پوهنوال مستعلي نیــازی

ښوونې او روزنې پوهنځی

تاریخ څــــــــــــــــانګه

تقريظ ورکوونکي: پوهنوال عزت الله او پوهنوال جان محمد پيغام، د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان.

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د سقوط لاملونه

لنډیز

محمد ظاهر شاه چې په ۱۲۹۳ل د تلې ۲۳مه، ۱۹۱۴ز د اکتوبر په ۱۵نېټه زېږېدلـی دی. نوموړی د نادرخان زوی، د یوسف خان لمسی او د یحی خان کړوسی دی. چې د پلار له مرګ وروسته د ترونو له خوا په ۱۹ کلنۍ کې د پاچا په توګه وټاکل شو. له ۱۹۳۳ څخه تر ۱۹۷۳جولای تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان پاچا و. د ده په واکمنۍ کې دویمه نړۍواله جګړه ستره پېښه وه، چې غیر مستقیم یې د افغانستان پر سیاسي وضعیت اغېزه درلوده.

ددې مقالې تطبیقي ساحه په اوس‌مهال کې داده چې د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې له ۱۳۴۳ل څخه تر ۱۳۵۲ل کال پورې افغانستان د دیموکراسۍ دوره تېره کړه. په هېواد کې دیموکراسۍ پورې اړوند یو لړ کارونه سرته ورسیدل. د حامد کرزي او محمد اشرف غني په واکمنیو کې هم د دیموکراسۍ نوې دوره پیل شوه. مطبوعاتو، میډيا او ګوندونو ته د فعالیت د اجازې ورکولو په خوا کې له هغوی سـره مرستې کېږي. غرب غواړي چې افغانستان کې دیموکراسي پلې کړي، ټاکنیزو دولتونو منځ‌ته راتګ لپاره لاره هواره کړي او پارلماني ټاکنې په ازادانه فضا کې تر سره شي. چې دغه کړنې د دیموکراسۍ د لسیزې څخه الهام اخلي.

محمد ظاهر شاه په‌خپله، د ده پلویانو او د کورنۍ ځينو غړو د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون د تصویب پرمهال په دې ټينګار کاوه، چې د دې قانون ۲۴مې مادې مواد دې تصویب شي، که څه هم پر دې ماده باندې د یاد قانون د تصویب پر مهال ډېر جنجال وشو، خو د حاکمې طبقې د فشار په اساس دا ماده تصویب شوه. ددې مادې د موادو پر اساس داود خان د سیاسي مبارزې، په پارلمان کې د غړيتوب او کابینه کې له کار کولو څخه محروم شو. هغه ته پرته له کودتا څخه هیڅ لاره پاتې نه شوه، واک ته د رسیدو په خاطر داود خان پوځ ته مخه کړه. د پوځ په مرسته یې په ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په ۲۶مه کودتا وکړه او د پاچا واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.

کلیدي کلمې: دویمه نړۍواله جګړه، دیموکراسۍ لسیزه، مستبد، مطلقه شاهي حکومتونه، انارشیزم، ټاکنیز سیستم، کودتا.

سریزه

 د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ لومړیو کلونو کې د ده د ترونو د ډېر واک درلودلو له امله په ځانګړي ډول د سردار محمد هاشم خان صدراعظمۍ دوره یوه مستبده او مطلقه شاهي دوره وه، خو د شاه محمود د صدراعظمۍ پر مهال ( ۱۹۴۶ ـ ۱۹۵۳ز) لږ لږ د دیموکراسۍ پورې اړوندې کړنې ترسره شوې، چې د روڼ اندو امیدونه یو څه پوره شول. د محصلینو اتحادیه، ویښ ځلمیان، وطن او ملي ډیموکراتیک ګوندونه جوړ شول، خو د سردار محمد دا‌ود خان د صدراعظمۍ په دوره کې اقتصادي پلانونه طرحه او تطبیق شول، چې په هېواد کی مواصلاتي سیستم پرمختګ وکړ د برېښنا د بندونو جوړولو کار پیل شو، خو د ډیموکراتیکو اصلاحاتو؛ لکه د پاچا د کورنۍ څخه د صدراعظمۍ د څوکۍ اخیستل، ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکول، د مطبوعاتو ازادي او نورو موضوعاتو پر سر د پاچا او داود خان ترمنځ اختلاف پیدا شو. چې داود خان له صدراعظمۍ څخه استعفا ورکړه، خو پاچا پرته له ځنـډ څخه د صدراعظمۍ لپاره ډاکتر محمد یوسف نوماند کړ، چې د پاچا له کورنۍ سره يې اړیکې نه درلودې. د ډاکتر محمد یوسف له خوا د اساسي قانون له تصویب څخه وروسته په افغانستان کې د دیموکراسۍ دوره پیل شوه، خو د یاد قانون په څلورویشتمه ماده کې پاچا او د پاچا د کورنۍ غړي له سیاسي فعالیت څخه بند شوي وو، چې داود خان هم په دوی کې شامل و. کله چې داود خان ځان له سیاسي فعالیت څخه محروم ولید او واک ته د رسیدو لارې پرې بندې شوې، همدا سبب وه چې نوموړي د کودتا په موخه په پوځ کې د افسرانو سره اړیکې ټینګې کړې. په ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په ۲۶مه نېټه يې د محمد ظاهر شاه واکمنۍ ته د پای ټکی کېښوده.

موخې

  • ­­­ په دې پوه شو چې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ سقوط د وروستیو جګړو سره اړیکې درلودې.
  • په ریښتیني توګه د محمد ظاهر شاه واکمنۍ د ده د ادارې نیمګړتیا او فساد په وجه سقوط وکړ.

پوښتنې

  • ایا محمد داود خان د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په سقوط کې ونډه درلوده؟
  • ایا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ سقوط په افغانستان کې د بې ثباتۍ سبب شو؟

مواد او کړنلاره

 د دې مقالې بڼه کتابتوني ده. چې له علمي سرچینو او نویو چاپ شویو اثارو څخه د یادې موضوع اړوند علمي معلومات راټول او په مناسبو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي. د موخې له مخې دغه څېړنه تحلیلي ده، د لیکنې ژبه یې روانه او د پوهیدو وړ ده، لوستونکي کولای شي په اسانۍ سره ترې ګټه واخلي.

د سـقوط لاملونه

 د ۱۳۴۳ل کال اساسي قانون تصویب د محمد ظاهر شاه واکمني کاواکه کړه. ځکه د دې قانون د تصویب څخه وروسته روڼ اندو ته ازادي ورکړل شوه، چې سیاسي ګوندونه جوړ کړي، د دې ګوندونو غړو به تل د پاچا او د هغه د حکومت د کړنو په مقابل کې اعتراضونه او مظاهرې کولې او په‌خپلو نشراتي ارګانونو کې به یې په دولت کلکې نیوکې کولې چې د دیموکراسۍ په دوره کې یې څلور صدراعظمان استعفا ته اړ اېستل او سیاسي وضعيت یې د بحران لوري ته سوق کړ(۳: ۶۹).

 د ګوندونو د جوړیدو قانون چې د اساسي قانون د ۳۲مې مادې پر بنسټ نافذ شو د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند دواړو اړخونو (خلق او پرچم) په پوځ کې د نفوذ په خاطر جدي فعالیت پیل کړ. د پوځ هغه ځوانان چې په شوروي اتحاد کې یې پوځي زده‌کړې کړې وې، خپلو لیکو ته جذب کړل. اسلامي ګوندونو هم دې کار ته لاس اوږد کړ، خو هغوی وروسته ډګر ته راوتلي وو، په پوځ او پولیسو کې د نفوذ په چارو کې وروســته پاتې شول، دوی ونه توانیدل چې مسکو ته د وفـادارو ډلو د فعــالیت مخه ونیســي(۴: ۹۱۲).

 په ۱۳۴۳ل کال په اساسي قانون کې پاچا واجب الاحترام، غیر مسؤل او پاچاهي د پاچا د کورنۍ میراثي حق وګڼل شو، ولې د دوی پام نه و چې شاهي نظام او د یموکراسي ترمنځ زیات تضاد دی، دواړه سره نه جوړېږي. هغه څه وشول چې پاچا يې هیڅ تصور نه درلود، داسې ګډوډي رامنځ‌ته شوه، چې چا یې بیا مخه نه شوه نیولای(۷: ۶۵ـ ۶۶).

د ۱۳۵۲ ل کال د داود خان د کودتا او ظاهر شاه د واکمني د سقوط په برخه کې مورخین مختلف نظریات لري. ښاغلی میرمحمد صدیق فرهنګ په دې اړه داسې نظر لري: « د ۱۳۵۲ ل کال د چنګاښ په ۱۸ مه د کودتا د نیټې څخه نږدې یوه اوونۍ مخکې د شوروي ۱۲۰ ټانکستان کابل ته راغلل چې د هغوی له جملې څخه ۲۶ ټانکستانو په کودتا کي ونډه درلوده»(۴: ۹۱۳).

محمد ظاهر شاه په هېواد کې د دیموکراسۍ د ټينګښت او پرمختګ لپاره اقدامات پیل کړي وو؛ لکه د مطبوعاتو ازادي، سیاسي ګوندونو جوړېدل او هغوی ته د خپرونو ازادي، پارلماني ټاکنې او یو شمیر نور اقدامات وشول. خو روڼ اندو د دغو بدلونونو په مقابل کې د احتیاط او تدبیر څخه کار وانه اخيست، پایله دا شوه چې د شورا د اتمې دورې د ټاکنو پر مهال حالات نور هم خراب شول، لامل یې دا وه چې دیموکراسي هغه مهال د تطبیق وړ نه وه(۸ : ۱۸).

د محمد ظاهر شاه د رژیم په سقوط او داود خان په کودتا کې د شوروي د لاس درلودلو په اړه ځينې لیکوال له داودخان سره د کودتا پرمهال د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د ځينو غړو؛ لکه عبدالحمید محتاط، پاچاګل وفادار او محمد حسن شرق مرستې ګڼي او ټینګار کوي چې داود خان له ببرک کارمل سره اړیکې درلودې(۹: ۹۱۴).

د داود خان سره د صدارت پر مهال د شوروي اتحاد له خوا د ډېرو نظامي او تخنیکیي مرستو په پایله کې نفوذ زیات شو، ددې نفوذ څخه هغوی د خپلو پلویانو په پیاوړتیا کې پوره ګټه واخيسته په ۱۹۶۳ز کال داود خــان لـه استعفا وروسـته پـه اقتصادي لحاظ افغانستان د شوروي په انحصار کـې و(۱۰: ۱۵۹).

د محمد ظاهر شاه د رژیم سقوط یو لامل دا و چې داودخان په دې واقعيت پوه شو، چې د پاچا په واکمنۍ کې د ده لپاره د سیاسي فعالیت زمینه نه ده برابره، ځکه پاچا او هغه ته نږدې کسان؛ لکه شاه‌ولي خان او سردارعبدالولي خان له صدراعظمۍ څخه د داود خان په استعفا ډېر خوښ وو، دوی داود خان د ځان لپاره په راتلونکي کې ستر خنډ ګڼلو او د هغه پر هيلو باندې ښه پوهيدل. دوی کوښښ کاوه چې داود خان سیاسي ډګر ته داخل او قوي نه‌شي، د ۱۳۴۳ ل کال د اساسي قانون د ۲۴ مې مادې له تصویب سره د دوی دا هیله پوره شوه(۹: ۷۴).

د دیموکراسۍ دورې په وروستیو کلونو کې له داود خان پرته د دوو نورو کودتا ګانو یعنې د سردار عبدالولي خان او د هغه د پلار شاه‌ولي خان خبرې هم کېدلې، خو داود خان پر دوی باندې ړومبی شو، هغو کسانو چې د ۱۳۵۲ ل کال د کودتا په لارښوونه او بریالیتوب کې فعاله ونډه درلوده عبارت وو له سردار محمد داود خان، محمد حسن شرق، غلام حیدر رسولي، محمد سرور نورستاني، مولا داد، محمد یوسف، پاچا ګل وفادار، عبدالحمید محتاط، سید عبدالله، غوث الدین فایق، عبدالقدیر او د دوی سربېره د کوماندو ۴۴۴ قطعې، ښاري انظباط قطعې او د سـلطنتي ګــارډ قطعې برخه درلـوده(۹: ۷۵).

د داود خان په کودتا او ظاهر شاه د رژیم په سقوط کې د شوروي لاس درلودل هیڅ رښتیا نه‌دي. په دې اړه پوهاند دوکتور محمد حسن کاکړ داسې ليکي: ۱۳۵۲ ل کال د غبرګولي په میاشت کي لومړی بریدمن حبیب الله د ارګ د څوارلسمې مفرزې مرستیال د احضاراتو پوره ډاډ ورکړ. یو اجرایوي پلان یې راوویست. همدارنګه محمد داود په یوه غونډه کې د فایق څخه د وسلو پوښتنه وکړه هغه وویل: « از ډیپو شهرار و از ګلوله پشته دو نفر افسر برایم وعده سلاح داده اند.»( کاکړ ۱۳۸۸ مخ :۳۰)

 په فوځ کې سرګروپان د کودتا لپاره د محمد داود امر ته سترګې په لاره وو، خو داود خان وویل: « در غیاب او کودتا نه خواهم کرد، زیرا این حرکت معقولتر و مردانه نمی باشد» همدارنګه ده فایق ته هم ویلي و چې: « انقــلاب زمانی صـورت ګرید کــه شــاه و ســردار ولی در کــابل باشند »(۵: ۳۱).

د محمد ظاهر شاه د رژیم د سقوط لپاره نورو هم هڅه کوله په دې اړه غلام حیدر رسولي او سرور نورستاني، فایق او حسن شرق ته داسې ویلي وو: « اګر محمد داود با ما یکجا اشتراک نکند ما بیدون او اقدام خواهیم کرد» حسن شرق محمد داود ته وویل: «که دې دوی ته د کودتا امر ورنه کړ دوی مجبور دي له نورو سره یوځای شي»(۵: ۳۲).

عبدالولي په دوی شکمن شوی و د ۱۳۵۲ل کال د سرطان په اتمه یې فایق راوغوښته له داود خان سره د هغه د اړیکو په اړه یې ترې پوښتنه وکړه فایق وویل: « به خدا و قران که اګربین من و سردار محمد داود کدام رشته قرابت باشد»(۵: ۳۲).

سردار محمد داود خان ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په ۲۶مه د ۱۹۷۳ز کال د جولای په ۱۷مه د افغانستان د پوځ د افـسرانو په مرسته کودتا وکړه، شاهي نظام یې ختم او د جمهوریت بنسټ یې کېښود د ۱۳۵۲ ل کال د چنګاښ د ۲۶مې نېټې سهار ۷بجې او ۲۰ دقیقې داود خان په داسې حال کې چې د اوړي کمیس او درویشي یې په تن کې وه له خپلو ملګرو سره یوځای د ښاري انظباط د قطعې له خوا د احترام د مراسمو له منلو وروسته د راډیو افغانستان سټيډیو ته داخل شو د راډیو نطاق مهدي انانس ورکړ. خو داود خان ورته وویل وروسته له دې ما او بل هیچاته د سردار خطاب و نه کړې. د سردارۍ بستره نوره په افغانستان کې ټوله شوه. مهدي ظفر، داود خان ته د خبرو بلنه ورکړه، نوموړي لومړي ځل لپاره د شاهي نظام سقوط اعلان او خلکو ته یې د جمهوریت مبارکي ورکړه(۹: ۷۸).

محمد ظاهر شاه د پاچاهي له سقوط او د کودتا تر بریاليتوب وروسته ډېر ژر په لاندې متن خپله استعفا راولېږله:

بسم الله الرحمن الرحیم

برادرم جلالت مآب رئیس جمهور

از موقیعکه خبر جریانات اخیر را شنیده ام تا این دم فکرم متوجه وطن من بود و برای اینده آن نگران بودم مگر همین که دریافتم که مردم افغانستان بغرض اداره و آینده امور ملی از ریژیم جمهوریت با اکثریت کامل استقبال نموده اند، با احترام از اراده مردم وطنم خود را از سلطنت افغانستان مستعفی می شمارم و بدینوسیله از تصمیم خود به شما ابلاغ می کنم. در حالیکه ارزوی من سعادات و اعتلای وطن عزیز من است، خود را من حیث یک فرد افغان زیر سایه بیرق افغانستان قرار می دهم.

دعای من اینست که خداوند بزرگ و توانا همواره حامی وطن و هموطنان من باشه.

محمد ظاهر شاه پادشاه سابق افغانستان(۱: ۲۳۹).

پایله

 د محمد ظاهر شاه واکمني د افغانستان په معاصر تاریخ کې د پام وړ ده، ځکه دده د واکمني پر مهال نړۍ ډېر پرمختګ وکړ، له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته په هېواد کې سیاسي او اقتصادي اصلاحات پلې کړل، خو موندنې دا وښوده چې د دیموکراسي په لسیزه کې نوموړی له یو لړ ستونزو سره مخ شو، چې د ده واکمني يې کاواکه کړه. یوه له هغه ستونزو څخه د څلورو صدراعظمانو پرله‌پسې استعفا وه، چې د هېواد په سیاسي وضیعت یې منفي اغېزه وکړه.

دويمه موندنه د څېړنې پرمهال داوه، چې نوموړي په‌خپله، د ده پلویانو او د کورنۍ ځينو غړو د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون د تصویب پرمهال په دې ټينګار کاوه، چې د دې قانون ۲۴مې مادې مواد دې تصویب شي، که څه هم پر دې ماده باندې د یاد قانون د تصویب پر مهال ډیر جنجال وشو، خو د حاکمې طبقې د فشار په اساس دا ماده تصویب شوه. ددې مادې د موادو پر اساس داود خان له سیاسي مبارزې، په پارلمان کې د غړيتوب او کابینه کې له کار کولو څخه محروم شو. هغه ته پرته له کودتا څخه هیڅ لاره پاتې نه شوه، واک ته د رسیدو په خاطر داود خان پوځ ته مخه کړه. د پوځ په مرسته یې په ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په ۲۶مه کودتا وکړه او د پاچا واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.

د څېړنې پر مهال بله موندنه داده چې یوازې داود خان نه غوښتل چې پر محمد ظاهر شاه کودتا وکړي، نورو اشخاصو؛ لکه غلام حيدر رسولي، محمد سرور نورستاني، سردار شاه ولي خان، عبدالولي خان، حسن شرق او ملګرو یې هم د کودتا هڅه کوله ځکه حسن شرق او غلام حیدر رسولي داود خان ته ویلي وو که چېرې دی ورته د کودتا امر ور نه کړي دوی به له نورو سره یوځای شي. خو داود خان پر دوی ټولو مخکې شو او واک یی په لاس کې واخیست.

څېړنې وښودله چې د دیموکراسۍ په لسیزه کې یوازې پاچا ګرم نه دی، زموږ د هېواد روڼ اندي هم ملامت وو. ځکه دوی د دیموکراسۍ څخه سمه ګټه وا نه خیسته او دیموکراسي یې په انارشیزم بدله کړه، د هېواد سیاسي وضیعت یې بحراني کړ، چې په پایله کې د محمد ظاهر شاه واکمني سقوط وکړ.

د څېړنې پر مهال څرګنده شوه چې د داود خان په کودتا کې شورویانو هیڅ ونډه نه درلوده یواځې افغاني پوځیانو کودتا بریالۍ کړه.

مناقشه

محمد ظاهر شاه غوښتل چې په هېواد کې دیموکراسي په ډېره کراره پلې کړي، خو نړۍوالو او کورنیو شرایطو دا دیموکراسي په انارشیزم بدله کړه. د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون او د ګوندونو د جوړیدو له قانون څخه روڼ اندو او چپیانو ګټه واخیسته، لومړی یې ګوندونه جور کړل بیا یې د پاچا او حکومت هرې کړنې په مقابل کې لاریونونه کول. د کابل ښار د پارک زرنګار بڼ به تل د لاریون کوونکو د غونډو کوربه و. ځينې وختونه به یې پاچا په ډېرو بدو نومونو یادولو. خو پاچا په پوره حوصله دا هر څه زغمل او دیموکراسي ته یې احترام درلود، خو کله ـ کله به د پاچا د تره زوی عبدالولي خان به د لاریون کوونکو په مقابل کې توند او تېز چلند کاوه، دا کار هغه پاچا ته د وفادارۍ لپاره نه، بلکې هغه غوښتل چې وضعيت بحراني کړي. تر څو واک ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړي.

داود خان هم په کمین کې و، هر فرصت څخه یې ګټه اخیسته د پوځ له افسرانو سره یې اړیکې ټينګې کړې، تر دې چې په پوځ کې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند غړي یې هم له ځان سره متحد کړل او له هغوی څخه یې په کودتا کې ګټه واخیسته.

پاچا د خلکو ځينې غوښتنې لکه د صدراعظمۍ څوکۍ د پاچا له کورنۍ څخه اخيستل، د ګوندونو د جوړیدو ازادي، مطبوعاتو ازادي او ښځو ته حقوق ورکول یې عملي کړل. خو ځينو روڼ اندو د دې ازادي څخه منفي ګټه واخیسته او د پرمختګ پر ځای یې د هېواد وضعيت بحراني کړ تر هغې چې شاهي نظام سقوط وکړ.

پایله اخيستنه

د ظاهر شاه د واکمنۍ په پیل کې ډېر واک د ده د ترونو سره و، خو کله چې نوموړی په واک مسلط شو، کوښښ یې وکړ چې په نړۍواله کچه د شوروي او امریکا تر منځ تعادل وساتي او د ګاونډیو هېوادو سره ښې اړیکې ولري. په داخل کې یې پوهو اشخاصو ته ډېره پاملرنه کوله. ځینې اقتصادي تاسیسات؛ لکه د برېښنا بندونه او کوچنۍ فابریکې یې جوړې کړې په سیاسي برخه کی یې د شاه‌‌محمود خان د صدارت په دوره کی دیموکراسۍ ته مخه کړه، سردار محمد داود خان د صدارت پر مهال يې ۵ کلن اقتصادي پلان طرحه او تطبیق کړ، د یو ځانګړي مجبوریت په اساس یې له شوروي اتحاد څخه د پوځ لپاره مختلف النوع وسلې واردې کړې.

د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان سره یې ښې اړیکې درلودې، د ایران سره یې د اوبو د وېش تړون لاسلیک کړ. ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې ټینګې شي. هغه پوهیده که په نړۍواله کچه یو لور ته میلان پیدا کړي بل لوری به څرګنده مداخله وکړي او د هېواد وضعيت به بحراني کړي، هغه کوښښ کولو چې هېواد په کراره او متوازن ډول پرمختګ وکړي. خو د نوموړي دا سیاست افغانستان د زده‌کړو او تخنیک په برخه کې له ګاونډیو او نړۍوالو څخه وروسته پاتې کړ. د پاچا د واکمنۍ له سقوط وروسته په دې تمه چې هېواد به پرمختګ وکړي، خو زموږ هېواد له سیاسي ستونزو سره مخ شو چې حل یې لا تر اوسه پورې یوه غټه ستونزه ده.

وړاندیزونه

  • د دیموکراسۍ د لسیزې په څېر اوس هم د ګاونډيو هېوادونو، امریکا او شوروي اغېز موجود دی. د هغوی اغېز ته باید جدي پاملرنه وشي. د بهرنیو هېوادونو سره د ګوندونو اړیکې په جـدي ډول تر کنټرول او څارنې لاندې و نیول شي.
  • د هېواد روڼ اندي او سیاسي ګوندونه باید د اوسنۍ دیموکراسۍ څخه مثبته ګټه واخلي، خپل حرکتونه د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ برابر کړي.
  • روڼ اندي باید حوصله وکړي چې په هېواد کې دیموکراسي خپله لاره طی کړي، ټاکنیز سیستم پیاوړی شي. د زورواکۍ او د وسلې له لارې واک ته د رسېدو کولتور ختم شي، دوی باید اوس‌مهال له دولت څخه د ډېرو ژورو بدلونونو تمه و نه‌کړي.

ماخذونه

  1. اکرم، عاصم. ( . ). نګاهی به شخصیت، نظریات و سیاست های سردار محمد داود خان.
  2. ایوبي، سیدعبدالله. (۱۳۹۲ل). افغانستان در یک نګاه. دویم چاپ. کابل: انتشارات رسالت.
  3. شیرزاد، محمد اقا. (۱۳۸۹ل). افغانستان او سیاسي خوځښتونه. خپرندوی: پخپله ليکوال.
  4. فرهنګ، میر محمد صدیق. (۱۳۸۹ل). افغانستان په وروستیو پنځو پیړیو کې. ژباړن: سیدعبدالله پاچا. پېښور: میوند خپرندویه ټولنه.
  5. کاکړ، محمد حسن. (۱۳۸۸ل). د سرطان کودتا د افغانستان داوږدې بې ثباتي پیلامه. کابل: اسد دانش مطبعه.
  6. مامون، خیرمحمد. (۱۳۹۲ل). د افغانستان د یرغلونو په لار کې. پېښور: دارالکتب پرنټرز.
  7. نظرزی، اباسین. (۱۳۹۱ل). د افغانستان سیاسي اوضاع ته یوه لنډه کتنه. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.
  8. ننګیال، شهرت. (۱۳۷۹ل). شاه سابق محمد ظاهر شاه. برګردان دوکتور کامګار و نصیر احمد نشاط. پشاور:مرکز نشراتي میوند، سباکتابخانه.
  9. نیازی، مستعلي. (۱۳۸۹ل). د سردار محمد داود خان د واکمنۍ سیاسي ستونزې. ننګرهار: ګودر خپرندویه ټولنه.
  10. ویاړ، محمد کبیر. (۱۳۸۹ل). د افغانستان تاریخ وروستیو دوه نیمو پیړیو کې. کابل: اسد دانش خپرندویه ټولنه.

 

 

Assoc. Prof. Mast Ali Niazi

Faculty of Education

The Causes of Collapse of the presidency Mohammad Zahir shah

Abstract

Majesty Mohammad Zahir Shah was born in (1914), he was son of Mohammad Nadir Khan grandson of Yousaf Khan and son in law of Yahya Khan, after death of his father at the age of (19) by the decision of their uncle side they announce him as king of Afghanistan. During his rolling second world war was happened which was indirectly affect Afghanistan political situation. Implementation area of this article in present time is that during his rolling from (1933 up to 1973) was fully democracy period in country. Some achievements with respect to democracy was done its worth mentioning that during the rolling of Hamid karzi and Ashraf Ghani new era of democracy was started they given full permission to media and political parties this independence was supported by the government.

Western countries want to implement democracy in Afghanistan, they created based for election to ensure elected government and parliament. Democratic era in Afghanistan taken place from the time of Mohammad Zahir Shah in present situation Russia, America and other neighboring countries have their own influence in Afghanistan. Right now government should strongly supervise and control political parties and their ties with foreign countries.