د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي پنځه کلن ستراتيژيک پلان:

لنډيز

هره اداره د خپلو چارو د پرمخ بیولو او سمون لپاره باید مخکې له مخکې پلانونه ترتیب او د هغوى د ترسره کولو لپاره سرچېنې په نښه کړي او د اغېزمن مدیریتي پروګرام له مخې په نښه شوو اهدافو ته لاسرسی پیدا کړي.

د پوهنتونونو په خاصه توګه د پوهنځیو موخې د هر چا لپاره ښې څرګندې دي او د تل لپاره سوچه او د ټولنې د ټولو قشرونو د ګټو خوندیتوب پکې په نظر کې نیول شوی او هر څوک په دغه هېنداره کې ځان لیدلی شي.

د پورته تفصیل پر بنسټ د ننګرهار پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي د پنځو کالو ( ۱۳۹۳- ۱۳۹۷ هــ ش) لپاره د پوهنځي د مشرتابه، علمي کادرونو او نورو اړونده سرچېنو سره په مشوره یو ستراتېژیک پلان ترتیب کړی، چې له مخې يې په راتلونکو ټاکلو کلونو کې پوهنځی خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي او بیا د تېر په څېر د یو ښه او منل شوي پوهنځي دنده ترسره او هېوادوالو او نړیوالو ته د خپلو هڅو او فعالیتونو په نتیجه کې تلپاتې نېکمرغي وبخښي.

په دې توګه ستراتېژیک پلان ترتیب او اړونده مراجعو ته د پلي کولو لپاره وړاندې کېږي، نو لازمه ګڼل کېږي چې موخو ته په رسېدلو کې د هېوادوالو ملي او بین المللي مرستې له ځانه سره ولرو.

د پيل خبرې (پيليزه)

د ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دویم لوی علمي کانون دی چې د بنسټ ډبره یې له نن څخه ۴۷ کاله پخوا په ۱۳۴۲ هـ ش ۱۹۶۳م کال کې ایښودل شوې ده چې تر اوسه یې زیات شمېر کدرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. د کمپیوټر ساینس پوهنځي تاریخچه ځوانه ده، دا چې نن سبا د ساینس او ټکنالوجۍ عصر دی او معلوماتي ټکنالوجي په ټولو سکتورونو لکه زراعت، معارف، صحت، مخابرات، ترانسپورت، اقتصاد، مالداري او نورو ټولو سکتورونو کې مهم رول لري، نو له دې امله اړینه وه چې د ننګرهار پوهنتون په جوړښت کې د کمپیوټر ساینس پوهنځى ولرو.

دا چې په هېواد کې د درې لسیزو دوامداره ناکراریو، سیاسي اوښتونونو او ناخوالو ننګرهار پوهنتون د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر د یو لړ زیاتو ستونزو لکه د لايقه کادرونو کموالی، زوړ نصاب، د تېر وخت ليکچرنوټونه، غیر معیاري اداري او تدریسي خونې او همدا راز د لابراتوارونو او نورو نړیوالو پوهنتونو سره د اړیکو نشتوالی تر شا پرېږدي. خوشبختانه د تېرو څو کالونو راهیسې نوموړی پوهنتون د علمي پوهنتونونو غوره والى او د پياوړتيا موخه پر مخ بيول پيل کړل او د ستراتېژيکو نوښتونو د پلي توب او د موخو لاسته راوړلو لپاره يې اصول او قوانين وضعه کړل. دغه بدلونونه په هېواد کې د نوو مثبتو تغیراتو، د پوهنتون د ادارې، د دوستو هېوادونو او نړیوالو ادارو د ګډو هڅو پايله ده، چې د پوهنتون  د لويو ستونزو په هوارولو، فرصتونو پېژندلو او سرچېنو په لټولو کې یې رغنده ونډه اخیستې ده. 

په پایله کې دغه ستراتېژیک پلان د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۷ کلونو لپاره په نظر کې نیول شوی او په عملي کېدو سره به یې پوهنځی ددې توان پیدا کړي چې خپلو لازمو او ټاکلو موخو ته لاسرسی پیدا کړي. دا چې په ننني ژوند کې د معلوماتي ټکنالوجۍ لپاره ډېره اړتیا شتون لري او همدا معلوماتي ټکنالوجي ده چې نړۍ يې په یوه کوچني کلي بدله کړې ده؛ د معلوماتي ټکنالوجۍ پر مټ کولای شو چې کارونه په کم وخت کې په لږ لګښت سره په مؤثره بڼه اجرا‌ء کړو.

نوی ستراتېژیک پلان د تېر پلان په رڼا کې د اوس مهال د شرایطو، داخلي قوت او نیمګړتیاوو او بیروني موجودو سرچينو او ګواښونو په نظر کې نیولو سره ترتیب شوی، چې د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې ټاکلې او لازمې موخې په اغېزمن ډ‌ول ترلاسه شي.

 لرلید او د رسالت ټاکل

1.  لر ليد Vision   

د ننني عصر د اړتیا مطابق د اسلامي، ملي او ديموکراتيکو اصولو پر بنسټ د محصلينو روزل او د عصر د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د راتلونکي نسل په معلوماتي ټکنالوجۍ سمبالول، ددې لپاره چې ځوان نسل د معلوماتي ټکنالوجۍ په مټ د افغانستان په بيا جوړونه او انکشاف کې فعاله برخه واخلي او د پوهنځي په اکاډميکه برخه کې د خپل خواوشا، سيمې او نړۍ ضرورتونو ته وړ ځواب ووايي او په اړینو توکيو له سیمې او نړۍ سره په اړیکه کې واوسي. 

  2.  د رسالت تعينول   Mission  

ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي اداره د يو علمي کانون په توګه دې ته ژمنه ده چې د معلوماتي او اړیکتیايي ټکنالوجۍ په برخه کې په نړیواله او علمي کچه فارغان ټولنې، سيمې او نړۍ ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د خدمت د ترسره کولو لپاره وروزي او د ننني وخت او مهال د غوښتنې اړونده ښوونه او روزنه د باتجربه پوهنتوني استادانو په درلودلو سره ورکړي او ددې تر څنګ د شته ستونزو د حل او نويو پرمختګونو ته لاسرسي لپاره څېړنې تر سره او د روغتيايي خدمتونو عرضه کول چې په پایله کې  ټولنیزه سوکالي رامنځ ته کړي. همدارنګه یاد پوهنځى په پام کې لري چې نوښتونه رامنځته کړي، د ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو ورځني کارونه کمپیوټري کړي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ په ډګر کې ودرېږي.

3.   ستراتېژيک تحليل؛ د بهرني او داخلي چاپېريال څېړنه (SWOT Analysis)

4. د ستراتېژیک پلان مقصد(Goal)

د پوهنځي په کمي او کيفي معیارونو کې ښه والی او اصلاحات راوستل او په معياري توګه د پوهنځي علمي او فزيکي بيارغونه او پرمختګ او دې مقصد ته د رسېدو لپاره د پوهنځي د داخلي او بېروني منابعو څخه موثره ګټه اخيستل دي.

5. د ستراتېژیک پلان موخې (Objectives)

  • په علمي او اکاډميک ‌ډګر کې پرمختګ
  • د پوهنځي نوی تعمیر جوړول او یا په موجوده تعمیر کې د تدریسي او اداري خونو جوړول (لومړی باید دا موجوده تعمیر د ننګرهار پوهنتون شي.)
  • د کورنيو او بهرنيو ادارو سره د اړيکو تامينول
  • د اداري سيستم رغول او وده
  • د جنسيت د انډول توب تامينول ( Gender equality)
  • د معلوماتي ټکنالوجۍ رايجول او خلکو ته اړینه عامه اګاهي ورکول چې د کمپیوټر ساینس په هدف وپوهېږي.

5. د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کړنلارې

په علمي او اکاډميک ‌ډګر کې پرمختګ

د استادانو د شمېر او علمي کچې لوړول:

  • د ۱۸ تنو څخه ۳۲ تنو ته د استادانو د شمېر لوړول
  • د ښځینه استادانو مقررول
  • د محصلينو او استادانو تر منځ د  ۱:۲۵  څخه ۱:۱۵ نسبت ته راښکته کول
  • د موجوده ۸ تنه ماسترانو څخه ۳ تنه د دوکتورا د پروګرامونو لپاره بهر ته لېږل.
  • په ۱۳۹۷ تعلیمي کال کې د ماسترۍ پروګرام پیلول
  • د موجوده ټولو لسانس درجې لرونکي استادان د ماسترۍ پروګرام لپاره له هېواد څخه دباندې لېږل.
  • دFellow ship ، کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو- څېړنيزو پروګرامونو لپاره استادان داخل او بهر ته د برخې اخستنې د زمينې برابرول
  • د پوهنتون د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه.
  • د استادانو لپاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو د تطبيق اسانتياوو برابرول.

د تدريسي پروسې انکشاف او د معقول نصاب ټاکل

  • د نړيوالو نورمونو سره سم د معياري تعليمي نصاب رامنځته کول
  • د نوي تعليمي نصاب تطبيقولو لپاره د اسانتياوو برابرول
  • د درسي پروسې د ښه پرمخ بيولو لپاره د موادو او وسايلو برابرول
  • د محصلينو فعاليت او سرته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د تيوري او عملي تدريس تر منځ د انډول ساتل.
  • په تيوريکي او عملي درسي بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول.
  • د درسي پروسې د ارزيابۍ لپاره د کاري کمېټې ټاکل.

د نوي ديپارتمنت تاسيسول

  • د کمپیوټر انجینري دیپارتمنت تاسیسول
  • د بهرنیو تعلیمي ادارو په مرسته د ماسترۍ برنامې تاسیسول

د څېړنيزو مرکزونو ايجادول

  • یو مجهز څېړنیز مرکز تاسیسول
  • د څېړنیز مرکز لپاره کم تر کمه د ۳ تنه دوکتورا استادانو لرل
  • د څېړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو لپاره د بوديجې او امکاناتو برابرول.
  • د نړيوالو څېړنيزو مرکزونو سره د اړيکو ټينګول او د څېړنيزو پروګرامونو پرمخ بيولو لپاره د هغوی د مرستو جلبول.
  • د څېړنيزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره استادان بهرنيو هېوادونو ته استول.
  • د پوهنتوني څېړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور د ستونزو او اړتياوو د حل لپاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول.
  • د دولتي او غير دولتي ادارو هڅونه چې خپلې څېړنيزې پروژې د پوهنتون- کمپیوټر ساینس پوهنځي د څېړنيز مرکز له لوري د ګډ تفاهم پر بنسټ ترسره کړي.
  • د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړونده ادارو سره شريکول.
  • د هر دیپارتمنت لپاره د اړونده لابراتوارونو تاسيسول او سمبالول.

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول

  • په هر کال کې د ۱۵٪ نويو محصلينو جذبول
  • د ښځينه محصلينو د شمېر زياتول
  • د جلال اباد ښار اړوندو ښځینه ښوونځیو کې د کمپیوټر ساینس په هکله عامه پوهاوى ورکول او د ښځینه محصلینو تشویقول او د جذب کچه لوړول
  • د علمي سيمينارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول
  • د هېواد په داخل او خارج کې د علمي سفرونو برابرول
  • د تيوري او عملي تدريس تر منځ د انډول ساتل
  • په تيوريکي او عملي درسي بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول
  • په عامه رسنيو کې د محصلينو فعاله ونډه اخستل
  • د انترنشيپ Internship  د پروګرامونو لپاره د اسانتياوو برابرول
  • د شپې پوهنځي پيلول،  چې هغه هېوادوال چې په ماموریتونو او نورو کارونو کې بوخت وي له لوړو زده کړو برخمن شي

د کتابتون معياری انکشاف

  • د پوهنځي کتابتون ته نور انکشاف ورکول
  • د کتابتون  لپاره د فني او مسلکي پرسونل روزل او لرل
  • د کتابتون لپاره د نورو کتابونو راوړل
  • د کتابتون لپاره د برېښنايي کتابتون سیستم پلی کول
  • د کتابتونونو لپاره د نويو چاپ شویو کتابونو تهيه کول
  • د خارجي ژبو څخه په داخلي ژبو ژباړل شوي کتابونو تهيه کول
  • په کتابتون کې د استادانو له خوا د تاليف شويو کتابونو د ساتنې لپاره مېکانېزم په کار اچول
  • د محصلينو د سيمينارونو او مونوګرافونو د ساتنې لپاره مېکانېزم په کار اچول
  • د کتابتون په داخل کې د محصلينو لپاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو لپاره د چاپ اسانتياوې برابرول
  • د نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو، ژورنالونو او کتابونو ترلاسه کول.
  • برېښنايي کتابتون جوړول او د نړۍ د نورو کتابتونونو سره وصلول

د فزيکي زيربناوو تاسيسول

1. د امکان په صورت کې د پوهنځي موجوده تعمیر د ننګرهار پوهنتون په جمع قید کې د راوستلو هڅه

  • د اړونده سترو مقاماتو د پاملرنې راجلبول
  • د عدليي او قضايي ارګانونو څخه په دې اړه د مرستې اخيستل
  • د نه امکان په صورت کې تر هغې پورې وخت غوښتل چې د کمپیوټر ساینس نوی تعمیر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

2. د پوهنځي نوی تعمیر جوړول

3. د کنفرانسونو او ځانګړو نمايشونو لپاره د پوهنځي په تعمیر کې دننه نوی او عصري اديتوريم/ کنفرانس خونه جوړول.

4. د پوهنځي لپاره د اړونده مجهزو لابراتوارونو جوړول او د عصري سامان آلاتو تهيه کول.

5. د پوهنځي د چاپيريال د شين او ښايسته ساتلو لپاره د نيالګيو د روزنځاي (قوريي) تاسيسول.

د کورنيو او بهرنيو ادارو سره د  اړيکو تامينول

  1. د اړيکو تامينول
  • د بهرنيو او داخلي ادارو څخه د مرستو د جلبولو او د اړيکو د تامينولو لپاره د پوهنتون سره په هماهنګۍ د کاري کمېټې جوړول
  • د نړيوالو تعليمي ادارو سره د پروتوکول له مخې د باتجربه او لايقو استادانو راوستل

د نندارتونونو جوړول او نشرات

  • د تکنالوجۍ په نوم مجله تاسیسول
  • د پوهنځي د څېړنو او د لاسته راوړنو د منعکسولو لپاره د غونډو جوړول
  • کنفرانسونه او ورکشاپونه په لار اچول

د اداري سيستم رغول او وده

  1. د اداري پرسونل لپاره د بستونو شمېر زياتوالى 
  2. زوړ اداري سيستم په عصري سيستم بدلول
  • اداري سيستم په کمپيوټري او معلوماتي ټکنالوجۍ سمبالول
  • د کمپيوټري ټکنالوجۍ په اړه د اداري پرسونل روزل
  • د کمپيوټري ټکنالوجۍ څخه کار اخيستل 
  • دDatabase  سيستم ايجادول

د جنسيت د انډول توب تامينول ( Gender equality)

  1. د نارينه او ښځينه محصلينو ترمنځ د انډول ساتل
  • په راتلونکو پنځه کلونو کې د صفر ٪ ښځينه محصلينو شمېر ۲۰٪ ته لوړول 
  • د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د ښځينه محصلينو د جذب لپاره د کانکور په ازموينه کې ځانګړی مېکانېزم برابرول
  • د ختيځ زون د ليسو ښځينه زده کوونکې په کانکور ازموينه کې د برخې اخيستو په موخه هڅول.
  • د پوهنتون په دننه چارو او فعاليتونو کې ښځينه محصلينو ته د برخې اخيستنې موقعې په لاس ورکول او د امنيت ساتنه يې.
  • د ښځينه محصلينو د جذب او تشويق لپاره د ښځينه استادانو استخدام
  • د پوهنتون څخه د بهر ښځينه محصلينو لپاره د ترانسپورت د اسانتياوو برابرول

د معلوماتي ټکنالوجۍ رايجول

  1. د موجوده معلوماتي ټکنالوجۍ څخه اغېزمنه ګټه اخيستنه
  •        د معلوماتي ټکنالوجۍ د کارونې لپاره د ځانګړو لوايحو او مقرراتو ټاکنه.
  •       د تدريس په پروسه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د کارونې منظمول.
  • د روزونکو- ټرينرانو روزنه او هغوى ته د ټرايننګ موقعې برابرول.

تېرو ترسره شويو فعاليتونو ته ځغلنده نظر

د کمپیوټر ساینس پوهنځي له تاسیس څخه تر اوسه ډېر فعالیتونه کړي دي چې د هغو له جملې څخه د کمپیوټر ساینس دیپارتمنت څخه د پوهنځي کچې ته لوړوالی، د نويو استادانو تقرر او د موجوده استادانو لوړې زده کړې د ماسترۍ په کچه. د مختلفو ادارو سره اړیکې او داسې نور فعالیتونه، چې ددې فعالیتونو لړۍ به ادامه لري. په همدې اساس د کمپیوتر ساینس پوهنځي لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

  1.  کمپیوتر ساینس له ديپارتمنت څخه پوهنځي ته ارتقا.
  2. د استادانو د علمي کچې لوړول (زیات شمېر استادان په کورنیو او بهرنیو کنفرانسونو، سیمینارونو، ورکشاپونو، ښوونیزو او څېړنیزو پروګرامونو کې برخه اخستې).
  3. د استادانو ماسترۍ پروګرام ته لېږل او په بریالیتوب سره يې بېرته راستنېدل او خپلې کادري دندې ته ادامه ورکول.
  4. د تدریسي پروسې د پر مخ بیولو لپاره د موادو او وسایلو برابرول.
  5. د ځينو دولتي او غیر دولتي مرستندویه ادارو له خوا د کمپیوټرونو، کتابونو، پروجکتورونو، فوتوکاپۍ ماشینونو، پرنټرونو، د ناستې چوکيو، مېزونو، الماریو او نورو درسي موادو مرستې ترلاسه کول.
  6. زیات شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو ته د عصري کمپیوټري پروګرامونو او سافټ وئیرونو په وړیا توګه جوړول او د هغوی په واک کې ورکول.
  7. په کمو استادانو او لږو امکاناتو د نورو پوهنځیو د کمپیوټر د زده کړې مضمون په وخت او زمان تدریسول.
  8. ۹ دورې فارغان چې په ټولیزه توګه (۳۶۹) کسان کېږي،  ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول.