لـنـډه تـاريـخـچـه

د ننګرهار پوهنتون د خپل علمي فعالیت او له بنسټ ایښودلو څخه نیولې تر دې مهاله  د ځوانو مسلکي کادرونو په روزنې سره د هیواد په پرمختګ کې مهم رول لري ، چې دا مهال دیارلس پوهنځي لري. يو له هغوڅخه د اقتصاد پوهنځی دی. اقتصاد پوهنځی په ۱۳۶۳ لمريز لېږديز کال د ننګرهار پوهنتون د انکشافي پلان له مخېتأسيس او رسماً يې په فعاليت پېل وکړ، تر دا مهاله يې ټولنې ته په زرګونو علمي کادرونه وړاندې کړي چې د هیواد د عامه ادارې او خصوصي سکتور په بېلا بېلو برخو کې په خدمت بوخت دي، دغه پوهنځي په پيل کې دوې څانګې لرلې،. اوس دغه پوهنځي يو څه پراختيا پېدا کړې او لاندې څانګې لري.                                  

1.ملـي اقتـصـاد څـانـګـه

2.سـوداګـرۍ څـانـګـه

3. کـاروبـار اداره (B.B.A)

4. مـالـي او بانـکـي چـارو څـانـګه

 د ټولو رسمي استادانو شمېر دېرش تنه دی چې د دوکتورا او ماسترۍ په کچه يې زدهکړې کړي دي. د نوموړي پوهنځي له تأسيسه نېولې تر اوسه يې په نهه ويشت (۲۹) دورو کې دوه زره څلور سوه پنځه ديرش (۲۴۳۵) فارغان ورکړي، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت په موخه لاس په کار دي، د تحصیل دوره د اتو(۸) سمسترونو په دوران کې چې څلور (۴) کاله په برکې نيـسي، د نـوموړي پـوهنـځي محصلين مهم مسلکي مضامين لکه ملي اقتصاد، نړېوال اقتصاد، لوی اقتصاد، کوچنی اقتصاد، بازار موندنه، بانکداري، تمويل،پانګه اچونه، منجمنټ، محاسبه، احصايه او نور لولي.

په تېره لسيزه کې نوموړي پوهنځي دوه نوې څانګې، د  کاروبار اداره (BBA) او د مالي او بانکي چارو په نوم پرانيستلې او په نږدې راتلونکې کې غواړي چې دوه نورې څانګې ( احصايه او ایکانومیتري او اسلامي بانکداري او تمويل) هم پرانيزي.

ددې تر څنګ د محصلينو د علمي او مسلکي سويې د لا پياوړتيا لپاره د اقتصاد پوهنځيله زرو ټوکو څخه د زیاتو کتابونو یو کتابتون،درې کمپیوتر لېبونهچې یو یې عمومي ليب او دوه نور چې د USWDP په مالي همکارۍ جوړ شويچې یو یې د اسوسیټ پروګرام او بل یې د BBA او MBA پرګرامونو لپاره دي،چېد محصلینو د ګټه اخيستلو لپاره يې جوړکړي. له دې سر بیره  د علمي ظرفيتونو د لوړاوي په منظور المان، هندوستان، ماليزيا، بلغاریا، پاکستاناو جاپان هیوادونو سره د فیلو شیف او سکالر شیپ پروګرامونه او د خپلو علمي کارونو لا پیاوړتیا په منظور د المان هیواد رور بوخم پوهنتون او د  امریکا متحده ایالاتو کینټاکي  او یوماس پوهنتون سره پارټنرشیپونه لري.

 

لر ليـــد (Vision)

اقتصاد پوهنځی غواړي چې د خپلو علمي او نوښتګرو مهارتونو په مرسته د اقتصاد، مالي چارو، منجمنټ او کاروبار په څانګو کې ښه کیفیت په درلودلو سرهپه ملي کچه لمړی سر کې، او د سيمې په کچه یو پیژندل شوی پوهنځی وي.

 

مـرام (Mission)

اقتصاد پوهنځی ټولنې ته د اقتصاد، مالي او بانکداري، بازارموندنې، کاروبار اداره ، سوداګرۍاو منجمنټ په بېلا بېلو برخو کې د نوې ټکنالوژۍ، ملي احساس، د وړتيا په کارولو او د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره علمي او اکاډميک کادرونه وړاندې کوي.

مــوخــې ( Objectives)

د اقتصاد پوهنځي فارغان وروسته له فارغیدو څخه باید پدې وتوانیږي چې:

1.د اقتصاد دعلم د زده کړې څخه په استفادېد هیواد په کچه اقتصادي ستونزې وپیژني او د حل په اړه یې د تصمیم نیونې توان ولري.

2. د بازار موندنې د مختلفو لارو څخه په استفادې سره د مشتریانو د خوښې او غوښتنې مطابق تولیدات بازار ته وړاندې کړي.

3. د نوې تکنالوژۍ په استعمال سره په اقتصادي، مالي او سوداګريز ډګر کې رغنده رول ولوبوي.

4. د مالي محاسبې د اصولو او نويو پروګرامونو څخه په استفادې د عامه او خصوصي سکتورونو مالي معاملات ثبت، راپور او د تصمیم نیونې لپاره اړونده مراجعو ته وړاندې کړي.

5. د کاروباري ماحول تحلیل، تجزیه او پر اساس یې د کاروبار لپاره لازمې پالیسۍ او ستراتژیک پلانونه طرحه وکړي.

6. د مدیریت د علم په پیژندلو سره په عامه او خصوصي سکتورونو کې د پالیسیو، ستراتیژیو او سترایژیکو پلانونو د عملي کولو لپاره داغيزمن مدیریتي تخنیکونو څخه استفاده وکړي.

7.  د نوي عصرد تکنالوژۍپه مرسته د عامه او خصوصي سکتورونو، په مالي اوبانکداري برخه کې د ضرورت پر اساس د نوښتونو او تغیراتو راوستولو توان ولري.

د اقتصاد پوهنځی په څلورو څانګو کې محصلين روزي:

1.    ملي اقتصاد څانګه:  ددې څانګې موخه په هېواد کې د پلان جوړنې او ملي اقتصاد د غښتلي کېدو په پار د محصلينو روزل دي چې د هېواد د عامه ادارې په پياوړتيا کې د پام وړ رول لوبوي.

2BBA څانګه: ياده څانګه د کاروبار د مديريت، ادارې، مالي چارو،محاسبې، پانګه اچونې او بازار موندنې په برخه کې محصلينو ته مسلکي روزنه ورکوي.

3.     سوداګرۍ څانګه:  نوموړې څانګه د سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګ او د يو سالم سوداګريز بهير رامنځته کولو په روحيه محصلين ټولنې ته وړاندې کوي.

4.   مالي او بانکي چارو څانګه:  دغه څانګه د هيواد په مالي بازارونو، مالي ادارو او مالي بنسټونو د چارو د سمون او د بانکي سيسټم د ماډرن کېدو، پراختيا او غښتلتيا په موخه محصلين روزي.

د اقتصاد پوهنځی د پورته څلورو څانګو تر څنګ درې نورې برنامې هم لري چې په لاندې ډول دي:

لومـړۍ برنـامه: د ماسترۍ برنامه، چې په ۱۳۹۶ کال کېيې دUSWDP په مالي او تخنیکي مرسته په فعاليت پيل کړییاده برنامه کې لومړي ځل لپاره (۳۰) ديرش تنه محصلين جذب شوي چې تدریس یې دوام لري.

 

دويمه برنـامه: د اقتصاد پوهنځي شپنۍ برنامه ده چې نوموړې برنامه د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کېپه کال۱۳۹۲ کې په فعاليت پېل وکړ چې د شپې لخوا تدریس کيږي او په لاندې دوه څانګو کې اوسمهال (۶۲۰) محصلين روزي.

د اقتصاد شپې پوهنځي دوې فعالې څانګې لري چې يوه يې ملي اقتصاد او بله يې د کاروبار ادارهBBA څانګه ده.

درېيمه برنامه:د(Program(Associate Degreeنوموړې برنامه چې د اقتصاد پوهنځي د کميونيټي کالجپه چوکاټ کې د USWDP په مالي او تخنیکي مرسته نوې تاسيس شوې، غواړي چې د کاروبار ادارې په رشتهکې د دوه نيمو کلونو لپاره محصلين جذب کړي، ددې پروګرام اصلي هدف په نوموړبرخه کې په عملي توګه د کاري قوې روزنه او د اغيزمن ځواک پياوړي کول دي.

سربیره پر دې د اداريفعاليتونو د بهبود او پراختيا په موخه يو لړ کمېټې چېپر مسلکي کادرونو سنبال دي، خدمات وړاندې کوي چې په لنډه توګه ورڅخه يادونه کوو:

  1. د ځان ارزونې کمېټه (دکيفيت د تضمين کمېټه)
  2. د علمي څېړنو کمېټه
  3. د ازموينې او شکاياتو اوريدلو کمېټه
  4. د نظم او ډيسيپلين کمېټه
  5. د بريښنايي زده کړو کمېټه
  6. فرهنګي کمېټه
  7. د بورسونو او مرستو د جذب کمېټه
  8. د چاپيريال ساتنې او زرغونتيا کمېټه
  9. د ستراتيژيک پلان جوړونې کمېټه
  10. د علمي او ساحوي کړنو کمېټه
  11. د درسي نصاب يا د کريکولم کمېټه
  12. د محصلينو شورا