پــــــــوهـنـوال منــګل شــــيرزاد

حقوقو او سياسي علومو پوهنځی

نړۍوالو اړيکو څــــــــــــــــانګه

تقريظ ورکوونکي: پوهنوال شير علي امن او پوهنوال احمد ګل واثق، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادان.

د فارس خليج سياسي او اقتصادي اهميت او د بحرانونو پيلامه

لنډيز

د فارس خلیج د سيمې یو هېواد (عراق) چې له امریکا سره يې ډېرې نږدې اړيکې لرلې، پر کویټ د عراق له یرغل وروسته د عراق اړيکې له امریکا سره خړې پړې شوې او له بندیزونو نیولې بالاخره يې پرې یرغل وکړ چې په سیمه کې یو نوی بحران رامنځ‌ته کړ، چې ورو ـ ورو نوموړی بحران پر نړۍوال بحران د اوښتو په حال کې دی. صدام د امريکا په لمسون او د غربي نړۍ په حمايت سره يوه اوږده اته کلنه جګړه د خپلو ځينو موخو ترلاسه کولو لپاره د يو بل اسلامي هېواد (ايران) پر وړاندې هم شروع کړې وه.

سریزه

د فارس خليج او د فارس خليج سيمه د يوې جغرافيوي ناحيې مشخصه ده. هيڅ جغرافيوي ناحيه په يوازې توګه کوم ارزښت او اهميت نه‌لري، کله چې نور عوامل ورسره يوځاى کېږي؛ نو يوې جغرافيوي ناحيې ته معنی او هويت وربخښي. ځينې نظر لرونکي تر دې اندازې پورې وړاندې تللي دي، چې وايي که د ځمکې مخ مسطح (هوار) واى؛ شونې ده ډېر هغه سياسي او نظامي مسايل چې د تاريخ په اوږدو کې پېښ شوي دي، نه واى پېښ شوي. د ځمکې پر مخ د لوړو ژورو، دريابونو او نورو شتون د دې باعث شوى چې د نړۍ بېلابېلې سيمې د بېلابېلو آب و هوا لرونکې اوسي. دغو توپيرونو له ځانه دوه ډوله بنسټيزې اغېزې پرېښي دي: لومړى دا چې د دغو سيمو اوسېدونکي خلک د بېلو خويونو درلودونکي دي. دويم دا چې د بېلابېلو ډولونو کرنيزو توکيو د توليد امکان رامنځ‌ته شوى دى. په همدې بڼه د نړۍ بېلابېلې سيمې د بېلابېلو طبيعي معادنونو لرونکې دي. د همدغو عواملو له امله ده چې ځينې خلک جنګيالي او پر نورو تېري کوونکي دي، ځينې نور ارام او مننونکي، ځينې سيمې د طبيعي زېرمو درلودونکې دي او ځينې نورې بيا دا ډول طبيعي زېرمې نه‌لري، په همدې ډول د ځمکې د کرې ځينې  برخې کرکيلې ته اماده دي او ځينې نورې بيا نه دي اماده.

د دغو توپيرونو پايله دا وه او ده چې د نړۍ د خلکو ځينې ډلې هڅه کوي چې آباد او ثروتمندې سيمې په‌خپل تصرف  کې راولي، همدغه ټکى نه يوازې د يرغلګرو او دفاع کوونکو ترمنځ د اختلاف او جنګ لامل شوى دى، بلکې خپله د يرغلګرو ترمنځ هم د جنګ و  اختلاف لامل دى. د همدغو اضافي غوښتنو له امله سياسي پېښې رامنځ‌ته کېږي. دا پېښه تل په يوې معينې جغرافيوي حوزه کې پېښېږي او جغرافيوي عوامل پرې اغېز لري. خو خپله انسانان دي چې له جغرافيوي موقعيت څخه په اغېزمنتيا سياسي پېښې رامنځ‌ته کوي. جغرافيه د اندازې، موقعيت، اوبو، هوا او د چاپېريال د طبيعي وضعيت په څېر؛ لکه غر، سيند او نورو، د عواملو مجموعه ده او دغه عوامل په ملي قدرت کې پام وړ اغېزناک وي. سره له دې چې جغرافيه که څه هم يو مهم عامل دى، خو د ملي قدرت يوازېنى عامل نه دى، اهميت يې په نسبي توګه له نورو عواملو څخه؛ لکه اقتصاد، ټکنالوژي، قدرت او انساني روحيې څخه را زېږي. د دغو ټولو عواملو څېړنه د يو ملي قدرت په توګه هغه وخت مفهوم پيدا کوي چې د قدرت په برخه کې د ټولو هېوادونو لپاره په پام کې ونيول شي او پرتله شي او هغه هم په يوې زماني، مکاني او موقعيتي خاصې محدوده کې ځکه چې د يوې سيمې د تصرف او يا هم تر خپل نفوذ لاندې راوستلو لپاره ډلبندي او يا يې هم پر عکس د يوې ځمکې د دفاع لپاره ډلبندۍ څخه د مذاکرې، ډيپلوماسۍ، جنګ او جنګ جوړونې هنر رامنځ‌ته کېږي.

تېرو لیکنو ته کتنه

د  دغې موضوع په اړه له ډېرو پلټنو وروسته مې هم په پښتو ژبه کومه لیکنه او یا څېړنه ونه موندله، نو دا څېړنه یوه نوې هڅه ده، چې راتلونکو لیکنو او څېړنو ته د مقدمې په توګه لاره پرانېزي.

کړنلاره

دا ليکنه کتابتوني بڼه لري، چې تر ډېره مې هڅه کړې له اساسي منابعو څخه استفاده وکړم. خو د اړتيا پر مهال مې له مجلو او ورځپاڼو هم ګټه اخيستې ده چې ځای پر ځای معرفي شوي دي.

موخې

۱- فارس خليج اقتصادي او سياسي اهميت واضح او روښانه کول.

۲- په سيمه کې د هغه ستونزو له منځه وړلو لپاره هڅې چې د فارس خليج په سيمه کې د استعماري هېوادونو له لوري رامنځ‌ته شوي دي.

۳- د هغه ستونزو مخنيوی چې د فارس خليج سيمې هېوادونو د ناسمو سياستونو له امله اسلامي نړۍ ته متوجه دي.

۴- د هغو حل لارو وړاندې کول چې له امله يې د سيمې ټولې ستونزې حل و فصل کيدلی شي.

د فارس خليج سياسي او اقتصادي اهميت

که د فارس خليج اقتصادي اهميت ته وګورو، د نړۍ د ډېرو هېوادونو د تمې سترګې يې ځان ته را اړولي دي، هر هېواد په خاص ډول غربي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې دا سيمه د خپل حاکميت لاندې ولري د پرديو همدې هيلو او ارمانونو د خليج حوزه د بحرانونو ډګر ګرځولې. د دولتونو ترمنځ دا کشمکشونه په لاندې ټکو کې روښانه کوو، کوم چې په خليج کې اقتصادي برلاسۍ په ګټه کې دي.

الف: د غربي نړۍ دولتونه چې د سيمې څخه بيرون دي د دوی ترمنځ دوامداره رقابت روان وي.

ب:- هغه هېوادونه چې په‌خپلو کې دښمن دي او سيمې څخه بيرون پراته دي، د دې ترمنځ هغه رقابت دی؛ لکه غربي هېوادونه چې چين او پخواني شوروي سره يې درلود.

ج:- د سيمې او د سيمې څخه بيرون قدرت لرونکي هېوادونه چې د تجاوز او تيري روحيه لري، د دوی ترمنځ د غبرګونونو لړۍ روانه ده.

د:- همدارنګه د سيمې هېوادونه په ارامه ناست نه دي هر وخت او ځای کې چې ورته د يومناسب عمل بستر اماده شي خپلو موخو ته د رسيدو لپاره اقدام کوي (۱: ۳۰).

د پورته ټکو په نظر کې نيولو سره ويلی شو چې د عراق نظامي غرور د دې لامل شو چې پر کويټ يرغل وکړي. پنځو (۵) ذکر شوفکتورونو څخه د (د) فکتور زموږ د ادعا ثبوت دی چې سيمه په يو لوی بحران کې راګيره ده او بايد دا بحران په همدې ځای کې محدود پاتې شوی وی، ولې د دې بحران ريښې بيرون وغځيدې. ويلای شو چې دا بحران د دوه اسلامي هېوادونو ترمنځ خپل داخلي بحران و، خو د سيمې هېوادونو ته يې مستقيمې ستونزې رامنځ‌ته کړي دي، ستونزو يوازې دسيمې پر هېوادونو خپل اثر نه دی غورځولی، بلکې په نړۍواله کچه يې هم ستونزې زېږولې دي، چې په دې اساس به يو داخلي بحران په نړۍوال بحران بدل شي.

په فارس خليج کې د بحرانونو پيلامه

د تعجب خبره داده چې د دې بحران دوه اصلي لوبغاړي (عراق او امريکا) د بحران له رامنځ‌ته کېدو مخکې ډېرې نږدې ديپلوماتيکې اړيکې درلودې چې د سياست په اصولو د دوی ترمنځ د تقابل او جګړې وړاندوينه نه کېده.

پر کويټ د عراق د يرغل لامل: پر کويټ د عراق يرغل انګيزه په لاندې ټکو کې خلاصه کولای شو؛

۱). د کويټ تاريخي پس‌منظر چې عراق، کويټ د تاريخي پلوه خپله خاوره ګڼي، صدام حسين چې په نظامي برخه کې ځان قوي ګڼلو نو هوډ يې وکړ چې تاريخي خوب په حقيقت بدل کړي.

۲). له سياسي پلوه صدام دا وخت د نورو وختونو په پرتله ورته ډېر مهم و، چې خپلو خيالونو ته د حقيقت جامه ور واغوندي، صدام چې د امريکا په لمسون او د غربي نړۍ په حمايت سره يوه اوږده اته کلنه جګړه له يو بل اسلامي هېواد (ايران) پر وړاندې شروع کړې وه لاندې موخو ته د رسيدو په فکر کې و؛

الف : د ايران سره د جګړې تر خې خاطرې د خپل ولس د اذهانو څخه وباسي.

ب : د استعمال او استکبار په مخالف قطب کې ځان ښکاره کړي.

ج: د خپل ولس پام د داخلي مشکلاتو او بحرانونو څخه بهرنيو مسايلو ته ور واړوي.

۳) . اقتصادي بحران هم صدام دې ته هڅولی وه چې پر کويټ يرغل وکړي.

د عراق رژيم د ايران سره د جنګ په اوږدو کې ۱۵ مليارده ډالر د کويټ ۵۵ مليارده د نورو غربي دولتونو څخه پوروړی و. د عراق او د کويټ له جګړې څخه وروسته غربي هېوادونه دې ته تيار نه وو، چې د عراق سره مرسته وکړي، بلکې دوی انتظار کاوه چې عراق به د هغو قرضونه واپس کړي. عراق د قرضونو د ورکړې توان نه درلوده، بلکې د عراق د بيا جوړونې، هيته يي وسلو جوړولو لپاره ډېرو مالي منابعو ته ضرورت درلود، نو همدا دليل و چې د کويټ په نيولو سره هغه ذخيري او مالي اقتصادي پانګو په ذريعه لاندې هيلو ته ورسېږي.

الف: د غربي هېوادونو د قرضونو فشار راکم کړي او پاتې بيخي يې له منځه يوسي.

ب: د کويټ له ذخيرو څخه خپل قرضونه تاييد کړي تر څو د نورو قرضونو لپاره لاره هواره شي.

ج: د کويټ د عايداتو او ذخيرو څخه خپل اقتصادي او نظامي بنسټ قوي کړي.

د: د کويټ پر نفتي منابعو باندې کنټرول درلود، په خاص ډول د (رميله) منطقه، دې پورته څلورو فکتورونو عراق دې ته هڅولی و چې پر کويټ حمله وکړي(۳: ۴۶).

۴) نظامي انګيزه هم پر کويټ د حملې يو دليل و، ځکه عراق په فارس خليج کې مناسبې ساحلي برخې نه‌لري، چې دې مشکل د عراق د نظامي حرکتونو په شدت سره متاثر کړي دي او دا هېواد يې اغېزمن کړی و، که عراق د (بوبيان) او (روبي) پر جزايرو باندې تسلط ولري؛ نو د عراق ډېر نظامي مشکلات يې حل کولای شول.

د عراق او ايران د جګړې په وخت کې عراق د کويټ څخه د دې جزايرو د اجرا ورکولو غوښتنه کړې وه، خو کويټ دې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی و. ځکه عراق غوښتل چې د دې جزايرو څخه نظامي ګټه پورته کړي.

ځکه د عراق او د ايران د جګړي په جريان کې نوموړې جزيري عملا ًد عراق له خوا په هوايي او سمندري حملو کې د ايران پر وړاندي ترې استفاده شوي وه. د ايران او عراق له جګړې وروسته عراق خپله توجه د (امر القصر)سمندري بندر ته ور واړوله تر څو چې د بصري ځای ونيسي.

۵). نظامي انګيزه د سياسي انګيزې لاندې د زيات اهميت لرونکې کېدای شي.

د عراق رژيم تل لپاره د جمال ناصر له دورې وروسته پر عربي نړۍ د رهبري ادعا کوله، حتی ويلای شو چې پر ايران د عراق د حملې اصلي انګيزه همدا دليل کېدای شي. عراق په دې کوشش کې و، چې خپله رهبري په عربي نړۍ قبوله کړي نو همدا دليل وه چې مناسب سمندري بندرونه، اقتصادي قدرت او نظامي توان لاس کې ولري، چې ددې فکتورونو په بنياد يې د کويټ تصرف يقيني کولای شول.

۶). امنيتي دلايل هم د صدام لپاره پر کويټ د حملي محرک و، د فارس خليج شوری په داسې وخت يې اساس کېښودل شو چې عراق له ايران سره په جګړه کې ښکېل و، ايران د اسلامي انقلاب د بري پخوا په فارس خليج کې د داسې يو شوری مخالفت کاوه چې په هغې کې دې ايران غړيتوب نه ولري همدا مخالفتونه وو، چې په هغه وخت کې د فارس خليج د همکاري شوری جوړه نه شوه، مګر کله چې په ايران کې اسلامي انقلاب بري ته ورسيد، بيا عراق د دې توان نه درلوده چې د نوموړې شوری، جوړيدو مخه ونيسي بلکې شوری، عراق سره د مرستو لپاره په يوه متحده جبهه بدله شوه او همدارنګه د سياسي پلوه د ايران پر وړاندې په مخالفت قطب کې د صدام حسين د نفوذ لاندې پاتې شوه، خو د عراق او ايران له جګړې وروسته شوری کولای شول چې د فارس خليج په سيمه کې د عراق د موخو پر ضد ودرېږي، خو که کويټ د تل لپاره د عراق په تسلط کې پاتې شوې وای؛ نو بيا د شوری قدرت له منځه تللو او ددې خطر موجود و، چې شوری به حقيقت کې د ړنګيدو سره مخ شي(۲: ۸۷).

امريکا د غبرګون لاملونه

د امريکا د غبرګون عوامل هغه وخت ښه روښانه کېدلی شي چې د ايران د اسلامي انقلاب پخوا دوره د څېړنې لاندې ونيسو، کله چې په کال  ۱۹۷۱م انګليس د خليج سيمه پرېښوده. امريکا د خليج په حوزه د خپل حضور لپاره بېلا بېلې پلمې جوړې کړې چې  لاندې ورته اشاره کوو؛

الف: په ويتنام کې د جګړې د دوام لپاره د انرژۍ ضرورت.

ب: د وخت شوروي سره مقابله کول.

ج: د نکسن د دکترينو په پلوۍ رژيم چې په سيمه کې يې د امريکا د ژاندارم په حيث رول لوبول امريکا خپلو پورته موخو ته د رسيدو په هيله د سيمې او نړۍوالو عمومي افکارو په مخالف قطب کې ودريده؛ نو ويلای شو چې امريکا د ۱۹۷۱م څخه تر ۱۹۷۹م کلونو تر منځ په سيمه کې ډېرې  ګټې تر لاسه کړې، خو په ايران کې شاهي کورنۍ له سقوط وروسته امريکا پهه ايران کې خپلې ګټې له لاسه ورکړې، په خاص ډول کله چې يې د شاهي رژيم د سقوط  په مخنيوي کې هلې ځلې له ناهيلۍ سره مخ شوې د دوی دا ناتواني امريکا په نړۍواله  کچه د شرم سره مخ کړه.

هغه رژيمونه چې تر هغه وخت يې خپل ثبات د امريکا د مرستې احسانمند ګڼلو له دې وروسته په دې فکر کې شول چې نور د امديکا پر قدرت شرطونه تړل بېهوده کار دی  او نور د بحران په وخت کې ترې د مرستې غوښتل د وخت ضايع کول دي.

امريکا په اتيايمه لسيزه کې په سيمه کې د خپل نظامي قدرت په تقويه کې منډې ترړې وکړې تر يوه بريده په دې  برخه کې يې بری ترلاسه کړ او د۱۹۹۰م په وروستۍ لسيزه کې يې وکړای شول چې پخواني مات ټپونه ورغوي همدا شرايط و چې د لاندې لاملونو ته په پام سره امريکا په بحران کي راګيره شوه.

اول: امريکا په دې فکر کې وه چې د فارس خليج پر نفتي سرچينو خپل کنټرول ټينګ کړي غربي نړۍ له دې وېره درلوده چي غرب يو ځل بيا د کال ۱۹۷۳م په شان د عربي هيوادونو پر وړاندي نفت تجزيه نه‌کړي. خو له يادو کلونو وروسته غرب په دې بريالي شو. چې بې له کومې جګړې د فارس خليج پر نفتي سرچينو ګونډه ووهي، خو هغه وخت چې په ايران کې اسلامي انقلاب رامنځ‌ته شو. په سيمه کې موجود حالت چې د غربي نړۍ د ګټو پر محور څرخيده تغيير وکړ(۷: ۱۱۶).

د۱۹۸۰م په لسيزې کې امريکا په دې لټه کې وه. چې د منځني ختيځ د نفتي سرچينو پر وړانېي خپله اړتيا را کمه کړي او د بديل پيدا کولو هڅې يې د منطقې څخه بيرون پيل کړې، خو په دې لاره کې يې کومه لاس‌ته راوړنه نه درلوده. د امريکا دا هلې ځلې ددې حقيقت بيانوونکې دي چې د فارس خليج د نفتو اهميت کم نه‌شو، بلکې په راتلونکي کې به يې اهميت لا زيات شي. ځکه د غربي تمدن صنعتي څخه د همدې غربي نړۍ په انرژۍ په حالت کې دي. همدا لامل و چې بوش د امريکا د وخت جمهور رئيس په‌خپله وينا کې داسې وايي (ډېر امريکايان په غريزې ډول په دې ېوهېږي چې موږ ولې دفارس په خليج کې مصروف او هغوی پوهېږي چې موږه نړۍ پر نفتي سرچېنو خپل کنټرول وساتو او اجازه ور نه‌کړو چې د صدام حسين په لاس کې يرپوځي...) د بوش هدف د نړۍ له نفتي سرچينو څخه همدغه د فارس خليج نفتي سرچينې دي، بوش دې هدف ته د رسېدو په لار کې لومړی سعودي د امريکا په نسبت شپږ چنده د نفتو کشف شوې زېرمې لري حال دا چې وړاندوينه شوې چې د نورې نړۍ نفت به ۱۸ کاله وروسته ختم شي، خو نړۍ ددې انتظار لري چې د فارس خليج نفت به تر سلو کلونو نور هم دوام وکړي(۵: ۹۱).

دويم: د امريکا بله انګېزه دا وه چې په سيمه کې د خپل قدرت نمايش وښيي او خپلو دوستانو دا ثابته کړي چې په هر وخت او ځای کې د دوی حمايت ته ور دانګلی شي، امريکا په دې پلان سره غوښتل هغه ماتې چې يې په ايران کې د اسلامي انقلاب وروسته ليدلې ده، يو ځل بيا جبران کړي او د زبر ځواکۍ هغه ړنګ شوی قدرت ترميم کړي.

درېيم: همدا رنګه امريکا د فارس خليج کې ددې له امله د قدرت په تظاهر کې ده چې خپلې پرله‌پسې ماتې يې چې د کوريا او ويتنام په جګړو کې خوړلي د امريکا د ولس له ذهنه وباسي(۱۰: ۷۶).

څلورم: هغه تحولات او پېښې چې په سيمه کې رامنځ‌ته شوي، امريکا يې مجبور کړه چې پر خپل سياست له سره غور وکړي او تغيير ورکړي امريکا وکړای شول چې د نکستن د کترين په تطبيق سره د درېيمې نړۍ هېوادونو له ډلې څخه په خاص ډول د شاه پهلوي رژيم په سيمه کې د ژاندارم په حيث د خپلو ګټو په خاطرحمايه کړي ترڅو د سيمې پر هېوادونو خپل کنټرول او نفوذ ولري، خو کله چې په اتيايمه لسيزه کې د پهلوي رژيم ړنګ شو نو نور يې دنکستن د کترين د اعتماد اوباور وړ نه وه او د ايران پهلوي ژندامري ر‎ژيم په سقوط سره امريکا خپلې ګټې په ايران کې له لاسه ورکړې، له دې وروسته امريکا په سيمه کې د زور او نظامي ديپلوماسي خوره کړه، دا ډول اساسي کرښو تغيير هغه وخت ښه روښانه شو، چې کار تر د امريکا جمهور رئيس په کال ۱۹۸۰م کې په‌خپله وينا کې ته چټک غبرګون قوتونو جوړول اعلان کړل، البته  ددې سره جوښت امريکا د(امنيتي کمربند) د جوړولو سياست په لاس کې ونيوه دا کمربند يې په سيمه کې د خپلو پلويو هېوادونو په مرسته د مـصر څخه شروع تر پاکستان پورې تکميل کړو، همدا رنګه يې د عربو او اسرايلو کړکېچ حل ته اشارې درلودې. امريکا د اتيايمې لسيزې په وروستيو کې خپلې نظامي کمزورتياوې له منځه يوړې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او په خاص ډول د فارس خليج په حوزه کې خپل نظامي حضور تر يوه بريده پياوړی کړ، سمندري هوايي او ځمکني بندرونه يې په‌خپل کنټرول کې ونيول، ترڅو خپل نظامي قوتونه، وسلې او لوژيستکي وسايل د همدې بندرونو له لارې خپلو موخو ته ورسوي. ددې تر څنګ د نوموړو بندرونو څخه د ګټې اخيستنې اجازې هم له اړوند هېوادونو څخه ترلاسه کړي چې په ازادانه ډول خپل ضرورتونه له همدې لارو پوره کړي، که د قضيې اصلي اړخونه وڅېړو دا جوته کېږي چې د کويټ د بحران په پيل کې د فارس خليج سهيلي سواحل د عمان او عربو سيندونه په حقيقت کې د غربي نړۍ او په خاص ډول د امريکا د ټکرونو ځای و. د عمان عسکر چې د انګليس له خو ا تربيه او تجهيز شوي، په مصيره کې د امريکا نظامي وجود، د مسندام او د هرمز په تنګي کې همدارنګه په بحرين، سعودي، کويټ او ترکيه کې د امريکا د نظامي قوتونو موجوديت دا مطلب په ګوته کوي چې د۱۹۸۰م کال په لسيزه کې يې د ځان پر وړاندې د خطرونو کچه راټيټه کړې ده او د يو هېواد د ژاندرم (۱) کولو سياست په عوض يې د مستقيم نظامي حضور سياست غوره کړ، دا طريقه يې د نظامي قدرت په سيمه کې د نفتو د قيمتونو په ټيټ ساتلو کې موثر نه و، بلکې د نورو خارجي قوتونو ګټې يې محدودې کړي دي البته په دې برخه کې د عراق نظام قدرت په کلي ډول بايد له منځ نه وای تللی، بلکې تر هغه بريده ضعيف شوی چې د سيمې هيوادونو ترمنځ د قوي انډول موجود وي(۳: ۲۱۳).

پنځم: امريکا په دې لټه کې وه چې هغه تحريکونه او ډلې چې ورځ په ورځ پکې د استعمار پر وړاندې د مبارزې هوډ قوي کېږي په نطفه کې خنثی او له منځه يې ويسي. يا په بل عبارت هغه چا ته اجازه ور نه‌کړي چې يوه ورځ دومره قوي شي چې پر سيمه د حاکمو خارجي قوتونو پر وړاندې قيام وکړي او دهغوی ګټې له خطر سره مخ کړي، د دې خبرې مطلب دا دی چې ټول د سيمې هېوادونه په داسې نامي ناتوانۍ کې وساتل شي چې له يوې خوا په خپلو کې يو بل پر وړاندې او له بلې خوا په سيمه کې د امريکا د ګټو خنډونه ګرځي په حقيقت کې دې مطلب ته اشاره شوي ده، عراق جنګي ماشين چې د ايران سره د جګړې پر وخت د امريکا او غربي هېوادونو له خوا تقويه شوی و. له جګړې وروسته هم د انکشاف او پرمختګ مخه يي ونه نيول شوه نو بايد ضعيف شوی وای امريکا ګټې تهديد کړي(۱۲: ۶۲).

شپږم: ځينو هيوادونو په خاص ډول امريکا دا وېره لري چې ممکن په نږدې راتلونکي کې د سيمې هېوادونه سره يو موټی شي، دا وېره په هغه وخت کې لا زياته شوه کله چې د عراق او ايران جګړه ختمه شوه او د فارس خليج هېوادونه يوه بل ته نږدې شول. دې تشويش ته نکستن د امريکا د وخت جمهور رئيس په روښانو ټکو کې اشاره کړې، ځکه د خيلج سيمه د عقيدوي ابعادو له پلوه د اتحاد او يووالي چانس يې ډېر قوي دی.

الف: په سيمه کې د اسلامي هېوادونو د وحدت او يووالي مخه ونيسي، ب: د بې ثباتۍ او بحران  په مرحله کې سيمه‌ييزو اختلافاتو ته لمن ووهي. ترڅو په سيمه کې خپل دايمي نظامي حضور ته بهانه ولري.

اووم: امريکا غواړي چې په سيمه کې نظامي حضور ولري ترڅو له يوې خوا د اسرايلو رژيم حمايه کړي او له بلې خوا اسلامي حرکتونه له نږدې څخه وڅاري.

اتم: امريکا په سيمه کې د خپل نظامي قدرت په موجوديت سره خپله زبر ځواکي د سيمې پر هېوادونو منل غواړي او هغوی تهديد کړي چې پر سيمه د تسلط هوډ يې نه ماتيدونکی دی. همدا رنګه امريکا غواړي چې د غرب هغه صنعتي هېوادونه چي نفتو او پر سمندرونو باندې حاکميت ته ضرورت لري ور په ګوته کړي چې له سړې جګړې وروسته هم يو نظامي اتحاد ته ضرورت شته؛ نو ځکه يې سيمه په‌خپل تسلط کې نيولې ده.

نهم: امريکا د خپل نظامي قدرت د نمايش تر څنګ دا هم تصميم لري چې د غرب پر صنعتي هېوادونو خپله مخکښي او رهبري ثابته کړي د بوش پلار د امريکا د وخت جمهور رئيس په‌خپلو ويناوو کې څو ـ څو ځله د امريکا رهبري ته اشاره کړې ده، خو امريکا هغه وستايل چې پر غربي نړۍ د خپلې رهبرۍ لپاره پلان ولري، هغه د فارس خليج نفت ا وګازو څخه عبارت دي چې نن يې هغه خوبونه په حقيقت تبديل شوي او دا دی د اسلامي نړۍ نعمتونو مال او حق دې او غربي نړۍ به يې په ارزانه پريمانه او اسانه ترلاسه کوي(۸: ۱۴).

پایله

په فارس خليج کې د امريکا سياست چې د انقلاب له برياليتوب وروسته له ماتې سره مخ شوى و، په تدريج سره د امنيتي کمربند په تقويت کولو سره او د سيمې د هېوادونو په مسلح کولو سره د خپلو رزمي توان په زياتولو د چټک غبرګون ځواکونو د تشکيل او تکميل له لارې پر ايران د جنګ له تحميل سره له شوروي سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د ناستو په چوکاټ کې محرمانه توافقات او بالاخره د سيمې په مسايلو کې د غربي بلاک د صنعتي هېوادونو د فعالولو او راګډولو په واسطه وکولاى شول چې بيا يې له سره تنظيم کړي او د درېیم ځل لپاره يې تقويت کړي د فارس خلیج سیمه یو له مهمو سیاسي او اقتصادي سیمو څخه ګڼل کېږي چې ښکیلاکګرو هېوادونو تل هڅه کړې چې له طبیعي منابعو دغه غني سيمه تر خپل ولکې لاندې راولي. په همدې لټه کې غربي نړۍ په ځانګړې توګه امریکا خپلې استعماري هڅې ګړندۍ کړې تر څو په نوموړې سیمه کې خپل حضور ته پراختیا ورکړي او اړونده طبیعي منابع په‌خپل لاس کې په ارزانه او پریمانه توګه ترلاسه کړي. چې په همدغه موخه کې د صدام له لارې بریالي شول، په لومړیو کې يې د خپلو موخو په خاطر د صدام حسین ملاتړ کاوه، خو د وخت په تېرېدو سره د امریکا سیاستونو تغيیر وکړ او پر صدام يې یرغل وکړ او سیمه کې يې خپل پوځي حضور چې له وړاندې يې درلود لا پیاوړی کړ، په دې توګه دغه ستراتیژیکه سیمه يې د اوږد مهال لپاره تر خپلې ولکې لاندې راوستله او په سیاسي، اقتصادي او... برخو کې ترې د خپل ځان په ګټه استفاده کوي. او په دغه سیمه کې يې په ګڼو نومونو د جګړې اور بل ساتلی دی.

وړاندیزونه

۱.د سیمې هېوادونو ته مې تر ټولو لومړی وړاندیز دا دی چې خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي، خپل حقیقي دوست او دښمن وپېژني.

۲. د فارس خلیج هېوادونه باید د الله جل‌جلاله له لوري د ورکړل شویو طبیعي منابعو په ارزښت وپوهېږي او داسې په ارازانه او پراخه توګه يې د غربیانو په واک کې ور نه‌کړي.

۳. د فارس خلیج د هېوادونو سازمان باید پیاوړی شي او خپل منځي ستونزې د همدې سازمان له لارې حل وفصل کړي.

ماخذونه

  1. البرت،برانډ. (۱۳۹۲ش). امنیت و جېوپولیټیک اور اسیا، مترجم: حسین اصفهاني. تهران.
  2. بابک، جلال. (۱۳۸۱ش). ستراتیژي امنیت ملي امریکا در قرن ۲۱،۶۶ /و اهران.
  3. خبر ګذاري، ایانوستي، روسیه.fa, si, ru
  4. دلدم، سکندر. (۱۳۶۳ش). سلطه جویان وامپریالیستان در خلیج فارس. تهران.
  5. دوریان، سامویل. (۲۰۰۳م). کميسیون اروپايي حقوق بشر، مترجم، جابر راوي. تهران.
  6. صادق، نشأت. (۱۳۰۶ش). تاریخ سیاسي خلیج فارس. تهران.
  7. فلسفي، هدایت الله. (۱۳۷۹ش). حقوق بین الملل معاهدات. تهران.
  8. کاسته، الوان(۲۰۰۴م). وضعیت اضطراري ناشي از تروریزم، مترجم، حاوه نظیف. تهران.
  9. ګریزیک، ژر ژر(۱۳۶۶ش). توفان خلیج، ترجمه شیدا مبشري. تهران.
  10. لارې و، باومن کلارک. (۱۳۶۹ش). اقیانوس هند در سیاست جهان، ترجمه: همایون الهي. تهران: انتشارات قومس.
  11. نشاشیبي، ناصر الدین. (۱۳۷۵ش). در خاور میانه چه ګذشت. تهران: انتشارات قومس.
  12. نشریه ازاد افغان، شمارههای ۲۳، ۳۴ سال های ۲۰۰۳-۲۰۰۷
  13. وارال، د. (۱۳۶۵ش). خلیج فارس در عصر استعمار، ترجمه، شفیع جوادي. تهران.
  14. الهي، همایون. (۱۳۸۱ش). اهمیت ستراتيژیک ایران درجنګ جهاني دوم، مرکز نشر دانشکاهي، چاپ دوم، شماره۱. تهران.
  15. هی من، انتوني. (۱۳۶۳ش). افغانستان در زیر سلطه شوروي، ترجمه شیدا طاهري. تهران: انتشارات شباویز.

 

 

Assoc. Prof. Mangal Shirzad

Faculty of Political Science

The Political & Economic Importance of the Persian Gulf & the Starting of Crises

Abstract

Iraq as one of the Persian Gulf (Khalig-e-Fars) countries had very good and frankly relations with the United States. After the invasion of Iraq on Quwait the relation between these two states got worse and even resulted into Economic embargos on Iraq by the US. By doing so, the US actually created a crisis in the region which now functions internationally. By the order of the US and support of the west, as well as for the sake of his own interests, former Iraqi president Sadam Hussain, had once involved in war with another Islamic country Iran too.