د کمپيوټرساینس پوهنځي لنډه تاریخچه.

ننګرهار پوهنتون اوس مهال دیارلس فعال پوهنځي لري، د کمپيوټرساینس پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په جوړښت کې یو نوى او ځوان پوهنځى دى، چې یوازې څلور کاله وړاندې يې د پوهنځي په بڼه په کار پیل وکړ. تقریباً یوه لسیزه وړاندې په حیات آباد، پېښور کې د اکاډمي په نوم یو پوهنتون فعال ؤ، چې د وخت په تېرېدو سره په دوه برخو وویشل شو، یوه څانګه يې هرات ته او دویمه څانګه يې ننګرهار ولایت جلال آباد ښار ته انتقال شوه او د ساینس او ټکنالوجۍ په نوم په ننګرهار کې يې د دویم پوهنتون په صفت په ۱۳۸۰ لمریز کال کې په کار پیل وکړ. کله چې د طالبانو رژیم ختم شو، یاد پوهنتون وتړل شو او له ډېرو ستونزو وروسته د نوموړي پوهنتون نور پوهنځي د ننګرهار پوهنتون په اړونده پوهنځیو کې مدغم شول، یواځې کمپیوټرساینس پاتې شو چې د یوې مودې لپاره د انجنیري پوهنځي د یوه ډیپارټمنټ یا څانګې په توګه يې فعالیت درلود چې بالاخره په ۱۳۹۰ لمریز کال کې مستقل پوهنځى شو.

په تېرو درېو کلونو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځى یواځې یوه عمومي څانګه درلوده چې خوشبختانه تېر کال پکې درې څانګې (سافت وئیر انجنیرنګ، ډیټابیس او انفارمېشن سیسټم، نیټورکنګ) په رسمي توګه د لوړو زده کړو وزارت له خوا په رسمیت وپېژندل شوې. د کمپیوټر ساینس پوهنځی په پام کې لري چې تر ۱۳۹۶ کال پورې څلورمه څانګه (کمپیوټر انجنیرنګ) هم په خپل تشکيل کې زياته کړي.

اوس مهال په دې پوهنځي کې د ۶۰۰ تنو په شاوخوا کې زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمي کال په پاى کې لږ او ډېر ۱۰۰ تنه زده کوونکي فارغان خپلې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي. تر اوسه پورې یاد پوهنځي ۱۲ دورې فارغان ورکړي چې جمله (۶۸۷) تنه کېږي.

د یادولو وړ ده چې د کمپیوټر ساینس پوهنځی اوسمهال ۱۸ تنه استادان لري چې خوشبختانه ۱۴ يې ماستران دي، ۳ يې د ماسترۍ او یو یې دوکتورا په دوران کې قرار لري او پاتې کم تعداد به يې هم –ان شاءالله- ژر تر ژره د دوکتورا لپاره بهرنيو هېوادونو ته واستول شي.