د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ستراتېژيک پلان

لنډیز

دا نوی ستراتېژيک پلان د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي (د ۱۳۹۶- ۱۴۰۱ل) کالونو لپاره جوړ شوی، چې په تطبيق سره به يې په پوهنځي کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځ‌ته شي. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په پام کې لري چې خپلو مختلفو برخو کې په ملي او نړیواله سطحه انکشاف وکړي او د تحصیل، تحقیق او علمي لاس‌ته راوړنو لپاره د داخلي او بهرنیو مرستندویه ادارو څخه مالي، علمي او تخنیکي ملاتړ تر لاسه کړي تر څو خپل کار او د زده‌کړې چاپېريال د یاد پوهنځي د محصلینو، اداري او علمي پرسونل لپاره باکیفیته او پیاوړی کړي. موږ په راتلونکي کې کوشش کوو چې د هر اړخیزو پرمختګونو لپاره زیربنايي خدمات او اساسي وسایل له مختلفو لارو څخه پیدا او خپلې چارې پرې په پياوړي توګه پرمخ بوځو او تر څنګ یې کوشش کوو چې په مختلفو برخو کې په راتلونکي کې تحقیقي او علمي پروګرامونه طرحه کړو، چې د افغاني ټولنې او نړیوالې ټولنې د اړتیاوو، ستونزو او نورو امکاناتو د رفع کېدو په منظور یې د یوې ځانګړې هماهنګۍ په اساس پیدا او تقویه کړو او تر ډېره بریده به یې د خپلو راتلونکو محصلینو، استادانو د دې برخو د پياوړتیا په خاطر د پرمختللې ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته او د همدې لپاره د ګران هېواد افغانستان او درنو هېوادوالو لپاره د خدمت مصدر وګرځو او خپل پرمختګ او کیفیت په ملي او نړیوال معیارو سره برابر تر څو په راتلونکي کې د هېواد او نړۍ په کچه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ځانګړی مقام تر لاسه او وساتي. په دې خاطر د دې ډول ستراتېژيکو پلانونو جوړېدل د پوهنځي اړوندو ارګانونو او بالاخره د افغانستان د پیاوړتیا سبب ګرځي.

بِسْمِ اللهِ الرَحْمَنِ الرَحِيْمْ

پیلیزه (Introduction)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د هېواد او سیمې د اړتیا له مخې په ننګرهار پوهنتون کې د ۱۳۷۲ ل کال کې تأسیس شو. ددې پوهنځي له رامنځ‌ته کولو موخه دا وه چې په هېواد کې د حقوقو د ساتنې د ارګانونو لپاره مسلکي او ځوان متخصصین وروزي همدارنګه د قانون د حاکمیت د پلي کېدا او ټینګښت له لارې زموږ هېواد د پرمختیا په لور روان شي.

د دې لپاره چې ستراتېژيک نوښتونه په خپل وخت او مهال سره سرته رسېدلي وي اړینه به وي چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لپاره یو پوهنیز او اکاډمیک ستراتېژيک پلان ولرو. د دې ستراتيژیک پلان پر مټ کولای شو چې د پوهنځي اوس‌مهاله او راتلونکې چارې لا پسې ښې پیاوړې او سمون ومومي همدا راز د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د نړیوالو منل شویو نورمونو او معیارونو په خپلولو سره پوهنیز کادرونه خپلې ټولنې ته د اغېزمن چوپړ په موخه د هېواد په عدلي، قضايي او ملي اقتصاد په بېلا بېلو برخو کې د قانون د پلي کېدو له مخې د رغنده او مثبتې پرمختیا لامل شي.

د پوهنځي شالید (Historical Background of Faculty)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ۱۳۷۲ ل کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د هېواد او سیمې د اړتیا پر بنسټ تأسیس او رامنځ‌ته شو د تأسیس نېټې راهيسې د بېلابېلو پړاوونو په وهلو سره يې تر دې مهاله پرمختګ کړی دی او د دې پرمختګ په ترڅ کې یې ۱۸ دورې مسلکي او ځوان کادرونه ټولنې ته د ښه چوپړ په موخه وړاندې کړي.

نوموړی پوهنځی اوس‌مهال دوه څانګې لري چې د ادارې، ‌ډيپلوماسۍ او قضاء، څارنوالۍ څخه عبارت دي چې په یادو دوو څانګو کې نارینه او ښځینه مسلکي کادرونه روزل کېږي. د یادو ۱۸ دورو په ترڅ کې یې تردې مهاله ۱۰۶۳ تنه مسلکي کادرونه فارغ کړي دي.

څرنګه چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون  یو ځوان او نوی تأسیس شوی پوهنځی دی؛ نو په پیل کې ننګرهار پوهنتون د څو تنو مسلکي استادانو له خوا یې د تدریس چارې پر مخ وړل کېدې. په دې لړ کې د پوهنځي د اړتیا له مخې نور ځوان کادرونه د نوموړي پوهنځي له فارغانو څخه د پوهنځي په تشکیل کې د کادري غړو په توګه په دې موخه جذب شول تر څو یې اړتیا تر یو بریده پوره شي.

له نېکمرغه اوس‌مهال د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی دوکتور، ماسټر او لېسانس په کچه علمي کادرونه لري چې د تدریس چارې یې د یادو کادرونو او نوموړو استادانو په ځانګړو هڅو په ښه ډول پرمخ وړل کېږي همدارنګه د پوهنځي د علمي کادرونو ترڅنګ په اداري برخه کې د تجربه لرونکي اداري پرسونل په درلودلو سره د پوهنځي اداري چارې هم په ښه او اغېزمنه توګه پرمخ روانې دي.

د پوهنځي لرلید (Vision)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی خپله راتلونکې داسې اټکلوي چې په پوهنیز ډول د سیمې او نړۍ په کچه یو د باور وړ پوهنځي په توګه واوسي. د تبعیض پرته د (نژاد، ژبې، مذهب، ملیت، توکم، جنس، سیمې) او په نړیواله کچه (علمي، حقوقي، عدلي، قضايي، سیاسي، او ډېپلوماتیک) کادرونه هېواد، سیمې او نړۍ ته په اړونده برخو کې د چوپړ په موخه چمتو کړي.

د پوهنځي ماموریت (Mission)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د خپل پوهنیز ماموریت په ترڅ کې دې ته ژمن دی چې خپل ځورېدلي ملت او هېواد ته د چوپړ په کولو سره مسلکي او د اوس‌مهال ځوان (حقوقي، عدلي، قضایي، سیاسي او ډېپلوماتيک) کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

د پوهنځي موخې (Goals)

هغه اهداف او موخې چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یې پر بنسټ رامنځ‌ته شوی په لاندې توګه په ګوته کوو:

  • د هېواد په کچه د ځوانو او مسلکي کادرونو روزل.
  • په حقوقي، عدلي، سیاسي او ډېپلوماسۍ برخو کې په تیوریکي او پراکتیکي بڼه د محصلینو روزل.
  • په ټولنه کې د حقوقي پوهاوي کچه لوړول.

د پوهنځي فعالیتونه (Objectives)

  • د منځنیو زده‌کړو څخه د فارغ او ممتاز زده کوونکي د کانکور ازموینې له لارې جذبول.
  • د ټاکل شوي درسي نصاب په بشپړ ډول د منظم مهال‌وېش له مخې محصلینو ته تدریسي چارې پرمخ وړل.
  • په بېلابېلو رشتو او څانګو کې محصلینو ته حقوقي پوهنیزو زده‌کړو ورکول.
  • د لوړو زده‌کړو د قوانینو په رڼا کې د ليسانس تر کچې د حقوقو او سیاسي علومو مسلکي کادرونو روزل.
  • د هېواد د بچیانو د علمي او پوهنیزې کچې لوړول.
  • د هېواد په بیا رغونې او پرمختیا کې د ونډې اخیستلو په موخه د کادرونو روزل.

د SWOT څېړنه (SWOT Analysis)

لکه څرنګه چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د خپل تاریخي بهیر په ترڅ کې د ډېرې لاس‌ته راوړنو او فرصتونو په درلودلو سره تر دې مهاله خپلو علمي فعالیتونو په پرله‌پسې ډول ادامه ورکوي د دې تر څنګ یې به بېلابېلو وختو کې د خنډونو او ګواښونو سره هم مخامخ شوی دی ددې په ترڅ کې د نوموړي پوهنځی چارې او فعالیتونه د یو څه ځنډ او خنډ سره لاس او ګرېوان شوي دي.

اړینه به وي چې په لاندې توګه په خپل وار سره تر څېړنې لاندې ونیسو.

د پیاوړتیا ټکي (Strengthens)

  • د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دویم لوی پوهنتون ګڼل کېږي په اډانه کې خپل فعالیت کوي؛ نو په دې توګه د ډېرو زده کوونکو د انتخاب وړ ګرځي.
  • د غوره خدمتونو چمتو کولو پر مټ د ټول هېواد د زیرک او لایقه محصلینو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي انتخابول.
  • د دولتي او غیردولتي حقوقي ارګانونو سره د اغېزمنو اړیکو درلودل.
  • د با تجربه او مسلکي تدریسي او اداري پرسونل شتون.
  • د محصلینو لپاره تر ډېره بریده د لیلیې د شونتیاو شتون.
  • له محصلینو سره د تدريسي او اداري پرسونل له خوا بې پرې توګه نېک چلند.
  • د محصلینو د ظرفیت د لوړتيا په موخه د اضافي کورسونو شونتیاوې برابرول.
  • د پوهنځي په دننه او بهر کې د حقوقو ورکشاپونو او سیمنارونو کې د محصلینو د ونډې اخيستنې امکانات برابرول.
  • په ټولنه کې د یو ښه نوم او مینه‌والو درلودل.
  • د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلینو ته د عملي او پراکتیکي زده‌کړو برابرول.
  • د تمثیلي محکمې په درلودلو سره خپل محصلین په تطبیقي حقوقو په پوهنیزو زده‌کړو سمبالول.
  • د استادانو او محصلینو د سمینارونو د ارایه کولو لپاره څه نا څه په نوي ټکنالوژۍ سمبالې خونې.

د کمزورتیا ټکي (Weakness)

 

  • د استادانو کمبود او کمښت.
  • د اړونده مالي بودیجې نه شتون.
  • د یو سمبال او مجهز کتابتون نه شتون.
  • د ادارې او خدماتي پرسونل کمبود.
  • په هېواد د ننه او بهر کې د پوهنتونو سره د توامیتونو نه درلودل.
  • په مالي برخه او چارو کې د صلاحیت نه درلودل.
  • نوې ټکنالوژۍ ته نه لاسرسی.
  • د پوهنځي په تدریسي تشکیل کې د ښځنیه علمي کادرونو نه شتون.
  • د ورزشي فعالیتونو د ژوندي ساتلو لپاره د اړونده وسایلو او امکاناتو نه شتون.
  • د ډاډمن او همېشني ترانسپورتي آسانتیاوو نه درلودل.

موقعې او فرصتونه (Opportunities)

  • د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی نېغ په نېغه د اوس‌مهاله دولت له خوا تمویلېږي.
  • د لوړ ظرفیته پوهنتوني علمي کادرونو جذبول.
  • د فارغو محصلینو پر مټ او مرسته چې اوس‌مهال په بېلابېلو دولتي او غیردولتي ادارو کې په دندو په درلودلو سره د نوموړو ادارو اړونده مرستې راجلبول.

ګواښونه (Threats

  • په هېواد او سیمه کې موجوده سیاسي بې ثباتي.
  • په هېواد کې د منځنیو زده‌کړو ټیټه کچه.
  • د ښځینه محصلینو کمښت.
  • په هېواد کې ټیټه اقتصادي کچه.
  • د محصلینو لپاره د روغتیایي اسانتیاوو کمښت.
  • د وړ تدریسي موادو کمښت.

 

د SWOT څېړنې لنډیز (Summary of SWOT Analysis)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د خپلو موجودو شونتیاوو او امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه اخیستې او په ټولنه کې د خپل پوهنیز اغېز لپاره هڅه او هاند کوي په دې ترڅ کې یې هڅه کړې چې د خپلو زده‌کړیالانو (محصلینو) پوهنیزه کچه لوړه او په دې برخه کې کومې ستونزې او اړونده ادارو سره شریکې کړي ترڅو ورته د حل لاره پیدا کړي.

همدارنګه خپلې ټولې موجودې شونتیاوې یې د استادانو او محصلینو په واک کې ورکړې دي او په یادو برخو کې خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام ورکوي.

د راتلونکي لپاره پرمختیايي او ستراتېژيک پلانونه(Strategic & Developing Plans of the Faculty)

لومړی پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: د پوهنځي د موجوده استادانو د علمي کچې لوړول

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د هېواد په د ننه کې د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګه کې د ماسټرۍ د دورې پروګرام لپاره هڅې او هاند.
  • د هېواد څخه بهر په تحصیلي بورسونو کې د استادانو د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده‌کړو په لاس‌ته راوړلو سره د هغوی د زده‌کړو او تحصیل لوړول.
  • د نوې ټېکنالوژۍ یا د لرې واټن (Distance Learning) د زده‌کړو لوړول.
  • د علمي سمینارونو او ورکشاپونو له لارې د نوموړو استاذانو علمي کچه لوړول.

دویم پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: د ليسانس دورې څخه فارغو محصلینو ته د ماسټرۍ د زده‌کړو زمینه برابرول:

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د هېواد په دننه کې د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام د ایجاد لپاره هڅه او هاند.
  • د هېواد په دننه کې په قضا او څارنوالۍ څانګه کې د دوکتورا د پروګرام ایجاد.
  • په ادارې او ډيپلوماسۍ څانګه کې د دوکتورا د پروګرام ایجاد.
  • د اداري او سیاسي علومو د فراغت څانګه.
  • د حقوقي او جنایي علومو د فراغت څانګه.
  • د حقوقي او عدلي علومو د ستاژ دوه کلن پروګرام.
  • په ډيپلوماسۍ او ستراتیژيکو مطالعاتو کې یو کلن ستاژ.
  • په ۱۳۹۸ل کال کې د اداري او سیاسي علومو پوهنځي ایجاد.
  • په ۱۳۹۸ل کال کې د حقوقي او جنایي علومو د پوهنځي ایجاد.
  • د الیکترونیکي کتابخانې ایجادول.
  • ټول درسي او اداري سیسټمونه په سیسټماټیک ډول سره الکترونیکي کول.
  • د اړوندو رشتو لپاره د توامیتونو رامنځ‌ته کول.
  • په حقوقي او جنايي علومو کې د کلنیکي ساحو پراخول.
  • په اداري او سیاسي علومو کې د عملي زده‌کړو د زمینو مساعدول.
  • له اړوندو ادارو سره د هماهنګۍ او توامیتونو رامنځ‌ته کول.
  • په ۱۴۰۰ ل کال کې د حقوقو او سیاسي علومو تخصصي پوهنتون ایجاد.
  • د نوي علمي کادر ګمارل.
  • د هېواد څخه بهر د ماسټرۍ د کچې زده‌کړو او تحصیل لپاره د محصلینو لېږل.
  • د نوې ټکنالوژۍ یا د لرې واټن (Distance Learning) له لارې د ماسټرۍ د کچې د زده‌کړو موقعې برابرول.
  • له نړیوالو پوهنتونو سره د توامیتو له لارې محصلینو ته د لوړو زده‌کړو ورکول.

درېیم پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: د پوهنځي درسي نصاب کره کونه او پر نړیوالو معیارونو سمبالول

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د څانګو او علمي شوراګانو له لارې پر موجوده درسي نصاب باندې له سره غور او بحث کول.
  • د کريډيټ سیستم دودول.
  • پر کريډيټ سیستم باندې د پوهاوي لپاره د استادانو ټرينينګ.

څلورم پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: د پوهنځي لپاره د یوې مناسبې او سمبالې ودانۍ جوړول:

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د حقوقي او ډيپلوماټیک مرکز لپاره د یوې نوې عصري او پر وسایلو سمبالې ودانۍ جوړول.
  • په ودانۍ کې د کنفرانسونو مجهزه خونه درلودل.
  • د علمي شورا لپاره د غونډو تالار درلودل.
  • د کتابتون لپاره د یوې مجهزې خونې درلودل.
  • د اداري او خدماتي پرسونل لپاره د خونو درلودل.
  • د تمثیلي محکمې او حقوقي کلينیک لپاره جلا جلا خونې درلودل.
  • د سپورتي فعالیتونو لپاره د ځای درلودل.
  • د محصلینو لپاره د تفریحي پارکونو جوړول.

پنځم پرمختیایي (ستراتيژیک) پلان: د بهرنیو پوهنتونو سره د توامیتونو له لارې اړیکې ټینګول:

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د لوړو زده‌کړو وزارت له لارې له بهرنیو هېوادونو سره د توامیت په موخه په ګډه د اړیکو نیول.
  • نیغ په نيغه د بهرنیو پوهنتونو سره د توامیت په اړه د اړیکو ټینګول.
  • د بهرنیو هېوادونو پوهنتونونو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په اړه د معلوماتو ورکول او شریکول، په دې موخه چې له هغوی سره د توامیتونو په بڼه مرستې را جلب کړي.

شپږم پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: د پوهنځي دننه او بهر د پوهنیزو فعالیتونو پراخول

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د پوهنځي په دننه د پوهنیزو فعالیتونو د پراخولو په منظور د سمینارونو او ورکشاپونو پرله‌پسې لړۍ پیلول.
  • له هېواد څخه بهر د پوهنیزو فعالیتونو په موخه په علمي حقوقي پوهنغونډو، ورکشاپونو او کنفرانسونو کې د استادانو او محصلینو ګډون او د هغوی لپاره د مالي شونتیاوو لټول.
  • د پوهنیزو فعالیتونو د چټکتیا لپاره د پوهنځي په استازیتوب د یوې علمي او حقوقي خپرونې (مجلې، جریدې او ورځپاڼې) درلودل او چاپول.

اووم پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: د پوهنځي ټولو محصلینو ته د علمي زده‌کړو د موقع پراختیا

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د هېواد په دننه او د امکان په صورت کې بهر محصلینو ته د عملي او پراکتیکي زده‌کړو آسانتیاوې برابرول.
  • په هېواد کې دننه او بهر د دولتي او غیردولتي حقوقي سازمانونو، پوهنځیو او نورو اړوندو ادارو سره د پروتوکولونو په بڼه د محصلینو لپاره د عملي زده‌کړو موقع برابرول.
  • د زده‌کړو پر مهال د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو لپاره د پوهنیزو سفرونو (Study Tours) آسانتیاوې او موقع برابرول.
  • د فارغانو لپاره په پرله‌پسې ډول په بېلابېلو حقوقي ادارو کې د انترنشیف پروګرامو زمینې پلټل.

اتم پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: په حقوقي برخه کې خصوصي سکتوري خدماتو وړاندې کولو سره د خپلې بودیجې درلودل

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې د حقوقي کلينیک ایجادول.
  • د حقوقي کلينیک له لارې ټولنې، افرادو او مؤسساتو ته حقوقي مشورې ورکول.
  • د هېواد سوداګرو ته د حقوقي مشورو ورکول.
  • د وکالت دفاع د پروګرامونو ایجادول.

نهم پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان: د پوهنځي په دننه کې د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه د عصري علومو د زده‌کړو دوامداره لنډ مهاله کورسونو درلودل

کړنلارې (ستراتیژي‌ګانې)

  • په پوهنځي کې د حقوقي انګلیسي ژبې کورسونو ایجادول.
  • د نوې ټکنالوژۍ او کمپیوټري زده‌کړو په برخه کې د اړندو کورسونو ایجادول.
  • د یادو لنډو کورسونو د ایجاد په موخه د دولتي او غیردولتي سازمانونو د مرستو د راجلبولو لپاره هڅې.
  • پر نوې ټکنالوژۍ او انګلیسي ژبې باندې له پوهو محصلینو څخه د نوموړو کورسونو په رامنځ‌ته کېدو کې د مرستې غوښتل، په دې موخه ترڅو د خپلو نورو هم مسلکه محصلینو سره مرستندویه شي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان لاسته راوړنې (Findings & outcomes of the Strategic and Developing plan):

  • د نوموړي ستراتېژيک پلان د پلي کېدا په صورت کې به پوهنځي اړونده لاس‌ته راوړنو څخه برخمن شي.
  • په ټوله کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د نوموړي ستراتېژيک پلان د پلي کېدا په صورت کې په نړیوال نورمونو او معیارونو سمبال شي.
  • د نوموړي پلان د پلي کېدا به د محصلینو علمي کچه لوړه کړي.
  • د هېواد په کچه لایقه او زیرکه، مسلکي او ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې شوي.
  • دا ستراتېژيک پلان به وکولای شي د هېواد په بیا رغونه کې ستره ونډه او رول ولوبوي.
  • د دې ستراتېژيک پلان په پلی کېدا سره به د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د پراختیا او پرمختیا په لور سوق شي.
  • د دې ستراتېژيک پلان د تطبیق په صورت کې به په ټولنه کې د حقوقو او وجایبو پېژندلو کچه لوړه شي.
  • د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د کلينیکي زده‌کړو لپاره به د یوې وړ او مناسبې ودانۍ څښتن شي.
  • په راتلونکي کې به نوموړی پوهنځی د سیمې او نړۍ په کچه یو معیاري درسي نصاب ولري، ترڅو د محصلینو غوښتنو ته یو اغېزمن ځواب ووایي او د هغوی پوهنیزه تنده خړوبه کړي.
  • د یاد ستراتېژيک پلان په پلي کېدو سره به د ښځینه محصلینو د شمېر کچه لوړه شي او په دې توګه به هغوی ته د لوړو زده‌کړو موقع په لاس ورشي.
  • د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ستراتېژيک پلان په پلي کېدو سره به د هېواد په کچه په عدلي، قضایي، اداري او ډیپلوماسي برخو کې مسلکي او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې شي.
  • د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استادانو او محصلینو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچې زده‌کړو موقع برابره شي.
  • د ځوان او علمي کادرونو د جذب زمینه برابره شي.
  • د کانکور ازموینې له لارې بریالي ډېر شمېر د محصلینو د جذب جوګه شي.
  • د دې ستراتېژيک پلان په تطبیق سره به د نوموړي پوهنځي اړيکې د هېواد نه بهر د نړیوالو پوهنتونو سره ټینګې شي، چې د دې په ترڅ به یاد پوهنځی له هغوی څخه پوهنیزو او ښوونیزو مؤسسو په راجلبولو خپلې ډېرې تشې پوره کړي.
  • د خپلې بودیجې څښتن به شي.
  • د هغه دولسمو ټولګیو فارغان چې د حقوقو ساتنې ارګانو کې ګمارل شوي دي د هغوی د مسلکي او علمي ظرفیتونو لوړول او همدارنګه د نورو هغه دولسمو ټولګیو فارغان د هغو د جذب د ظرفیتونو لپاره د حقوقو او سیاسي علومو په چوکاټ کې د شپې پوهنځي تأسیس.
  • د نوموړي ستراتېژيک پلان په صورت کې د حقوقو او سیاسي علومو اوس مهاله پوهنځی به په هېواد او سیمه کې د یوې حقوقي لوړو زده‌کړو پوهنتون بڼه خپله کړي او وبه کولای شي چې د سیمې او نړۍ په کچه محصلین وروزي.

مالي پلان او د تطبیق لپاره مهال‌وېش (Implementation Plan for the Gained Budget)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ستراتېژيک پلان د اکاډمیکو او پوهنیزو معیارونو په نظر کې نیولو سره باید تطبیق شي، دا ستراتېژیک پلان د سیمې او هېواد د شرایطو په نظر کې نیولو سره باید د تطبیق او عملي شي. د علمي او پوهنیزو زده‌کړو د سمونتیا په موخه لاس‌ته راوړنې ولري.

دا ستراتېژیک پلان د یو منظم مهال‌وېش له مخې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي په علمي او اداري تدریسي او خدماتي پرسونل پر مټ په خورا زیار سره د پلي کېدو او د ټاکلي اهدافو د لاس‌ته راوړلو لپاره هڅه او هاند کوي.

د ځینو دولتي او غیر دولتي ادارو مرستو ته یو ځغلنده کتنه (An overview on the aids of)

(governmental & nongovernmental Organizations):

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي مالي تمویل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري کېږي. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د علمي کادر د ظرفیت لوړتیا په موخه یو شمېر استادان د ماسټرۍ د زده کړو لپاره بهر هېوادونو ته هم استولي دي.

د غیردولتي ادارو له خوا ځینې استادان د سمینارونو او ورکشاپونو کې د لنډې مودې لپاره په هېواد کې دننه او بهر استول شوي دي، د NRC مؤسسې له خوا له نوموړي پوهنځي سره د یو لړ علمي او مسلکي کتابونو مرسته شوې ده او همدارنګه یې محصلینو ته ډېر وختونه د عملي زده کړو موقعې هم برابرې کړې دي.

همدارنګه د آسیا فاونډېشن له خوا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د کتابتون په مجهزولو کې د کتابونو، الماریو، د مطالعې مېزونه او نور اړونده سامان آلاتو مرسته کړې ده د دې تر څنګ یې د نوموړي پوهنځي لپاره د تمثیلي محکمې په جوړلو او سمبالولو کې خپلې مرستې ترسره کړې دي. د دې تر څنګ د یادې ادارې له خوا زموږ د استادانو په مرسته زموږ محصلینو ته د حقوقي لیکنې پروګرامونه هم عملي کېږي چې پوهنځی یې د محصلینو لپاره ډېر موثر ګڼي.

د افغانستان د عدلي او قضایي پروژې په مالي مرسته د پوهنځي د ریاست خونې په ګډون د نوې ټکنالوژۍ او انټرنټ د اسانتیا په درولودلو سره یوه خونه هم جوړه او سمبال کړه د خپلو مرستو په دوام یې د پوهنځي لپاره د تدریسي کتابونه د چاپ لګښت په موخه مرستې کړې دي، د استادانو او محصلینو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د ځانګړې لنډ مهاله د کمپیوټر او انګلیسي ژبې کورسونه د پوهنځي په دننه او بهر کې جوړ کړي دي د یادو مرستو ترڅنګ یې استادانو ته د هېواد نه بهر؛ لکه امریکا، فرانسه، هندوستان کې د ځینو علمي او حقوقي سمینارونو او ورکشاپونو کې د برخې اخیستنې په موخه د سفر امکانات برابر کړي دي.

د IDLO مؤسسې هم له خپلو امکاناتو سره د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استادانو ته لنډ مهاله مسلکي کورسونه او ورکشاپونه جوړ کړي دي، ILF-A ادارې بیا محصلینو ته د عملي زده‌کړو موقعې برابر کړې دي، د Global Rights ادارې د حقوقي کلينیک په جوړولو او عملي زده‌کړو په برخه کې، د Red Cross د حقوقي سمینارونو په جوړولو، د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدیریت، څارنوالۍ او د محاکمو ریاست هم په عملي زده‌کړو په برخه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي سره خپلې مرستې وخت په وخت کړې دي.

پوهنځی همدارنګه د جرمني هېواد له بوخم پوهنتون سره د اړیکو د جوړولو په هڅه کې دی. په دې برخه کې د پوهنځي رئيس نوموړي پوهنتون ته یو لنډمهالی سفر هم کړی دی چې د پوهنځي او پوهنتون لپاره له لاس‌ته راوړنو څخه ډک و.

د پرمختیایي (ستراتېژيک) پلان کره کوونه او سمونه(Improvement & development of Strategic Plan):

د وخت او اړتیا سره سم به د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د دې پرمختیايي (ستراتېژیک) پلان پر مهال د شرایطو او اړوندو امکاناتو په نظر کې نیولو سره په نوموړي پرمختیایي پلان کې تغیير او بدلون راولي.

پایلیزه (Summary)

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د معاصرو، پوهنیزو او مسلکي زده‌کړو او د تطبیقي حقوقو په پلي کېدا سره د دې پرمختیایي (ستراتېژیک) پلان له مخې چې د عمومي لاس‌ته راوړنو په موخه تیار شوی دی د نوموړي پوهنځي د تدریسي بهیر دغوره والي د علمي او اکاډمیکو چارو د سمون په موخه ژمنتیا لري.

د دې پرمختیایي کړنلارې د پلي کېدو په صورت کې به ټولنې ته وړ او مسلکي علمي کادرونه ور وپېژني، چې دا به د هېواد په کچه د حقوقي، قضايي او عدلي سیستم کې رغنده او مثبت بدلون راولي د نوموړي پرمختیایي پلان لپاره د اوس‌مهال دولت، استادانو، محصلینو او اړوندو دولتي او غیردولتي سازمانونو هڅو او مرستو ته اړتیا لري.

 د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په پام کې لري چې د ټاکل شوې موخې او اهداف لاس‌ته راوړي.  د خپلو یادو شویو موخو ته د رسېدو لپاره نوموړی پوهنځی د یو منظم او سیستماتیک ستراتېژیک پلان د طرح کېدو او تیارېدو اړتیا درک کړه. له نېکه‌مرغه د یاد پوهنځي د مشرتابه، علمي کادر، اداري او خدماتي پرسونل په ځانګړو هڅو او کوښښونو دغه پرمختیايي (ستراتېژیک) پلان جوړ او تیار شو، ترڅو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي راتلونکې چارې لاپسې اغېزمنې او پراخې شي.