د کیفیت د تضمین اړوند د ننګرهار پوهنتون رئیس پیغام

 

په نننۍ تحصیلي او ښوونیزه نړۍ کې  د زده کړو څرنگوالی او کیفیت هغه څه  دي، چې  زیات ټینگار پرې کېږي. هر هېواد هڅه کوي، چې د زده کړو د ښه کیفیت پر مټ اقتصادي بازار خپل کړي او داسې محصل بازار ته وړاندې کړي، چې د ښه کار کولو وړتیا او توان ولري.

          پوهنتون باید  یواځې  د محصل د تولید مرکز نه وي، چې  پر څومره والي بسنه وکړي او څرنگوالی یې له پامه وغورځېږي، بلکې پر کمیت سربېره يې د تولید کیفیت هم دومره لوړ وي، چې د ټولنې د اوږو بار نه شي.

          هغه هېوادونه چې لوړ اقتصاد لري یا يې  د طبیعي سرچینو  برکت دی، چې دا ځای  یې خپل  کړی او یا هم لوړ تخنیک لري، چې پراخه وسایل  او ماشین آلات نورو هېوادونو ته  صادروي، خو هغه هېوادونه چې دا  دواړه  نه لري یا به سیمه ییز او نړیوال بازار ته د تخنیک او ټکنالوژۍ  په برخه کې خپل فارغ محصل  وړاندې کوي او یا به نور داسې  تولید وي چې په بازار کې خپله  برخه پيدا کړي.

          زموږ یو شمېر گاونډیو هېوادونو دا چاره تر سره کړې او په تخنیکي برخو کې یې خپل محصل بازار ته وړاندې کړی دی.

 د ساینس او ټکنالوژۍ  نننۍ نړۍ، د سیالۍ نړۍ  ده. موږ هم اړ یو  چې دا سیالي وکړو، ددې سیالۍ لپاره اړتیا برېښي چې خپلې زده کړې  با ارزښته  او با کیفیته  کړو. له ښه مرغه  ننگرهار پوهنتون، د کیفیت د تضمین په برخه کې زیاتې هلې ځلې کړي او دا پروسه لا دوامداره ده. په دې وروستیو کې  د (CEQA) باور اخیستل د پوهنتون د پوهنځیو د ریسانو، د څانگو د مسؤلینو د تضمین کیفیت د برخې کارکوونکو د هڅو پایله وه، خو پردې باید بسنه ونه شي او لا ډېرې هڅې وشي، ځکه د کیفیت او څرنگوالي یقیني کول بیا، بیا هلو ځلو ته اړتیا لري او انشاءالله د تحقیقاتو او څېړنو په برخه کې هم پوهنتون ډېرې لاسته راوړنې لري او دا بهیر به هم تاند ساتو ځکه له څېړنو پرته د پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو شتوالی یواځې  سمبولیکه بڼه لري.دا هر څه کلک تعهد او ژمنه غواړي، زه د ننگرهار پوهنتون په علمي کادرونو کې دا وړتیا او ژمنتیا وینم.

د یو پیاوړي افغانستان او د ننگرهار پوهنتون  د ښیرازۍ په هیله

پوهنوال ببرک میاخېل

د ننگرهار پوهنتون رئیس