پوهنوال اسرار الحی منيب

شــــــــــرعياتو پـوهنځی

اسلامي تعليماتو څـــانګه

تقريظ ورکوونکی: پوهاند برکت الله تائب او  پوهاند شاه‌ولي خان، د شرعياتو او ژبو او ادبياتو پوهنځيو استادان.

د قران‌کريم او نبوي لارښوونو په رڼا کې هېوادنۍ مينه

لنډيز

دا څېړنه (د قران‌کريم او نبوي لارښوونو په رڼا کې هېوادنۍ مينه) بياني او استدلالي تحقيق دی چې د قران‌کريم او نبوي نصوصو په رڼا کې پرته له کوم افراط او تفريط څخه د علماؤ، ځوانانو او واکمنانو د پوهاوي په موخه ترسره شوې‌ده.

د څېړنې په پای کې دې نتيجې ته رسېدلی يم چې له خپل هېواد او وطن سره مينه يوه فطري غريزه او تر څو چې د افراطيت تر حده نه وي رسېدلي شريعت يې نه يوازې دا چې مخالفت يې نه کوي بلکې په اړه يې هڅونه کوي او په‌خپل ټاټوبي کې استقرار او مېشت کېدل د اسلامي فکر او نظام د حاکميت له مهمو عناصرو څخه ګڼل کېږي.

سريزه

انساني طبيعت او ژوند د فطرت له ژورو رېښو سره په تړاو د ملکوتي او عرفاني تصوراتو ترڅنګ د ځينو نورو نظرياتو او کړنو غوښتنه کوي، چې د سمونې لار يې دين او پر هغې عمل کول دي او د بې لارۍ اسباب يې د چاپېريال اغېزې ګڼل کېدای شي، له دين پرته نورې غوښتنې به څه شی وي؟

ددې چارې بشپړ رانغاړل يو دروند کار دی، ځکه چې بېلګې يې ډېرې او په هکله به يې د هر چا د تصور جدا وي، خو زما په آند تر ټولو غښتلی او قوي به يې تر دين او مذهب وروسته هېوادنۍ مينه وي؛ ځکه دين پالنې ته د ټاټوبي، ا فرادو او حکومت د عناصرو له شتون پرته رسېدل ناممکن او يو خيالي تصور دی؛ نو همدې هدف ته د رسېدو په موخه مې وپتېيله چې له يادو عناصرو څخه د هېواد ارزښت ته په څو کرښو کې اشاره وکړم.

رښتيا هم خاوره او وطن دی چې په خپله غېږ کې يې ځای راکړی، روزلي يې يو، مينه يې راکړې، زموږ هويت او اصالت يې څرګند کړی، د پرديو له پېغوره يې ژغورلي يو، هېواد دی چې د مور لقب يې خپل کړی، پر بې‌ننګۍ يې بچيو ته پېغور ورکول کېږي؛ نو راځئ چې په‌دې فکر وکړو! څومره مو د خپلې مور (هېواد) درناوی کړی، څومره مو په مينې سره پاللی، څومره مو ددې خاورې ميندې، لوڼه او اولادونه په راحت سره نمانځلي؟

آيا د زړه له کومې په‌دې شعار کې رېښتني يو چې هېواد مو مور ده؟ په پرديو مو نه‌ده پلورلې، د پرديو ګټو لپاره مو نه‌ده استعمال کړې؟! دا او داسې نورې پوښتنې د دې لامل شوې چې ددې مقالې ليکنې ته يې وهڅولم، تر څو هېواد‌وال د شرعي نصوصو په رڼا کې د يادې موضوع پر اهميت وپوهوم.

ددې موضوع په هکله مې د هېواد په ملي ژبو کوم علمي اثر او څېړنيزه مقاله ونه موندله، البته د قرآني او نبوي نصوصو په مختلفو ځايونو کې په شيندلې بڼه ځينې بيلګې ليدل کېږي چې د يوې ټاکلې موضوع او عنوان تر سرليک لاندې يې را ټولول اړين بلل کېده.

موخې

د دې علمي مقالې لنډ اهداف په لاندې توګه ذکر کوم:

  • د وطن پالنې او هېوادنۍ مينې په اهميت د ځوانانو پوهول؛
  • د نبوي سيرت او احاديثو په رڼا کې د خپل ټاټوبي سره مينه؛
  • د وطن پالنې په مينه کې له افراط او تفريط څخه ځان ساتل؛
  • د هېواد پالنې د مينې په هکله د صحيحو، ضعيفو او ناسمو احاديثو پېژندل او توپير کول.

پوښتنه او فرضيه

آيا د خپل هېواد سره مينه په مطلقه توګه د جاهليت د زمانې را پاتې دود او کولتور دی؟

نه! په دې هکله تفصيل ته اړتيا ده چې په راتلونکې مطالبو کې به پرې رڼا واچول شي.

مواد او کړنلاره: ددې موضوع په څېړنه کې له انټرنيټ، بريښنايي او فيزيکي کتابتونونو استفاده شوې، او د موضوع مطالب د ليکنې په منځپانګه کې ځای پر ځای شوی چې په لاندې توګه ورڅخه يادونه کوو.

هېواد پالنه د قرآني نصوصو په رڼا کې

په قرآن کريم کې له هېواد سره د مينې په تړاو په بېلابېلو تعبيرونو يادونه شوې د بېلګې په توګه:

 په لاندې آيت کې د جزاء په موخه ځان وژنه او هېواد پرېښودل دواړه يو ډول تعبير شوي چې په اړه يې الله تعالی په سورة النساء کې مشرکين له يهودو سره په ذم  کې داسې تشبيه کړي دي. {وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ} [سورة النساء : 66 ايت]؛ او که هغو ته مو ( د ځينو پخوانيو امتونو په څېر) حکم کړی وای چې: ( يوبل ووژنئ) او يا له خپلو کورنو او سيمې ووځئ؛ نو ډېرو لږو به ورباندې عمل کړی وای.

او په سورة الممتحنة کې مسلمانانو ته د هغه کفارو سره د ښه چلند يادونه شوې چې دوی سره په دين کې جګړې نه کوي او له هېواده يې نه وباسي په اړه يې الله جل‌جلاله داسې فرمايلي: {لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ} [سورة الممتحنة : 8 ايت]؛ خدای تاسې له هغو کسانو سره د نېکۍ او د عدل او انصاف له چلنده نه منع کوي، چې له تاسې سره يې د دين په اړه جګړه نه‌ده کړې او تاسې يې له خپلو کورونو شړلي نه ياست؛ (ځکه) چې خدای انصاف کوونکي خوښوي.

د مکې ښار ته د ابراهيم عليه السلام د برکت دعاء هم دې ښار سره د محبت ښکارندوی کوي، الله تعالی د ابراهيم‌عليه‌السلام دعا داسې بيانوي: {وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ} [سورة البقرة: 126 ايت]؛ او (در ياد کړئ) هغه وخت چې ابراهيم وويل: (پالونکيه! ) دا د امن ښار کړه او استوګنو ته يې ډول ـ ډول مېوې روزي کړه.

ياد قرآني ايت موږ ته لارښوونه کوي چې خپل هېواد تل په دعاګانو کې ياد ساتئ، ځکه چې ستاسې نيکه ابراهيم‌عليه‌السلام د خپل هېواد سره د مينې په موخه خپل ټاټوبي ته د امن، غوړيدلي اقتصاد او روزۍ غوښتنه کړې وه.

او په سورة القصص کې يې بيا خپل محبوب محمد رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم ته داسې فرمايلي دي: {إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ } [سورة القصص : 85 ايت]؛ بېشکه چا چې دا قرآن پر تا نازل کړی دی تا هرومرو خپل ځای(ټاټوبي) ته ستنوي.

په ياد ايت کې د (معاد) د کلمې په هکله له ابن عباس رضي‌الله‌عنه څخه مختلف تفسيرونه را نقل شوي چې يو يې بېرته مکې ته د ستنېدو په هکله دی؛ دا قول امام بخاري رحمه‌الله په خپل صحيح کې ذکر کړی دی.( 5 : 113 ، رقم 4773)

مشهور مفسر امام قرطبي رحمه‌الله په خپل کتاب تفسير القرطبي کې دا د زياتو علماو نظر ګڼلی او په اړه يې داسې ذکر کړي دي: ( مقاتل رحمه الله فرمايلي دي : کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د شپې پر مهال له غار څخه ووت نو د نېولو له وېرې يې په يوه نا معلومه لاره حرکت پېل کړ، کله چې جحفه نومې ځای ته ورسېده د مکې پر لور تللې لار يې وپېژنده او د بېرته تللو شوق او مينه يې وکړه ، جبريل عليه السلام ورته راغی او په يادو ايتونو کې يې د الله تعالی پيغام ور ورساوه ، چې الله تعالی به دې په څرګنده کاميابۍ سره بېرته خپل ټاټوبي ته راستون کړي)          ( 12 : 321)  امام ابو البرکات النسفي الحنفي رحمه الله هم همدا نظر په خپل تفسير مدارک التنزيل و حقائق التأويل کې را اخيستی(13 : 661)

امام طبري رحمه الله هم په خپل تفسير کې د نورو ويناو تر څنګ د (معاد) د کلمې يو تفسير مکې ته په کاميابۍ سره په ستنېدو سره کړی دی. (10 : 345)

د الله پر وړاندې له هېواد، اولاد، کورنۍ او مالونو سره د افراطي مينې د غندنې په هکله بيا الله تعالی داسې يادونه کړې ده فرمايي:{ قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ} [سورة التوبة : 24 ايت]؛ ووايه که: تاسې ته خپل پلرونه، زامن، ورونه، مېرمنې، خپلوان، ګټلي مالونه او هغه سوداګري چې پر ناچلېدو يې اندېښمن کېږئ او د خوښې کورونه، تر خدای او د هغه له پېغمبر او د هغه په لار کې تر جهاد ګران وي؛ نو د خدای د امر (عذاب)عملي کېدو ته منتظر اوسئ او خدای فاسقانو ته سمه لار نه ښيي.

ټاټوبی د نبوي سيرت او احاديثو په رڼا کې

له خپل ټاټوبي سره د محبت په تړاو په نبوي سيرت او احاديثو کې هم د ځينو پېښو يادونه شوې‌ده چې په لاندې توګه ورڅخه يادونه کوو؛

امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کې د وحي د پېل پېښه انځور کړې ... او په پای کې يې د ورقه بن نوفل له بشارت او زېري وروسته د هغه وينا داسې را نقل کړې‌ده: "...يَا لَيْتَنِي فِيهَا جَذَعًا، أَكُونُ حَيًّا حِينَ يُخْرِجُكَ قَوْمُكَ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «أَوَمُخْرِجِيَّ هُمْ» فَقَالَ وَرَقَةُ : نَعَمْ، لَمْ يَأْتِ رَجُلٌ قَطُّ بِمِثْلِ مَا جِئْتَ بِهِ إِلَّا عُودِيَ، وَإِنْ يُدْرِكْنِي يَوْمُكَ أَنْصُرْكَ نَصْرًا مُؤَزَّرًا" ( 6 : 29 ، رقم 6982)؛ کاشکې زه په‌دې وخت کې د قوت څښتن وای، کله چې ستا قوم تا له خپل ټاټوبي وباسي زه ژوندی وای؛ نو رسول الله‌صلی‌الله‌عليه‌وسلم ورته وفرمايل (آيا دوی به ما اوباسي؟) ورقه ورته وويل: هو! ستا په څېر خلکو چې کوم پيغام راوړی د هغوی سره دښمني شوې‌ده، خو که چېرې زه دغسې مهال کې وم نو له تا به قوي دفاع او مرسته وکړم.

رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم ته د خپل ټاټوبي سره د مينې له کبله دا ډېره حيرانوونکې وه چې پرته له کوم سببه دی له خپل هېواد اېستلو ته اړ کېږي.

په همدې توګه مدينې منورې ته د هجرت پر مهال رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم له مکې څخه خدای په‌اماني واخيسته او په خپلو زرينو ويناوو کې يې خپل پلرنۍ ټاټوبی(مکة المکرمة)او الله تعالی ته تر ټولو خوښه زمکه په داسې الفاظو سره ياده کړه:«وَاللَّهِ إِنَّكِ لَخَيْرُ أَرْضِ اللَّهِ، وَأَحَبُّ أَرْضِ اللَّهِ إِلَى اللَّهِ، وَلَوْلَا أَنِّي أُخْرِجْتُ مِنْكِ مَا خَرَجْتُ»(7 : 722)

يعنې په الله تعالی قسم چې ته په زمکو کې الله تعالی ته ډېره خوښه او ګرانه ځمکه وې، که زه له تا اېستل شوی نه وای نو وتلی به نه وم.

او په بل روايت کې بيا داسې راځي: «مَا أَطْيَبَكِ مِنْ بَلَدٍ، وَأَحَبَّكِ إِلَيَّ، وَلَوْلَا أَنَّ قَوْمِي أَخْرَجُونِي مِنْكِ مَا سَكَنْتُ غَيْرَكِ»(7 : 723)

يعنې ما ته تر تا بل ښه او محبوب ښار نه‌شته او که زما قوم زه له تا نه وای وېستلی نو له تا پرته به بل ځای کې نه وم اوسېدلی.

امام ترمذي او شيخ ألباني رحمهما الله  په دواړو حديثونو د صحت حکم کړی دی. (7 : 722- 723)

څرګنده شوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل ټاټوبي سره ځانګړې مينه درلوده او نه يې غوښتل چې پرته له مکې په بل ځای کې استوګنه غوره کړي، خو دا هر څه يې د الله تعالی د دين او د هغه ذات د امر د منلو په خاطر پرېښودل او مدينې منورې ته يې هجرت وکړ چې په اړه يې الله  جل جلاله په دې الفاظو ستاينه کړې ده: {إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا } [سورة التوبة : 40 ايت]؛ كه تاسې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مرسته ونه‌کړه؛ نو هيڅ پروا نه‌شته، الله د هغه مرسته په هغه وخت كې كړې‌ده چې كله كافرانو هغه ويستلى و چې كله هغه صرف د دوه و دويم و، كله چې هغوى دواړه په سمڅه كې وو كله چې هغه خپل ملګري ته وويل چې "مه خفه كېږه ، الله له موږ سره دى"

په‌دې آيت کې د هغه سخت حالت يادونه شوي چې رسول الله سره د هجرت پر مهال يواځې ابوبکر‌صديق‌رضي‌الله‌عنه ملګری و، او هغه صلی‌الله‌عليه‌وسلم خپل ملګري ته د الله جل‌جلاله د نصـرت ډاډ او وعده ورکوي.

کله چې رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم او صحابه وو يې مدينه خپل اصلي ټاتوبی وګرځاوه په لومړيو وختونو کې صحابه د تبې د ناروغۍ له سختۍ سره مخ شول چې د خپل هېواد ارمان يې کاوه او د هغې ستاينه يې کوله.

بلال رضي‌الله‌عنه چې مکه يې خپل د استوګنې ټاټوبی ګرځولی و، سره له‌دې چې په مکه کې ډېر زيات د مشرکينو له لاسه کړول شوی و، خو بيا هم بي بي عايشه رضي‌الله‌عنها يې د ارمان وينا داسې را نقلوي: اللَّهُمَّ العَنْ شَيْبَةَ بْنَ رَبِيعَةَ، وَعُتْبَةَ بْنَ رَبِيعَةَ، وَأُمَيَّةَ بْنَ خَلَفٍ كَمَا أَخْرَجُونَا مِنْ أَرْضِنَا إِلَى أَرْضِ الوَبَاءِ، ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «اللَّهُمَّ حَبِّبْ إِلَيْنَا المَدِينَةَ كَحُبِّنَا مَكَّةَ أَوْ أَشَدَّ، اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي صَاعِنَا وَفِي مُدِّنَا، وَصَحِّحْهَا لَنَا، وَانْقُلْ حُمَّاهَا إِلَى الجُحْفَةِ»، قَالَتْ : وَقَدِمْنَا المَدِينَةَ وَهِيَ أَوْبَأُ أَرْضِ اللَّهِ، قَالَتْ : فَكَانَ بُطْحَانُ يَجْرِي نَجْلًا تَعْنِي مَاءً آجِنًا(3 : 23، رقم 1889)؛ الله! د ربيعه زامن شيبه، عتبه او اميه د خلف زوی له خپل رحمت څخه لېرې کړه، ځکه چې دوی موږ له خپل ټاټوبي څخه د وباء ځمکې ته وشړلو، بيا رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم وفرمايل: ای الله موږ ته مدينه د مکې په څېر او له دې زياته د خوښۍ وړ وګرځوه، ای الله موږ ته د مدينې په صاع، او مد کې برکت واچوه (صاع او مد د وزن لپاره استعمالېږي) او مدينه زموږ د استوګنې لپاره وړ وګرځوه، تبه يې جحفه نومي ځای ته ولېږدوه، بي بي عائشه رضي‌الله‌عنها ويلي: موږ مدينې ته راغلو خو دا د الله تعالی په زمکو کې د وباء د مرض ځمکه وه، او د بطحان په خوړ کې به مردارې اوبه روانې وې(بطحان په مدينه منوره کې د يو ځای نوم دی)

له‌دې حديث څخه څرګندېږي چې د رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم صحابه وو رضي‌الله‌عنهم له خپل هېواد سره مينه درلوده ، بله دا چې رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم د خپلې استوګنې نوي ځای ته د خير او برکت دعاء وکړله.

په يوه حديث کې انس بن مالک رضي الله عنه د مدينې منورې ښار سره د رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم د مينې په هکله داسې ويلي: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَدِمَ مِنْ سَفَرٍ، فَأَبْصَرَ دَرَجَاتِ المَدِينَةِ، أَوْضَعَ نَاقَتَهُ ، وَإِنْ كَانَتْ دَابَّةً حَرَّكَهَا)( 3 : 7، رقم 1802)

يعنې کله به چې رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم  له سفر څخه راغی؛ نو د مدينې لوړې لارې او دېوالونه به يې څارل، خپله اوښه به يې تېزوله او دا کار يې مدينې سره د محبت له کبله کولو تر څو ژر تر ژره خپل ښار ته ورننوځي.

علامه عيني رحمه الله ددې حديث په شرحه کې داسې ليکلي دي:  وَفِيه : دلَالَة على فضل الْمَدِينَة وعَلى مَشْرُوعِيَّة حب الوطن والحنة إِلَيْهِ.( 11 : 135)

يعنې په حديث کې د مدینې غوره‌والی، خپل هېواد سره د مينې او مهربانۍ لور ته لارښوونه شوې‌ده.

په همدې توګه رسول الله صلی الله عليه وسلم د احد د غره په هکله فرمايلي دي: هَذَا جَبَلٌ يُحِبُّنَا وَنُحِبُّهُ (4 : 35، رقم 2889)؛ دا داسې غر دی چې موږ خوښوي او موږ يې هم خوښوو.

د حب الوطن من الإيمان (وطن سره مينه د ايمان برخه ده) تر عنوان لاندې حديث صحيح نه دی او رسول‌الله‌صلی‌الله‌عليه‌وسلم ته يې نسبت کول هم سم نه‌دي، چې په اړه يې امام سخاوي په المقاصد الحسنة کې ويلي: لم أقف عليه، ومعناه صحيح(8 : 297)؛ ما ونه موند خو معنا يې صحيح ده.

امام الصغاني په خپل کتاب "الموضوعات" کې ياد حديث موضوعي شمېرلی. (9 : 53)

شيخ الباني رحمه الله هم په السلسلة الضعيفة کې هم موضوعيی ګڼلې دی(2 : 110)

دا حديث د معنا له پلوه هم صحيح نه دی ځکه چې هېوادنۍ مينه د انسان فطرتي غريزه ده او د ايمان سره کوم تړاو نه لري بلکې هر انسان هغه مسلمان وي او که کافر په طبعي توګه له خپل ټاټوبي سره مينه لري.

پايله

له‌دې څېړنې څخه لاندې پايلې په لاس راځي:

لومړی: د خپل هېواد او ټاټوبي سره مينه کول د انسان فطري غوښتنه ده، اسلام يې په لور هڅونه کوي او په اړه يې ډېری قرآني او نبوي نصوص شته چې ددې علمي مقالې په منځپانګه کې ورڅخه په تفصيلي توګه يادونه وشوه.

دويم: د هېواد سره مينه هسې يو شعار نه دی، بلکې د هېواد سره مينه داده چې: په رښتني خدمت کولو سره يې اباد کړو، له هر ډول فساد څخه ځان وژغورو، ،د حدودو ساتنه يې وکړو او دفاع ورڅخه وکړو...

درېيم: د رسول الله‌صلی‌الله‌عليه‌وسلم سيرت ته په کتنې سره بايد هر انسان د خپل ټاټوبي سره ځانګړې مينه ولري او د خپلې مينې اظهار د هغې په پالنه او خدمت کولو سره سرته ورسوي.

څلورم: د وطن سره د مينې په هکله د (حب الوطن من الإيمان) حديث موضوع دی او رسول الله صلی‌الله‌عليه‌وسلم ته يې نسبت کول صحيح نه‌دي.

مناقشه

د موضوع د مناقشې په هکله بايد لاندې ټکي په پام کې ونيسو:

لومړی: دا موضوع د قرآن کريم، نبوي احاديثو او سيرت په رڼا کې څېړل شوې چې په اړه يې د خپل هېواد سره د محبت کولو نظريه د تائيد تر څنګ د هڅونې او تشويق بڼه هم لري.

دويم: ددې موضوع په هکله د هېواد په ملي ژبو کې کومه ليکل شوې څېړنه زما په نظر رانه غله خو په عربي ژبه کې پرې لنډې ليکنې شوي دي. توپير يې په دې کې دی چې هر چا د خپل هېواد ستونزي منعکس کړې او د هغې د حل لارې يې په ګوته کړي دي.

درېيم: د پښتو ژبې پخوانی متل چې( هر چاته خپل وطن کشمير دی) يو پر ځای متل او مفهوم يې د نبوي احاديثو او سيرت څخه اخيستل شوی دی.

وړانديزونه

د يادې موضوع په هکله د لوستونکو پام لاندې ټکيو ته را اړوم:

لومړی: د ښوونکيو او استادانو څخه مې يوازېنۍ هيله دا ده چې خپل شاګردان او محصلين په هېوادنۍ مينې سره وروزي په اړه يې له خپلو شاګردانو سره بحث او مباحثې وکړي تر څو د خپل ټاټوبي په ارزښت پوه شي.

دويم: د ملي ترانو سره د زده‌کوونکيو محصلينو بلدتيا او د دوی په زړونو کې يې احترام او درناوی ځای پر ځای کول.

درېيم: د هېواد له مشرانو مې غوښتنه ده چې ملي ګټو او نواميسو ته ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو په راتلونکې کې د هېواد بچيو او هېواد ته داسې پېغور پرې نه ږدي چې بيا ټول پرې شرمېږو.

ماخذونه

  1. القرآن الکريم
  2. الألباني ، أبو عبد الرحمن محمد ناصر الدين، بن الحاج نوح بن نجاتي بن آدم، الأشقودري (1992 م)سلسلة الأحاديث الضعيفة والموضوعة وأثرها السيئ في الأمة، دار المعارف، الرياض - الممكلة العربية السعودية، لومړی چاپ، لومړی ټوک.
  3. البخاري، محمد بن إسماعيل أبو عبدالله الجعفي(1422هـ) صحيح البخاري، دار طوق النجاة، لومړی چاپ،درېيم ټوک.
  4. البخاري، محمد بن إسماعيل أبو عبدالله الجعفي(1422هـ) صحيح البخاري، دار طوق النجاة، لومړی چاپ، څلورم ټوک.
  5. البخاري، محمد بن إسماعيل أبو عبدالله الجعفي(1422هـ) صحيح البخاري، دار طوق النجاة، لومړی چاپ،شپږم ټوک.
  6. البخاري، محمد بن إسماعيل أبو عبدالله الجعفي(1422هـ) صحيح البخاري، دار طوق النجاة، لومړی چاپ،نهم ټوک.
  7. الترمذي، محمد بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك، أبو عيسى (1975 م) سنن الترمذي، شركة مكتبة ومطبعة مصطفى البابي الحلبي – مصر ، دوېم چاپ،پنځم ټوک.
  8. السخاوي، شمس الدين أبو الخير محمد بن عبد الرحمن بن محمد (1985م)المقاصد الحسنة في بيان كثير من الأحاديث المشتهرة على الألسنة، دار الكتاب العربي – بيروت،لومړی چاپ.
  9. الصغاني ، رضي الدين الحسن بن محمد بن الحسن بن حيدر العدوي العمري القرشي الحنفي (1405 هـ)الموضوعات، دار المأمون للتراث – دمشق، دوېم چاپ.
  10. الطبري، أبو جعفر محمد بن جرير بن يزيد بن كثير بن غالب الآملي (2000م) جامع البيان في تأويل القرآن، مؤسسة الرسالة لومړی چاپ، اته لسم ټوک.
  11. العينى، أبو محمد محمود بن أحمد بن موسى بن أحمد بن حسين العينتابى الحنفى بدر الدين (ب ت ) عمدة القاري شرح صحيح البخاري، دار إحياء التراث العربي – بيروت لسم ټوک.
  12. القرطبي ، أبو عبد الله محمد بن أحمد بن أبي بكر بن فرح الأنصاري الخزرجي شمس الدين (ـ 1964 م)الجامع لأحكام القرآن = تفسير القرطبي،دار الكتب المصرية – القاهرة، دوېم چاپ، ديارلسم ټوک.
  13. النسفي ، أبو البركات عبد الله بن أحمد بن محمود حافظ الدين (1998 م)تفسير النسفي =مدارك التنزيل وحقائق التأويل، دار الكلم الطيب، بيروت، لومړی چاپ، دويم ټوک.

 

اسرارالحی منيب أستاد قسم التعليمات الاسلامي في کلية الشريعة بجامعة ننجرهار

حب الوطن في ضوء الکتاب والسنة

ملخص المقال

توصلت من الفقرات السابقة إلی أن حب الوطن أمر مشروع بعد ما کان أمراً طبيعياً .

الإسلام لا يصادم طبائع الأشخاص و غرائزهم و لکنه يرقبها، و يهذبها، و يوجهها الوجهة السليمة و يحول دون إنقلاب العاطفة التي تخرج بحب الوطن إلی تقديسه و تقديمه علی کل إنتماء حتی جعله وثناً و تسخر کل المصالح و المبادئ تحت لوائه ، فلا يصح بحال أن يکون حب الوطن عقيدة تحتل مکان العقيدة الاسلامية بل إنما موقعه تحت لواء الاسلام ، ومن ثم لا يمکن إقامة الشريعة الإسلامية بلا وطن و لا علی نفي حبه.