د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي لنډه پېژندنه:

    

     په هيواد کې د اسلامي انقلاب تر کاميابئ  وروسته په اسلامي علومو کې د علمي کدرونو د روزنې د يو باثباته آزاد او اسلامي قضائي سيستم د پياوړي کېدو ، د هېواد د بچو او علماؤ معنوي روزنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د ننګرهار پوهنتون تر سرپرستۍ لاندې ، چې علمي او زماني قدامت له مخې د هېواد دويم پوهنتون ګڼل کېږي په ( ١٣٧١) لمريز زېږديز کال کې د پوهنتون د رئيس محترم ډاکټر فضل محمد(ابراهيمي) د ځانګړو هڅو په نتيجه کې د شرعياتو پوهنځي ډبره کېښودل شوه او د علمي فعاليتونو د سرته رسولو په موخه يې محترم قاضي فضل الرحمن د شرعياتو پوهنځي د لومړي رئيس په توګه وټاکل شو. د تدريس د پړاو د عملي شروع کېدو په موخه د محصلينو د جذب لپاره د پوهنتون د ادارې له خوا د کانکور آزموينه اعلان او په نتيجه کې يې ډېر تکړه بااستعداده علماء او محصلين پوهنځي ته د زده کړې لپاره وروپېژندل شوو.

     دې علمي کانون په (١٣٧٦) لمريز زېږديز کال کې  (٧٦) تنه نارينه د لومړي ځل لپاره ټولنې ته وړاندې کړل ، چې تر اوسه يې (21) دورې فارغان ، چې شمېر يې (1803) تنه نارينه او (198) تنه  ښځينه وو ته رسېږي ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

     د يادولو وړ ده ، چې پوهنځي له تاسيس څخه تر اوس مهاله له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوي ؛ خو د پوهنځي د ټولو استادانو او په ځانګړې توګه د هغو استادانو هلې ځلې ، چې د پوهنځي له تاسيس څخه يې تر (١٣٧٤) لمريز زېږديز کال پورې شتون درلود د يادولو وړ دي او دا ځکه ، چې نوموړو په هر حالت کې دا علمي دستګاه له رکود څخه ساتلې او د ديني او علمي خدماتو د جذبې د سرته رسولو په موخه يې خپل علمي، فرهنګي او اقتصادي کومکونه ورڅخه ندي سپمولي او دتل لپاره يې په هغه امکاناتو ، چې له نشت سره برابر ؤ خپل درس او تدريس ته ادامه ورکړې او په دې اړه يې خپل ايماني او وطني مسؤليت احساس او سرته يې رسولى.

     دا علمي مرکز د تاسيس له مرحلې څخه تر دې دمه يو پوړيزه زړه  ودانۍ لري ، چې په شپږو غټو او وړو تدريسي خونو مشتمله ده ، پخوا دې ودانۍ کفايت کاوه ؛ مګر اوس مهال د محصلينو د زياتوالي او خونو د نشتوالي او وړوکوالي له کبله پوهنځى او زده کوو نکي يې له يو لړ ستونزو سره لاس او ګريوان دي، له دوه کالو څخه را په دې خوا اورو ، چې نړيوال بانک د شرعياتو پوهنځي ودانۍ ډيزائين کړې او نژدې ده ، چې نن سبا يې د نوې ټېکنالوژۍ  او د اوسني عصر سره سم په سمبالو وسايلو د بنسټ ډبره کېښودل شي، اميد دى ، چې له اوږد انتظار څخه وروسته به مو هيلې شونې او يوه ورځ به يې که خداى کول د عملي کېدو آواز واورو.