انجنيري پوهنځى په ۱۳۵۷ ل کال کې تاسيس شوی دی. هغه مهال يې د صنعتي رهايشـي ودانيو جوړونې، اوبو رسولو او کاناليزسيون او تهويي او تسخين څانګې درلودلې. په نوموړو څانګو کې يې زيات شمېر کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. په ۱۳۷۱ ل کال کې پورته درې څانګې د سيول په نامه يوه کې مدغمې شوې. انجينري پوهنځي د لا پرمختګ لپاره د امريکا متحده ايالاتو د سنتياګو له پوهنتون سره په ۲۰۰۸ز کال کې د همکارۍ يو تړون لاسليک کړ، چې په هغه کې د پوهنځي درسي کريکولم جوړول، استادانو ته د ماسټرۍ په کچه د لوړو‌زده‌کړو زمينه برابرول، لابراتورارونو د سامان تهيه او نصبول او کتابونه تهيه کول شامل وو. د نوموړي قرارداد له مخې شپږ تنه د علمي کادر غړي په سيول انجينري برخه کې د ماسټرۍ په موخه د امريکا متحده ايالاتو او پولينډ هېواد ته ولېږل شول او په برياليتوب سره يې بېرته خپل هېواد ته را ستانه شول. د سيول څانګې لپاره درسي کريکولم جوړ شو، کتابونه او ليکچرنوټونه برابر او تر يوه بريده د کانکريټو، ساختماني موادو، قير، کېميا لابرتوار وسايل او سامان الات برابر او نصب شول.