د پوهنځي مشخصات

  1. نيټه:                                              10/ قوس/ 1396 هـ ش
  2. پوهنځي:                                                           شرعياتو
  3. پته:                                                  درونټه - ننګرهار پوهنتون - جلال آباد ښار- ننګرهار - افغانستان
  • د پوهنځي د رئيس تيليفون شميره:               +93 (0)781381388
  • د پوهنځي ايميل ادرس:                                                                  Sayedahmad.fatemi@yahoo.com           
  1. د پوهنځي تاسيس نيټه:                                                                    1371هـ ش              
  2. د اړيکو مسؤل.                  
  • د پوهنځي رئيس:
    • اسم:                                                سيد احمد ( فاطمي )
    • تيليفون:                                     +93 (0)781381388 
    • ايميل ادرس:                        Sayedahmad.fatemi@yahoo.com           
  • د پوهنځي معاون:
    • اسم:                                                سيد محبوب ( هاشمي )
    • تيليفون:                                     +93 (0)700641136 
  1. د محصلانو د لمړي ګرو د شموليت نيټه:                          1371هـ ش              
  2. د پوهنځي له خوا د لمړي تحصيلي سند د ورکړې نيټه:          1376هـ ش
  3. د پوهنځي نوعيت:                                                     د دولتي پوهنتون پوهنځي
  4. د مافوق بکلوريا برنامي:                                              لسانس/ ماستري/ دوکتورا
  5. د فراغت څانګې:                                                       فقه او قانون، اسلامي تعليمات
  6. برنامې:       
  • د شپې برنامه
  • د اسلامي تعليماتو د ماسترۍ برنامه
  • د فقه او قانون د ماسترۍ برنامه
  • د فقه او قانون د دوکتواره برنامه
  1. ډيپارټمنټونه:                                                             
  • د فقه او قانونډيپارټمنټ
  • د اسلامي تعليماتو ډيپارټمنټ
  • د تفسير ډيپارټمنټ
  • د اسلامي ثقافت
  1. د استاذانو شمير:                                                           43 تنه  
  2. د محصلينو شمير:                                                          1803 هلکان او 198 انجونې
  3. د فارغ شوو محصلينو شمير:                                              2001 تنه

د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي لنډه پېژندنه:     

                        په هيواد کې د اسلامي انقلاب تر کاميابئ  وروسته په اسلامي علومو کې د علمي کدرونو د روزنې د يو باثباته آزاد او اسلامي قضائي سيستم د پياوړي کېدو ، د هېواد د بچو او علماؤ معنوي روزنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د ننګرهار پوهنتون تر سرپرستۍ لاندې ، چې علمي او زماني قدامت له مخې د هېواد دويم پوهنتون ګڼل کېږي په ( ١٣٧١) لمريز زېږديز کال کې د پوهنتون د رئيس محترم ډاکټر فضل محمد(ابراهيمي) د ځانګړو هڅو په نتيجه کې د شرعياتو پوهنځي ډبره کېښودل شوه او د علمي فعاليتونو د سرته رسولو په موخه يې محترم قاضي فضل الرحمن د شرعياتو پوهنځي د لومړي رئيس په توګه وټاکل شو. د تدريس د پړاو د عملي شروع کېدو په موخه د محصلينو د جذب لپاره د پوهنتون د ادارې له خوا د کانکور آزموينه اعلان او په نتيجه کې يې ډېر تکړه بااستعداده علماء او محصلين پوهنځي ته د زده کړې لپاره وروپېژندل شوو.

                        دې علمي کانون په (١٣٧٦) لمريز زېږديز کال کې  (٧٦) تنه نارينه د لومړي ځل لپاره ټولنې ته وړاندې کړل ، چې تر اوسه يې (21) دورې فارغان ، چې شمېر يې (1803) تنه نارينه او (198) تنه  ښځينه وو ته رسېږي ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

                        د يادولو وړ ده ، چې پوهنځي له تاسيس څخه تر اوس مهاله له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوي ؛ خو د پوهنځي د ټولو استادانو او په ځانګړې توګه د هغو استادانو هلې ځلې ، چې د پوهنځي له تاسيس څخه يې تر (١٣٧٤) لمريز زېږديز کال پورې شتون درلود د يادولو وړ دي او دا ځکه ، چې نوموړو په هر حالت کې دا علمي دستګاه له رکود څخه ساتلې او د ديني او علمي خدماتو د جذبې د سرته رسولو په موخه يې خپل علمي، فرهنګي او اقتصادي کومکونه ورڅخه ندي سپمولي او دتل لپاره يې په هغه امکاناتو ، چې له نشت سره برابر ؤ خپل درس او تدريس ته ادامه ورکړې او په دې اړه يې خپل ايماني او وطني مسؤليت احساس او سرته يې رسولى.

                        دا علمي مرکز د تاسيس له مرحلې څخه تر دې دمه يو پوړيزه زړه  ودانۍ لري ، چې په شپږو غټو او وړو تدريسي خونو مشتمله ده ، پخوا دې ودانۍ کفايت کاوه ؛ مګر اوس مهال د محصلينو د زياتوالي او خونو د نشتوالي او وړوکوالي له کبله پوهنځى او زده کوو نکي يې له يو لړ ستونزو سره لاس او ګريوان دي، له دوه کالو څخه را په دې خوا اورو ، چې نړيوال بانک د شرعياتو پوهنځي ودانۍ ډيزائين کړې او نژدې ده ، چې نن سبا يې د نوې ټېکنالوژۍ  او د اوسني عصر سره سم په سمبالو وسايلو د بنسټ ډبره کېښودل شي، اميد دى ، چې له اوږد انتظار څخه وروسته به مو هيلې شونې او يوه ورځ به يې که خداى کول د عملي کېدو آواز واورو.

د شرعياتو پوهنځي ليد لورې

دين، هيواد او هيوادوالو ته د خدمت په خاطر عدلي، قضاېي، تعليمي ادارو او تأسيساتو لپاره  د متخصصو کدرونو فارغول چې په واقعي توګه دين، هيواد او هيوادوالو ته د چوپړ مصدر وګرځې .

او د شرعياتو پوهنځۍ د هيواد، سيمي بالاخره د نړۍ په سطحه د شرعي علومو د تخصص په برخه کې په نړېوالو معيارونو برابر معتبر علمي مرکز وګرځي. 

د رسالت  تعينول

د شرعياتو پوهنځی دې  ته ژمن دی  چې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور د اړتيا سره سم  د خپلو استادانو په وسيله داسې کدرونه وروزي چې په خپل فن او مسلک کې پوره مهارت ولري، ترڅو ددي علمي پوهنخې فارغين د خپلو حاصل شويو وړتياؤ له امله په اسانۍ سره وشي کولای چې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې د خپل تخصص مطابق دندې پيدا کړي او خپله دنده په احسنه توګه ترسره کړي.

ارزښتونه​

  • دشرعياتو پوهنځې ځينې مهم ارزښتونه په لاندي ډول ذکر کېږي:
  • په زده کړه او خدماتو کې لا زيات ښه والی
  • تعليمي، ادارې او مالي استقلاليت
  • په تعليمي او اداري چارو کې شفافيت
  • ديني او ملي ارزښتونو ته ځانګړې توجه کول
  • څيړنې او نوښتونو ته خاص پام کول

د شرعياتو پوهنځې ستراتېژيکې موخې

  1. د پوهنځي د رهبرۍ پراختيا
  2. د فساد سره مبارزه
  3. د علمي نويو ميتودونو پراختيا
  4. د مرستو جلبول
  5. د هيواد د بيلا بيلو دولتي ادارو او خصوصي سکتور لپاره د شرعياتو پوهنځي  ښځينه فارغ التحصيله روزل.
  6. د عوايدو د نويو منابعو ايجادول
  7. د علمي کادرونو جذبول
  8. د استادانو، منسوبينو، او محصلانو د ظرفيت لوړول 
  9. د تحصيلي نصاب ارزونه او تجديد
  10. د تدريس نوې طريقې پلان کول
  11. معلوماتي تکنالوژۍ ته پراختيا
  12. محصلانو د جذب کچه لوړول او ظرفيت يې لا ښه کول

د اوسني وضعيت تحليل او د پوهځني تيرستراتژيک پلان ته ځغلنده نظر

د ننګرهارپوهنتون د شرعياتو پوهنځي تير ستراتژيک پلان چې  (۱۳۹۰-۱۳۹۵) کلونولپاره جوړشوه مهم ټکې يي په لاندي ډول اجمالا ذکرکېږي:

  1. د ماسترۍ او دوکتورا برنامو ايجادول
  2. د شپې برنامې ايجادول
  3. د پوهنځي کريکولم کې وړ تغيرات راوستل
  4. د نويو استادانو جذبول
  5. د حقوقي کلينيک ايجادول
  6. د نويو مامورينو او کاريګرو استخدامول
  7. د نويو ديپارتمنتونو ايجادول
  8. د پوهنځي لپاره د مجهز عصري کتابتون درلودل
  9. د بهرنيو هيوادونو د ځينو پوهنتونو د شرعياتو پوهنځيو سره د توآميت رامينځته کول
  10. د پوهنځي د استادانو د علمي او تحصيلي ظرفيت لوړونې لپاره زمينه مساعدول
  11. د محصيلينو د جذب فيصدي لوړول په ځانګړې بڼه ښځينه وو محصلانو د فيصدۍ لوړولو لپاره هلې ځلې کول

د شرعياتو پوهنځي د تير ستراتژيک پلان په رڼا کې لاسته راوړنې او د پرمختګ بيلګې

  1. د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي کې دماسترۍ دوه برنامې پيل شوي او محصلين ورته جذب شول چې  يوه برنامه د فقهې او قانون په برخه کې او بله برنامه د تفسير او حديث په برخه کې ده
  2. د شرعياتو پوهنځي کې د فقهي او قانون دوکتوراه برنامه پيل شوه
  3. د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون په برخه  کې د شپې برنامه پيل شوه او برنامې ته محصلين جذب شول
  4. وخت په وخت د شرغياتو پوهنځي درسي کريکولم کې دا صولو مطابق تغيرات رامنځته شول
  5. د شرعياتو پوهنځي کې اتلس تنه نوي استادان مقررشول
  6. د شرعياتو پوهنځي لپاره يو تن نوې مستخدم مقررشو
  7. د مکې مکرمې څخه د يوه کتابتون کتابونه د ننګرهارپوهنتون د شرعياتو پوهنځي ته را انتقال شول
  8. د شرعياتو پوهنځي پنځه تنه استادان د پاکستان د پيښور پوهنتون د شرعياتو پوهنځي دکتوراه برنامې لپاره زده کړو کې شامل شول چې  ددغو پينځو تنو څخه دوو تنو دوکتورا سند ترلاسه کړې او درې تنه د دوکتورا د تيزس د ليکلو په حال کې دي، له دې برسيره دوه تنه استادان د سعودي هيواد د مکې مکرمې دام القري پوهنتون د مافوق ليسانس زده کړو لپاره وليږل شول چې  يو تن د دوکتورا د تيزس او بل تن د ماسترۍ د تيزس د ليکلو حالت کې دي
  9. د شرعياتو پوهنځي د محصلينو د استعدادونو لوړولو په خاطر د هغوي لپاره په غير رسمي وختونو کې د تجويد، عربي ژبې، انګليسي ژبې، خطاطۍ، د خطابې فن او نور اړين بيلابيل کورسونه دائيرشوي دي
  10. د شرعياتو پوهنځي کې يو نوی  ديپارتمنت د تفسير ديپارتمنت په نوم ايجادشوی دی.
  11. د شرعياتو پوهنځي استادانو د لوړو تحصيلي درجو حاصلولو ترڅنګ پخپل وخت سره لوړې علمي رتبې حاصلې کړي دي .

ستراتژيک تحليل: شرعياتو د پوهنځي داخلي او بهرني چاپېريال څيړنه(Swat Analysis)

دپياوړتيا ټکي(STRENGTHS)

  • دننګرهارپوهنتون دشرعياتوپوهنځي دټول هيوادپه کچه يواځينی د شرعياتوپوهنځی دی چې ددوکتورا برنامه لري البته د هيواد دنورو پوهنتونونو د شرعياتوپوهنځي تراوسه ددوکتورا برنامه نه لري
  • دشرعياتوپوهنځي د دوکتورا برنامه د فقهې اوقانون په څانګه کې ده چې  ددې برنامې فارغينوته دافغانستان د قضايي اوعدلي سيستم پياوړتيا لپاره شديده اړتياموجوده ده ځکه چې دوۍ هم په اسلامي فقهي اوهم وضعي قوانينوکې دتخصص څخه برخمن دي
  • دشرعياتوپوهنځي دهيوادپه کچه يواځينې پوهنځې دې چې دماسترۍ دوه برنامې لري يو د فقه اوقانون برنامه اوبله دتفسيراوحديث برنامه البته دکابل پوهنتون کې يوازې د فقهې اوقانون دماسترۍ برنامه موجوده ده، دتفسير اوحديث د ماسترۍ برنامه نلري،دهيوادنورپوهنتونونه  د شرعياتوپوهنځی تراوسه د ماسترۍ برنامه نلري
  • د هيوادنورو پوهنتونونود شرعياتوپوهنځي استادان او د افغانستان د عدليي اوقضايي ادارو منسوبين  د ننګرهارد شرعياتوپوهنځي دماسترۍ اودوکتورا برنامو کې د  زده کړو ډير ليوال دي اوددوۍ څخه يوشمير عملا دشرعياتوپوهنځي برناموکې په زده کړو بوخت دي
  • دشرعياتوپوهنځي دهيوادپه کچه يوازينی د شرعياتوپوهځی  دی  چې  په ګڼ شميردوکتورا تحصيلي درجې  استادان لري  چې  دغواستادانود عربي اواسلامي نړۍ له مشهورو پوهنتونو څخه د دوکتورا تحصيلي درجې لاسته راوړي دي
  • دشرعياتوپوهنځي د ماسترۍ اودکتوراه د برنامو څخه فارغينوته د هيواد په بيلابيلو تعليمي،عدلي،قضايي او نوروادارو کې د هيوادوالود خدمت لپاره لوړې دندې ورکول کېږي
  • د شرعياتوپوهنځي به په نزدې راتلوونکې کې  د لوړکېفيت څخه برخمن د عصري ودانۍ لرونکې وي چې  د محصلينودزده کړې لپاره غوره درسي چاپيريال اومعياري تجهيزات به هم ولري
  • هغه هيوادوال چې دسهار لخوا رسمي دندې لري له رسمياتو څخه وروسته ورته د شرعياتو پوهنځي د شپې برنامو کې دزده کړې زمينه مساعده ده
  • دشرعياتوپوهنځي کتابتون کافي کتابونه لري چې ترډيره حده پورې د استاذانو او محصلينواړتياوې د کتابونو په برخه کې پوره کوي
  • ګڼ شميرد دولسمو ټولګيو فارغين مينه وال دي چې دننګرهار پوهنتون دشرعياتوپوهنځي کې دمحصل په توګه جذب شي
  • دشرعياتوپوهنځي فارغ التحصيلاتو لپاره په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې دکارزمينه په پراخه توګه موجوده ده
  • دعربي نړۍ اواسلامي نړۍ  د پوهنتونو د شرعياتوپوهنځي د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي سره علمي همکاريوته ليواله دي
  • د دولسموټولګيو ګڼ شميرښځينه فارغين دې ته ليواله دي چې  د ننګرهارد شرعياتو پوهنځي کې د محصلې په توګه په زده کړه کې مصروفه شي اوګڼ شميرښځينه محصلات په زده کړه ييزبهير کې د شرعياتو په پوهنځي کې په زده کړو مشغول دي

د ضعف ټکې(WEAKNESSES)

  • کمزوري انټرنټ: داچې ننګرهار پوهنتون کې په عمومي توګه انټرنټ کمزوري دی نود پوهنځي په اداره اوتدريسي چارو کې خنډرامنځته کوي
  • داستادانود بستونوکمښت: داچې د شرعياتوپوهنځی د تدريسي چارو کړنېاو برنامې ډيرې پراخه دي د پوهنځي موجوده استادان نشي کولای چې ټولی  تدريسي چارې په ښه توګه ترسره کړي
  • د اداري کارکونکو کمښت: دا چې د شرعياتو پوهنځي د اداري چارو ساحه ډيره پراخه ده او مختلفې برنامې لري د شرعياتو پوهنځي موجوده اداري کارکونکي ښه نشي کولای چې  ټولې اداري چارې په ښه توګه سمبال کړي
  • د کاريګرو کمښت: دا چې د شرعياتو پوهنځی اداري او تدريسي خونې ډيرې دي  د شرعياتو پوهنځي موجوده مستخدمين نه شي کولاي چې خپلو ورسپارل شويو دندو ته رسيدګي وکړي.
  • د ثابتې برښنا نه شتون: دا چې  د ننګرهار پوهنتون کې په عمومي صورت سره د بريښنا کمښت موجود دی دې کار د شرعياتو پوهنځي په تدريسي او اداري چارو کې خنډ رامنځته کړی دی
  • دعصري تجهيزاتو کمښت: د شرعياتو پوهنځی اوسمهال د نوي تکنالوژۍ لکه پروجکټور او نورو تجهيزاتو له کمښت سره لاس او ګريوان دی
  • مالي استقلال: دا چې د شرعياتو پوهنځي مالي امکانات نلري نو نه شي کولای چې د پوهنځي څيړنيزې او علمې اړيکې د بهرنيو هيوادونو له پوهنتونو سره په ښه شکل تنظيم کړي يا نور پروګرامونه پکار واچوي

فرصتونه(OPPORTUNITIES)

  • د لوړو تحصيلي درجو لرونکو استادانو موجوديت
  • د لوړوعلمي رتبو لرونکو استادانو موجوديت
  • د ګڼ شميرنارينه محصلينوموجوديت
  • د ګڼ شمير ښځينه محصلاتو موجوديت
  • د لوړو استعدادونو لرونکو کارمندانو موجوديت
  • د پريمانه تدريسي موادو موجوديت
  • د بهرنيو هيوادونو د پوهنتونو سره دعلمي اړيکو لرلو امکانات
  • د هيواد په کچه د يوازينې مافوق السانس برنامو موجوديت
  • د هيواد په کچه د دوکتورا برنامې موجوديت

ګواښونه(THREATS)

  • پوهنځي مالي استقلاليت نه لري چې د پوهنتون د انکشاف لپاره د پوهنځي اداره لازيات مؤثر قدمونه اوچت کړي
  • پوهنځی اداري کارونو لپاره اداري صلاحيتونه نلري  ټول اداري کارونه يې وزارت او د پوهنتون رياست  ته راجع کېږي
  • د ښځينه وو محصلاتو لپاره د ښځينه تدريسي او اداري کدرونو نه موجوديت
  • نا امني چې له امله يې ګڼ شمير د دولسمو ټولګيو فارغان پوهنځي کې د شاميليدلو او زده کړو څخه محروم پاتي دي

  دشرعياتو پوهنځي د جوړښت مرام:

دافغانستان ولسونه مسلمانان اود خپل دين اوهېوادسره بې کچې مينه لري د همدې مينې پراساس يې تل د خپلو سرونو په قربانۍ د دين اوهېواد نه دفاع کړې ده،له بله پلوه خوشبختانه دافغانستان قضائي سېستم هم داسلامي فقې پربنسټونوولاړدي،البته داچې دافغانستان ولس د علم اوفرهنګ له ډګر نه لرې پاتې شوي اوهم داسلام دښمنانوتل هڅه کړې چې د دين پوهه يواځې تريوې ډلې پورې محدوده کړي،اوداسې انګرلې چې ګويا د عصري علومود زده کړو ترڅنګ د دين زده کړې ته هېڅ اړتيانشته،نو د اولس د مسلمانۍ سره سره د دين  په زيات   شمېر احکاموڅخه ناخبره دي، درسته رهبري نه لري ،اوهم داوږدو جګړو له امله دافغانستان قضائي سېستم د علمي کدرونودکمښت له وجې په سمه توګه نه پلې کېږي،نويولوري ته په اسلام پوهو دعوتګروته اړتيا ده،چې ولس ته داسلام احکام وروښائي سمې لارې ته يې رهبري کړي،زموږځوان اوتعليم يافته قشرد خپل دين په اړه درست معلومات ولري ،بل لوري ته داسې قضاتوته اړتيا ده چې په قضائي چاروپوه اوداسلامې اساساتوژوره پوهه ولري،نودهمدغومقاصدودتحقق پربنسټ دشرعياتوپوهنځي مرام په لاندې څو جملوکې خلاصه کوو:

۱- ولسونوته دديني احکامودزده کړې په موخه په اسلام باندې د پوهودعوتګرو روزنه.

۲- ټولنې ته دديندارې  اوپه هېواد ميئنې رهبرئ وړاندې کول.

۳- د پوهواومسلکي قضاتو په وړاندې کولوسره دافغانستان قضائي اوعدلي سستم غښتلی کول.

۴- د ټولنې ځوان قشرد علمي اومسلکي پوهوترڅنګ د دين په مسائلوپوهول.

۲- د شرعياتوپوهنځي د تاسيس اهداف:

۱- داسلامي عقيدې اساسي زده کړې.

۲- دنورواديانواومذاهبوهراړخيزه مطالعه اوڅېړنه.

۳- دتفسيراوحديث اساسي زده کړې.

۴- داصول تفسيراواصول حديث علوم لوستل.

۵-فقه اواصول فقه په بنسټيزه توګه لوستل.

۶-دوضعي قوانينومطالعه اواسلامي قوانينوسره يې پرتليزه څېړنه.

۷-د ملي اونړيوالوقوانينوڅېړنه اومطالعه.

۸-د محاکمواصول لوستل اوپه محکموکې په عملي توګه د محصلينو روزنه.

۹-ټولنې ته د قضاء اوڅارنوالئ په برخه کې دواردواشخاص وړاندې کول.

۱۰-په ټولنه کې دامن اوعدالت دتامين دټينګښت لپاره هلې ځلې.

۱۱-په هېوادکې دسولې اوخپل منځي ورورګلوئ ټنګښت لپاره کارکول.

۱۲-دعصري علومواومسلکي تخصصاتوسره سره د هېواد ځوانان په دين باندې پوهول.

۱۳-د ځوانانودعقېدې،عبادت،اواخلاقواصلاح.

۱۴-ځوانانوته داسلامي کورنئ اواسلامي ټولنې د جوړښت لازمې لارښوونې.

۱۵-درسول الله صلي الله عليه وسلم د ژوندسره د ځوانانواشنا کول.

۱۶-داسلامي اقتصاداواسلامي سياست په اړه عام محصلين خبرول.

۱۷-د هر ډول ژبني ،قومي،فکري،مذهبي،حزبي...تعصباتومقابله اوله منځه وړل.

وړانديزونه

۱-د شرعياتو پوهنځی چې اوس مهال د يو مستقل تعمير د درلودو په حال کې دی مګر متأسفانه د تعمير په داخل کې  د استفادې وسايل لکه چوکۍ ، کوچونه ، ميزونه او داسې نور اړين لوازم نشته  .

۲- په پوهنتون کي  پس له وخته د مطالعې لپاره د ماحول او چاپيريال برابرول ، د شپي لخوا د پوهنتون د پارکونو او سرکونو تنويرول او د محصلينومطالعي   لپاره د يو مناسب چاپيريال رامنځته کول .

۳-  د يوې مجهزې او پرمختللې کتابخانې ايجادول چې د هر وخت لپاره د لوستونکو په مخ خلاصه وي .

۴-  د درس څخه وروسته نورو پوهنتوني فعاليتونو ته زمينه برابرول چې محصلين او استادان د نورو پوهنتونونو سره حسنه اړيکې ولري تجربې تبادله کړي او علمي سفرونه تر سره کړي .

۵ - د استادانو د کمبود مسئله بايد په جدي ډول حل شي تکړه او بااستعداده استادان بايد جذب شي

- اداري تشکيلات ډير پخواني دې بايد له سره غور پرې وشي تر څو د چارو د پرمختګ سبب وګرځي .

اداري او تدريسي تشکيل :​

الف: د شرعياتو پوهنځى له پيل څخه د اداري امورو د سمون لپاره په سر کې يو رئيس لري او ورسره يو معاون د همکار په صفت وي ، چې له شروع څخه تر اوسه پورې يې د رئيسانو نومونه په لاندې توګه دي:

١- قاضي فضل الرحمن د لومړي رئيس په توګه.

٢- پوهاند برکت الله  (تائب).

٣- قاضي سميع الله.

٤- پوهاند دکتور دل آقا (وقار).

٥- مولوي ماضي ګل

٦- پوهاند برکت الله  (تائب).

٧- پوهندوۍ محمد شريف ( رحماني)

٨- پوهندوۍ عبدالمجيد ( هدايت)

٩- پوهاند سيد احمد ( فاطمي) موجوده رئيس

 

ب: د پوهنځي معاونين :

١- پوهاند برکت الله ( تائب)

٢- پوهنوال فاروق الله ( خالقيار )

٣- پوهنمل همايون ( حامد)

٤- پوهنوال اسرارالحى ( منيب)

٥- پوهنمل همايون ( حامد).

۶- پوهندوۍ شيرزاد عزيزي.

۷- پوهاند سيدمحبوب شاه(هاشمي) موجوده مرستيال

 

ج: څانګې :

پوهنځى اوس مهال څلور څانګې لري چې د سهار نۍ دورې دي  او ددې تر څنګ د شپې برنامه هم لري:

١- دفقهې او قانون څانګه:

                        د فقهې او قانون څانګه لومړنۍ څانګه ده ، چې مستقل صنفونه لري او تخصصي مضامين يې فقه ، اصول فقه او قانون څخه عبارت دي. د استادانو شمېر يې (۱۴) تنو ته رسېږي ، چې موجوده آمر يې ښاغلى ډاکټر نجيب الله (صالح) دى.

د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون څانګي د تأ سيسولو  هدفونه

د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون څانګه د لاندې ذکر شوو هدفونو لپاره تأسيس  شوي  :

١- د خپل رب سره د انسان د اړيکوټينگولو لارو چارو زده کول  .

٢- د ليسانس په دوره کې د فقه او قانون څانګه کې تخصص تر لاسه کول ، د ماستر‌ۍ او دوکتورا تخصصونو د لاسته راوړلو لپاره لاره هوارول .

٣- د هيواد د قضايي او عدلي سيستم پياوړي کول،  همدارنګه  د خلکو د حقوقو د تامين او دفاع لپاره د مسلکي کسانو روزل .

٤- د هيواد پوهنتونونو  ، مدرسو او مکتبونو ته په اسلامي سپيڅلې روحيه پوه مسلکي کدرونه او استادان وړاندې کول.

٥- د مشهورو  فقهي مذاهبو سره د محصيلينو اشنا کول ، او د مجتهدينوبي شميره زيارونو او سرښيندنو تقديرول او هغوي تل په خير سره يادول ، همدارنګه مذهبي ، ژبني   سياسي او سيمه ايز تعصبات له منځه وړل .

٦- د اسلامي فقهې تر څنګ په قوانينو باندې د محصيلينو پوهول او د اسلامي فقهې په رڼا کې د قوانينو تفسيرولو لپاره په مسلکي ډول د هغوي روزل .

٧- د اسلامي فقهې سره متعارض دودونو څيړل  په ګوته کول او نوي نسل او راتلوکي ځوانان په اصل اسلامي معاصره فقه روزل او ټولنې ته يي وړاندې کول .

٨- ټولنې ته په مشکلو مسايلو کې د فتوې  ورکولو لپاره مسلکي کسان وړاندې کول  .

٩- د اسلامي تشريع د مصادرو پيژندنه ، تاريخي سير او داسلامي تشريع د نړۍ وضعي قوانينو سره پرتليزه څيړنه او په پاې کې د اسلامي تشريع ځانګړتياوې او امتيازونه په ګوته کول .

١٠- د ټولنې عامو افرادو خپل منځي اړيکو ،د فرد او حکومت تر منځ او همدارنګه د نورودولتونو سره د اسلامي دولت د اړيکو څيړل .

 

 

٢- د اسلامي ثقافت څانګه:

                        د اسلامي ثقافت څانګه هم د پوهنځي له پيل څخه تاسيس شوې ، د شرعياتو پوهنځي په چوکاټ کې مستقل صنفونه نه لري ؛ بلکه استادان يې په مختلفو عصري پوهنځيو کې ، چې د ننګرهار په پوهنتون کې وجود لري د اسلامي مضامينو تدريس کوي او د استادانو شمېر يې (۱۵) تنو ته رسېږي ، چې موجوده آمر يې ښاغلى پوهنوال فاروق الله (خالقيار) دى.

٣- اسلامي تعليماتو څانګه:

                        د اسلامي انقلاب  له بري څخه وروسته د ننګرهار جهادي شورا د خلکو د غوښتنې په اساس په ننګرهار کې ديوه اسلامي پوهنتون د جوړولو غوښتنه وکړه ، چې په نتيجه کې يې د افغانستان د جمهور رئيس حکم او د  لوړو زده کړو د وزارت د مشرتابه  لخوا يې د عملي کو لو هوډ د ستاينې وړ بلل کېږي همغه وه ، چې  ننګرهار کې د (نجم ا لدين اخنذاده ) په نوم يې يو پوهنتون ايجاد او په فعاليت يې شروع وکړه.

                        د نظام په  بد لېدو سره  د افغا نستان د اسلامي امارت د عا لي شورا سرپرست محترم مرحوم ملا محمد رباني د دې پوهنتون په هکله د ٢\١\ ١٣٧٦         ګڼه ليک په ذريعه داسې پرېکړه وکړه .

                        (  بخاطر ايجاد نظم سالم در امور اکادميک ، ادغام پېداکوژي ننګرهار و پوهنتون  نجم ا لدين اخنذاده تحت  نام پوهنځى اصول الدين در تشکيل پوهنتون ننګرهار منظور است .)

د طا لبا نو د نظام له سقوط وروسته بيا دا پوهنځى طوفانونو په سر واخيست او په اړه يې داسې پرېکړه وشوه:

(حکم شمارۀ (٣٠٦٥) ٢٢\ ٧\ ١٣٨١ محترم پوها ند نعمت الله ( شهراني) معاون رياست دولت ا نتقا لي اسلامي افغانستان در رابطه به ادغام پوهنځى اصول الدين در پوهنځى شرعيات ننګرهار به شرح ذيل هدايت فرمودند.)

(ملا حظه شد)

وزارت محترم تحصيلات عالي و مسلکي !

                        (ادغام پوهنځى اصول الدين و پوهنځى شرعيات پوهنتون ننګرهار ايجاد ديپارتمنت فقه و قانون ،

ديپارتمنت تعليمات اسلامي و ديپارتمنت نسوان در وجود پوهنځى شرعيات پوهنتون  ننګرهار  منظور است)

                        د پورته قانوني مراحلو  له طى کو لو وروسته د اصول الدين پوهنځى د اسلامي تعليماتو د څانګې په عنوان بدل ، چې په اصل کې د تفسير ، حديث ، اصول حديث ، عقيدې او دعوت  د تخصصي مضامينو نماينده ګي کوي په فعاليت شروع وکړه ، چې تر اوسه پورې يې ( ٩) دورې فارغان ورکړي او د استادا نو مجموعه يې ( ١٠) تنو ته رسېږي، چې موجوده آمر يې ښاغلى پوهنوال اسرار الحي (منيب) دى.

د ښځينوو څانګه : د پورتني حکم سره سم د شرعياتو پوهنځي په چوکاټ کې د ښځو د اسلامي زده کړو په موخه يوه څانګه پرانيستل شوه ، چې په جدا او  بېلو صنفونو کې يې تدريسي چارې پر مخ بېول کېږي او تر اوسه يې دوه دورې فارغانې ورکړې دي.

دڅانګې مرام اواهداف:

داسلامي تعليماتو څانګي مرام او اهداف په لاندې توګه دي

مرام:         

په ديني اووطني روحيه دهيواد دسپيڅلوبچيانو په اسلامي اوشرعي علوموکې په  لوړه کچه روزل.

اهداف:

۱: د تجويد داصولوسره سم دقرآن کريم زده کړه اولوستل.

۲: د قرآن کريم د علومو او د تفسير د اصولو مسلکي زده کړې او  د اساسي مصادرو پيژندنه يې.

۳: د نبوي احاديثو او د احاديثو د علومو مسلکي زده کړې، او د اساسي مصادرو پيژندنه يې.

۴: د توحيد د صحيحي عقيدې پيژندنه او خپراوی يې.

۵: د نبوي صحيح سيرت زده کړه او په عملي ژوند کې يې پلي کول.

۶: فرد او ټولنې ته دقرآن کريم ، نبوي احاديثو او نبوي سيرت د صحيح  فهم  رسول او تطبيق يې د دنيا او

آخرت د سعادت او نيکبختئ اساس ګڼل.

۷: په نړۍ کې دمختلفو اديانو پېژندنه او د انحرافاتو بيان يي.

۸: د اسلام د مقدس دين  د مصادرو په وړاندي د نورو ډلو د دريځ بيان او د هغو د شبهاتو له منځه وړل.

۹: ټولنې ته د قضاء، افتاء، دعوت او خطابت په چارو کې د علمې اومسلکي کادرونو روزل او وړاندي کول

 

۴ –د تفسير څانګه :

د ننګرهار پوهنتون د لا پرمختګ او د اسلام مبارک دين ته د لا ښه او غوره خدمت په موخه دلوړومقاماتود(۱۳۹۲هـ ش)کال دانکشافي پلان له مخې چې د(۶۰۶/539)1/8/1391ګڼه ليک په ذريعه يې ياد پوهنتون ته خبر ورکړي وو د دتفسيرڅانګه ايجادشوه خو دلسانس (BA) دورې دعموميت له کبله فارغ محصلين نه لري .

 د تفسير څانګه اوس مهال څلور تنه د علمي کادر غړي لري چې  د څانګې امر يې پوهندوي دوکتور عبدالرحمن (شيرزاد) .

د تفسير څانګې مرام :

The objective of Tafseer department

د قرآن کريم د هر اړخيزې پوهې له لارې د اسلام د مقدس دين د اصولو او فروعو پېژندنه او په هغې باندې د هيواد د بچيانو سالمه روزنه .

د تفسير څانګې اهداف :

The Goals ofTafseer department

۱– د قرآن کريم هر اړخيزه او سالمه پوهه ، او په ټولنه کې د هغې رواجول .

۲ – د قرآني علومو سره د ټولنې اشنايي او نزديکت .

۳ – د هيواد بچيانو ته د قرآن کريم  څخه د احکامو د راخيستلو لارې چارې وروښودل .

۴ – د تفسير او اصول تفسير په برخه کې د علمي کادرونو روزل .

۵ –  د اسلام مبارک دين په مقابل کې د دښمنانو د مقابلې لپاره د وړ اشخاصو روزل .

۶ – د تجويد د اصولو سره سم د قرآن کريم زده کړه او لوستل .

۷ – د قرآن کريم د علومو او د تفسير د اصولو زده کړې او د هغې د اساسي مصادرو پېژندنه.

۸ – فرد او ټولنې ته د قرآن کريم د صحيح  فهم رسول او تطبيق يې د دنيا او اخرت د سعادت بنسټ ګڼل .

۹ - د شرعي علومو په ډګر کې په عامه توګه او د تفسير په ډګر کې په ځانګړې توګه د محصل  علمي او تربيوي استعداد لوړول، او  دغه راز په دعوت،ارشاد، علمي څيړنو  او نورو  ډګرونو کې د محصل وړتيا ته پاملرنه.

۱۰ - د قرآن کريم د علومو او معارفو د سمې پوهېدنې له لارې د محصل علمي شخصيت جوړښت او وده.

 

۵ : د شپې برنامه :

د ډېروخت را پدېخوا په ګران هيواد افغانستان کې د ګوتو په شمېر شپې پوهنځيو پرته نور داسې علمي ځايونو شتون نه درلود چې په هيواد کې د هغه ځوان نسل تنده ماته کړي چې په سهرني رسمي وخت کې په دولتي يا غيردولتي دندو بوخت وو، خو د يوې لسېزې راپه دېخوا د الله تعالی په ځانګړي پېرزويني سره د هيواد د بيلابيلو پوهنتونونوپه بيلابيلو پوهنځيو او څانګوکې دشپي برنامي فعاله اوهغو هيواد والو په کې ونډه واخيسته چې د سهار له خوا په نورو رسمي يا غيررسمي چارو مصروف وه ترڅو دسانوي زده کړوتر څنګ دلوړو زده کړو څخه برخمن شي .

چې لله الحمد د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي دفقهي او قانون څانګي په چوکاټ کې هم د مشرانو په هلو ځلودشپي برنامه منظور اوپه رسمي توګه يې په کار پيل وکړ.

اوس مهال (۱۰/ ۶ /۱۳۹۶ ) کال کې دوه صنفونه ، شپږم اواتم سمستر ته کامياب شويدي.

که څه هم چې له بده مرغه په ۱۳۹۵ تعليمي کال کې د وزارت له خوا ديولړاقتصادي ستونزوله کبله دلمړي سمستر لپاره نوي محصلين معرفي نه شول خود ۱۳۷۶ـ ۱۳۷۷ تعليمي کال په کانکورکې بيا د ننګرهار شرعياتو لپاره ځانګړي کوډ ورکړل شوي وه او اوس مهال ۱۳۹۶ـ ۱۳۹۷تعليمي محصلين معرفي شوي دي ، چې په مجموع کې دري صنفونه تشکيلوي .

د يادولو وړده چې :

۱:د يادي برنامي کريکولم د لايحي مطابق او معياري بڼه لري .

۲:  نظم او دسپلين مو ښه دي د لزوم ديد سره سم محصلين سپيني لباس په تن کوي او په ټاکلي وخت درسونه پيل کوي.

۳: تسهيلات ښه دي خو د اداري تشکيل د کمښت له وجې مشکلات لرو .

۴: د محلينو له خوا استا‍ذان ارزول شوي او فورمي يې شتون لري .

۵: د استاذانو سره مو وخت په وخت غونډي ترسره کړي .

۶ : د قانون سره سم د سمستر منځني او نهايې ازمويني ترسره شوي .

۷:  دلايحي سره سم د محصلينو څخه فيس ترلاسه او بانک ته حواله شويدي.

د شپي برنامې د منظورۍ حکم :

د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د فقه اوقانون په څانګه کې دشپي برنامه د لوړو زده کړو د محترم وزير د۳۵۵۶/۴۶۱۸ ګڼه ځانګړي مکتوب په اساس په ۱۳۹۲/۸/۱ نيټه منظور او د ننګرهار پوهنتون د دمحصلانو چارود معاونيت د ۲۸۲۶ګڼه مکتوب په اساس په۱۲ /۱۳۹۲/۸ نيټه يې د شرعياتو پوهنځي ته د منظورۍ خبر ورکړي.

لکه مخکي مو چې ورته اشاره وشوه هغه داچې :

د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اداري د نه هيريدونکو هلو ځلو په اساس د فقه اوقانون په څانګه کې دشپي برنامه د لوړو زده کړو د محترم وزير د۳۵۵۶/۴۶۱۸ ګڼه ځانګړي مکتوب په اساس په ۱۳۹۲/۸/۱ نيټه منظور او د ننګرهار پوهنتون د دمحصلانو چارود معاونيت د ۲۸۲۶ګڼه مکتوب په اساس په۱۲ /۱۳۹۲/۸ نيټه يې د شرعياتو پوهنځي ته د منظورۍ خبر را ورسيد چې دادي اوس مهال په دري صنفونو لومړي، شپږم او اتم سمسترونو کې محصلين لرو .

 

 

 

مرام او اهداف .

مرام :

په ګران هيواد کې د متخصصو او متدينو کدرونو داسې روزنه چې له يوه پلوه په ديني علومو کې پياوړي او له بل پلوه قوانينو او عدلي سيستمونو سره بشپړه بلدتيا ولري . ترڅو قانوني او عدلي بهير غښتلي او پياوړي شي.

اهداف :

ددي لپاره چې پورته مرام ته مو ځان رسولي وي لاندي اهداف موورته په پام کې نيولي دي:

۱ـ د عدلي اوقضايې سستمونو د پياوړتياو په موخه په دين او وطن مينوکدرونو روزل.

۲ـ د هيواد په د ننه کې هغو هيوادوالو ته چې له وخته مخکې په نورو دندو ګمارل شوي ، دلوړو زده کړو لپاره اسانتياوي برابرول .

۳ـ د قديمي نصوصو او معاصرو اجتهاداتو سره د محصلينو اشناکول .

۴ـ په پرتليزه توګه د څلور ګونو مذهبونو زده کړه .

۵ـ د متمدني نړۍ د يوشمېر پوهنتونو په څېر د وخت او ټولني د ضرورتونو په پام کې نيولو سره سم د يو با کيفيته نصاب درلودل .

۶ـ د هيواد د تقنيني او تشريعي سستمونو د جوړښت او پياوړتيا په موخه د کدرونو روزل .

۷ـ اسلامي روحيې او ورورګلوۍ ته وده ورکول .

ددې تر څنګ د شرعياتو پوهنځي دوه د ماسترۍ او يوه د دوکتورا برنامې لري چې اوس مهال د هيواد بچيانو ته پکې  د لوړو زده په موخه درسونه جريان لري .

۱– د تفسير او حديث ماسترۍ برنامه :

دا چې د هېواد د بچيانو د علمي سطحې لوړول، د علمي کدرونو روزل، او خپل ولس او ټولنې ته د تکړه او مجربو اشخاصو وړاندې کول د شرعياتو پوهنځي له مهمو اهدافو څخه ګڼل کېږي.نو بناء په دې لړ کې د شرعياتو پوهنځي د ښاغلي رئيس پوهنوال سيد احمد فاطمي په ابتکار او هڅو د دوکتورا د سند لرونکو استادانو د تشويق اوهلوځلوپه نتيجه کې د لومړي ځل لپاره د هيواد په کچه د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د اسلامي تعليماتو ( تفسير او حديث ) څانګه کې  د لوړو زده کړو وزارت د (  10753  / ۱۳/ ۱۱/ ۱۳۹۰  ) ګڼه ليک په اساس د شنبې په ورځ د ۱۳۹۱لمريز ليږديز کال د تلې ( ميزان) د مياشتې په (۷) اوومه نېټه چې د ۲۲/۹/۲۰۱۲ميلادي نيټي سره سمون لري، د پوهنتون د علمي چارو،محصلانو چارو او اداري چارو مرستيالانو په ګډون د دې پوهنځي د علمي کدرونو، د پوهنځيو د محترمو رئيسانو او د پوهنتون د درانه رئيس دوکتور محمد صابر په عالمانه پرانستې وينا د خوښي او خوشحالي په مراسمو سره پرانيستل شوه، د لومړي دورې لپاره (۲۰) شل تنه محصلين د افغانستان د مختلفو دولتي پوهنتونونو د علمي کادرونود غړو څخه  د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختيا رياست له لوري معرفي شول .

   دتفسيراوحديث دڅانګي دماسترۍ پروګرام موخي:

۱ -محصل ته د اسلام د مقدس دين داصولو ور پيژندنه او د قرآن کريم  دآياتونو او نبوي احاديثو څخه داحكامو او آدابو او معارفو د استنباط څرنګوالي .

۲ -د محصل  د تعبيري ذوق ته وده ورکول، او د مکي او مدني سورتونو د ځانګړتياؤ د پيژندني له لاري د قرآن کريم د اعجاز د وجوهو پيژندنه .

۳ -د قرآن کريم موضوعي څيړني ته د محصل تشويقول، او دي هدف ته درسيدول لپاره د يوي اړوند موضوع د اړوندو آياتونو راټولول او دهغي ژوره څيړنه .

۴ - د قرآن کريم د علومو او معارفو د سمي پوهيدني  له لاري د محصل علمي شخصيت تکوين او وده.

۵ -محصل ته د قرآن کريم  د پوهي په مجال کي د صحابه ؤ او تابعينو تګلاره ورپيژندل،  د مفسرينو د مناهجو بيان، او د هر د منهج  ځانګړتياوي،  د تفسير مشهور کتابونه، او د هريوه علمي ارزښت په ګوته کول .

۶ -په پراخه قرآني ثقافت باندي د محصل روزنه تر څو د اسلام د مقدس دين څخه ددفاع، او د هغه په هکله د شبهاتو د ځواب جوګه شي .

۷ -محصل ته داصول الحديث د اهميت ورپيژندنه، او د نبوي سنتو د تحريف څخه يې په خوندي ساتنه کي رول.

۸ -د اصول الحديث په ايجاد کي د محدثينو نوښت، او دهغوي د نه ستړي کيدونکو هلو ځلو بيان چې د نبوي احاديثو په خدمت او دهغي څخه په دفاع کي ترسره کړي دي، د نبوي احاديثو د اثبات او  د دخيلو احاديثو څخه د هغي د غور چاڼ په موخه د ټينګو او مضبوطو قواعدو په ايښودولو کي  د محدثينو  د لوړ علمي امانت او دقيق علمي منهج بيان .

۹ -محصل ته داصول الحديث د اساسي علومو ورپيژندنه ، تر څو وکولاي شي مقبول احاديث له مردودو احاديثو څخه جلا کړي .

۱۰ -محصل ته د اصول الحديث د علماؤ د زده کړي او ښووني د آدابو ورپيژندنه ، او ددي علم دزده کړي موخي ور په ګوته کول .

۱۱ -په محصل کي د څيړني او تحقيق وړتيا پيداکول، تر څو وکولاي شي د اصول حديث د علم په رڼا کي  د راوي او مروي د احوالو د پيژندني له لاري روايات چاڼ کړي . او په حديث او علوم الحديث کي د علماؤ د تأليف اسلوبونه وپيژني، او د احاديثو تر منځ د اشکال په لري کولو کي د هغوي د مسلکونو څخه خبر شي .

۱۲ -په محصلينو کي د حفظ وړتيا ته وده ورکول، او د احاديثو څخه د احکامو د استنباط په لړ کي  د احاديثو د حفظ او څيړني له لاري دهغوي عقلي توانايې ته وده ورکول، او په هغوي کي  غوره اخلاق او لوړ آداب رامنځ ته کول .

۱۳ -درسول الله صلى الله عليه وسلم  بلاغت  او کردار، او د اسلامي شريعت لوړوالي، او په ښوونه او روزنه کي درسول الله صلى الله عليه وسلمتګلاره،  او ځينو خلکو ته د راپيدا کيدونکو شکوکو او اوهامو د معالجي لاري چاري .

۱۴ -په ملحدانو باندي رد او د هغوي له خوا د راپاروونکو شبهاتو له منځه وړل .

۱۵ -د شرعي علومو په ډګر کې په عامه توګه او د تفسير او حديث په ډګر کي په ځانګړي توګه د محصل  علمي او تربيوي استعداد لوړول، او  دغه راز په دعوت،ارشاد، علمي څيړنو  او نورو  ډګرونو کي د محصل وړتيا ته پاملرنه.

د ماستري ( ايم فل ) برنامې تعليمي نصاب او زده کړې:

د شرعياتو پوهنځي رياست مقام د ماسټري د کريکولم (تعليمي نصاب) جوړولو لپاره له ذکر شويو علمي کدرونو څخه د تفسير او حديث د متخصصينو يوه کميټه جوړه کړه، چې نوموړو په پوره اخلاص سره دې دندې ته وخت ورکړ، او د نړيوالو اسلامي پوهنتونونو څخه يې د ماسترۍ پروګرام تعليمي نصابونه  تر لاسه کړل،د مصر د الازهر پوهنتون،د سعودي عربستان د ام القري او امام محمد بن سعود  پوهنتونونو او په پاکستان کې د اسلام آباد نړيوال پوهنتون د تعليمي نصابونو په کتنې او د وخت او افغاني ټولنې د اړتياؤ او غوښتنو په پام کې نيولو سره د ماسټري د دورې کريکولم ترتيب او د پوهنځي علمي شورا ته يې وړاندې کړ، چې د منلو وړ وګرځېد ، د وروستني تأييد لپاره د لوړو زده کړو وزارت ته ولېږل شو، د لوړو زده کړو وزارت د ښه کره کولو او نظر اخستنې په خاطر د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ته واستاوه، چې هغوي هم په خپل وار تأييد کړ، او بالآخره د لوړو زده کړو وزارت هم د خپل تأييد په هکله د ننګرهار پوهنتون ته د ( ۳۰۴/۳۷۳  ) ۲۰/۱/۱۳۹۱  ګڼه ليک په ذريعه خبر ورکړ.

زده کړې:

دا چې د اسلامي شريعت د زده کړې لپاره د عربي ژبې زده کړه بنسټيز حيثيت لري، نو په همدې اساس تدريس  په  عربي  ژبه  مهم ګڼل  شوي دي