پوهــــــــــندوى اســـــــــرارالــــــــــــحى (منيب)

شرعياتو پوهنځى- اسلامي تعليماتو څانګه

 

پر امام ابوحنيفه رحمه الله د محدثينو د شويو نيوکو شننه او څېړنه

 

لنډيز:

په دې علمي او څېړنيزه مقاله کې چې (پر امام ابوحنيفه رحمه الله د محدثينو د شويو نيوکو تحليل او څېړنه) تر سرليک لاندې ليکل شوې، پر امام ابوحنيفه رحمه الله د حديثو په هکله د شويو اعتراضونو اصلي حقيقت او بڼه څرګنده شوې، په ميزان الاعتدال کې د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله الحاقي عبارت چې په اصل نسخه کې وجود نه لري هم په دقيقه توګه څېړل شوي؛ د ائمه و په هکله د بې ځايه اتهاماتو څخه د برائت لپاره يو لړ اصول او قواعد ذکر شوي چې په خپل ځاى کې يې لوستل اړين بلل کېږي.

سريزه:

امام ابوحنيفه رحمه الله د کوفې اوسېدونکى، په (٨٠) هجري کې زېږېدلى او په يوسل او پنځوس هجري قمري کې يې سترګې له دې فاني نړۍ څخه پټې کړې دي. په خپله تابعي او د صحابه و د ملاقات او ليدنې اعزاز او شرف ورته حاصل شوى، د علم يوه ستره خزانه وه او د دين په اشاعت کې يې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې او د فقهې مسايلو اجتهاد او استنباط يې هغه څه دي چې که له يوه طرفه يې ستاينه کېداى شي، نو له بل طرفه د يو شمېر متعصبينو له خوا په داسې څه تورن شوى چې هيڅ حقيقت نه لري. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امام ابوحنيفه رحمه الله د پيروانو ډېروالى او د مذهب اشاعت يې د دې ښکارندوى دى چې امام ابوحنيفه رحمه الله د يادو اعتراضونو څخه پاک او د اسلامي شريعت يو غښتلى محدث، فقيه او مجتهد شخصيت و.

دا چې په ټولنه کې له مخالف څخه پرته ژوند تېرول هم د انسان د شخصيت په کمال دلالت نه کوي، نو مخالفتونه او اعتراضونه هم د نوموړي امام په باره کې هغه څه دي چې د نوموړي شخصيت ته يې درنښت وربخښلى او د هغه د علم ښکارندوى دى، پر امام ابوحنيفه رحمه الله د شويو اعتراضونو څو بېلګې په لاندې ډول دي:

١: پر امام ابو حنيفه رحمه الله باندې په نبوي حديثونو کې د ضعف اطلاق

٢: د کمو حديثونو روايت کول

٣: د امام ابوحنيفه رحمه الله په ضعيفه حديثونو باندې استدلال

دا او داسې نور ټول هغه اعتراضونه دي چې په راتلونکي بحث کې به ورڅخه پرده پورته شي او د الله جل جلاله په توفيق سره به يې ځوابونه، تحليل او تجزيه ترسره شي او د حديثو د زده کوونکو لپاره به د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله د ذکر شويو اعتراضونو اصلي بڼه معلومه او شکونه به يې له منځه ولاړ شي.

موخې:

په دې علمي او څېړنېزه مقاله کې لاندې اهداف په نظر کې نيول شوي دي:

١: د خپلو اسلافو، ائمه و او مجتهدينو په هکله له بې ځايه ويناوو څخه ځان ژغورنه

٢: د مذاهبو څلور ګونو امامانو او د دوى په څېر نورو علمي څېرو درناوى او د هغوى په اړه له رد او بد ويلو څخه ځان ساتل

٣: د حديثو د علم زده کوونکي په دې پوهول چې امام ابوحنيفه رحمه الله د فقاهت او اجتهاد تر څنګ يو لوى محدث هم و.

مواد او کړنلاره:

په دې علمي مقاله کې د څېړنې له مختلفو ميتودونو او تګلارو څخه د کتابتوني څېړنې لاره غوره شوې او کوښښ شوى چې له باوري او معتمدو مراجعو او مصادرو پکې استفاده وشي.

لومړى اعتراض:

دارقطني په خپل سنن کې د (من كان له إمام فقراة الإمام له قراة و اختلاف الروايات) تر باب لاندې داسې ذکر کړي (حدثنا على بن عبد الله بن مبشر ثنا محمد بن حرب الواسطى ثنا إسحاق الازرق عن أبى حنيفة عن موسى بن أبى عائشة عن عبد الله بن شداد عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: من كان له إمام فقراة الامام له قراة لم يسنده عن موسى بن أبى عائشة غير أبى حنيفة والحسين بن عمارة و هما ضعيفان (٦:ج ٢ ص ١٠٧-١٠٨)

د پورتني حديث د سند په هکله دارقطني وايي: دا حديث د موسى بن ابي عائشة څخه، له ابوحنيفه او حسن بن عماره نه پرته بل چا موصول نه دى روايت کړى او دا دواړه ضعيف دي.

څرګنده شوه چې امام دارقطني په امام ابوحنيفه رحمه الله او حسن بن عماره باندې د ضعف اطلاق کړى، ليکن د نوموړي دې وينا ته د لاندې تحقيق په اساس هيڅ ځاى نه پاتې کېږي:

١: د جرح په هکله بايد فکر او غور وشي چې دا جرح د چا له لوري واقع شوې، که جارح د علم، تقوى او ريښتينولۍ څښتن نه وي د نفسي غوښتنو او تعصب خوښوونکى وي، نو واضحه ده چې د نوموړي جرح د منلو وړ نه ده او په خپله د جرح کوونکي عدالت له منځه وړي او مجروح ګڼل کېږي؛ مګر که جرح کوونکى د عدالت او تقوا څښتن وي، نو په کار ده چې لاندې اصلونه د جرح کوونکي او مجروح په هکله له پامه ونه غورځول شي:

الف: که مجروح شخص عادل، امام او د عظمت څښتن وي، د نوموړي په حق کې جرح باطله او ناسمه ګڼل کېږي.

ب: که جرح کوونکى د عدالت څښتن وي د يو بل عادل او د امامت څښتن شخص په هکله نه د نوموړي جرح په نظر کې نيول کېږي او نه موږ نوموړى د خپلې جرحې پر اساس مجروح ګڼو. (١٢:ص ٧٠-٧١)

د پورتني اصل په بناء څرګنده شوه چې د کوم شخص امامت او عدالت د تواتر حد ته رسېدلى وي، نو د هغه په باره کې د يو او يا دوه درېو کسانو جرحه معتبره نه ده او د امام ابوحنيفه رحمه الله عدالت او امامت هم دې حد ته رسېدلى دى او که چېرې د ائمه و او د جلال د خاوندانو په باره کې د هر چا جرحه ومنو، نو هيڅ يو امام به هم ثقه پاتې نه شي، ځکه چې په لويو لويو ائمه و باندې د يو نه يو جرح ضرور موجوده ده؛ لکه په امام شافعي رحمه الله باندې د يحى بن معين او په امام احمد باندې د امام کرابسي، په امام بخاري د ذهلي او په امام اوزاعي باندې د امام احمد جرح او داسې نور.(١١:ص ٩٢)

دلته يو شمېر خلک او په ځانګړې توګه د دې عصر جاهلان اعتراض کوي چې جرح په تعديل باندې مقدمه وي، نو کله چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله جرح او تعديل دواړه ثابت شي، نو جرح به مقدمه ګڼلى شي.

ځواب: دا اعتراض د جرح او تعديل په اصولو باندې له ناپوهۍ څخه راولاړ شوى، ځکه چې په مطلقه توګه جرحې ته په تعديل باندې ترجيح نه شي ورکول کېداى، بلکې علماو د دې لپاره دوه لارې اختيار کړي:

لومړۍ طريقه: د جرح او تعديل د تعارض په صورت کې به د جارحينو او يا معدلينو تعداد په نظر کې نېول کېږي، د هر لوري چې تعداد زيات و، په همغې به عمل کېږي.(٤:ج ١ ص ١٠)

اوس نو که چېرته په پورتني نظر عمل وشي نو څرګنده ده چې د امام ابوحنيفه رحمه الله معدلين د جارحينو په نسبت ډېر زيات دي په دې هکله دې د جرح او تعديل کتابونو ته مراجعه وشي.

دويمه طريقه: د جرح او تعديل د تعارض په صورت کې د جمهورو علماؤ په نزد جرح ته په تعديل هغه وخت ترجيح ورکول کېږي چې کله جرح مفسره وي(١:ص ٥٠-٥١)

او د امام ابو حنيفه رحمه الله په هکله چې څومره جرحې دې، نو دا ټولې مبهمې او له تفسير څخه خالي دي.

٢: په همدې توګه امام نسائي هم د امام ابو حنيفه رحمه الله په هکله ويلي دي(نعمان بن ثابت ابو حنيفة لَيْسَ بِالْقَوِىِّ فِى الْحَدِيثِ).(١٤: ج ١ ص ٢٣٣)

د امام نسائي د جرحې په ځواب کې هم مخکېنى تفصيل کافي بلل کېږي.

٣: د دارقطني او نسائي پورتنۍ جرحه امام ذهبي په ميزان الاعتدال کې د امام ابو حنيفه رحمه الله په ترجمه کې داسې ذکر کړې( النعمان بن ثابت بن زوطى، أبو حنيفة الكوفى إمام أهل الرأى ضعفه النسائى من جهة حفظه و ابن عدى و آخرون. (٨:ج ٤ ص ٢٦٥)

ځواب: يو شمېر خلک د امام ابوحنيفه رحمه الله د ضعف په باره کې د امام ذهبي په پورتني عبارت باندې استدلال کوي ليکن دا عبارت د ميزان الاعتدال په اصل نسخه کې موجود نه دى، بلکې وروسته په متن کې د بل چا له خوا د تعصب په بناء ور زيات شوى چې په اړه يې لاندې دلايل ذکر کوو:

١: حافظ ذهبي د ميزان الاعتدال په مقدمه کې په صراحت سره داسې يادونه کړې: وكذا لا  أذكر فى كتابى من الائمة المتبوعين فى الفروع أحدا لجلالهم فى الاسلام وعظمتهم فى النفوس، مثل أبى حنيفة، والشافعي، والبخارى فإن ذكرت أحدا منهم فأذكره على الانصاف. (٨:ج ٤ ص ٢٦٥)

د يادونې وړ ده چې امام ذهبي وايي زه په خپل دې کتاب کې د امام ابوحنيفه، شافعي او بخاري رحمهم الله په څېر د قدر وړ شخصيتونو يادونه نه کوم... نو اوس څرنګه کېداى شي چې له داسې صريحو الفاظو ذکر کولو څخه وروسته دې بيا امام ذهبي د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله داسې الفاظ ذکر کړي وي؟

٢: د کومو لويو امامانو يادونه چې حافظ ذهبي په ميزان الاعتدال کې نه ده کړې، د هغوى د ذکر کولو لپاره يې يو مستقل کتاب د تذکرة الحفاظ په نوم ليکلې او په هغې کې يې د امام ابوحنيفه رحمه الله د يادونې تر څنګ ډېر توصيف کړى چې په لاندې توګه يې رانقلوو:

((أبو حنيفة الامام الاعظم فقيه العراق النعمان بن ثابت بن زوطا التيمى مولاهم الكوفى مولده سنة ثمانين رأى انس بن مالك غير مرة لما قدم عليهم الكوفة رواه ابن سعد عن سيف بن حابر انه سمع ابا حنيفة يقوله وحدث عن عطاء ونافع وعبد الرحمن بن هرمز الاعرج وعدى بن ثابت وسلمة بن كهيل وابى جعفر محمد بن على و قتادة و عمرو بن دينار و ابى اسحاق و خلق كثير تفقه به زفر بن الهذيل و داود الطائى والقاضى أبو يوسف و محمد بن الحسن و اسد بن عمرو و الحسن بن زياد الؤلؤى و نوح الجامع و ابو مطيع البلخى و عدة. و كان قد تفقه بحماد بن ابى سليمان و غيره وحدث عنه وكيع و يزيد بن هارون و سعد بن الصلت و ابو عاصم و عبدالرزاق و عبيدالله بن موسى و ابونعيم و ابوعبدالرحمن المقرى و بشر كثير. و كان اماما ورعا عالما عاملا متعبدا كبير الشأن لا يقبل جوائز السلطان بل يتجر و يتكسب.)) (٧:ج ١ ص ١٦٨)

له پورتني عبارت څخه د امام ابو حنيفه رحمه الله د تابعيت ثبوت، د حديثو او فقهې استادان، شاګردان او د نوموړي تقوا او پرهېزګاري په ډاګه څرګندېږي چې دا د امام ابوحنيفه رحمه الله د شان په لوړوالي او د هغه په لوړ شهرت دلالت کوي.

٣: لسان الميزان د ابن حجر عسقلاني ليکنه په حقيقت کې د ميزان الاعتدال د فهرست په څېر او پر هغې مبني دى، نو د کومو رجالو او اشخاصو يادونه چې په ميزان الاعتدال کې نه شته هغه په لسان الميزان کې هم نه موندل کېږي، نو دا هم څرګند دليل دى چې د ميزان الاعتدال په اصل نسخه کې د امام ابوحنيفه رحمه الله ذکر نه شته او په اوسنيو نسخو کې چې ذکر دى، هغه وروسته په الحاقي ډول بل چا ورځاى کړى دى. (٢:ج ١ ص ١)

٤: په همدې توګه د ميزان الاعتدال هندي طبعه چې د لکنو ښار په انوار محمدي چاپ خونه کې په ١٣٠١هـ کې چاپ شوى، د هغې په اصل متن کې هم د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله څه نه دي ويل شوي، بلکې په حاشيه کې په دوه کرښو کې يې ذکر شوى؛ مګر کله چې په ١٣٢٥هـ ق کې دا کتاب په مصر کې چاپ شو، نو بيا له حاشيې څخه متن ته پرته له کومې يادونې څخه دا الفاظ نقل شوي دي. په همدې توګه عبدالفتاح ابوغده رحمه الله وايي ما د ميزان الاعتدال درېيم جلد د دمشق په ظاهريه مکتبه کې د ٣٦٨ نمبر حديث لاندې وموند چې دا يو ډېر ښکلى جزء او د جيم په حرف باندې شروع او د کتاب تر پايه رسېدلى و، دا نسخه د امام ذهبي شاګرد حافظ شرف الدين عبدالله بن محمد اکواني الدمشقي په خط ليکل شوې وه او په خپل استاذ يې درې کرته لوستلې او د اصل سره مقابله شوې هم ده چې په اړه يې د (١٠٩ او (١٥٩) پاڼې په شا باندې هم د دې خبرې يادونه شوې، سره له دې په نورو ډېرو ځايونو کې هم د دې نسخې د لوستلو او اصل سره يې د مقابلې يادونه شوې؛ ليکن ما پکې د امام ابوحنيفه رحمه الله ترجمه او يادونه نه د (نون ) په حرف کې او نه د کنيو په ذکر کولو کې ومونده.

همدارنګه هغه نسخه چې په حلب کې د ٣٣٧ نمبر لاندې په احمديه کتاب خونه کې ساتل شوې او يوه ډېره ښه نسخه او په ١١٦٠ کې د علي بن محمد چې په شمشان شهرت لري په خط ليکل شوې، په دې نسخه کې هم د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله څه نه و ليکل شوي. (١٣:ص ١٢٢)

د پورتنيو څرګندونو څخه واضح شوه چې په ميزان الاعتدال کې د امام ابوحنيفه رحمه الله د عيب او حديثو کې د ضعف په هکله د هيڅ شي ذکر نه شته او په اوسنيو نسخو کې چې څه ليدل کېږي هغه وروسته د امام ابوحنيفه رحمه الله د متعصبينو له خوا پکې ور اضافه شوي دي.

دويم اعتراض: په روايت کې د حديثو په قلت باندې د امام ابوحنيفه رحمه الله عيبجن کول؛ په دې هکله علامه ابن خلدون داسې څرګندونه کړې:

((و اعلم أيضاً أن الأئمة المجتهدين تفاوتوا فى الاكثار من هذه الصناعة و الاقلال فأبوحنيفة رضى الله تعالى عنه يقال بلغت روايته إلى سبعة عشر حديثاً أو نحوها.)) (٣: ج ١ ص ٢٥٥)

يعنې پوه شه چې امامان مجتهدين د حديثو په صنعت کې د لږوالي او ډېروالي په اساس يو د بل سره توپير لري، د هغه ابوحنيفه رحمه الله په باره کې وېل کېږي چې د نوموړي روايتونه اوولس او يا دې ته ورته دي.

همدا راز ابن عدى رحمه الله ويلي: (( ان الامام اباحنيفه لم يرو الا ثلاث مائة حديث.)) (١٣: ص ٧٣)

يعنې امام ابوحنيفه رحمه الله يوازې درې سوه حديثونه روايت کړي دي.

ځواب: د ابن خلدون او ابن عدي پورتنۍ دعوې د لاندې دلايلو په رڼا کې بې بنياده او د امام ابوحنيفه رحمه الله  په اړه د نوموړو بې خبري ګڼل کېږي:

١: دا چې علامه ابن خلدون ويلي چې امام ابوحنيفه رحمه الله يوازې ١٧ حديثونه روايت کړي، نو د دې خبرې په ځواب کې همدومره کافي ده چې د امام ابوحنيفه رحمه الله مسانيد خو هم له ١٧ څخه زيات او شمېر يې تقريبا شلو(٢٠) ته رسېږي او په مسند ليکونکو کې يې يو شمېر لوى لوى شخصيتونه لکه ابونعيم اصفهاني، حافظ ابن عساکر، حافظ ابوالعباس، حافظ ابن منذر او حافظ ابن عدي شامل دي.

د امام ابو حنيفه رحمه الله په مسند ليکونکو کې د ابن عدي نوم هم ياد شو چې په دې هکله د ابن عدي پورتنى اعتراض چې امام ابو حنيفه رحمه الله درې سوه حديثونه روايت کړي هم دفعه شو، ځکه چې دا د ابن عدي د هغه وخت خبره ده کله چې نوموړي ته د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله بشپړ معلومات نه وو او کله چې نوموړى د امام طحاوي شاګرد شو نو بيا ورته د امام ابوحنيفه رحمه الله جلال، شان او قدر معلوم شو او له خپل نظر څخه وګرځېد.

٢: همدا راز کتاب الاثار د امام ابوحنيفه رحمه الله هغه ليکنه او اثر دى چې تر ټولو ړومبى په فقهي بابونو مرتب او دا افتخار او غوره والى يوازې امام ابوحنيفه رحمه الله ته حاصل دى، د امام ابوحنيفه رحمه الله دا کتاب د امام مالک د موطاء د ماخذ حيثيت لري، بلکې له دې څخه هم اوچت ګڼل کېږي؛ لکه چې امام ذهبي نقل کړي چې امام مالک رحمه الله به د امام ابوحنيفه رحمه الله په کتابونو کې د مسايلو کتنه کوله او له هغې څخه به يې ګټه پورته کوله، په همدې توګه څلور لوى- لوى شخصيتونه لکه امام ابو يوسف، امام محمد، امام زفر او امام حسن بن زياد رحمهم الله د دې کتاب راويان دي.

د يادونې وړ ده لکه څرنګه چې امام بخاري خپل صحيح له شپږ لکه حديثونو څخه انتخاب کړى، په همدې توګه د امام ابوحنيفه رحمه الله په زمانه کې د سندونو او راويانو د قلت سره سره نوموړي خپل دا کتاب له څلوېښت زره احاديثو څخه انتخاب کړى. (١١:ج ١ ص ٨٨-٨٩)

د پورتني ځواب په اساس ويلاى شو چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په وړاندې دا ډول تهمتونه يا د ويونکي پر بې علمۍ او د نوموړي د شخصيت څخه په بې خبرۍ اويا په حسد سره بناء دي او دا ځکه چې د امام ابوحنيفه رحمه الله د شخصيت او علم په هکله د علماو يو څو ويناوې په لاندې ډول را نقلوو:

١: بشر د حارث زوى وايي له عبدالله بن مبارک رحمه الله څخه مې اورېدلي چې ويل يې: (( لا يتکلم فى ابو حنيفة الا احد رجلين اما حاسد لعلمه و اما جاهل لا يعرف قدر حملته.)) (١٠: ج ١ ص ٢٤)

يعنې د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله دوه ډوله خلک خبرې کوي، يو دا چې د هغه رحمه الله له علم سره کينه ولري او بل دا چې د علم په زده کړه او تحمل کې د هغه مقام او منزلت ونه پېژني.

٢: له سفيان ثوري رحمه الله څخه هم روايت شوى چې ويلي يې دي: (( ابو حنيفة رحمه الله فى العلم محسود.)) (١٠: ج ١ ص ٦٥)

يعنې په علم کې د ابو حنيفه رحمه الله سره حسد کېږي.

درېيم اعتراض: دا چې يو شمېر علماو ويلي چې امام ابوحنيفه رحمه الله او احناف په ضعيفه حديثونو باندې استدلال کوي، نو دا خبره يې ناسمه او د توضيح لپاره يې بايد لاندې اصول په نظر کې ونيول شي:

اوله قاعده: يو شمېر خلک داسې فکر کوي چې ټول صحيح حديثونه په بخاري کې دي او هغه صحيح حديثونه چې پرته له صحيحينو څخه بل چا روايت کړي وي او د بخاري د حديث سره په ټکر کې واقع شي، نو په هر حال کې به د بخاري حديث ته ترجيح ورکول کېږي. دا خبره ځکه صحيح نه ده چې امام بخاري د ټولو صحيح حديثونو ذکر په خپل کتاب کې نه دى کړى، لکه چې فرمايلي يې دي: (( ما أدخلت فى كتاب الجامع إلا ما صح، و تركت من الصحاح مخافة الطول.)) (٩: ج ١ ص ٧٤)

نو دا ممکنه ده چې يو حديث په صحيحينو کې نه وي او د سند په لحاظ سره د صحيحينو د ځينو احاديثو نه يې مرتبه هم اوچته وي لکه چې مولانا عبدالرشيد النعماني په (ما تمس اليه الحاجة) نومي کتاب کې د ابن ماجه ځينې داسې روايتونه نقل کړي چې د محدثينو د فيصلې په اساس سره د هغه سند د بخاري له سند نه هم افضل دى، نو دا چې بخاري له قران کريم څخه وروسته تر ټولو زيات صحيح کتاب ګڼل شوى، هغه په مجموعي اعتبار سره دى، نه د هر حديث په اعتبار سره.

دويمه قاعده: د حديثو تضعيف او تصحيح يوه اجتهادي معامله ده، نو په کوم حديث کې چې د محدثينو اراء مختلفې وي په دې صورت کې په هيڅ مجتهد ملامتي نه شي اچول کېداى او نه د يو مجتهد وينا پر بل باندې دليل کېداى شي.

درېيمه قاعده: زيات وخت داسې کېداى شي چې له سلف صالحينو څخه مثلاً امام ابوحنيفه رحمه الله ته يو حديث په صحيح سند سره رسېدلاى وي، ليکن له هغه نه وروسته د حديث په سند کې کوم ضعيف راوي راغلى وي چې د هغه په اساس وروستنيو علماؤ دا حديث ضعيفه ګرځولاى وي، نو اوس دا څرګنده ده چې د وروستنيو خلکو دغه تضعيف په امام ابوحنيفه رحمه الله باندې نه شي حجت کېداى له دې وجې نه دا ضرور نه ده چې کوم حديث د امام بخاري په زمانه کې ضعيف ګڼل شوى وي هغه به په مخکې زمانه کې هم ضعيف وي.(١١:ج ١ ص ٨٣)

څلورمه قاعده: ابن الصلاح په مقدمه کې ذکر کړي کله چې محدثين ووايي :(( هذا حديث صحيح))، نو ددې معنا دا ده چې په دې حديث کې د صحيح هغه پينځه فني شرايط موجود شوي او چې کله ووايي: ((هذا حديث غير صحيح))، نو بيا يې معنا دا ده چې په دې حديث کې د صحيح ظاهري يا فني شرطونه موجود نه دي؛ ليکن له دې دواړو څخه هر يو يې د اصل په بناء د صحت او ضعف احتمال لري ځکه چې په ثقه راوي کې هم د خطاء او نسيان او ضعيفه راوي کې د ريښتيا ويلو احتمال شته. (١:ص ٨)

البته په دې احتمال تر هغې وخته پورې عمل کول جايز نه دي تر څو چې د دې احتمال ثبوت په نورو قراينو او دلايلو سره نه وي شوى، نو که په نورو قراينو سره د دې خبرې ثبوت وشو چې د دې صحيح حديث راوي ته وهم شوى، نو بيا به په همدې حديث عمل نه شي کېداى او يا که دا ثابته شوه چې دکوم مجتهد سره داسې قوي دلايل موجود دي چې د هغې په اساس هغه ضعيفه احتمال راجح کوي، نو په دې مجتهد دا حکم نه شي کېداى چې نوموړي په ضعيفه راويانو او يا حديثونو استدلال کوي، د بېلګې په توګه:

امام ترمذي رحمه الله په کتاب العلل کې ليکلي دي چې زما په کتاب کې دوه داسې حديثونه موجود دي چې هيڅ کوم امام او فقيه پرې عمل نه دى کړى سره له دې چې د سند په لحاظ سره د استدلال وړ دي. (٥:ج ٢ ص ٢٣٣)

لومړى حديث: په (باب ما جاء فى الجمع بين الصلاتين) کې دى، چې فرمايي: عن ابن عباس أن النبى صلى الله عليه وسلم جمع بين الظهر و العصر بالمدينة و المغرب والعشاء من غير خوف و لا سفر ولا مطر. (٥:ج ٢ ص ٢٠٩)

دويم حديث: د امير معاويه رضى الله عنه دى چې فرمايلي يې دي: قال رسول الله عليه وسلم أنه قال إذا شرب الخمر فاجلدوه فإن عاد فى الرابعة فاقتلوه. (٥:ج ٢ ص ٤٢)

پينځمه قاعده: که يو حديث ضعيف هم وي، خو چې د صحابه و د عمل تائيد ورته حاصل شوى وي، نو عمل کول پرې جايز دي او دا ډول حديثونه امام ترمذي رحمه الله په خپل کتاب کې ذکر کوي او بيا وايي چې له صحابه و څخه پرې فلاني او فلاني او له تابعينو څخه پرې فلاني عمل کړى؛ د مثال په توګه حديث: طلاق الامة تطليقتان. (٥:ج ١ ص ٢٢٣) حديث د ((لا وصية لوارث)) (٥:ج ٢ ص٤٢) او حديث د القاتل لا يرث (٥:ج ٢ ص ٤٠) سره له دې چې د سند په لحاظ سره ضعيف دي ليکن ائمه و او فقهاؤ د امت قبول کړي چې په دې ډول احاديثو باندې د احنافو عمل هم کومه بده او د عيب خبره نه ده.

شپږمه قاعده: که چېرې د دوه داسې حديثونو ترمنځ تعارض راشي هغه دواړه د استدلال وړ دي، نو د محدثينو يوه ډله علماء د سند قوت په نظر کې نيسي او عمل پرې کوي ليکن په دې هکله د امام ابوحنيفه رحمه الله مسلک دا دى چې نوموړى هغه حديث ته ترجيح ورکوي کوم چې د قرانکريم او يا شريعت د کلي اصولو سره موافق وي، برابره خبره ده چې د سند په لحاظ سره قوي وي او که نه. (٥: ص ٨٦)

د پورتنيو اصولو په نظر کې نيولو سره پر احنافو ټول اعتراضونه او نيوکې له منځه ځي او موضوع په واضحه ټکو سره روښانه کېږي.

پايله:

له پورتني بحث څخه دې نتيجې ته رسېږو چې په يو شمېر اعلامو او غښتليو امامانو باندې ځينې خلکو د کينې او حسد له مخې نيوکې کړي او د امام ابوحنيفه رحمه الله په څېر نامتو عالم او امام هم ورڅخه خلاص نه دى، نوکه د مشهورو امامانو او علماؤ په هکله د جرح او تعديل د پوهانو ويناوې لکه چې د ليکنې په منځپانګه کې مو ورڅخه يادونه وکړه په نظر کې ونيسو، نو د هيڅ يو امام شخصيت به زيانمن نه شي او نه به د الله جل جلاله په وړاندې د کوم بري شخص په هکله د غيبت موجب ګرځېدلي يو. تاريخ دا ثابته کړې چې په هر وخت او زمان کې د پوهانو په وړاندې خلکو له هر ډول تبعيض او تعصب څخه کار اخيستى او د هغوى علم او تقوا يې د خپل شهرت په وړاندې د سترګو اغزي بللي، خو بيا هم د وخت پياوړيو علماؤ او متدينو پوهانو د حق څرګندونه کړې او خپل ديني رسالت يې د دين په خدمت کې سرته رسولى دى.

وړانديزونه:

١: له ټولو علم ته منسوب خلکو څخه غوښتنه کوم چې د تل لپاره د هر چا له بې ځايه تورنولو څخه ځان وژغوري.

٢: خپلو اسلافو او په ځانګړې توګه د دين د امامانو په هکله له بې ځايه ويناو څخه ځان وژغورو، تر څو د هغه وعيد لاندې را نه شو چې د دې امت وروستي خلک به خپل اسلاف په بده يادوي.

مناقشه:

له پورتنۍ څېړنې څرګنده شوه چې د حديثو په اړه پر امام ابوحنيفه رحمه الله نيوکې بې بنياده او د تعصب او بې خبرۍ پر اساس را منځته شوي، دا ډول بې ځايه ادعاګانې يوازې د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله نه بلکې د امام شافعي، مالک او يو شمېر نورو امامانو او پوهانو په هکله هم شوي او ځينو خلکو خو خپل تعصب تر دې حده رسولى چې د امام ابوحنيفه رحمه الله په هکله يې له خپل ځانه په ځينو کتابونو کې لاسوهنې کړي چې د امام ذهبي رحمه الله ميزان الاعتدال يې ښه نمونه ده.

خلاصة البحث:

ان الامام ابى حنيفة رحمه الله کان عالما و محدثا، ناول کثيرا من مسائل الفقه، و صار الاجتهاد من اهم فرائضه و مشاغله، و اما الاعتراضات التى قد ورد من بعض الناس فى قلة حديثه، و ضعفه فى الحديث، فلا التفات الى کلامهم، کما اجبناه فى صلب الموضوع، لان کل هذه الاعتراضات اما صدر عن متعنت فى حقه او اما ان يکون جاهلا باحواله کما ثبت لبعض من الائمة هکذا ثم لما علم بحاله اجتنب من الکلام فى حقه و اعترف بجلاله.

اخځليکونه:

١- ابن الصلاح، ابو عمر عثمان بن عبدالرحمن. (١٩٧٨م). مقدمه ابن صلاح فى علوم الحديث. لبنان: دارالکتب العلمية بيروت.

٢ - ابن حجر عسقلانى، ابوالفضل احمد بن على بن محمد بن احمد.(١٩٨٦م-١٤٠٦ه). لسان الميزان. بيروت: مؤسسة الأعلمى للمطبوعات.

٣ - ابن خلدون، عبدالرحمن بن محمد. مقدمة ابن خلدون.

٤ بغدادى، احمد بن على بن ثابت ابوبکر الخطيب. الکفاية فى علم الرواية. المدينة المنورة: المکتبة العلمية.

٥ ترمذى، ابو عيسى محمد بن عيسى. (١٩٨٨م). جامع الترمذى. پاکستان: سعيد ايچ ايم کمپنى ادب منزل.

٦ دارقطنى، ابوالحسن على بن عمر. (١٩٦٦م). سنن الدارقطنى. بيروت: دار المعرفة.

٧ ذهبى، شمس الدين ابو عبدالله محمدبن احمد بن عثمان. (١٩٩٨م). تذکرة الحفاظ- لومړى چاپ. لبنان: دارالكتب العلمية بيروت.

٨ ذهبى، شمس الدين ابو عبدالله محمد بن احمد بن عثمان. ميزان الاعتدال فى نقد الرجال.

٩ سيوطى، جلال الدين عبدالرحمن بن ابى بکر. تدريب الراوى فى شرح تقريب النواوى، تحقيق وتعليق الدوکتور احمد عمر هاشم استاد الحديث بجامعة الازهر. لبنان: دارالکتب العربى بيروت.

١٠ صميرى، قاضى ابو عبدالله حسين بن على. (١٩٨٥م). اخبار ابى حنيفة  و اصحابه. بيروت: عالم الکتب.

١١ عثماني، تقى الدين. (١٩٨٥م). درس ترمذى، شپږم چاپ. پاکستان: مکتبه دارالعلوم کراچى.

١٢ قاسمى، جمال الدين. (١٩٨٨م). الجرح و التعديل. دارالحديث، شارع جوهر القائد امام جامعة الازهر.

١٣ لکنوى، ابوالحسنات محمد بن عبدالحى. الرفع والتکميل فى الجرح و التعديل، درېيم چاپ. پشاور: مکتبة الدعوة الاسلامية.

١٤ نسائى، ابوعبدالرحمن احمد بن شعيب (١٩٨٥م). الضعفاء والمتروکين. بيروت: موسسة الکتب الثقافية.