پوهنوال دوکتور محمد مصطفی نیازی

 حقوقو او سیاسي علــــومو پوهنځی

خصوصي حقوقو څـــــــــــــــــانګه

تقريظ ورکوونکي: پوهاند برکت الله تائب او پوهنوال شيرعلي امن، د شرعياتو او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو استادان.

د قمري میاشتو د معلومولو په هکله پر فلکي حساب اعتماد

لنډیز

دا یو حقیقت دی، چې هر کال او په هر ځای کې چې کله د رمضان میاشت را نږدې شي، د خلکو ترمنځ جر و بحث شروع شي، په داسې حال کې، چې پر مسلمانانو واجب ده تر څو په دې قضیه کې سره متفق واوسي، نه دا چې دغه قضیه د دوی د اختلاف او جلاوالي لامل وګرځي، خو اوس پوښتنه دا ده چې پر فلکي حساب اعتماد کیدلای شي او د قمري میاشتو ثبوت په دې حساب سره صحیح دی که نه؟

 په فلکي حساب سره د قمري میاشتو معلومول یوه اختلافي موضوع ده. ځینې وايي چې د قمري میاشتې ثبوت پر فلکي حساب سره صحیح نه دی او ځینې نور وايي چې میاشتې پرې نه ثابتېږي.

سریزه

دا چې په فلکي حساب سره د قمري میاشتو معلومول یو له مهمو موضوعاتو څخه ده او په دې اړه د علماوو اختلاف دی او په اړه يې زیاتې څرګندونې کړي دي. لږ تر لږه موږ دومره کولای شو چې پر فلکي حساب په قعطي توګه عمل د نفي په مورد کې ورکړو نه د اثبات په مورد کې، ترڅو په دې سره د هغه اختلاف کچه را ټیټه شي، چې هر کال د روژې په شروع او ختم کې موجود وي، تر دې چې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ درېیو ورځو ته رسېږي، د نفي په مورد کې پر فلکي حساب اعتماد معنی دا ده چې د میاشتې ثبوت به په ليدلو سره وي؛ لکه څرنګه چې اکثر علماء وايي خو که چېرې فلکي حساب د ليدلو نفي وکړه او څرګنده يې کړه چې ممکن نه ده، ځکه میاشت له سره پیدا شوې نه ده؛ نو واجب دا ده چې په دې وخت کې د شاهدانو شهادت نه قبلېږي، ځکه د علم فلک حساب، چې په یقیني توګه څه ثابت کړي د دې ليدنې تکذیب کوي، دغه خبره سبکي په‌خپله فتاوا کې هم ذکر کړې ده او ویلي يې دي، چې پر قاضي واجب ده که شهادت يې رد کړ، ځکه چې حساب قطعي دی او د شاهدانو خبر ظني دی، ظني د قطعي معارض نه‌شي واقع کیدلای.

مواد کړنلاره

 د نوموړې موضوع په اړه معاصر علماء بېلابېل نظریات لري، په ابتدا کې د موضوع په اړه عمومي معرفي او بحث شوی، بیا اختلافي نظریاتو یادونه شوې، چې دغه اختلافات د علماوو او فقهاوو له لورې شوي، دا رنګه د موضوع حل لارې بیان شوي او په اخري برخه کې شرعي حکم بیان شوی، البته د دې موضوع په لیکنه یا تحقیق کې له معتبرو کتابونو سربېره له مجلو او انټرنیټ څخه هم پکې استفاده شوې ده، ځکه مخکې مو څرګنده کړه، چې دا نوې موضوع ده. پخوانیو علماوو یې په اړه څېړنه نه ده کړې. ما هم تر خپله وسه کوښښ کړی، چې درسته او صحیح څېړنه یی وکړم او په سالم شکل یې تحلیل کړم.

په نوموړې موضوع کې له معبترو کتابونو سربیره له شاملې، مجلو او انټرنیټ څخه هم پکې استفاده شوې ده. دا راز د خپلې تجربې څخه مې هم پکې استفاده کړې. دا چې موضوع خورا مهمه او په اوس وخت کې یوه اختلافي نقطه ده؛ نو زیاته اتکأ مې پر شرعي نصوصو او نظریاتو کړې.

د موضوع په څېړنه کې مې هڅه کړې، چې په بې‌طرفه ډول د لوريو نظرونه په پوره عدالت سره رانقل کړم.

دا چې موضوع فقهي او قانوني اړخونه لري هڅه مې کړي، چې د دواړو ترمنځ داسې مقایسه وکړم، چې هغه پر عدالت ولاړه وي او دواړه نصوص په پوره امانتدارۍ سره نقل کړم.

موخې

 د دې موضوع د انتخاب څخه زما هدف دا دی، چې لوستونکو ته څرګنده کړم څنګه کولای شو، چې د قمري میاشتو په معلومولو کې له فلکي حساب څخه استفاده وکړو، او د دې موضوع کیفیت ورته په ساده ژبه بیان کړم، ترڅو د هغو اختلافاتو څخه پرې خالص شي، چې هر کال يې ترمنځ پېښېږي، چې له کبله يې روژه او اختر درېیو ورځو ته رسوي.

د قمري میاشتو ماهیت او فلکي حساب

د یادونې وړ ده، چې د سپوږمۍ حرکت د میاشتو په ميلاد کې ستر ارزښت لري، ځکه چې د میاشتو ابتدا پرې معلومېږي، د فلکیاتو د علم په هکله زیاتې څېړنې شوې دي او ګڼ شمېر اسلامي علماوو د فلکي حساب د کارونې موضوع د قمري میاشتو د ثبوت لپاره ترسره کړې ده، د بېلګې په توګه بتاني- ۸۵۰- ۹۲۹، بیروني- ۹۷۳- ۱۰۴۸م نصیرالدین طوسي- ۱۲۵۸- ۱۳۷۴م په تېره پېړۍ کې – محمد مختار باشا -۱۸۴۶- ۱۸۹۷، د همدې موضوع په اړوند یو معتبر کتاب ولیکه د – التوقیفات الالهامېه في مقارنه التواریخ الهجریه بالسنین الافرنجیه والقبطیه من سنه ۱- الی ۵۰۰ هجري- ډاکټر محمد عماره د دغه کتاب څېړنه او تحقیق کړی، چې لومړی چاپ يې په کال ۱۴۰۰هجري ۱۹۸۰م کې د – المؤسسه العربیه للدراسات والنشر- له خوا په دوو ټوکونو کې چاپ شو.

 البته په وروستیو کلونو کې اسلامي علماوو دغې موضوع ته زیاته پاملرنه وکړه، امکان لري، چې د دې لامل دا وي، چې د تګ راتګ لارې اسانه شوي د خلکو ترمنځ د وصل اړیکې پراخې شوې، تر دې چې اوس‌مهال له ټولې نړۍ څخه یو کلی جوړ شوی، خو د دې سره - سره مسلمانان لا د اخترونو په وختونو کې سره مختلف دي. تر دې چې ګاونډي هېوادونه هم یو له بله مختلف وي، خو د معاصرې ترقۍ او پرمختګ سره - سره په تېره بیا د فلکیاتو د علم په برخه کې، ځکه په دې ساحه کې ترقي ډېره زیاته شوې ده، ایا پر فلکي حساب اعتماد صحیح دی ترڅو پرې قمري میاشتې معلومې کړو او اوائل يې وپېژنو؟

 په خوا به ویل کیدل، چې اسلامي فقهاوو په بېلابېلو مذاهبو کې په دې متفق وو، چې فلکي حساب قابل د اعتبار نه دی او نه په دې سره د قمري میاشتو اوائل یا پیل معلوميدلای شي، په تېره بیا د هغوی په زمانه کې، ځکه هغه مهال فلکیاتو علم د علم نجوم سره ګډ و، چې د دې څو بیلګې په لاندې ډول دي؛

سرخسي ویلي دي: «...ځیني په دې اند دي، چې د اشتباه پر مهال به ورته مراجعه کېږي، دا نظريې ناسمې دي، ځکه نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: (څوک چې کاهن او عراف ته ورغلل او د هغه د خبرې تصدیق يې وکړ نو په هغه څه کافر شو، چې پر محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم نازل شوی».(۲۰: ۳/ ۷۸).

ابن عابدین ویلي دي: «د مؤقتینو خبرې ته په روژه کې اعتبار نه‌شته، او په معراج کې هم خبرې ته اعتبار نه‌شته، آن چې خبره يې په اجماع سره قابل د اعتبار نه ده».(۹: ۲/ ۳۸۷).

قرافي مالکي ویلي دي: «... د رمضان د میاشتې په ليدنه کې قاعده دا ده، چې ثبوت يې په حساب سره جواز نه‌لري».(۱۸: ۲/ ۳۸۸).

امام سند مالکي ویلي دي: « که چېري امام په دې نظر وي، چې حساب سره میاشت ثابتيدلای شي، نو خبره يې نه منل کېږي، ځکه چې دا د سلفو د اجماع خلاف ده».(۱۸: ۲/ ۳۸۸)، (۱۷: ۲/ ۳۹۱).

نووي ویلي دي: «..... نجوم او حساب په عباداتو کې کوم اثر نه‌لري» (۳۱: ۶/ ۲۸۲).

 د شرواني په حاشیه کې راغلي: « ...شارع حساب ته اعتبار نه دی ورکړی، بلکې دا يې په کلي توګه ملغی کړي...».(۲۲: ۳/ ۳۷۳).

خطیب شربیني ویلي دي: «معتمد نظر دا دی، چې قبلېږي خو د حساب خبرې ته اعتبار نه‌شته لکه وړاندې چې څرګنده شوه».(۲۱: ۱/ ۴۲۱).

ابن مفلح حنبلي ويلي: «.....چا چې په نجومو یا حساب سره روژه ونيوله، دا نه صحیح کېږي، که څه هم چې مصیب شي او نه د میاشتې ختلو ته په دې سره حکم کېږي، که څه هم چې زیات مصیب کېږي».(۱۱: ۳/ ۸).

په نوموړې قضیه کې د معاصرو علماوو نظریات

په معاصر وخت کې علماء په دې مسله کې زیات اختلاف لري، چې فقهاء پر فلکي حساب سره د قمري میاشتو ثبوت په هکله دوه نظریات لري؛

لومړی نظر: اکثر علماء په دې آند دي، چې په فلکي حساب سره د قمري میاشتې ثبوت صحیح نه دی او وايي چې میاشتې پرې نه ثابتېږي.

دویم نظر: دا د علامه احمد محمد شاکر رحمه الله علیه، فقیه شیخ مصطفی زرقا رحمه الله‌علیه او د تونس سابق مفتي مختار سلامي نظر دی، دوی وايي: په فلکي حساب سره قمري میاشتې ثابتیدلای شي.

د لومړي نظر دلائل: هغه علماء چې په فلکي حساب سره میاشت ثابتول صحیح نه ګڼي، دوی په لاندې دلایلو اتکاء کړې ده:

امر او نهي

لومړی: هغه دلایل چې د میاشتې ثبوت په رؤیت یا ليدلو سره صحیح بولي، ځکه مشروط په شرط پورې تړاو لري او په دې کې امر د وختونو په احکامو پورې تړل شوی، چې هغه د میاشتې ليدل دي.

دویم يې هغه دلایل دي، چې پر فلکي حساب اتکا کول حرام بولي او دغه قضیه د دغه امت یوه ځانګړتیا ده او هم پکې د نورو څخه استغناء ده، ځکه په دې کې زیات خیر دی او هم په دغو دلایلو کې منع راغلې چې ليدنه په حساب او کتابت پورې وتړل شي.

د لومړي ډول دلایل: الله تعالی فرمایلي دي: ) يسألونك عن الأهلة قل هي مواقيت للناس والحج ( [البقرة: 189]؛ خلك له تا څخه د سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېډو په باب پوښتنه كوي.

دا رنګه الله تعالی فرمايي: «هُوَ الَّذِيْ جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَآءً وَّ الْقَمَرَ نُوْرًا وَّ قَدَّرَهٗ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِيْنَ وَ الْحِسَابَ١ؕ مَا خَلَقَ اللّٰهُ ذٰلِكَ اِلَّا بِالْحَقِّ١ۚ يُفَصِّلُ الْاٰيٰتِ لِقَوْمٍ يَّعْلَمُوْنَ»؛ هماغه ذات دى، چې لمر يې روڼ او سپوږمۍ يې روښانه پيدا كړې ده او د سپوږمۍ د نرۍ كېدو غټېدو پړاوونه یې په منظم ډول ټاكلي دي، چې تاسې په هغو سره د كلونو او نېټو حساب معلوم كړئ. الله دا هر څه (د لوبې په ډول نه بلكې) له يو مقصد سره پيدا كړي دي. هغه خپلې نښانې د هغو خلكو لپاره چې علم لري په روښانه څرګنده توګه وړاندې كوي.

دغه دواړه آیتونه په دې دلالت کوي چې د میاشتي ليدل په روژه، افطار، حج او نورو احکامو کې اصل دی.

دا رنګه له عبد الرحمن بن زید بن خطاب څخه روایت دی وايي: ده په هغه ورځ خطبه ورکړه، چې هغه د شک ورځ وه. ويې ویل: زه د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له اصحابو سره کیناستلی یم له هغوی مې پوښتنه کړې، هغوی راته ویلي دي، چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «د میاشتي په ليدلو سره روژه ونیسئ او خپل نسک په همدې سره ترسره کړئ! که چېرې په آسمان کې غبار و او میاشت نه ښکارېده نو بیا دېرش ورځې تکمېل کړئ، که چېرې دوو مسلمانو د میاشتې د  ليدلو شهادت ورکړ، نو بیا روژه ونیسئ او افطار وکړئ».(۱۳: ۴/ ۳۲۱)، (۳۰: ۴/ ۱۳۲).

دا راز له امير د مکې حرث بن حاطب څخه روایت دی، وايي: «موږ ته رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم بیان کړی، چې مناسک به د میاشتې د ليدلو په اساس ترسره کوو، که چېرې ونه وینو خو دوه عادلو شاهدانو شهادت ورکړ، نو د هغوی په شهادت سره به مناسک ترسره کوو».(۱۲: ۲/ ۳۰۱).

په صحیح کې له ابن عمر رضي‌الله‌عنهما څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «کله چې تاسو میاشت وليده، نو روژه ونیسئ او کله مو چې وليده، نو افطار وکړئ که چېرې پټه شوه او غبار و، نو اندازه ورته ولګوئ».(۱۵: ۲/ ۶۷۲)، (۲۸: ۲/ ۷۶۰).

په بل لفظ کې راغلي: «میاشت نهه ویشت شپې ده، نو تاسې تر هغه پورې روژه مه نیسئ، چې  ليدلي مو نه وي، که چېرې پټه شوه او غبار و، نو دېرش پوره کړئ».(۱۵: ۲/ ۶۷۴).

په بل لفظ کې راغلي: «هغه د رمضان ذکر وکړ، بیا يې لاسونه وغوړول او ويې ویل: میاشت داسې، داسې او داسې ده، چې په درېیم ځل يې بټه ګوته بنده کړه، روژه د میاشتې په  ليدلو سره ونیسئ، او افطار د میاشتې په  ليدلو سره وکړئ، که چېرې د غبار له کبله پټه شوه، نو دېرش ورځې ورته اندازه کړئ».(۲۸: ۲/ ۷۵۹).

 د پورتنیو حدیثو وجه د استدلال: آحادیث په دې دلالت کوي، چې د میاشتې په ليدلو کې له فلکي وسايلو او ریاضي قواعدو څخه باید کار وا نه‌ خيستل شي، دا رنګه دا هم مطلوب نه ده، چې د میاشتې په لېدنه کې له سختۍ او مشقت څخه کار واخيستل شي، بلکې مطلوب دا ده، چې مسلمانان هغه مهال روژه ونیسي، چې کله يې په خپلو سترګو سره د شعبان د میاشتې په نهه ویشتمه شپه و ليدله او افطار به هم هغه مهال کوي، چې کله يې د رمضان د میاشتې په نهه ویشتمه شپه په سترګو و ليدله، که ویې نه  ليدله نو دېرش به پوره کوي.(۱۹: ۸۳).

دویمه لاره: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «موږ امي امت يو، نه حساب کولای شو او نه لیکل، نو میاشت دا رنګه، دا رنګه او دا رنګه ده، کله به دېرش وي، کله نهه ویشت، تاسې تر هغه پورې روژه مه نیسئ او مه افطار کوئ، چې میاشت مو  ليدلې نه وي» (۱۵: ۲/ ۶۷۵)، (۲۸: ۲/ ۷۶۲).

د مسلم په روایت کې راغلي «تاسې اندازه ولګوئ، یعنې دېرش ورځې».(۲۸. ۲/ ۷۶۲).

نووي ویلي دي: «.... څوک چې د منازلو حساب ته اعتبار ورکوي، د هغه نظر مردود دی، ځکه رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په صحیح بخاري او مسلم کې راغلي فرمایلي دي: «موږ امي امت یو لیکل او حساب نه‌شو کولای...».(۳۱: ۶/ ۲۷۱).

دا راز رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: « که له تاسو څخه څوک وروسته ژوندي پاتې شول نو زیات اختلاف به و ويني، په دغسې حالت کې پر تاسو لازمه ده، چې زما په سنتو او د خلفاء راشدینو په سنتو ټینګ ودریږي، همدا ښه ټینګ کړئ او هغه په‌خپلو غاښونو سره مضبوط کړئ، له نویو چارو ځانونه وژغوري، ځکه هر بدعت ګمراهي ده».(۱۲: ۲/۲۰۰)، (۱۶:۵/۴۴)، (۱۰:۱/۱۶)، (۱۳:۴/۱۲۶) او (۳:۱/۱۷۹).

دغه واړه آحادیث د مسلې اصول دي او هم سلفو په همدې عمل کاوه، چې دغه لړۍ همدغسې تر درېیمې پېړۍ پورې روانه وه، تر دې چې څلور واړه امامان هم په همدې نظر دي، تر دې چې د دوی هیڅوک په دې مسله کې مخالف نه وو.

شیخ الاسلام بن تیميه ویلي دي: موږ له اسلامي دین څخه په ضروري توګه دا معلومات لرو، چې په روژي، حج، عدت، ایلاء او نورو احکامو کې به عمل د میاشتې په  ليدلو سره وي، نه د حساب ورکوونکي په خبرو، که هغه  ليدلې وي، یا نه وي، په دې هکله له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه ګڼ شمېر آحاديث را نقل شوي او ټولو مسلمانانو پرې اجماع کړې ده، هیڅوک يې مخالف نه وو. نه په پخوا کې او نه اوس، خو یو شمېر وروستيو علماوو چې له درېیمي پېړۍ څخه وروسته راغلي، وايي: کله چې میاشت د غبار له کبله پټه شوه، حساب کوونکي ته روا ده، چې د خپل ځان په باره کې پرې عمل وکړي، که چېرې یې حساب د دلالت په  ليدلو کاوه، کولای شي روژه ونیسي او که داسې نه وي بیا نه‌شي کولای، دغه نظر که څه هم چې مقید په پټوالي سره دی، خو تر حساب کوونکي پورې خاص دی، دا شاذ نظر دی، چې له دې وړاندې اجماع منځ‌ته راغلې، البته د روښنايي یا شفاف آسمان پر مهال یا عام حکم ورپورې معلق کول، دا بیا هیڅ مسلمان نه دي ویلي».(۲: ۲۵/ ۱۳۲).

عقلي دلیل: امام نووي ویلي دي: «...که چېرې خلک پر فلکي حساب مکلف کړی شي، دا به بیا پر دوی خورا سخته تمامه شي، ځکه فلکي حساب معینو افرادو ته معلوم دی. نور خلک پرې نه پوهېږي».(۳۱: ۶/ ۲۷۱).

د دویم نظر دلایل: علامه ډاکټر مصطفی احمد زرقا ویلي دي: «د معاصرو شرعي علماوو تر منځ د اختلاف داسې څه نه ګورم، چې هغه حیرانوونکي او نا اشنا وي، ځکه په معاصر وخت کې د قمري میاشتو محدودول په فلکي حساب سره د اعتماد وړ دي. علماوو د کايناتو د فضاء ټولې برخې ليدلي او د دوی له لاس‌ته راوړنو څخه د قمري میاشتې مشخصوالی دی، که څه هم په پخوا وختونو کې د فلکي حساب علم ژور او دقیق نه و او نه د دې وړ و، چې باور ورباندې وشي، نو ایا اوس چې په دې ډګر کې ترقي راغلې په هماغه نظر ورته وکتل شي؟

 دا راز يې ویلي دي: «د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم ټولو هغو آحادیثو ته کتل، چې د همدې موضوع په اړوند راغلي او په هغو کې صحیح فکر کول خپل ښکاره علت او سبب راڅرګندېږي، هغه دا چې مسلمانان به د میاشتې ابتداء او انتهاء کې د میاشتې په ليدلو اعتماد کوي، په دې معنی چې په‌خپلو سترګو سره يې وویني. دا رنګه آحادیثو کې علت ښکاره دی هغه دا چې هغوی امي امت وو. لیکل او حساب يې نه‌شو کولای، د دې مفهوم دا دی، چې که چېرې علم پرمختګ وکړي او د فلکي نظام معلومات ټینګ او محکم شي، په‌ داسې ډول چې کوم صورت سره الله جل‌جلاله درولي هغه کې اختلاف او مخالفت رانه‌شي، دغسې بیا موږ د میاشتې د شروع او وختونو په هکله موږ یقيني علم ته رسولای شي. هر کله چې ليدل په سترګو سره ممکن وي د فضا هغه موانع منتفي وي، چې د ليدلي خنډ ګرځي، په دغسې حالت کې بیا کومه شرعي مانع نه‌شته، چې په دغه حساب اعتماد وشي، ځکه دا به مسلمانان د میاشتې د ليدنې له ستونزې څخه خلاص کړي. د تأسف او خجالت ځای دا دی، چې د روژې او افطار د ثبوت د اختلاف اندازه د اسلامي هېوادونو په منځ کې درېیو ورځو ته رسېږي».

دا راز زیاتوي: «مخکنیو فقهاو به په هغه حساب باور نه کولو، چې په اټکل او ګومان به ولاړ و، او هم د هغوې په زمانه کې د فلکیاتو علم دقیق او ژور وو نه يې وسایل دقیق وو».

 علامه شیخ استاذ «مختار سلامي» دا په لنډ ډول داسې بیان کړی: «د نوموړي نظر دا دی، چې فلکي حساب د قمري میاشتو د داخلېدو لپاره یقیني وسیله ده، او اعتبار د سپوږمۍ داسې وضع کولو ته دی، چې ليدل يې ممکن شي او هره هغه د ليدلو دعوه، چې د فلکي حساب سره مخالفه وي هغه اعتبار نه‌لري، ویونکی یې دروغجن او شهادت يې نه قبلیږي او مقصد په اخترونو او روژه کې د مسلمانانو وحدت دی.

 دوی د خپلې نظريې لپاره په هغو دلایلو اتکا‌ء کړي، چې ابن رشد، مطرف بن عبد الله بن شخیر او ابن قتیبه وړاندې کړي دي: کله چې میاشت د غبار له کبله پټه شي؛ نو علم نجوم او فلکي حساب ته به اعتبار ورکول کېږي، یعنې پر منازلو باندې به يې دلیل نيول کېږي او د میاشتې بشپړوالی په همدې حساب سره دی.(۲۶: ۲/ ۲۹۳)، (۸: ۱/ ۲۰۷).

دا خبره يې له هغه حدیث څخه اخيستې، چې رسول الله ویلي دي: «.... که چېرې میاشت د غبار له کبله پټه شوه نو اندازه يې ولګوئ» یعني حساب ورته وکړئ.

دا رنګه وایي: « کله چې فلکي حساب په دې دلالت وکړي، چې میاشت د کنارو څخه په داسې شکل را پورته شوي، چې که مانع نه وي؛ نو ليدلی کېږ دا د وجوب غوښتنه کوي، ځکه چې شرعي سبب يې موجود دی.(۷: ۲/ ۲۰۶)، (۴: ۲/ ۱۸۸).

امام سبکي شافعي په دې اړوند کتاب لیکلی او پر فلکي حساب اعتماد کولو ته يې ميلان ښودلی.(۲۹: ۲/ ۲۱۶)، (۹: ۲/ ۳۸۷).

دا راز يې څرګنده کړې ده: «وسائل او ادواتو سره فلکي حساب معلومېږي دومره ترقي، چې امکان لري نتیجه يې قطعي او یقيني و اوسي، دا په خلاف د پخوانۍ زمانې، هغوی په‌خپله زمانه کې ځکه فلکي حساب رد کړی و، چې هغه مهال ظني و، له همدې کبله يې ویلي دي کله چې حسابات قطعي شي، بیا د میاشتو په ثبوت کې اعتبار ورکول اولویت لري.

دا راز وايې: همدغه وسائل او حسابي قواعد اوس‌مهال د لمانځه او روژي د وختونو د داخلېدو او خارجېدو لپاره کارول کېږي، ولې بیا د میاشتې د ليدلو لپاره کارل صحیح نه بولي.(۱۹: ۸۶).

مناقشه او راجح

 د لومړي نظر څښتنانو د دویم نظر په دلایلو نیوکې کړي دي او ویلي دي، چې دغه حدیث «قاقدروا له» دوه تفسیره لري.

لومړی: د تقدیر محمولول د میاشتې پر بشپړوالي باندې چې هغه دېرش ورځې دي، امام بخاري د ابن عمر د حدیث څخه وروسته بل حدیث راوړي، چې په هغه کې رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «میاشت نهه ویشت ورځې ده، نو تر هغه پورې روژه مه نیسئ ترڅو مو چې ليدلي نه وي که چېرې د غبار له کبله پټه شوه، دېرش ورځې پوره کړئ».

ابن حجر ویلي دي: د بخاري مقصد د دې څخه دا دی، چې هدف له «فاقدروا له» (۵: ۴/ ۱۲۱).

ابن رشد د بخاري تفسیر تأیید کړی دی او داسې يې تحلیل کړی، چې تقدیر د بشپړوالي په معنی دی.

دویم: د تقدیر حملول په تنګسیا یا ضیقیت سره یعنې د میاشتې د شپو تنګول، په دې ډول چې شعبان میاشت نهه ویشت ورځې وګرځوي، دغه تفسیر يې له دې آیت څخه اخيستی « ومن قدر عليه رزقه» له قدر څخه مقصد ضیقیت دی، دغه نظر د احمد بن حنبل او نورو علماوو هم دی هغه چې د شک د ورځې د روزي جواز ورکوي. که چېرې په اسمان کې غبار وي.(۲۴: ۳/ ۳۴۹)، (۱۱: ۳/ ۹۳) او (۵: ۴/ ۱۲۲).

 دا رنګه دوی څرګنده کړې چې پر فلکي حساب اعتماد جواز نه‌لري، ځکه دا په ګومان او اټکل ولاړ دی نه په علم او یقین، دوی یوه میاشت بشپړه راوړي بله ناقصه او دغه کار د کال تر پایه پورې کوي. حال دا چې امکان لري بشپړې میاشتې دوه یا درې پرله‌پسې راشي او ناقصې هم امکان لري دوه درې پرله‌پسې راشي.

د انکار بل لامل يې دا دی، چې دوی د ستورو سره پټ حوادث تړي او داسې انګیري، چې دوی له همدې لارې حقایق معلوموي، دغه نظریات مردود دي، ځکه چې په ګومان او وهم ولاړ دي، د د تفسیر تأیید د سرخسي تفسیر کوي هغه وايي: «ځینې په دې اند دي، چې د اشتباه په صورت کې پر فلکي حساب اعتماد باید وشي، دا خورا لرې خبره ده، ځکه نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «څوک چې کاهن او عراف ته ورغلل او د هغه د خبرې تصدیق يې وکړ، په هغه څه کافر شو چې پر محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم نازل شوي».(۱۳: ۲/ ۴۲۹)، (۱۲: ۴/ ۱۵) او (۲۳: ۶/ ۳۷۸).

ابن دقیق العید ویلي دي: پر فلکي حساب اعتماد جواز نه‌لري، ځکه په دې کې د سپوږمۍ مقایسه له لمر سره راځي؛ لکه نجوميان چې وايي: دوی فلکي حساب د ليدنې څخه یوه یا دوه ورځې مخکې راولي په دې کې د نوي شریعت منځ‌ته راوړل دي، چې الله يې اجازه نه ده کړي.(۷: ۲/ ۲۰۶).

 هغه دلیل چې د یو شمېر تابعینو څخه يې نقل کړي ابن العربي دا غلطي او ښویدل بللي ویلي دي: «... یو شمېر پخواني علماء د فلکي د حساب په مسله کي ښویدلي دي دوی څرګنده کړي، چې د منازل تقدیر په فلکي حساب سره صحیح دی، آن چې زموږ یو شمېر اصحاب هم په دې مسله کي ښویدلي دي، د امام شافعي رحمه الله څخه حکایت شوی ویلي دي: د فلکیاتو په علم په ځینو مواردو کې اعتماد کیدلای شي.(۱: ۱/ ۱۱۸).

 په وسائلو او حسابي قواعدو اعتماد د لمانځه او روژې د وختونو په اړوند دلیل په ځواب کي باید ووايو، چې د لمانځه د وختونو او رمضان د میاشتې تر منځ فرق دی. د لمانځه وختونه ظرف دي، خو د رمضان میاشت بیا د روژې لپاره معیار دی، د دې معنی دا ده چې د لمانځه وختونه د لمانځه څخه زیات او پراخ دي، د لمانځه څخه وروسته زیات وخت پاتې کېږي، که چېرې خطا شي امکان لري ځان ورڅخه وساتي او ځان ورڅخه وباسي، هغه په دې ډول چې لمونځ د اول هغه وخت څخه لږ وروسته کړي، چې حساب سره تعیین شوی. خو په رمضان کي نه‌شي کولای، چې روژه یوه ورځ مخکې کې کړي او نه کولای شي، چې وروسته يې کړې. ځکه دا د فرض د پرېښودلو لامل ګرځي، له همدې کبله د لمانځه د وخت قیاس کول د رمضان پر میاشت باندې صحیح نه دي.

 د دې سربېره د رمضان د میاشتې داخلېدل په ليدنه سره دي او دا يې عملي بڼه ده نه فکري، ځکه ریاضي قواعدو او فلکي وسائلو دلالت د ليدنې په امکان پورې تړلی، له دې څخه تجاوز نه‌شي کولای؛ خو د لمانځه وختونه بیا د لمر په حالاتو پورې تړلي او دا هر کال په مشخص وخت کې ښکاره کېږي، چې دا یقيني او ثابت شی دی، تغییر پکې نه راځي، له همدې کبله د کال تجربه پکې کفایت کوي تر څو د ټول کال وختونه معلوم کړي.(۱۹: ۸۶).

د لومړي نظر د دلايلو مناقشه

 اصل د میاشتي په داخلېدو کې لېدنه ده؛ خو ایا د دې معنی دا ده، چې موږ فلکي حساب پرېږدو؟ سره د دې چې د فلکیاتو علم اوس یقین ته رسیدلی او شک پکې هیڅ اثر نه‌شته. فقهاوو چې د علم فلک کوم شکل څخه انکار کړی هغه د نجوم ګرۍ علم دی، ځکه په دغه علم کې د راتلونکي غیبي چارو معلومول د نجومو له لارې دي او په دې باره کې حدیث راغلی، چې ابو داود او نورو د ابن عباس څخه مرفوع روایت کړی: «چا چې د نجوم څخه یوه برخه زده کړه نو دا چې ده د سحر یوه برخه زده کړه».(۱۲: ۴/ ۱۵)، (۱۰: ۲/ ۱۲۲۸) او (۱۳: ۱/ ۳۱۱).

دا حدیث چې دوی پرې دلیل نيولی: «موږ امي امت یو لیکل او حساب مو نه دی زده» که چېرې د فلکي حساب په نفي والي دلالت وکړي نو حدیث بیا په نفي د لیکنې دلالت کوي او د هغه اعتبار يې ساقط کړی. حدیث د دوو کارونو متضمن دی، چې هغه د امت په امي والي دلالت کوي، یو يې لیکنه او بل يې حساب، خو هیچا د لیکنې بد نه دي ویلي، نه په پخوا کې او نه اوس، بلکې قرآن کریم، سنت او اجماع د لیکنې پر اهميت او پر ضرورت دلالت کوي.

 که هر څومره په دې باره کې څه وویل شي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته پر حساب باندې کول مشروع ګرځولي او نه يې پرې امر کړی بلکې موږ ته يې د دې امر کړی، چې اعتبار ليدنې ته ورکړو، په دې اساس دا امکان نه‌لري، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حساب اعتبار ته په داسې وخت کې امر ورکړي، چې امت يې نه لیکنه کولای شوای او نه حساب ورته معلوم و. د دوی لپاره يې بله وسیله مشروع وګرځوله، چې هغه ليدنه وه، ډېر خلک په هغه وخت کې پرې قادر وو، خو که چېرې بله دقیقه او محکمه وسیله پیدا شي هغه له غلطې او وهمياتو څخه لرې وي، په سنتو کې بیا داسې څه نه‌شته چې د دې منع وکړي.

 دویم: سنت خپله د حساب اعتبار ته اشاره کړې ده، چې هغه د وريځې حالت دی؛ لکه مخکې چې بیان تېر شو، څوک چې د حساب څخه انکار کوي او هغه حدس او اټکل ګڼي دا بیا خطأ ده او نظر يې مردود دی، ځکه قرآني آیتونه په دې اړوند ډېر زیات دي. هغه خپله د فلکي حساب د علم خبر ورکړی دا له تخمين او اټکل څخه نه دی، الله تعالی فرمايي: )الشمس والقمر بحسبان( [الرحمن: 5] په دې معنی چې دا په مشخص حساب سره دي. ځانګړي قواعد او اصول لري، هغه چا ته معلومېږي چې لوستي وي، شوکاني ویلي دي: « لمر او سپوږمۍ په اعتبار د منازلو روان دي یو پر بل تېری نه کوي او نه له خپل مسیر څخه ګږېږي»

دا آیت ) والقمر قدرناه منازل ...( [إبراهيم: 33] شوکاني ویلي دي: په دې معنی چې په منازلو کې مسیر مشخص دی، نو له منازل د میاشتو څخه مقصد هغه مسافه ده، چې په یوه شپه او ورځ کې په خپل حرکت سره طی کوي».(۱۴: ۲/ ۴۲۵).

الله تعالی فرمايي: «هُوَ الَّذِيْ جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَآءً وَّ الْقَمَرَ نُوْرًا وَّ قَدَّرَهٗ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِيْنَ وَ الْحِسَابَ١ؕ مَا خَلَقَ اللّٰهُ ذٰلِكَ اِلَّا بِالْحَقِّ١ۚ يُفَصِّلُ الْاٰيٰتِ لِقَوْمٍ يَّعْلَمُوْنَ» [یونس: ۵]؛ هماغه ذات دى، چې لمر يې روڼ او سپوږمۍ يې روښانه پيدا كړې ده او د سپوږمۍ د نرۍ كېدو غټېدو پړاوونه يې په منظم ډول ټاکلي دي، چې تاسې په هغو سره د كلونو او نېټو حساب معلوم كړئ. الله دا هر څه د لوبې په ډول نه، بلكې له يو مقصد سره پيدا كړي دي. هغه خپلې نښانې د هغو خلكو لپاره چې علم لري په روښانه څرګنده توګه وړاندې كوي.

دا رنګه فرمايي: «وَ جَعَلْنَا الَّيْلَ وَ النَّهَارَ اٰيَتَيْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰيَةَ الَّيْلِ وَ جَعَلْنَاۤ اٰيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ لِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِيْنَ وَ الْحِسَابَ١ؕ وَ كُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنٰهُ تَفْصِيْلًا» [اسراء: ۱۲]؛ ګورئ! موږ شپه او ورځ دوه نښانې ګرځولې دي. د شپې نښانه موږ بې نوره وګرځوله او د ورځې نښانه مو روښانه كړه تر څو تاسې د خپل رب فضل ولټولى شئ او د مياشتو كلونو حساب معلوم كړاى شئ. په دغه ډول موږ هر شى په تفصيل سره يو له بله بېل كړي دي.

دا راز فرمايي: «فَالِقُ الْاِصْبَاحِ١ۚ وَ جَعَلَ الَّيْلَ سَكَنًا وَّ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ حُسْبَانًا١ؕ ذٰلِكَ تَقْدِيْرُ الْعَزِيْزِ الْعَلِيْمِ» [الانعام: ۹۶]؛ هماغه د شپې پرده څېروي سهار را باسي. هماغه شپه د ارام كولو وخت ګرځولې ده، هماغه د لمر او سپوږمۍ د ختلو پريوتلو حساب ټاكلى دى. دا ټولې د هماغه ستر قدرت او علم لرونكي ټاكلې اندازې دي.

دا راز فرمايي: «وَ سَخَّرَ الشَّمْسَ وَ الْقَمَرَ١ٞ كُلٌّ يَّجْرِيْۤ اِلى اَجَلٍ مُّسَمًّى» [لقمان: ۲۹]؛ او هغه لمر او سپوږمۍ ايل كړي دي، ټول تر يو ټاكلي وخت پورې روان دي.

دغه آیتونه د حساب د علم په وجوبیت دلالت کوي، چې د دغه علم قواعد او اصول باید زده کړی شي، بیا د هغه څخه وروسته د غه علم په یقین دلالت کوي، تر دې چې اوس‌مهال د اسمانونو د اجرامو حرکت معلوم او دقیق دی هیڅ شک پکې نه‌شته.

راجح

 د بېلابېلو نظریاتو ترمنځ جمع په تېره بیا د شرعي نصوصو او فلکي حساب د علم ترمنځ په داسې توګه چې موږ په دې اند یو چې په هغه شپه چې په یقیني علم او صراحت سره ثابته شي، چې د میاشتې ليدل امکان نه‌لري، په دې حالت کې په فلکي علم سره ثبوت جواز نه‌لري، ځکه دا د عقل او عادت له مخې ناشونې ده، چې د یو شخص شهادت چې هغه ثقه هم وي قبول شي، بلکې د ده خبره او شهادت ردېږي دا هغه مهال چې له عقل سره په ټکر کې وي.

که څوک دعوه وکړي، چې په هغه وخت کې میاشت ليدلي چې د فلک د حساب قواعد هغه ناشوني بولي دغه دعوه د وهم ده که څه هم چې دروغ نه وي. (۱۹: ۹۹-۹۰).

ډاکټر یوسف قرضاوي ویلي دي: لږ تر لږه موږ دومره کولای شو، چې په فلکي حساب په قعطي توګه عمل د نفي په مورد کې وکړو نه د اثبات په مورد کې، ترڅو په دې سره د هغه اختلاف کچه را ټیټه شي، چې هر کال د روژې په شروع او ختم کې موجود وي، تر دې چې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ درېیو ورځو ته رسېږي، د نفي په مورد کې پر فلکي حساب اعتماد معنی دا ده، چې د میاشتې ثبوت به په ليدلو سره وي؛ لکه څرنګه چې اکثر علماء وايي خو که چېرې فلکي حساب د  ليدلو نفي وکړه او څرګنده يې کړه، چې ممکن نه دی، ځکه میاشت له سره پیدا شوې نه ده، واجب دا ده چې په دې وخت کي د شاهدانو شهادت نه قبلېږي، ځکه د علم فلک حساب چې په یقیني توګه څه ثابت کړي، د دې ليدني تکذیب کوي، دغه خبره سبکي په‌خپله فتاوا کې هم ذکر کړې ده او ویلي يې دي، چې په قاضي واجب ده، چې شهادت يې رد کړي، ځکه چې حساب قطعي دی او د شاهدانو خبر ظني دی، ظني د قطعي معارض نه‌شي واقع کیدلای. (۲۹: ۲/ ۲۱۶)، (۲۱: ۱/ ۴۲۱).

د مجمع الفقهي الاسلامي پرېکړه

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمين والصلاة و السلام علی سیدنا محمد خاتم النبیین وعلی آله وصحبه.

قرار رقم ۱۸ (۶/ ۳» (۲۷: ۸۱۱).

د قمري میاشتو د ابتدا توحید

د مجمع الفقه الاسلامي مجلس چې په درېیمه دوره کې د اردن په پلازمېنه عمان کې په ۸-۱۳ د صفر کال ۱۴۰۷ هجري مطابق د ۱۱-۱۶ د اکتوبر کال ۱۹۸۶ م کي دایر شوی وو، د موضوع د څېړنې څخه وروسته دوه مسلې فیصله شوې؛

لومړی: د مطالعو اختلاف د میاشتو د اول په توحید کې څومره اثر لري.

دویم: د قمري میاشتو ثبوت په فلکي حساب سره، د څېړنو له اوریدلو څخه وروسته د مجلس غړو لاندې فیصله صادره کړه.

لومړی: کله چې میاشت په یو هېواد کې وليدل شوه پر مسلمانانو لازمه ده، چې پرې ملتزم پاتې شي او د مطالعو اختلاف ته اعتبار ورنه‌کړي، ځکه امر عام دی او ټولو ته خطاب متوجه دی.

دویم: د میاشتې په ليدلو کي به اعتماد پر ليدنه کېږي، خو د فلکي حساب څخه به مرسته غوښتل کېږي ترڅو د آحادیثو او علمي حقایقو مراعات وشي. والله اعلم.

پایله

۱- د فلکي حساب له کبله چې اوس یې زیات پرمختګ کړی د پخوا په شان، له همدې کبله چې په تعیین کې نظر قابل د قبول دي.

۲- دا چې فلکي حساب په حدس او تخمين ولاړ دی، د اثبات په قضیه کی ورباندې اعتماد نه‌شي کیدلای.

۳- فلکي حساب تر ډېره حده د میاشتې په ليدو کې ستونزه حل کړې او که اعتبار ورکړی شي امکان لري، چې د روژې او اختر په اړوند د مسلمانانو ترمنځ اختلاف ختم شي.

ماخذونه

۱. ابن العربي، محمد بن عبد الله. (۴۵۳هـ). احکام القرآن. لبنان: دار الفکر للطباعه.

۳. ابن حبان ، محمد بن حبان بن احمد تمېمي.(۳۵۴هـ) . بستي متوفی. بیروت: چاپ مؤسسه الرساله دویم چاپ کال ۱۴۱۴ هجري.

۴. ابن حجر، احمد ابن حجر عسقلاني. (۱۳۸۴هـ). تلخیص الحبیر. متوفی (۸۵۲هـ ). لومړی چاپ. دارالکتاب العربی.

۵. ابن حجر، احمد ابن حجر عسقلاني. فتح الباري، چاپ دار الکتاب العربي بیروت لبنان.

۶. ابن حزم، علي بن احمد، الاحکام في اصول لاحکام. بیروت ـ لبنان: دار الافاق الجدیدة

۷. ابن دقیق العید، احکام الاحکام. متوفی(۷۰۲هـ). بیروت ـ لبنان: دارالکتاب العلمية.

۸. ابن رشد، محمد ابن احمد. متوفی (۵۹۵هـ).بدایةالمجتهد. دار الفکر. بیروت ـ لبنان.

۹. ابن عابدین، محمد امېن. رد المحتار. دارالفکر لطباعة . بیروت . کال: ۱۴۲۱هـ.

۱۰. ابن ماجه، محمد ابن یزید القزوینی. سنن ابن ماجه. دار الفکر. بیروت. لبنان.

۱۱. ابن مفلح، شمس الدین محمد. الفروع. عالم الکتب. بیروت ـ لبنان.

۱۲. ابو داود، سلیمان سجستاني .سنن ابي داود . دارالفکر. بیروت ـ لبنان.

۱۳. احمد ابن حنبل، مسند احمد. مؤسسة قرطبة. مصر.

۱۴. الکمال ابن الهمام، فتح القدیر. دارالکتب العلمېة. بیروت ـ لبنان.

۱۵. بخاري، محمد ابن اسماعیل. صحیح بخاري. درېیم چاپ. دار ابن کثیر بیروت.

۱۶. ترمذي، ابو عیسی محمد. سنن ترمذي. دار الکتب العلمېة. بیروت ـ لبنان.

۱۷. خلیل، محمد ابن یوسف عبدری. التاج الاکلیل. دویم چاپ. دارالفکر. بیروت ـ لبنان.

۱۸. دردیر، محمد ابن عبد الرحمن المغربي.مواهب الجلیل. دار الفکر. بیروت ـ لبنان.

۱۹. سنبهنلی، محمد برهان الدین . قضایا فقهیه معاصره. لومړی چاپ. دار القلم. دمشق.

۲۰. سرخسي، شمس الدین. مبسوط. دار المعرفة. بیروت. لبنان.

۲۱. شربیني، محمد الخطیب. مغني المحتاج. دار الفکر. بیروت. لبنان.

۲۲. شرواني، حواشي شرواني. درېيم چاپ. مصطفی البابي الحلبي.

۲۳. طبراني، ابو القاسم. سلیمان ابن احمد .معجم اوسط . دار الحرمېن قاهرة ـ مصر.

۲۴. مرداوي، علاوالدین ابوالحسن الابن سلیمان. الانصاف. دار الاحیاء التراث.

۲۵. قرضاوي، یوسف. فتاوی معاصرة. دویم چاپ. دار الوفاء قاهرة ـ مصر.

۲۶. قرطبي ، محمد ابن احمد. تفسیرقرطبي. دار الشعب. قاهرة ـ مصر.

۲۷. مجلة المجمع الفقهي الاسلامي «دریمه ګڼه. دویم ټوک.

۲۸. مسلم، بن الحجاج. صحیح مسلم. دار الاحیاء التراث. بیروت ـ لبنان.

۲۹. مېاطي، ابو بکر ابن سید محمد شطا. اعانة الطالبین . دار الفکر للطباعة بیروت. لبنان.

۳۰. نسايې، عبد الرحمن ابن شعیب.سنن نسايی. دار القلم. بیروت. لبنان.

۳۱. نووي، یحیی ابن شرف. المجموع. دار الفکر. بیروت. لبنان.

۳۲. انټرنیټ: ډاکټر مسلم شلتوت: د عربي میاشتو د معلومولو لپاره د فلکي حساب محدودیت، اسلام آن لاین.

 

 

الاستاذ الدکتور محمد مصطفى نيازى
کليه: الحقوق والعلوم السياسية
شعبه: القانون الخاص

ثبوت الشهور القمرية بعلم الفلك

الخلاصة

في كل عام وكلما قرب دخول شهر رمضان، يكثر الجدل والخلاف بين المسلمين في قضية كان الواجب الاتفاق حولها، لكن للأسف غدت تلك المسألة سبب من أسباب الفرقة والخلاف بينهم:

والقضية هي: هل يجوز اعتماد الحسابات الفلكية في إثبات دخول شهر رمضان وغيره من الشهور القمرية أم لا ؟ أم يجب الاكتفاء برؤية الهلال كما أمر الله تعالى ورسوله الكريم r.

ومن المعلوم أن قضية رؤية الهلال ليست مجرد قضية علمية فلكية للمسلمين، بل الحقيقة أن تعلق أحكام شرعية متعددة بها جعلها مناسبة دينية شرعية: ومن المفروض الرجوع إلى الشريعة الإسلامية فيما يتعلق بمسألة رؤية الهلال شأنها في ذلك كشأن سائر أحكام العبادات: كالصلاة والزكاة والصيام والحج...، كما لا يجوز إهمال علم الفلك الذي له علاقة وثيقة بالموضوع.

لذلك كان لدراسة حركة القمر أهمية كبيرة لتحديد ميلاد الأهلة التي تساعد كثيراً في تحديد بدايات الأشهر القمرية، وذلك لأن أمر الهلال يثير اهتمام الكثير من الناس وخاصة المسلمين الذين دأبوا في أقطارهم المختلفة للتطلع إلى الأفق لرؤيته بعد غروب الشمس للتثبت من بعض مناسباتهم الدينية: فبعضهم قد يوفق في رؤية الهلال، بينما يشتبه الآخرون فيتوهمون رؤيته، ومنهم من لا يتمكن من رؤيته البتة، وبذلك قد يحصل الاختلاف بين الأقطار العربية والإسلامية في تعيين موعد إقامة الشعائر الدينية.

ولابد من الإشارة هنا إلى أن اعتماد بداية الشهور القمرية على رؤية الهلال هو أمر استقر عليه العرب قبل الإسلام، وكانت القبائل العربية تعنى بالرؤية من أجل تحديد الأشهر الحرم في أوقات الخصومات والحروب المستعمرة بينهم، ومن أجل مواسم الحج، ولم نقرأ وكذلك لم نسمع بوسيلة أخرى أو معيار آخر لتحديد بداية الشهر العربي، ولا يعقل أن تكون لهم غير هذه الوسيلة الواضحة.

ولقد برز من الفلكيين المسلمين الذين تطرقوا إلى موضوع استخدام الحساب الفلكي لتحديد أوائل الشهور الهجرية العديد من العلماء، أشهرهم "البتاني" 850 – 929م، و"البيروني" 973 – 1048م، و"نصير الدين الطوسي" 1258 – 1274م، وفي القرن الماضي قام اللواء المصري "محمد مختار باشا" 1846 – 1897م بتأليف كتابه القيِّم " التوفيقات الإلهامية في مقارنة التواريخ الهجرية بالسنين الإفرنجية والقبطية من سنة 1 إلى سنة 1500 هجرية ".

وقد قام الدكتور" محمد عمارة " بدراسة وتحقيق وتكملة هذا الكتاب، وتم نشر الطبعة الأولى منه عام 1400هـ - 1980م، عن طريق المؤسسة العربية للدراسات والنشر في مجلدين.

أما في السنوات الأخيرة، فقد برز اهتمام المسلمين بالموضوع، ولعل السبب هو تطور طرق المواصلات والاتصالات بين أرجاء العالم الإسلامي المختلفة، في حين لا زال المسلمون يختلفون في أوقات أعيادهم وحتى في الدول المتجاورة مما لا يمكن تفسيره !