د ننګرهار پوهنتون مرکزی کتابخانه :

د ننګرهار پوهنتون لمړئ د طب پوهنځی ترعنوان لاندی دمحمد ظاهرشاه په پادشاهۍ کی د سردار داود خان لخوا چه دصدارت دچارو متصدی وو په ۹/۱۱/۱۳۴۱ تاریخ د ( ۹۱۸ ) ګڼه  فرمان په ذریعه تأسیس او په کار یی پیل وکړ له دې وروسته په ۱۳۵۶ لمريز کال دسردار داودخان په حکومت کې انجنيري او نور پوهنځي هم جوړ او فعال شول

چې بيا  داستادانو او علمی کادرونو دپیاوړتیا په منظوریی  په ۱۳۴۳ شمسی کال دعلمی منابعودساتلو په خاطر یوه  کتابخانه ترتیب او جوړه کړه چه دهغه وخت کتابونه اوس هم موجود دی د ننګرهار پوهنتون مرکزی کتابخانې ته په ۱۳۸۸ لمريز کال دبانګ جهاني لخوا د پنځه ميلونه ډالرو په لګښت يو نوی تعمير جوړ کړی شو چه دوه منزله لري او په هر منزل کې يو لويې سالون او شپږ اطاقه لري چې دلمړي منزل په سالون يا حال کې ۴۴۰۰۰ کتابونه په الماريو کې د مراجعينو دمطالعې لپاره ايښودل شوي او د دوهم منزل سالون دمحصلينو دشخصي مطالعې او انترنت څخه داستفادي په منظور نومول شوی

دننګرهار پوهنتون کتابخانې مراجعين چې محصلين محصلات او استادان تشکيلوي په هفته کې څلور ورځې نارينه او دوه ورځې ښځينه وو ته خاص کړی شوي  چې هره ورځ تقريباً تر ۵۰۰ زيات کسان ترې استفاده کوي اودشپې تر لسو بجو خلاصه وي  
نوموړې کتابخانې ته چې څومره کتابونه راغلي اکثره يې دکلية العربيه ، اسلامي اکادمی او دحزب اسلامي له کتابخانو څخه راوړل شوي چې تر اوسه دپوهنتون په مالي بوديجه يو جلد کتاب هم نه دی اخستل شوی . دننګرهار پوهنتون مرکزي کتابخانه الحمد لله د ټول افغانستان په سطحه د غنی ترینو کتابخانو په شمار کی راځی  تر
۱۰۰۰۰۰ يو لک زيات کتابونه لری او په اینده کی امید لرو چه کتابخانه نوره هم لا زیاته په علمی او تخصصی منابعو ښایسته او مزینه شی .

کتـابخـانـه:   کتابخانه یوه اجتماعي مؤسسه ده چه په هغی کی کتاب ، اسناد او بشري علوم په مرتب ډول طبقه بندي اوساتل کیږي .  چې انسانانو دکتاب دساتلو ځای ته  دکتابخانې نوم ورکړ

کتــــاب : کتاب هغه وسیله ده چه بشر خپل معلوماتونه دهغي په ذریعه ثبت اوله یو ځای څخه بل ځای ته او له يو وخت څخه بل وخت ته انتقال او هر وخت او هر چیری تري استفاده وکړی شي

دپوهنتوني کتابخانو اهداف:
۱ – د پوهنتون دټولو درسي رشتو او دیپارتمنتونو دتعلیمي پروګرامونو سره کمک او همکاري
۲ – دپوهنتون دتحقیقاتي پروګرامونو سره کمک
۳ – دپوهنتون دتعلیمي پروګرامونو په پلي کیدو کی کمک

دپوهنتون دکتابخاني وظائف :
۱ – دکتاب او نورو منابعو برابرول
۲ – استادانو،محصلینو او نورو محقیقینو ته دکتابونو او نورو منابعو امانت تو زیع کول
۳- دنوروکتابخانوڅخه دامانت په طورد هغوکتابونواومقالاتو برابرول چه دمراجعینو په لاس نه راځي
۴ – دانترنت او اطلاع رسولو اسانتیاوي برابرول
۵ – مراجعینو ته دکارت کتلاګ دالماریو(برګه دان) څخه داستفادي زده کړه
۶ – په کتابخانه کي دمطالعي او معلوماتي تکنالوژۍ داستفادي په منظور دفزیکي او تخنیکي تجهیزاتوتهیه او برابرول
دپوهنتون کتابخانه ۸۰٪ تخصصي او۲۰٪ تفریحي وي او عامه کتابخانه په دي باره کي مکلفه نه ده بلکه داجتماع ضروریاتو ته ګوري

دکتابخانو اداري  شعبات :
۱ – دامريت شعبه
ــ عمومي مديريت يا فني شعبه
داشعبه له دوو بیلا بیلو شعبو څخه جوړه ده

الف :  دمنابعو دانتخاب او فرمایش شعبه
ب :  دفهرست نویسي او کتلاګ شعبه
۳ – ریفرنس شعبه
۴ – دقرض او امانت شعبه
۵ ـ د نشراتو شعبه