پـــوهنمل سيد غني غني

ښوونې او روزنې پوهنځى

 پښتو ژبې او ادب څـانگه

تقريظ ورکوونکي: پوهندوی علاو الدين حسام او پوهندوی محمد عارف عارف، د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان.

د ليو تولستوی او الکسي تولستوی د ادبي هڅو څېړنه

لنډيز

د روسي ادبياتو په تاريخ کې دوه کسه د تولستوی په نامه تېر شوي دي، چې يو يې ليو نيکولا يويچ تولستوی او بل يې الکسي تولستوی دی، دا دواړه د داسې اثارو ليکونکي دي. چې د نړۍوالو له خوا يې ډېره ستاينه شوې او هر يو يې د نړۍوال شهرت تر څنگ د سترو شاهکارونو خاوندان هم ګڼل شوي دي، خو کله چې زموږ ليکوال او څېړونکي له دوی څخه د يوه يادونه کوي، يا يې د اثارو په هکله څه وايي نو يوازې يې د نوم (تولستوی) په راوړلو بسنه کوي، چې دا نوم په دواړو پورې اړه لري، همدلته ده چې لوستونکو ته شک او اشتباه پېښوي. کيداى شي لوستونکي په دې انديښنه کې وي چې دابه کوم تولستوى وي (ليو تولستوى) او که (الکسي تولستوى). همدارنگه د دوى د نړۍوال شهرت لاملونه هر ليکوال او څېړونکي د دوى بېلا بېل اثار او کړنې گڼلي دي.

د همدې موخې پر بنسټ په دې څېړنيزه ليکنه کې د دوى د پېژندنې تر څنگ د دوى ادبي فعاليتونه، د دوى د اثارو پېژندنه او د نړۍوال شهرت لاملونه يې د بېلا بېلو باوري منابعو، اثارو (کتابونو) او د انټرنټ د سايتونو په استناد په لنډ ډول ښودل شوي دي، چې لوستونکي او مينه‌وال يې لږ تر لږه له پېژندنې سره اشنا او د نړۍوال شهرت لاملونو يې وپېژني. همدارنگه د هر يوه د اثارو د نوم په اوريدو په دې وپوهيږي چې په کوم تولستوى پورې اړه لري.

کليدي کلمې: د ليو تولستوى ژوند پېښې او اثار، د الکسي تولستوى ژوند پېښې او اثار، د ليو تولستوى د نړۍوال شهرت لاملونه، د الکسي تولستوى د نړۍوال شهرت لاملونه، د روسي ادبياتو تاريخ، روسي ادبيات.

سريزه

ډېرى ليکوال کله چې له دوى دواړو ليکوالو څخه د يوه په اړه ليکنه کوي، يوازې يې د تولستوى تر نامه لاندې کوي، کيداى شي دا کار لوستونکي په انديښنه کې واچوي، چې دا به کوم تولستوى وي (الکسي تولستوى او که ليو تولستوى). په دې ليکنه کې هڅه شوې، چې په راتلونکې کې دې ستونزې ته د پاى ټکى کېښودل شي او د هغو ليکوالو، چې پر الکسي تولستوى يا ليو تولستوى ليکنې کوي پام دې ته را اړول شوى، کله چې دوى په هر يوه ليکنه کوي بشپړ نوم يې بايد وليکل شي. همدارنگه په دې ليکنه کې د دواړو روسي ليکوالو د نړۍوال شهرت مهم لاملونه، ادبي فعاليتونه او د مشهورو اثارو نومونه راغلي دي. د دې ليکنې په بهير کې له بېلابېلو باوري منابعو او سرچينو څخه استفاده شوې ده، چې لومړى له بېلابېلو اثارو څخه د يادو ليکوالو د شهرت يو يا دوه مهم لاملونه او د يو شمېر اثارو نومونه را اخيستل شوي او په ټوليز ډول په دې مقاله کې راوړل شوي دي. هيله ده چې زما دا ليکنه به زده کړيالانو، لوستونکو، د ادب مينه‌والو او د دې دواړو ليکوالو مينه‌والو ته په زړه پورې او گټوره تمامه شي او د هر يو يې په جلا ـ جلا توگه له خپلو اثارو سره وپېژني د شهرت په لاملونو يې پوه او د يوه اثار، کړنې او ادبي فعاليتونه په بل پورې ونه تړل شي.

موخې

د دې ليکنې ارې موخې په لاندې ډول دي؛

١ - د نورو ليکوالو پام دې ټکې ته را اړول، چې کله دوى په الکسي تولستوى او ليو تولستوى ليکنه کوي بايد يوازې د ((تولستوى)) په راوړنه بسنه ونه کړي، بلکې بشپړ نومونه يې ليو نيکولايويچ تولستوى او  الکسي نيکولا يويچ تولستوى راوړل شي، چې د يوه اثار او د ژوند پېښې له بل سره گډې نه شي او د اشتباه او تېروتنو مخه ونيول شي.

٢ – د ليو تولستوى او الکسي تولستوى د نړۍوال شهرت لاملونه په گوته کول.

٣ - زده کړيالانو، لوستونکو او مينه‌والو ته د دواړو ليکوالو په اړه کره معلومات وړاندې کول.

پوښتنې

١ــ د ليو تولستوى او الکسي تولستوى د ژوندانه مهمې پېښې کومې کومې دي؟

٢ ــ د ليو تولستوى او الکسي تولستوى د نړۍوال شهرت لاملونه څه شى دي؟

٣ ــ د ليو تولستوى او الکسي تولستوى مشهور اثار کوم دي؟

٤ ـــ الکسي تولستوى او ليو تولستوى په نړۍوال ادبي تاريخ کې څه دريځ لري؟

تېرو ليکنو ته کتنه

د الکسي تولستوى او ليو تولستوى د پېژندنې، اثارو او د شهرت د لاملونو په اړه يو شمېر ليکنې شوي دي، چې په ځينو کې يې د موضوع حساس والى په پام کې نه دى نيول شوی په دې مانا چې په اکثرو ليکنو کې د يوه ليکلي اثار په بل پورې تړل شوي او يا گونگ پاتې دي او دا نه څرگندېږي، چې اثار او کتابونه په کوم تولستوى پورې اړه لري. د ليو تولستوى او الکسي تولستوى د پېژندنې، اثارو او نړۍوال شهرت د لاملونو په اړه په جلا ـ جلا ډول په يو شمېر کتابونو او بېلابېلو مقالو کې يو څه ليکنې شوي، چې دلته يې يادونه کوو:

د محمد طاهر کاڼي په کتاب (بهرني ليکوال) کې د تولستوى تر سرليک لاندې د ليکوال پېژندنه په لومړي سر کې انديښنه راولاړوي چې دا به کوم تولستوى وي خو وروسته يې بيا په متن کې بشپړ نوم اخيستل شوى دى. همدارنگه په همدې کتاب کې يې د شهرت د لامل په اړه ليکل شوي دي: « د ليو تولستوى د(ماشومتوب) او(هلکتوب) ناولونه د کره‌کتونکو تر نظر تېر شول او د ځوان ليکوال د ښه پيل نمره يې وگټله» (٨ : ٢١٧).

د محمداقا شيرزاد په کتاب (د نړۍ مترقي ادبيات) کې د ليو تولستوى د پېژندې سرليک يوازې (تولستوى) ليکل شوى، چې په لومړي سر کې نه معلومېږي کوم تولستوى دى؟(٧ : ٧٤).

په ((مجموعه اثار نويسنده گان روسي)) کې د ده نړۍوال شهرت په اړه راغلي دي: «د (سيواستوپول کيسې) کې د دغو جګړو واقعي منظرې په ښه ډول څرګندې شوي دي ، چې د ده د شهرت له مهمو لاملونو څخه گڼل کېږي.»(١٠:١٣١).

پوهنوال جانس خان زړن په يوه مقاله کې د ليو تولستوى د شهرت يو لامل د ده درې رومانونه (جگړه او سوله، اناکارينينا او يکشنبه) بولي، چې ډېرى ليکوال په دې خبره سره يوه خوله دي او دا نظر تائيدوي(٦ : ١٠).

په ((بهرني ليکوال)) کتاب کې راغلي دي: په (١٨٨٣ز) کال کې تولستوى دخپلو سترو اثارو له ډلې څخه د ((جگړه او سوله)) رومان په ليکلو پيل وکړ په دغه رومان کې ليکوال نه يواځې د روسيې د١٩ مې پېړۍ د لومړۍ درېيمې پېښو انځور کاږي، بلکې عمومي بشري مسايل، هېواد ته خدمت کول او نيکي کول هم پکې څرگندوي. په همدې کتاب کې يې د ليو تولستوى د اثارو په برخه کې د نوموړي د دولسو اثارو نومونه (( سيواستوپول کيسې، ماشومتوب، هلکتوب، زلميتوب، د ليکوال خاطرې، اناکارېنينا، دايوان ايليچ مړينه، خولستومير، کرويتسرسونات، سېرگي بابا، حاجي مراد او ((مانون ليسکو))، چې د يوې رنډۍ ښځې داستان دى يادونه شوې ده (٨ : ٢١٨).

د اريانا دايرة المعارف په دويم ټوک کې، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا په (١٣٧٨هـ ش) کال کې چاپ شوى، د ده د انزوا او خلکو څخه گوښه کېدو په اړه ليکل شوي دي: اروپا ته په دويم ځل سفر کې يې ورور ومړ وروسته د ورور دردونکي مړينې پر ده ډېره بده اغېزه وکړه او د دې لامل شو، چې د ده په يو شمېر اثارو کې د مرگ غمجن انځور تر سترگو شي؛ لکه په جگړه او سولې اثر کې(٢ : ١٦٤).

د الکسي تولستوى د نړۍوال شهرت په اړه په اريانا دايرة المعارف لومړي ټوک کې راغلي دي: ((مور يې د ماشومانو لپاره ليکوالي کوله، چې نوموړې له خلکو سره د مينې نظرياتو د تولستوى د شخصيت په تشکيل کې ستره اغيزه درلوده.)) (٣: ٥٥٤).

په همدې اثر کې د ده د مشهور کتاب ((لومړى پتر)) تر څنگ د يو غنايي (ليريک) شعر او (٤٢) ترانو يادونه هم شوې ده، چې په هغې کې يې د روسيې د اشرافو او نجيبو طبقو بېلابېل استقامتونه په لنډ ډول ښودلي دي. په ((اثار گزيده نويسنده گان روسي)) کتاب کې راغلي دي: د الکسي تولستوی د ژوند لومړني پړاوونه په داسې چاپېريال کې تېر شوی دی، چې وروسته يې بيا ددغه وخت او چاپېريال تياره او ناوړه شرايط او حالات په خپلو ځينو اثارو؛ لکه ((د زاړه زيزفون تر سيوري لاندې))، ((له والګا اخوا))، ((ساده ګان))، ((ګوډزميندار)) او نورو کې چې په (۱۹۰۹ – ۱۹۱۲ع) کالو کې يې ليکلي دي، ډېر ښه انځور کړي دي(٩ : ٢٨).                                                         

په فرهنگ ادبيات جهان (١٣٧٥هـ ش) کې راغلي دي: الکـسي تولستوی د اکتوبر تر انقلاب وروسته په لومړي سر کې د (سپينې روسيې) د انقلاب ضد عناصرو سره يوځاى شو او له هېواده وتښتيده. وروسته له څه مودې يې انقلاب ومانه او په (۱۹۲۳ز) کال کې هېواد ته راستون او د شوروي حکومت سره ملګری شو. په (١٩٣٧ز) کې يې په مادريد، پاريس او لندن کې د فاشيزم پرضد نړۍوال کنفرانس کې گډون وکړ. په پايله کې د پخواني شوروي اتحاد د علومواکاډمۍ غړيتوب ته ورسيده. (١ : ٣٧٢). د ده په ټولو شعرونو او اثارو کې د وطنپالنې مسايل ډېر ليدل کېږي او اشعاريې دبشرپالنې غوره بېلگې دي. د (١٩٤٣ز) کال د جگړو بدې پېښې يې په خپلو ادبي اثارو کې په ډېر ښه شکل انځور کړي دي(٣: ٥٥٥).

مواد او کړنلاره

 ددې څېړنيزې ليکنې د څېړنې بڼه کتابتوني او ميتود يې تحليلي دى. لومړى د ليو تولستوى او الکسي تولستوى د ژوند او اثارو همدارنگه د دوى د نړۍوال شهرت د لاملونو په اړه د يو شمېر پوهانو نظرونه او اندونه له باوري سرچينو څخه راجلا شوي او د همدې نظرياتو په رڼا کې مې خپله موضوع روښانه او پراخه کړه او خپل نظر مې هم ورسره يو ځاى کړ، چې ټاکل شويو موخو ته ځان ورسوم.

ليو نيکولايويچ تولستوى Tolstoy - Leo Nikolayevich

روسي نوميالی ليکوال فيلسوف او ټولنيز مصلح دی چې په (۱۸۲۸ز) کال کې د تولا (Tula) د ولايت د ياسنايا پوليانا(Yasnapolyana)په کلي کې، چې د مسکو دجنوب په١٦٠کيلومترۍ کې موقعيت لري په يوه اشرافي او مالداره کورنۍ کې زېږېدلی دی، په دوه کلنۍ کې يې مور مړه شوې او په نهه کلنۍ کې يې پلار هم له لاسه ورکړى، روزنه يې د کورنۍ د نورو غړو او بهرنيو ښوونکو تر نظر لاندې ترسره شوې. په (١٨٤٤ز) کال کې يې د ((کازان)) د پوهنتون د ختيځو ژبو او حقوقو په څانگه کې يې زده کړې پيل کړې، خو زده کړې يې لا پاى ته نه وې رسولې، چې په يوه عياش ځوان بدل شو. په اتلس کلنۍ کې يې له مطالعې سره ډېره مينه پيدا شوه او د دوو فرانسوي ليکوالو (ولتر) او (روسو) اثار يې مطالعه کړل. که څه هم ليو تولستوی يو مذهبي سړی و، خو په (۱۹) کلنۍ کې له کليسا ووت او له مسيحيت سره بې علاقې شو(٧: ٧٤).

په (۱۸۵۱ز) کال کې د روسيې په پوځ کې داخل شو او قفقاز ته لاړ. په (۱۸۵۵ز) کال کې يې د سيواستوپول د ښار په ساتنه کې برخه واخيسته. په دې دوره کې يې يو شمير کتابونه؛ لکه ((ماشومتوب، نوې ځواني او ځواني)) او ((د سيواستوپول کيسې)) چې ځينې دده دخپلو حالاتو بيانونکي دي او ځينې يې فلسفي اړخ لري، وليکل(٢: ١٦٣).

په دې اثر کې د سيواستولول د جګړو واقعي منظرې په ښه ډول ترسيم شوي، چې دده دشهرت مهم لامل يې ګڼلاى شو. ددې کيسو په يوه کيسه کې راغلي: ((زما د کيسي اتل، چې د زړه له کومې راته ګران دی او زيار مې ويستلی دی، چې د هر اړخيزې ښکلا ستاينه يې وکړم، ريښتونولي ده چې تل به په تېره، اوسنۍ او راتلونکې زمانه کې موجوده وي.)) (١٠ : ١٣٠).

 په (۱۸۵۷ز) کال کې يې له پوځي خدمت څخه استعفا کړه او د اروپا بېلابېلو هيوادونو ته يې سفرونه وکړل، خو د لويديځ د پيسو خوښونکي تمدن له ليدلو خواشينی شو او کله چې بېرته خپل هېواد ته راستون شو؛ نو په خپله سيمه کې يې په خپلو ځمکو اوسيدل غوره وبلل او همدلته يې د بزګرانو د زامنو د روزلو لپاره په خپلو پيسو يو ښوونځی هم جوړ کړ. ليو تولستوی په (۱۸۶۲ز) کال کې د مسکو د ښاري ډاکتر له لور(سوفيا اندرېېونا) سره، چې له پخوا يې ورسره مينه درلوده، واده وکړ. نه يوازې دا چې دده د څوارلس اولادونو مور شوه، بلکې د ژوند تر پايه د ليکوال يوه ادبي ملگرې هم وه. داسې ويل کېږي چې د ليو تولستوى د (انا کارېنينا) رومان ((سوفيا اندرېېونا)) اوه ځله له سره ليکلى او املايي تېروتنې يې ورته سمې کړي دي(۸: ۲۱۸).

په (١٨٦٢ز) کې يې يوه مجله پيل کړه او پکې يې پر دې ټينگار کاوه چې روڼ اندي وگړي بزگرانو ته څه نه شي ورزده کولاى، دوى دې يې له بزگرو زده کړي. ده د ليکوالي په لومړيو کالونو کې ژوندانه ته د يو پراخ لمني ريالسيم له کړکۍ نه کتل، خو په هغو داستانونو کې چې په (١٨٦٠ز) کال کې يې پرمخ او څټ وليکل، فلسفې او اخلاقو ته يې په ستاينه مخه کړه او د رياليسم پر ځاى يې رومانتيک ناتوراليسيم غوره وباله(٥ : ٤٠).

په (۱۸۶۶ز)کال کې يې خپل ستر رومان ((سوله او جګړه)) چې په ۱۹ پېړۍ کې د روسيې د تاريخ او ټولنيزو اصولو په هکله پراخې څرګندونې لري، وليکه. بل ډېر ستر کتاب يې ((اناکارينينا)) نومېږي. پر(١٨٨٠ز) کال کې يې د ((پېژندگلوي))په نامه نوى کتاب وليکه او په هغه کې يې له ارتودوکس مذهب څخه خپله گرځيدنه په ډاگه کړه او خپل نوى مذهب يې تبليغ کړ چې له مسيح سره په مينه او د کليسا له واکمنۍ پرته د بشر پر خپلواکۍ ولاړ و، له همدې امله د ارتودوکس کليسا پرې د کفر ټاپه ولگوله(٥ :٤١).

په (١٩٠١ ز) کال کې د ليو تولستوى د کتاب ځينې برخې د ارتودوکس د کليسا په اړه د ده غرضي نظر څرگنداوه، چې په دې کار سره يې له کليسا څخه د شړلو موضوع طرحه شوه. ليو تولستوى داسې ځواب ورکړ: دا ټيک ده چې زه ستاسې له کليسا سره موافق نه يم، خو په خداى ايمان لرم چې زما لپاره روح او مينه ده او د ټولو شيانو اساس هم دى. داسې له غروره ډکو ځوابونو ټوله روسيه حيرانه کړه. د تولستوى د دې نظر د پلويانو کاروانونه د ده د سيمې په لورې روان او کور يې د نړۍوالو د ليدلو ځا‌ى شو. همدارنگه د تولستوى په لورې د ويناوو، خطابو او ستاينو بهير پيل شو او ليو تولستوى د ځوان نسل او روڼ اندو د هيلو او غوښتنو د رښتيني استازي په توگه وځليده او نفوذ يې د نړۍ ډېرو لرې ځايونو ته وغزيده(۱: ۳۷۹).

 پوهنوال جانس زړن په خپله يوه ليکنه کې د ليو تولستوى د درې رومانونو (جگړه او سوله، اناکارينينا، يکشنبه) په اړه ليکلي دي: « دغه درې ستر رومانونه لا د تېرې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د نړۍوالو ادبياتو لوړې پوړۍ ته رسيدلي وو. تولستوى په درېو سترو رومانونو سره د ژوند پراخې برخې انځور کړي خو په ((جگړه او سوله)) کې پېړۍ تصوير شوې ده. دى په خپلو مهمو رومانونو کې لوستونکي له ظلم سره مبارزې او د هغې له منځه وړلو ته نه، بلکې د مبارزې په پر ځاى زغم او تحمل ته رابولي د پانگوالۍ د روابطو پر ځاى، چې په کرکه او نفرت ورته گوري، د ځمکه والۍ د زاړه سيستم پيروي کوي.» (٦:١٠).

د ليوتولستوي د انتقادي رياليزم زور په ځانګړي ځواک سره د((پاڅون)) په رومان کې، چې په (۱۸۹۹ز) کال کې يې ليکلي او په هغې کې يې د هغه مهال د دولت دستګاه، کليسا، ټولنيز سيستم او اقتصادي اوضاع تر نيوکو لاندې نيولي او په کلکه يې ټکولي دي، ښه څرګند شوى دى. نوموړي د ادبياتو په نورو ژانرونو هم ليکنې کړي دي، چې هر يو يې نړۍوال شهکار ګڼل کېږي. د بېلګې په ډول په لنډو کيسو کې يې ((د ايوان ايليچ مړينه))، ((دکريزرسندره)) او نور .

د ډرامې په برخه کې يې (د تورتمو واکمني)، (ژوندی کالبوت) او نور د يادولو وړ دي. د ورځپاڼې ليکلو په ډګر کې يې هم په لوړه کچه ډېر څه کړي دي. د اعدام د له منځه وړلو او د تزاري روسيي دولت د تېريو په هکله يې ډېر څه ليکلي، چې په خپل وخت کې يې خورا ښه اغېزه هم درلوده .

ولاديمير ايليچ لنين د هغه په اړه په خپل نظر کې وايي: « دې نابغه وينا وال په خپلو قيمتي اثارو کې داسې مسايل طرحه کړي او د خلاقيت داسې لوړې پوړۍ ته يې لاس رسيدلى، چې ليکنې يې د نړۍوالو ادبياتو په ډله کې لومړى ځاى نيسي.» (١٠ : ١٣١).

په پښتو اريانا دايرة المعارف کې ليکل شوي دي: « اروپا ته په دويم سفر کې يې ورور ومړ، چې دې دردونکې پېښې په ده ډېره بده اغېزه وکړه اوله همدې امله دده په يوشمېراثاروکې دمرگ غمجن انځورڅرگندېږي، لکه په جگړه او سولې اثر کې . د ((انا کارينين)) تر ليکلو وروسته ورځ په ورځ د مذهب خوا ته مايل کېده، د انجيل په لوستنه يې پيل وکړ او په مسيحيت کې يې ديو نوي تعبير بنسټ کېښود، چې اساس يې د تشدد له لارې مقابله نه کول و او دده دغې ګروهې د هند د شلمې پېړۍ د مشر مهاتماګاندي او پاچا خان د عدم تشدد له ګروهو سره پوره ورته والي درلود.» (٢ : ١٦٣).

د ده د ادبي فعاليت او خلاقيت د دورې اخري اثر (بيا ژوند) (١٨٩٩ز) و ، چې په ډاگه يې د ده د هنري نبوغ د اخلاقو په خدمت کې کار کړى و. ليو تولستوی سربيره پر دې چې خپله نوې ګروهه يې په يو لړ فلسفي او مذهبي کتابونو او رسالو کې خپره کړه، داسې هوډ يې هم وکړ چې خپله ټوله شتمني به خلکو ته پرېږدي او خپله به د يو بزګر په څېر ژوند کوي، خو ښځه يې پر دې کار خوښه نه وه، ځکه اړ شو چې خپله ټوله شتمني د خپلې ميرمنې په نامه کړي. له دې کاره وروسته ليو تولستوی د تجرد او انزوا د پلټنې پسې، چې دده وروستۍ موخه وه، مخه کړه. له کوره وواته، چې په پای کې د (١٩١٠ز) کال د نومبر په اومه د اورګاډي په يوه کوچني تم ځای کې د (سينې ناروغۍ) له کبله له نړۍ سترگې پټې کړې. د ده د روح د ارامۍ لپاره هيڅ ډول مذهبي تشريفات ترسره نه شول. د ليو تولستوى تلپاتې والى او شهرت د ده د داستانونو او ليکنو له کبله دى. د خپل هنري ژوندانه تر پايه يې ډېر اثار وليکل، چې ډېر مشهور يې: کاتيا، جگړه او سوله، انا کارېنينا، زما مذهب، پولکوشکا، قزاقان، د سيواستوپول پېښې، څه بايد وکړو؟،  پېژندگلوي، ماشومتوب، زلميتوب، کيسې، د پوهې مېوې، پېسې او کار، ولږه، هېوادپال مسيحت، د سوکالۍ لټون، زيري، خاوند او نوکر، نوى مرييتوب، د بدمرغۍ جرړې، ناپېليون او د روسيې جگړه، دين او اخلاق، اندونه، مرگ و پاڅون، هنر څه شى دى؟، د ژوند فلسفه او ځينې نور دي(٥ : ٤٤).

همدارنگه د اريانا دايرة المعارف کې له پورتنيو اثارو سربېره د لاندې اثارو نومونه هم راغلي دي: د قفقاز بندي، د ميړه کسات، خداى ته خدمت کوئ که گيډې ته، ماشونانو ته، يو بل سره مينه ولرئ، پاچا او عابد، په تياره کې د رڼا څرک، مينه څنگه له منځه ځي، حرص د مړينې لامل دى، خداى حق ويني، بيا ژوندون، ناوړه ښځه او مېړه والى، وژونکي سرگرداني، شيطان، د ژوند فلسفه، د جهل ځواک، د دوزخ هېواد، يو غـشى، کورنۍ نېکمرغي، سوناکرتيز(٤: ٨٥٦).

الکسی نيکولايويچ تولستوی Tolstoy Aleksey Nikolayevich

الکسي نيکولاى ويچ تولستوی هم د روسيې نوميالی ليکوال دی، چې په (۱۸۸۳ز) کال کې د (والګا) د سيند په غاړه د ((نيکولايفسک)) د کوچني ښار په يوه بډايه کورنۍکې زېږېدلی دی، چې دغه ښار اوس د پوگاچوف په نوم ياديږي او د مسکود ستراتوف په سيمه کې واقع دى(٣: ٥٤٥).

 وروسته له هغې چې مسلکي ښوونځی يې پای ته ورساوه. د ((پترز بورګ)) د تکنالوژۍ په انستيتيوت کې شامل او په درس ويلو يې پيل وکړ. د زده کړيالانو په مظاهرو او لاريونونو کې يې فعاله ونډه درلوده او په دې لړ کې يو ځل په خطرناک ډول ټپي هم شو. د الکسي تولستوی د ژوند لومړني پړاوونه په داسې چاپېريال کې تېر شوي دي، چې وروسته يې بيا ددغه وخت او چاپېريال تياره او ناوړه شرايط او حالات په خپلو ځينو اثارو کې؛ لکه (( د زاړه زيزفون ترسيوري لاندې))، ((له والګا اخوا))، ((ساده ګان)) ، ((ګوډ زميندار)) او نور چې په (۱۹۰۹ – ۱۹۱۲ز) کالو کې يې ليکلي دي، ډېر ښه انځورکړي دي(٩: ٢٨).

الکسي تولستوی د لومړۍ نړۍوالې جګړې پر مهال جګړه ييز خبريال و، خو د (۱۹۱۷ز) کال په فبرورۍ کې د سلطنت تر چپکېدو وروسته يې تاريخي موضوعاتو ته مخه کړه. ډېره موده يې د ((لومړي پتر)) پر ژوند چې په غوڅه توګه يې د روسيې پاڅون راپورته کړی و، پلټنه او څېړنه کوله چې پر دغه رومان يې ډېر زيار ويوست او د خپل ژوند تر وروستيو ورځو پورې يې پرې کار وکړ. الکسي تولستوی د اکتوبر تر انقلاب وروسته په لومړي سر کې د بيله روسيې د انقلاب ضد عناصرو سره يوځاى شو او له هېواده وتښتيده، خارج (فرانسې) ته لاړ. د روسيې د مهاجرو د ډېرې سترې جريدي ((معاصره کلنۍ)) سره همکار شو. وروسته له څه مودې يې انقلاب ومانه او هېواد ته د راستنيدو غوښتنه يې وکړه په برلين کې د لږ ځنډ وروسته يې د هېواد لاره ونيوله او په مسکو کې ميشت شو(١: ٣٧٢).

  کله چې په (۱۹۲۳ز) کال کې بېرته هېواد ته ستون او د شوروي حکومت سره ملګری شو؛ نو خپل ټول ځواک يې د هغه د ټينګښت لپاره په کار واچوه ، دی په خپله ليکي: « د نوي ژوند د جوړولو ګډون کونکی شوم» په همدغه مهال يې ((له کړاونو را ګرځېدل)) تر سرليک لاندې داستان وليکه. د همدې داستان او نورو ليکنو له کبله يې په پخواني شوروي اتحاد او نړۍ کې ډېر مينه‌وال وموندل. وروسته يې بيا د دغه مهاجر ژوند په باب خپل احساس په خپله پېژندنه کې داسې څرګند کړی دی: « له هېواده څخه لرې په کډوالۍ کې ژوند کول زما لپاره تر ټولو ترخه او له ستونزو ډکه دوره وه. زه هلته پوه شوم، چې له هېواده لرې اوسېدل، په داسې حال کې چې هېڅوک يې نه پېژني، د خپلو خلکو او هېواد په ګټه هېڅ نشي کولای، څه معنی لري او څومره تريخ ژوند دی» همدلته ده چې هېواد او د هېواد مينې د ليکوال په زړه د خفګان او پښېمانۍ توفانونه وا لوزول او ده ته يې خپل هېواد، خپل کوچنيوالی او خپل پلرنی ټاټوبی د يوه داسې معشوقې په توګه وځلاوه، چې پرته له هغې ورته ژوند کول ناشوني وو. خپل دغه احساس يې په يوه داستان کې چې د ((نيکتيا ماشومتوب)) نوميږي، انځور کړی دی. د ((ډوډۍ)) تر سرليک لاندې داستان يې يو تاريخي داستان دى چې ليکوال په هغې کې ((استالين)) د تزاريتسين د ښار، چې وروسته د ((ستالينگراد)) په نامه ياد شو، د ساتنې لپاره د مقدماتو د چمتو کولو په مناسبت ستايلى دى.

الکسي تولستوى په (١٩٣٧ز) کال کې د شوروي حکومت عالي دستگاه ته لار ه ومونده او د لنين د نشان اخيستلو وياړ يې تر لاسه کړ. په همدې کال کې يې اسپانيې ته سفر وکړ او مادريد، پاريس او لندن کې يې د فاشيزم پر ضد نړۍوال کنفرانس کې گډون وکړ. په پايله کې د پخواني شوروي اتحاد د علومواکاډمي غړيتوب ته ورسيده. په (١٩٤٢ز)کال کې يې د ستالين جايزه تر لاسه کړه. همدارنگه د ((لومړني پتر)) د رومان په بشپړولو بوخت و چې مرگ د تل لپاره غلى کړ(١:٣٧٤).

الکسي تولستوى يو ټولنيز شخصيت او نوميالى ليکوال و. مور يې د ماشومانو لپاره ليکوالي کوله، د نوموړې له خلکو سره مينې نظرياتو د الکسي تولستوى د شخصيت په تشکيل کې غوره اغېزه درلوده. د ده په تولو اثارو او اشعارو کې د هېواد پالنې مسايل ليدل کېږي او اشعار يې د بشر پالنې غوره بېلگې دي. د (١٩٤٣ز) کال د جگړو بدې پېښې يې په خپلو اثارو کې انځور کړي دي. الکسي تولستوى اثار د پخواني شوروي د خلکو په بېلا بېلو ژبو او بهرنيو ژبو ژباړل شوي دي(٣: ٥٥٤).

الکسي ماکسيم ګورکي د ده په اړه ليکلي دي: د هغه د استعداد رڼا په ټولو هنري قالبونو کې يعنې د کوچنيانو له کيسو څخه بيا تر عملي او تخيلي رومانونو پوری ليدلای شو؛ لکه ((ائليتا)) او د ((انجنيرګارين)) د کيسو په ټولو برخو کې دا وړتوب څرګند دی. همدارنګه کنستاتين فېدين وايي: د روسيي ادبياتو د مخکښو ليکوالو په منځ کې الکـسي تولستوی د ځانګړي مقام خاوند دی، د هغه قريحه د لمر په شان ځلېدله، هغه بې ساری سړی و، د هغه په ډول خلک ډېر لږ پيدا کېږي.

د الکسي تولستوى اثار: الکسي تولستوى ډېر ښه شاعر، ننداره ليکونکى او رومان ليکونکى و. نوموړي دوه څلويښت نندارې ليکلې وې چې پکې يې د روسيې د بورژوازي – اشرافي ژوند بېلا بېلا اړخونه تر نيوکو لاندې نيولي وو(٣: ٥٥٥).  يريکا (د اشعارو ټولگه) (١٩٠٧ز)کال، کاغۍ (1910ز)کال، عجيب و غريب سړي يا دوه ژونده (1911ز)کال، دغره پر څوکه (1915ز) کال، ښکلې مېرمن (1916 ز)کال، توتکۍ (1916ز) کال، شيطان (1916 ز) کال، جهالت پالونکى (1917ز)کال، توره جمعه (1924ز) کال، د پنځو تنو يووالى (1925ز) کال، د نوروزف Nevrozof سفرونه (١٩٢٤ز) کال، توره طلا (1931ز)کال، ابي رنگه ښارونه (1925ز) کال، لومړى پتر (لومړى ټوک (1930) کال، چې يو تاريخي رومان دى) او دويم ټوک (١٩٣٤ز) کال، درېيم ټوک نېمگړى پاتې شو (1945ز)کال، په دې پسې يې بيا ماشومانو ته د ((سرو زرو کيلي)) او يو شمېر نور اثارخپاره کړل.

پايله

د دې څېړنيزې مقالې له ليکلو څخه وروسته دې پايلې ته ورسيدم، چې د ليو تولستوى د نړۍوال شهرت لاملونه دده خپل اثار دي د بېلگې په ډول ماشومتوب، هلکتوب، زلميتوب ناولونه يې، چې کله د کره‌کتونکو تر نظره تېر شول د ځوان ليکوال د ښه پيل نمره يې وگټله، د (سيواستوپول کيسې) په اثر کې د دغو جگړو واقعي منظرې په ښه ډول څرگندې شوي دي. ((جگړه او سوله)) په رومان کې يې نه يوازې د روسيې د ١٩مې پېړۍ د لومړۍ درېيمې پېښو انځور کښلى، بلکې عمومي بـشري مسايل، هېواد ته خدمت کول او نيکي کول هم پکې ښودل شوي. د دې تر څنگ ((اناکارينينا)) او((يکشنبه)) رومانونه د نړۍوالو ادبياتو لوړې پوړى ته رسيدلي وو.

د ((پېژندگلوى)) تر سرليک لاندې کتاب کې يې د ارتودکس له مذهب څخه خپله گرځيدنه په ډاگه کړه او خپل نوى مذهب يې تبليغ کړ، چې له مسيح سره مينه او د کليسا له واکمنۍ پرته د بـشر پر خپلواکۍ ولاړ و. د ده نظر او د کليسا پر وړاندې ځوابونو ټول خلک حيران کړل او د ده د نظر د پلويانو کاروانونه د ده د سيمې پر لورې روان او کور يې د نړۍوالو د ليدلو ځاى شو. په دې ډول ليو تولستوى د ځوان نسل او روڼ اندو د هيلو او غوښتنو د رښتيني استازې په توگه وځليده او نفوذ يې د نړۍ ډېرو لرې ځايونو ته ورسيده.

دی په خپلو مهمو رومانونو کې لوستونکي له ظلم سره مبارزې او دهغې له منځه وړلو ته نه، بلکې د مبارزې پرځاى زغم او تحمل ته رابولي. د پانگوالۍ د روابطو پر ځاى، چې په کرکه او نفرت ورته گوري، د ځمکه والۍ د زاړه سيستم پيروي کوي.

په پايله کې له يوې خوا د ورور مړينې، چې ډېر يې غمجن کړى و او له بلې خوا خپله نوې عقيده، چې په يو لړ فلسفي او مذهبي کتابونو او رسالو کې يې خپره کړې وه، داسې هوډ يې وکړ، چې خپله ټوله شتمني خلکو ته پرېږدي او خپله د يو بزگر په شان ژوند وکړي، خو ښځه يې په دې کار خوښه نه وه ځکه يې خپله شتمني خپلې ښځې ته پرېښوده او له کوره ووته.

د الکسي تولستوى د نړۍوال شهرت لاملونه هم د ده خپل اثار دي. ده په خپلو اثارو (د زاړه زيزفون تر سيوري لاندې، له والگا اخوا، ساده گان، گوډ زميندار) او نورو کې د خپل ژوند د لومړيو پړاوونو د چاپېريال تياره او ناوړه شرايط او احوال په ډېر ښه ډول انځور کړي دي. د (لومړي پتر) په رومان، چې د روسيې پاڅون يې راپورته کړى و ډېره موده پلټنه او څېړنه وکړه او د خپل ژوند تر وروستيو ورځو پورې يې پرې کار وکړ. هغه مهال د روسيې د انقلاب ضد عناصرو سره يوځاى شو په فرانسه کې يې د روسي مهاجرو د ډېرې سترې جريدې ((معاصره کلنۍ)) سره همکار شو، چې بيا وروسته بېرته وطن ته راستون شو او د شوروي حکومت سره ملگرى شو. په همدې وخت کې يې ((له کړاوونو راگرځيدل)) ترسرليک لاندې داستان وليکه، چې د همدې داستان او نورو ليکنو له کبله يې په پخواني شوروي او ټوله نړۍ کې ډېر مينه‌وال پيدا کړل.

د ((ډوډۍ)) تر سرليک لاندې داستان کې يې د تزاريتسين د ښار (اوسني ستالينگراد) دساتلو له کبله يې دستالين ډېره ستاينه کړې ده. د ((نيکتيا ماشومتوب)) داستان کې يې د کډوالۍ پر مهال خپل کوچنيوالى او خپل پلرنۍ ټاټوبی او هېواد د يوې داسې معشوقې په توگه وځلاوه، چې پرته له هغې ورته ژوند کول ناشونی و.

 د الکسي تولستوى مور د ماشومانو لپاره ليکوالي کوله د نوموړې له خلکو سره د مينې نظرياتو د الـکسي تولستوى د شخصيت په تشکيل کې هم ستره اغېزه درلوده. د ماکسيم گورکي په وينا د الکسي تولستوى د استعدا رڼا په ټولو هنري قالبونوکې يعنې د کوچنيانو له کيسو څخه بيا تر عملي او تخيلي رومانونو پورې ليدلاى شو. دى ډېر ښه شاعر، ننداره ليکونکى او رومان ليکونکى و، چې دوه څلويښت نندارې يې ليکلي او په ټولو کې يې د روسيې د بورژوازي _ اشرافي ژوند بېلابېل اړخونه تر نيوکو لاندې نيولي د. دده په اثارو کې د هېواد پالنې مسايل ډېر ليدل کېږي او اشعار يې د بشـرپالنې غوره بېلگې دي.

مناقشه

تر دې دمه چې پر ليو تولستوى او الکسي تولستوى کومې ليکنې شوې دي، هر يوه يې د يادو ليکوالو د نړۍوال شهرت د لاملونو په اړه او د دوى د اثارو په اړه خپل خپل نظريات لري، چې د همدې مقالې په تېرو ليکنو ته کتنه سرليک کې يې د يو شمېر يادونه شوې ده. زما په دې مقاله کې د دې دواړو ليکوالو د نړۍوال شهرت ډېر لاملونه راوړل شوي دي. همدارنگه د دوى د اثارو په اړه په تېرو ليکنو کې د گوتو په شمېر اثارو يادونه شوې ده، خو په دې مقاله کې د دواړو ليکوالو له هغو ټولو اثارو يادونه شوې، چې لږ تر لږه نړۍوال شهرت لري. بله د يادونې وړ خبره دا ده، چې تر دې دمه دغه دواړه ليکوال داسې څنگ په څنگ، چې يو له بله يې توپير ډېر اسان دى، نه دي معرفي کړي. د دوى د ژوند پېښې، د نړۍوال شهرت لاملونه او اثار هم په گوته شوي دي. د نورو ليکوالو پام دې ته را اړول شوى دى، چې پر دوى د ليکنې پر مهال يې د دوى بشپړ نوم راوړل شي، چې ديوه اثار او ادبي فعاليت په بل پورې ونه تړل شي. 

پايله اخيستنه

په دې څېړنيزه مقاله کې د ليو تولستوى او الکسي تولستوى د څنک په څنگ پېژندنې سره - سره د دوى له ادبي فعاليتونو هم يادونه شوې او ټول هغه اثار يې، چې نړۍوال شهرت لري ښودل شوي دي. تر دې دمه زما په اند داسې ليکنه نه ده ترسره شوې، چې د دې دواړو ليکوالو د شهرت بشپړ لاملونه دې پکې ښودل شوي وي. په دې ليکنه کې د دواړو ليکوالو د نړۍوال شهرت ټول ستر لاملونه په ډاگه شوي دي. هيله لرم، چې دا ليکنه لوستونکو، زده کړيالانو او مينه‌والو ته گټوره تمامه شي.

ماخذونه

١ _ خانلري، زهرا. (١٣٧٥ل). فرهنگ ادبيات جهان. تهران: د خوارزمي د انتشارانو سهامي شرکت.

٢ _ د اطلاعاتو او کلتور وزارت.(١٣٥٤ل). پښتو اريانا دايرة المعارف (پنځم ټوک). کابل: دايرة المعارف ټولنه.

٣ – د افغانستان د علومو اکاډمي. (١٣٨٦ل). اريانا دايرة المعارف (لومړى ټوک). کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

٤_  دافغانستان د علومو اکاډمي. (١٣٨٧ل). اريانا دايرة المعارف (دويم ټوک). کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي.

٥ _ دريځ ، ا . (١٣٧٩ل) . دهنر په اړه د تولستوى ليد لورى. تعاون مجله. د اتم کال شپږمه گڼه. پيښور: مرکز تعاون افغانستان (متا).

٦ _ زړن، جانس خان.(١٩٩٣ز). ليوف تولستوى او دده د غوره اثارو پېژندنه. ليکوال مجله اگست مياشت دويم جلد شپږمه گڼه.

٧ _ شېرزاد، محمداقا. (١٣٦٤ل). د نړۍ مترقي ادبيات. کابل: پيداگوژي انستيتوت.

٨ _ کاڼى، محمدطاهر. (١٣٩٤ل). بهرني ليکوال. کابل: د افغانستان دعلومو اکاډمي.

٩ _ درادوگاه نشراتي مؤسسه.(١٩٨٣ز). اثارګزيده نويسنده ګان روسي (ژباړن يحايي). مسکو: درادوگاه نشراتي موسسه.

١٠ _ درادوگاه نشراتي مؤسسه. (١٩٨٢ز). مجموعۀ اثار نويسنده ګان روسي(ژباړن مياخېل). مسکو: د رادوگاه نشراتي مؤسسه .

 

 

Senior Teaching Assit.  Sayed Ghani (Ghani)

Faculty of Education Department of Pashto literature

The literary activities of Leo Tolstoy and Aleksey Tolstoy

Abstract

In farmer Soviet Union there were two people named Tolstoy – Leo Nikolayevich and the other one was Tolstoy Aleksey Nikolayevich. They both have written brilliant books and admired by the people of the world, and each one beside his international reputation has done major literary activities. But when our writers mention one of them or say something about their books, they only suffice to write only (Tolstoy) which may refer to both of them. Here the readers make mistake and that is; which Tolstoy is meant by this name.

Furthermore each writer has selected the worldwide reputation of these two writers by his own wishing. By this reason I have researched the worldwide reputation’s factors of these writers and their books in different resources such as literary books, internet sites, hoping that readers at least become familiar with them and know the factors of their worldwide reputation. Ultimately the readers could understand when they hear or read the name of a book written by Tolstoy, which Tolstoy the name refers to.