره زده کړې او ښوونې د زياتيدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره د اسانتياوو  برابرول.
  • تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو باندنيو ژبو په اړوند روزنه ورکول.
  • پوهـ  او وړو  استادانو له پاره د علمی ، څيړنيزو او عملی پروژو دتطبيق داسانتياوو برابرول.
  • څيړنې
  • دا چې ساینس پوهنځی د پوهنتون  په کچه د تحقيق او څيړنی د امتیاز څښتن دی چې په هره برخه کې دمتخصيصينو او څيړونکو لرونکي دي
  • د څيړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بوديجی او امکاناتو برابرول
  • دنړيوالو څيړنيزو مرکزونو سره  د پوهنتون له لاری د اړيکو ټينګول او دڅيړنيزو پروګرامونو د پرمخ بيولو له پاره  دهغوی د مرستو جلبول
  • د څيړنيزو پروګرامونو د ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول تر څو دعلمی، څيړنيزو او نظری کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او د غوره پايلو سره هيواد ته راستانه شي.
  • د هيواد په داخل کې د فارغ شويو متخصيصينو له پاره د څيړنو او مطالعاتو له مخی دداسی پروژو ايجادول چې څيړنيزی او توليدی ګټي ولری 
  • د څيړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړونده ادارو سره شريکول

د تحصيلي نصاب بازنګري او پراختيا

په ۱۳۹۲ کال کې د تحصيلي نصاب په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شول. نوی کرېکولم جوړ شو

  • ډیپارتمنتونه  به د کرېکولم په لا سمون کې د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره په مشورو او همغږۍ د کريکولم بيا کتنه او سمون ترسره کوي.
  • پوهنځی ریس ، ډیپارتمنتونو امرین، د کريکولم د کمېټې غړي محصلينو ته تهيه کېدونکو درسي موادو د کېفيت څخه څارنه کوي.
  • د کرېکولم د کمېټې غړو ته د ظرفيت لوړونې پروګرامونو دائرېدل.
  • د اړتيا سره سم د  کابل د ساینس پوهنتون او نړيوالو پوهنتونو سره د نصاب په بيا سمونه او کره کونه کې ملتيا.
  • تدريسي غړي له مخکې د کره شوي تعليمی نصاب او احتمالي بدلونونو  منلو ته تيارول 
  • د محصلينو فعاليت او سر ته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د نړيوالو معتبرو پوهنتونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.

د اکاډميک اعتبار لاسته راوړنې په موخه ځان ارزونه

د درسي موادو او کتابونو پراختيا

د تدريس نوي مېتودونو پلي کول

د لوړو زده کړو وزارت نوي ستراتيژيک پلان يو هدف د لوړو زده کړو په برخه کې د تدريس عنعنوي ميتود په OBE (د موخو په اساس زده کړې) او SCL (شاګرد محورۍ) بدلول دي. شاګرد محوري او د موخو په اساس زده کړې د ۲۰۰۰ کال څخه د نړۍ په ډېرو پوهنتونونو کې عملي شوي دي. د زده کړو په دې ډول سېستم کې محصلين د زده کړو په ټولو فعاليتونو کې ډېره او فعاله ونډه اخلي، اهداف ټاکل کيږي او د زده کړو ټول فعاليتونه د اهدافو په اساس جوړيږي او ترتیبيږي. د محصلينو ارزيابي هم د اهدافو په اساس ترسره کيږي. په دې اړه به لاندې ذکر شوې کړنلارې تعقيبيږي:

  • په هر کال کې د بېلابېلو ډیپارتمنتونو پنځه تنه استادانو ته په يادو مېتودنو کې د درې ټرېننګونو دائرول.
  • د نويو مېتودونو د پلې کېدو لپاره د اړينو موادو او وسائلو تهيه کول.
  • د هر تدريسي سمستر په پای کې د پايلو په اساس زده کړې او شاګرد محورۍ تدريس پلي شويو نويو مېتونو ارزيابي او د ستونزو حل او اصلاحاتو لپاره لارې چارې لټول.

الکترونيکي زده کړې

د معلوماتي تکنالوژۍ پراختيا

 

  • استادانو، محصلينو، او ادارې غړو ته د کمپيوټر اړونده روزنې موقعې برابرول.
  • د معلوماتي تيکنالوژۍ د سيستم لپاره په يوې غوره کړنلارې په اړه هيواد د نورو لوړو زده کړو د ادارو سره ګډ کار کول.
  • ویدیو کنفرانسونو لپاره د مرکز تاسیسول او سمبالول
  • د تدریس د چارو د ښه پر مخ بیولو لپاره د پراجکتورونو تهیه کول .
  • د تدريس/ښوونې او زده کړې په پروسه او وخت کې د Multi Media څخه ګټه اخستل

د موجوده معلوماتي ټيکنالوژۍ څخه اغيزمنه ګټه اخيستنه

کړنلاري:

  • د معلوماتي ټيکنالوژۍ د کارونې لپاره د ځانګړو لوايحو او مقرراتو ټاکنه.
  • د تدريس په پروسه کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ د کارونې منظمول.
  • د محصلانو برخې پراختيا موخې
  • د محصلانو جذب او د ظرفيتونو لوړتيا
  • دعلمی سيمينارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول
  • د نورو پوهنتونو د ساینس پوهنځیو د محصلينو ترمنځ د علمی مناقشو او مسابقو په کار اچول
  • د هيواد په داخل او خارج کې د علمی سفرونو برابرول
  • د تيوری او عملی تدريس تر منځ د انډول ساتل
  • په تيوريکی او عملی درسی بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول

د اړونده مسلکی او تخنيکی عملی پروژو تهیه کول او ترسره کول

  • دعملی کار د ترسره کولو او تجربی ترلاسه کولو په خاطر مسلکی او فنی ادارو ته دمحصلينو معرفی کول
  • د اړونده مناسبي نوي تکنالوژۍ سره د محصلينو اشنا کول
  • د موجوده محصلينو د کارموندني د هڅوني په موخه يو شمير فارغ شويو محصلينو له پاره د پوهنځی څخه بهر د نمونوی توليدی پروژو د تطبيق د زميني برابرول

د عملي کارونو لپاره د اسانتياوو پراختيا

  • د   ورزشي فعاليتونو لپاره زمينه مساعدول
  • د کارموندنې، صحي او مشورتي خدماتو وړاندې کول
  • د اعتياد، شخړو او زورزياتي په وړاندې مبارزه
  • نوي محيط سره د محصلانو بلدتيا
  • نشرات او د ټولنې ګډون
  • د پوهنځی د لاس ته راوړونو د منعکسولولپاره  د غونډو جوړول
  • د اړونده ادارو د وړ  او مرستندویه چارواکو د ملاتړ او هڅونی لپاره د غونډو دایرول او د جایزو د ویش د پروګرامونو ترتیبول
  • د پوهنځی  د نشراتو د کمیټې  پياوړي کول
  • په ملي برنامو او مسائلو کې د پوهنځی رغنده ونډه اخستل

ساختماني پروژې

  • د تدريسي خونو، کتابخانی او لابراتوارونو جوړول  ، ترمیم او تجهيزول
  • د پوهنځی د چاپيريال د شين او ښايسته ساتلو له پاره د نيالګيو نیالول
  • د شته ساختمان ترميم او بيا جوړونه، تر څو استادانو، کارمندانو او محصلانو لپاره د زده کړې ، تدريس او کار ښه زمينه برابره شي.
  •  

کتابتون لپاره د اړوندو لوازمو برابرول

کړنلاري:

  •  
  • دنويو چاپ شویو کتابونو تهيه کول
  • د خارجی ژبو څخه په داخلی ژبو ژباړل شوی کتابونو تهيه کول او ژباړل
  • په کتابتون کې د استادانو له خوا د تاليف شويو کتابونو د ساتنی له پاره ميکانيزم په کار اچول
  • د محصلينو د سيمينارونو او مونو ګرافونو د ساتني له پاره ميکانيزم په کار اچول
  • د کتابتون په داخل کې د محصلينو له پاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو له پاره د چاپ اسانتياوی برابرول

 

پايله او د دې ستراتيژيک پلان پلي کول

دغه ستراتيژيک پلان د ساینس پوهنځی راتلونکې تګلاره او همدارنګه د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره د دې پوهنځی د منسوبينو او استادانو تعهدات ټاکي. د دې پلان په برياليتوب سره پلي کول همغږي فعاليتونه، همکاري او د ستراتيژيکو اهدافو لاسته راوړلو لپاره متمرکزه کړنو ته اړتيا لري. د ستراتيژيک پلان د تطبيق څخه د څارنې ځانګړې کميټه به په دوامداره ډول د پلان تطبيق، تکرار او اغېزمن پلي کېدنې پروسې څخه څارنه کوي تر څو يقيني شي چې د ساینس پوهنځی  په اوږده مهال کې رقابت کوونکی، نوښتګره او اغېزمنه واوسي. د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره به د ساینس پوهنځی لرليد د دې پوهنځی عهد او پېمان واوسي.

دا ستراتيژيک پلان به د په نښه شويو پروګرامونو او عملي پلانونو په واسطه د ساینس پوهنځی د هرې يوې برخې او ډیپارتمنتونو په مرسته پلی شي. هر یو ډیپارتمنت  بايد په خپله محدوده کې د کارونو د ترسره کولو لپاره ستراتيژيک او عملي پلانونه ولري. د ساینس پوهنځی  رياست دنده لري چې جوړ شوی ستراتيژيک پلان ټولو ډیپارتمنتونو  او اداری غړو ته تشريح کړي.

د اړونده شاخصونو او اهدافو په نظر کې نېولو سره به د دې ستراتيژيک پلان د پلې کېدو د چارو څخه نظارت ترسره شي. د ستراتيژيک پلان د پلې کېدو د نظارت له لارې به په ستراتيژيک پلان تمرکز وساتلی شي.

ساینس پوهنځی به  د دې ستراتيژيک پلان اهدافو لاسته راوړلو لپاره د څارنې او ارزونې يو تفصيلي پلان رامنځته کړي چې له مخې به يې د ډېپارټمنټونو او کمیټو سره په هغمږۍ د لويو او کوچنيو اهدافو د راسته راوړلو بهير څارل کيږي.