پوهنمل سید اکرم هــــــــــاشمي

حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

عامه حقوقو څــــــــــــــــــانګه

تقريظ ورکوونکي: پوهنوال احمد ګل واثق او پوهنوال محمد ايمل حقمل، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادان.

حوصله د اسلام له نظره او پر اداره يې اغېزې

لنډيز

د اسلام مبارک دين تل مسلمانانو ته د چارو په تر سره کولو کې پر صبر او حوصلې کولو امر کړی دی چې په اړه يې ګڼ ایتونه راغلي، همدا راز نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره په تعاملاتو کې له صبر او حوصلې څخه کار اخيستی دی او هم يې د مشقت او تکلیف پر مهال صبر او حوصله کړې ده.

د صحابه کرامو د حوصلې له څو بېلګو څخه یادونه شوې ده؛ لکه څلور خلفاء راشدینو، ابن عباس رضي الله عنه، ابوذر رضي الله عنه او د یوې صحابۍ مېرمنې له صبر او حوصلې څخه یادونه شوې ده چې پورته ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعین تل په خپلو تعاملاتو، عباداتو او هم کله چې له ستونزو سره مخ شوي دي له پوره صبر او حوصلې څخه يې کار اخیستی دی، تر دې چې له دښمنانو او غیر مسلمانانو پر وړاندې يې هم په پوره صبر او حوصلې کړنې سرته رسولي دي. ټول مسلمانان باید د اسلام د مبارک دین په ټولو احکامو په ټول حالاتو کې عمل وکړي او د صحابه کرامو د ژوند، فدا کارۍ او خلوص څخه زده‌کړه وکړي. چې دغه چاره په ژوند کې د بریالیتوب سبب ګرځي او په اداره کې د همغږۍ، همدردۍ د رامنځ‌ته کېدو او په نهایت کې د ادارې موخو ته په رسیدو کې مرسته کوي. په اداره کې د حوصلې په پایله کې اداره منظمه او په غوره طریقه مخته ځي او د ادارې موخې په ښه توګه ترلاسه کیدلی شي.

سریزه

د ځمکې پر مخ د بشري ژوندانه پيل له ادم علیه السلام څخه شوی دی چې ورسره سره سم د پیغمبرانو د بعثت لړۍ هم پیل شوې ده، په دې ترڅ کې مختلفو ټولنو او قومونو ته د وخت، حالاتو او شرایطو مطابق، د انسانانو د لارښوونې، بشري ټولنې د تنظیم او سمې رهبرۍ په موخه پیغمبران رالېږل شوي دي. چې په دې لړۍ کې د الله جل‌جلاله له لورې تر ټولو وروستی او زموږ خوږ پیغمبر محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم پر پیغمبرۍ مبعوث او د اسلام د مبارک دین سره راولېږه، چې د ژوند ټولې چارې يې تنظیم کړې، له عادي چارو تر سیاسته او ادارې پورې احکام لري. د ۲۳ کالو په موده کې يې پرې جامع او کامل کتاب (قرآن کریم) نازل کړ، چې په دې اړه الله جل جلا له فرمايي: الْیَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دینَکُم؛ موږ نن د اسلام دین تکمیل کړ. د قرآن کریم سره په څنګ کې د محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه د صحابه کرامو په واسطه ګڼ ارشادات هم د بشري او جني ټولنې د لارښوونې او اصلاح لپاره را نقل شوي دي. د اسلام مبارک دين د ژوند په ټولو چارو کې پر زغم او حوصلې باندې ټينګار کوي، چې په دې مقاله کې به پر زغم او حوصله باندې د اسلام له نظره بحث کېږي او هم پر اداره باندې د زغم او حوصلې اغېزې څېړل کېږي. د نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم او د هغه د صحابه کرامو د اداراتو د بریالیتوب او منظموالي یو له عمده عوامل څخه د هغوی صبر، حوصله، زغم او ورین تندی ګڼل کېدای شي، چې په تفصیل سره يې څېړو.

 

موخه

د دې لیکنې څخه په کُل کې موخه دا ده چې په اداره کې د اسلام له احکامو څخه پيروي او پر مټ يې په اداره کې ستونزې له منځه لاړې او د همکارۍ فضاء رامنځ‌ته شي، د اسلام د مبارک دین پیروان، په ځانګړي توګه په افغاني ټولنه کې د اسلام مبارک دين څخه پیروۍ ته را وبلل شي او د ژوند د ټولو چارو ترڅنګ په اداره کې هم د اسلام دا اصل چې زغم او حوصله ده رامنځ‌ته شي. چې د دې لیکنې ځانګړې موخه هم د صبر او حوصلې اړتیا څېړل او په اداره کې له صبر او زغم څخه کار اخيستل او پر مټ يې سالمه اداره رامنځ‌ته ته کول دي.

د څېړنې ميتود

ددې څېړنې ډول کتابتوني دی. د ساحې له اړخه ځکه کتابتوني ده چې په اسلام کې د حوصلې په اړه د معلوماتو یواځينۍ مرجع کتابونه دي او له کتابونو پرته نور هېڅ ډول مرجع نه‌شته. د موخې د پیژندلو له اړخه ځکه تبیني ده چې دغه موضوع په اړه له وړاندې د اسلام په مبارک دین کې ګڼ احکام او ارشادات شته، چې اکتشافي کیدلی نه‌شي او نه هم توصیفي کیدلی شي، ځکه د حوصلې وصف معلوم دی، نو د موخې د پېژندلو له اړخه تبیني ده. د کارونې له اړخه ځکه کاربردي ده چې د موضوع د پېژندنې او پراختیا لپاره ده تر څو له پایلې څخه يې اوس‌مهال استفاده وشي، نه دا چې په راتلونکي اوږد مهال کې به ورڅخه استفاده کېږي.

ستونزه

ستونزه داده چې ډېر وختونه په اداره کې ګډوډي او اختلافات د بې صبرۍ او د حوصلې او زغم د نشتوالي له امله رامنځ‌ته کېږي، نن ورځ ډېر اداري کارمندان په خپلو چارو کې له صبر او حوصلې څخه کار نه اخلي، یعنې په خپلو چارو کې پرته له دې چې د موضوع په ماهیت او څرنګوالي ځان پوه کړي، اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو ته پام وکړي، خپلې چارې په غیر منطقي او نامعقوله له زغم او حوصلې پرته سرته رسوي او یا هم د یوې کړنې پر وړاندې غبرګون ښيي.

د اسلام له نظره د حوصلې اړتيا

حوصله هغه صفت دی چې د اسلام مبارک دین يې په اړه ګڼ الهي او نبوي ارشادات لري، تل يې خپلو پیروانو ته په حوصله کولو او صبر امر کړی دی؛ لکه له خلکو سره د معاملو او راکړو ورکړو پر وخت، د تکلیفونو پر وخت او یا هم د الهي احکامو د منلو پر وخت صبر او حوصله کول چې له منکراتو او بدو کارونو له کولو څخه ځان وساتي، هیڅ داسې چاره سرته ونه رسوي چې د الهي ارشاداتو سره په ټکر کې وي او یا هم د ټولنيزو اخلاقو او ارزښتونو سره سمون ونه‌لري.

الله تعالی په قرآنکریم کې مومنانو ته په صبر او حوصلې امر کړی دی. (یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اسْتَعِینُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِینَ). د بقری سورت ۱۵۳ ایت؛ ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په صبر او لمانځه سره مدد وغواړئ او بې شکه چې الله تعالی د صبر کوونکو ملګری دی.

همدا راز الله تعالی په سورة الفرقان کې فرمایي: (وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا ) سورة الفرقان ۶۳ ایت؛ او کله چې دوی (مومنان) له جاهلانو سره خبره کوي نو دوی دې سالمه خبره کوي.

 په دې ایت شریف کې بیان شوي چې د مومنانو یوه مهمه ځانګړنه دا ده، کله چې ناپوه او جاهلان مومنانو ته بدې ردې وایي او دوی د جهالت په خبرو کې اخته کوي نو مومنان باید له پوره حوصلې او صبر څخه کار واخلي او ځان د ښو او مناسبو الفاظو په کارولو سره له ناپوهانو څخه خلاص کړي.

 همدا رنګه نبي کریم صلی‌الله‌عليه‌وسلم په خپل مبارک ژوند کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ شوی دی خو تل يې د هر ډول ستونزو پر وړاندې حوصله کړې او له صبر څخه يې کار اخيستی دی او هم يې خپلو پیروانو ته د حوصلې کولو توصیه کړې ده. د بېلګې په توګه د مکې څخه د رسول کریم صلی‌الله‌عليه‌وسلم ویستل.

کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره حمزه ایمان راوړ او اسلام مخ په خوریدو شو نو د قریشو د قبيلې مشـران راټول شول، یوه توافقتنامه یی ولیکله چې د بني هاشم او بني عبد المطلب سره به هيڅوک خبرې نه کوي، ورسره به نه کيني، اخیستل او خرڅول به ورسره نه کوي او نه به هم ورسره نکاح کوي(۱۰: ۱۰۲).

لیدل کېږي چې نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د قریشو پر وړاندې حوصله وکړه او له جديت يې کار وانخيست.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وروسته د هغه ټولو صحابه کرامو رضی الله عنهم په ټولو چارو کې د پيغمبر عليه الصلاة والسلام پسې اقتدا کوله، چې یو له هغې څخه حوصله او صبر کول دي. دلته د بېلګې په توګه د ځينو صحابه کرامو د صبر او حوصلې بېلګې راوړو.

یوه ورځ ابوبکر صدیق رضی الله عنه خلک راوبلل چې د پیغمبر صلی الله عليه وسلم خبرو ته غوږ ونـیسي، کله چې کفار راټول شول ابوبکر صدیق رضی الله عنه یی سخت وواهه، ان تر دې چې مخ یی نه معلومیده او د ورځې تر وروستۍ برخې پورې بې سده (بې هوشه) و، تر دې چې ګمان کېده چې ژوندی به پاتې نه‌شي، کله چې په سد راغی، د انتقام غوښتنه یی ونه‌کړه. بلکې وې ویل چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورسوی. نوموړي جلیل القدر صحابي د دومره تکلیفونو پر وړاندې حوصله او صبر وکړ.

همدا رنګه د عمر رضی الله عنه د صبر حوصلې په اړه د سیرت کتابونو ډېرې بېلګې ذکر کړي دي چې دلته ترې یادونه کوو.

عن ابن عباس، قال: "قدم عيينة بن حصن بن حذيفة فنزل على ابن أخيه الحر بن قيس، وكان من النفر الذي يدنيهم عمر، وكان القراء أصحاب مجالس عمر ومشاورته، كهولاً كانوا أو شُباناً، فقال عيينة لابن أخيه: "يابن أخي هل لك أو قال: لك وجه عند الأمير، فاستأذن لي عليه". قال: "سأستأذن لك عليه"، قال ابن عباس: فاستأذن الحرُ لعيينة، فأذن له عمر، فلما دخل عليه قال: "إيهْ، أو هِيْ يابن الخطاب، فوالله ما تعطينا الجزل ولا تحكم فينا بالعدل". فغضب عمر حتى هم أن يوقع به، فقال له الحرّ: "يا أمير المؤمنين إن الله تعالى قال لنبيه: {خُذِ العَفْوَ وأْمُرْ بالعُرْفِ وأَعْرِضْ عَنِ الجَاهِلِينَ} [الأعراف: 199] ، وإن هذا من الجاهلين". والله ما جاوزها عمر حين تلاها عليه، وكان وقافاً عند كتاب الله(۴: ۶/۲۶۵۷).

 د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې عیینه بن حسین بن قیس ته راغی چې نوموړی، عمر رضی الله عنه ته د نږدې کسانو څخه و او عمر رضی الله عنه به هغه کسان چې حافظان وو د سلاکارانو په توګه نیول که هغه به ځوانان وو یا مشران. نو عیینه خپل وراره ته وویل: چې ای وراره د امیر سره ستا څه مرتبه شته چې ما ته اجازه وغواړې نو هغه ورته وویل: زه به درته اجازه واخلم، نو ابن عباس رضی الله عنهما وویل چې حر د عیینه لپاره اجازه وغوښته نو عمر رضی الله عنه ورته اجازه وکړه کله چې عمر رضی الله عنه ته ورغی نو وې ویل: د خطاب زویه تا ته بس ده په الله قسم ته موږ ته ډېرې تحفې او مال نه را کوې او ته زموږ منځ کې عدل نه کوې نو عمر رضی الله عنه په غصه شو چې وې وهئ نو حر ورته وویل: ای امیر المؤمنین الله تعالی خپل نبي ته داسې فرمايي: (خلکو ته بخښنه کوه او امر کوه په نیکۍ سره او اعراض وکړه د جاهلانو څخه) او دا د جاهلانو څخه دی وايي: زما دې په الله قسم وي چې عمر رضی الله عنه تجاوز ونه کړ کله چې ده باندې ایات ولوستل شو او دا وه ډېر ودریدونکې د الله د احکامو پر حدودو باندې.

 له پورته حدیث څخه په وضاحت سره د عمر رضی الله عنه حوصله او صبر معلومېږي چې د وخت امیر وه خو دومره عادل و چې د عدالت په اړه يې مخالفین هم اقرار کوي.

کله چې عمر رضی الله عنه د وخت خلیفه و په عام مجلس کې د خلکو پر وړاندې ورته یو عادي شخص پاڅېده او د بې عدالتۍ خطاب يې ورته وکړ خو عمر رضی الله عنه ورته نه یوازې دا چې څه ونه ویل، بلکې هغه ته يې قناعت ورکړ په داسې حال کې چې هر څه یی په واک کې وو.

و خطب عمر بن الخطاب يوما وعليه ثوبان، فقال: أيها الناس ألا تسمعون؟ فقال سلمان: لا نسمع، فقال عمر: ولم يا أبا عبد الله؟ قال: إنك قسمت علينا ثوبا ثوبا وعليك ثوبان، فقال: لا تعجل. يا عبد الله، يا عبد الله، فلم يجبه أحد، فقال: يا عبد الله بن عمر، فقال: لبيك يا أمير المؤمنين، فقال: نشدتك الله الثوب الذي ائتزرت به أهو ثوبك؟ قال: نعم، اللهم نعم، فقال سلمان: أما الآن فقل نسمع. ؛ يوه ورځ عمر رضي الله عنه خطبه ويله او دوه جامې يې اغوستې وې نو وې ويل ای خلكو ايا تاسې نه اورئ؟ يعنې متوجې شئ. سلمان: وويل موږ ستا خبرې ته غوږ نه نيسو، عمر رضي الله عنه ورته وويل: ای د عبدالله پلاره ولې؟ هغه ورته وويل: تا پر موږ يو ـ يو کمیس ویشلی دی خو تا بیا خپله دوه کمیسه اغوستي دي. نو عمر رضي الله عنه ورته وويل: چالاكي مه كوه بیا يې خپل زوی عبدالله ته وویل: ای عبدالله ای عبدالله، هيچا ځواب ورنه‌کړ، بیا يې وویل ای عبدالله د عمر زویه: عبدالله بن عمر وویل، لبیک ای امير المؤمنینه: بیا عمر رضي الله عنه ورته ويل: ستا دې په الله تعالى قسم وي دا كوم کمیس مې چې اغوستی دی دا ستا کمیس نه دی؟ زوی يې وويل: هو الله تعالى شاهد دی چې همداسې ده، نو سلمان وويل: اوس ستا خبر اورو( ۲: ۲/۱۲۳، ۱/۲۰۴)

 همدارنګه درېیم خلیفه عثمان رضي الله عنه هم ډېر صبرناک او د حوصلې لرونکی و، د هغه د صبر یوه ښه بېلګه د هغه د قتل د دسیسې پر وړاندې د عثمان رضي الله عنه صبر او حوصله وه، کله چې خوارج پر عثمان رضي الله عنه را ټول شول او د هغه د قتل اراده يې وکړه نو عثمان رضی الله عنه پرې پوهیده چې خوارجو د ده مبارک د قتل اراده کړې ده، نورو صحابه کرامو خوارج نه پرېښودل چې عثمان رضی الله عنه ته ضرر ورسوي خو عثمان رضی الله عنه سره د امت د اتفاق او د مسلمانانو د وینو د حفاظت غم وو نو هغه مبارک نورو صحابه کرامو ته وویل: چې خوارج پریږدئ، هماغه و چې عثمان رضي الله عنه د خپل ځان په قربانولو د امت د اتفاق، اتحاد او د مسلمانانو د وینو حفاظت لپاره د شهادت لوړ مقام قبول کړ او خوارجو، عثمان رضي الله عنه په داسې حال کې په شهادت ورساوه چې د قرآنکریم تلاوت یې کاوه(۷: ۱۰۳).

 د احد په غزا کې د حضرت علي رضي الله عنه په مقابل کې دده د تره زوی د جنګ میدان ته راووت، نورو ورته سیل کاوه د تره زوی یې سخت ګوزارونه وکړل، کله چی د علي رضي الله عنه وار راورسیده هغه یې وواهه او زخمي یې کړ، پر ځمکه پروت وه او علي رضي الله عنه ته يې کتل خو حضرت علي رضی الله عنه ورته حوصله او صبر وکړ او هغه یې ونه واهه. همدا راز د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي رضي الله عنه د صبر بله بېلګه د خوارجو پر واړندې ده، چې تقریبا دولس زره کسان وو او له علي رضی الله عنه د عدالت غوښتنه يې کوله خو د اسلام څلورم خليفه له صبر او حوصلې څخه کار واخیست، ددې پر ځای چې جګړه ورسره وکړي ابن عباس رضی الله عنهما يې ور ولیږه ترڅو مناظره ورسره وکړي او قناعت ورته ورکړي. نو ابن عباس رضی الله عنهما د قرآن او احادیثو په رڼا کې ځینو ته قناعت ورکړ او له جګړې څخه منصرف شول، خو ځینې نور پر خپله ناپوهۍ او بې لاریتوب ثابت پاتې شول، تر دې چې علي رضی الله عنه يې په شهادت ورساوه. له پورته دريځ څخه د علي رضي الله عنه صبر په ډاګه معلومېږي(۶: ۲/ ۲۲۷ ).

همدار راز د ابو ذر رضي الله عنه د حوصلې کولو په اړه روایت دی چې: حِلْم أبي ذر رضي الله عنه:شَتم رجلٌ أبا ذَرٍّ رضي الله عنه فقال: (يا هذا، لا تُغرق في شَتمنا ودَع للصُّلح مَوضعًا، فإنَّا لا نكافئ مَن عصى الله فينا بأكثر مِن أن نُطيع الله فيه( ۱۱ : ۵/۱۱۳).

ابو ذر رضي الله عنه ته يو سړي بد رد وويل نو ابوذر رضي الله عنه ورته وويل: دا څه كوې، ته ځان موږ ته په بد رد ويلو كې مه واقع كوه (موږ ته بد رد مه وایه)، د سولې لپاره ځای پرېږده، ځكه څوك چې د الله تعالى نافرماني كوي هغه ته موږ د الله په اطاعت سره بدله وركوو. (چې موږ در ته په بد او رد سره ځواب نه دركوو ځكه دا د الله تعالى څخه نافرماني ده نو زموږ ځواب به په ښه كلمه وي).

دغه راز د یوې صحابۍ ښځې د حوصلې او صبر بېلګه ذکر کوو.

حدثني عطاء بن أبي رباح، قال: قال لي ابن عباس: ألا أريك امرأة من أهل الجنة؟ قلت: بلى، قال: هذه المرأة السوداء، أتت النبي صلى الله عليه وسلم فقالت: إني أصرع، وإني أتكشف، فادع الله لي، قال: «إن شئت صبرت ولك الجنة، وإن شئت دعوت الله أن يعافيك» فقالت: أصبر، فقالت: إني أتكشف، فادع الله لي أن لا أتكشف، فدعا لها.(۴: ۷/ ۱۱۶). ؛ د عطا بن ابي رباح نه روایت دی چې ما ته ابن عباس رضی الله عنهما وویل: زه تا ته هغه ښځه ونه ښیم چې هغه د جنت والا ده؟ ما ورته وویل: هو، نو وې ویل: دغه توره ښځه نبي صلی الله عليه وسلم ته راغله او وې ویل: زه یو تکلیف لرم چې بې هوښه کېږم او عورت مې لوڅېږي، نو ما ته له الله تعالی څخه دعا وغواړه چې دغه تکلیف له ما څخه لیرې کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل: چې که ستا خوښه وي دعا به درته وکړم او که د خوښه وي صبر وکړه، ستا لپاره جنت دی. نو وې ویل: چې صبر کوم خو الله تعالی نه دعا وغواړه چې عورت می لوڅ نه‌شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته دعا وکړه.

 له پورته حدیث څخه پر تکلیفونو او مشقتونو باندې د نوموړې صحابۍ صبر او حوصله په ښکاره ډول معلومېږي، ځکه چې نبي صلی الله عليه وسلم ورته اختیار ورکړ چې که صبر کوې الله تعالی به درته جنت درکړي او که دعا درته وکړم الله تعالی به صحت درکړي، صحابیې صبر غوره کړ چې د جنت لوړ مقام حاصل کړي. همدا راز په نوموړي حدیث کې دې ته اشاره ده چې د دنیا پر مصیبتونو باندې صبر کول ډېر زیات اجر او ثواب لري؛ لکه په یو بل حدیث شریف کې راغلي دي چې: عن عبد الله، قال: دخلت على رسول الله صلى الله عليه وسلم وهو يوعك، فقلت: يا رسول الله، إنك لتوعك وعكا شديدا؟ قال: «أجل، إني أوعك كما يوعك رجلان منكم» قلت: ذلك أن لك أجرين؟ قال: «أجل، ذلك كذلك، ما من مسلم يصيبه أذى، شوكة فما فوقها، إلا كفر الله بها سيئاته، كما تحط الشجرة ورقها» (۴: ۷/ ۱۱۵). ؛ له عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم او هغه تبې نیولی و، نو ما ورته وویل: تا باندې ډېره سخته تبه راځي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل: چې هو په ما داسې تبه راځي؛ لکه ستاسې د دوو کسانو په اندازه، نو ما وویل: له دې امله تا ته دوه اجره دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: هو همدا لامل دی، که یو مسلمان ته د یو ازغي په اندازه تکلیف هم ورسېږي، ګناه يې کمېږي داسې؛ لکه د ونې څخه چې پاڼې رژېږي.

نو د پورته ایتونو، احادیثو او د صحابه کرامو له صبر او حوصلې څخه په څرګنده توګه معلومېږي چې مومنان باید هيڅکله چا ته سخت او تند ځواب ورنه‌کړي، بلکې تل زغم او پراخه سينه ولري، د هر چا د نامناسبه کړنو او ویناوو او د هر ډول ستونزو پر وړاندې له حوصلې څخه کار واخلي او په هر ډول حالاتو او شرایطو کې د الله تعالی د احکامو پیروي وکړي.

پر اداره باندې د حوصلې اغېزې

په نننۍ پرمختللې نړۍ کې هر ډول انفرادي، ډله‌ييز او ټولنيز فعاليتونه ادارې او تنظم ته اړتيا لري، په ټولنه کې هره نامنظمه کړنه او فعاليت هيڅکله هم ټاکلو موخو ته رسیدلی نه‌شي. د ښه مديريت او ښې ادارې رامنځ‌ته کول د هرې ټولنې لومړنۍ او جدي اړتيا ده، هر شخص غواړي چې خپل کارونه په داسې ډول سرته ورسوي چې د ټاکلې موخې ترلاسه کړي. هره اداره او سازمان تخنيکي او مسلکي پوهې او تجربو ته اړتیا لري. لومړی به اداره تعريف کړو، اداره د يوه بشري ګروپ هغو همغږو هڅو ته ويل كېږي چې د يوې ګډې موخې د لاس‌ته راوړلو لپاره يې د امورو د اجراء، كنټرول او رهبرۍ له لارې په كار اچوي.

يا اداره هغه ټولنيز نظم دی چې يو شمير وګړي د ټاکلو مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره په هغې کې تنظيم شوي وي تر څو د خاصو قواعدو پر بنا يو د بل په مرسته ځان هدف ته ورسوي(۴: ۱۳).

 یا اداره هغه ډله‌ییز فعاليت ته ويل کېږي چې د طرحه شوي پلان له مخې، د يو سلسله اهدافو د لاس‌ته راوړلو لپاره په مشخصه برخه کې، د مسؤليت له مخې د مؤثره پرنسيپونو په پام کې نيولو سره په پوره دقت سره وظيفه سرته رسوي(۱۳:۲۳).

علامه ضحيان د ادارې د تعريف په اړه ليکي چې: اداره عبارت د اعمالو څخه ده لکه تخطيط (پلان)، تنظيم، توجيه، رقابت چې دې اعمالو ته به مدير او مسؤل خپل ما تحت کسان متوجه کوي، د دې لپاره چې تحقق د دې اعمالو په داسې ډول سره وشي کوم هدف چې د ادارې وي او دا په پوره کفايت، په لږ کوښښ او ډېر عايد سره کېدای شي(۶:۳).

لکه پورته تعریفونو کې ترې یادونه وشوه چې اداره کې معمولاً وګړي د ټاکلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه خپل فعالیتونه سره رسوي البته د ټاکل شویو اصولو او پرنسیپونو په نظر کې نیولو سره. کله چې په اداره کې یو د بل پر وړاندې حوصله او زغم موجود وي، نو ټاکل شوې موخې په ښه او احسنه توګه ترلاسه کیدلای شي، افغانستان د کار قانون کارکونکي په اداره کې د انظباط او نظم په تامین مکلف کوي تر څو اداره کې شخړې او جنجالونه رامنځ‌ته نه‌شي د کار قانون ۹۰ ماده داسې وايي: كاركوونكي په اداره كې د كار د انضباط په رعايتولو مكلف دي. په اداره كې د كار انضباط له لاندې لارو تامينېږي:

  1. داړيكو رامنځ‌ته كول او د كار پر وړاندې د كاركوونكو اګاهانه چلند.
  2. د پوهولو او پوهيدلو د لارو چارو رعايتول او هغو ته پراختيا وركول.
  3. د صادقانه كار په بدل كې د كاركوونكو هڅونه.
  4. د سرغړونې په صورت د تاديبي لارو چارو پلي كول.

همدا رنګه د بشري سرچينو د ډيټابيس د معلوماتو څخه د استفادې او تنظيم كړنلاره په خپلې ۵مې مادې په ۴ فقره کې وايي چې کوم مامور مقررېږي اداره باید د د مامور د ذاتي چارو په هكله د معلوماتو دحقيقي توب څخه ډاډ ترلاسه کړي.

د پورتینو موادو په استناد ویلی شو چه اداره کې هغه څه باید مراعت شي چې په نتیجه کې شخړې او ستونزې نه رامنځ‌ته کوي. که په اداره کې د صبر او حوصلې پر ځای د ادارې کارکوونکي یو د بل پر وړاندې له شدت او جدیت څخه کار واخلي ښکاره ده چې په اداره کې به ګڼې بدبختۍ او ستونزې راولاړې شي، چارې به يې ټکنۍ شي او ټاکل شوې موخې به ترلاسه نه‌شي. په نړۍ کې د علم او ټکنالوژۍ له چټک پرمختګ سره سم د ادارې مفهموم هم ځانګړی اهمیت پیدا کړ، د ادارې د علم پوهانو د ادارې اهمیت له مختلفو لید لورو څخه بیان کړی، دوی اداره د یو ماشین سره تشبيه کوي او وايي چې اداره د ماشین مثال لري، چې نورې پرزې یې موخو ته د رسیدو په برخه کې په حرکت راولي، که ماشین ښه وي،  پرزې هم په ښه شکل فعالیت کوي او موخو ته د رسیدو په برخه کې لاره اسانه کوي، که یوه ښه اداره مو جوده نه وي ټولنه خپلو موخو ته په منظم ډول رسیدلای نه‌شي، همدغه اداره ده چې د منظمو تشکيلاتو په لرلو سره مشخصو موخو ته د رسېدو لاره لنډوي.

اسلام هم تل په صبر او حوصله امر کړی دی، چې دغه صبر او حوصله باید د ژوند په ټولو اړخونو کې په نظر کې ونیول شي. چې د ژوند د اړخونو او چارو څخه یو هم اداره ده، چې د چارو د تنظیم په موخه ایجادېږي او د اړتیا له مخې پکې استخدام ترسره کېږي. نو د ادارې د بریالیتوب لپاره او هم د اسلامي احکامو په نظر کې نیولو سره باید په اداره کې له پوره حوصلې او زغم څخه کار واخيستل شي.

اداره د ټاکلو موخو لپاره رامنځ‌ته کېږي، د ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو لپاره پرسونل استخدامېږي او بیا د ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو لپاره استخدام شوی پرسونل په ګډه فعالیتونه سرته رسوي. چې باید تل پکې له حوصلې څخه کار واخيستل شي، ځکه له انسانانو څخه تل تېروتنې کېږي، مقابل لوری باید له حوصلې څخه کار واخلي او که چېرته له حوصلې څخه کار وا نه‌خيستل شي نو د ادارې کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ روحیه له منځه ځي او تشنجات رامنځ‌ته کېږي، چې دغه وضعیت بیا د ادارې د موخو پر وړاندې خنډ ګرځي او بالاخره اداره له ناکامۍ سره مخ کېږي.

باید یادونه وکړو چې په اداره کې صبر او زغم په دې معنی نه دی چې په اداره کې به له اداري اصولو او پرنسیپونو څخه سر غړونه کېږي، خو مسؤل شخص به د هغې پر وړاندې له صبر او حوصلې څخه کار اخلي، بلکې دا په دې معنی ده چې مسؤل شخص باید په عاجله توګه له جدیت څخه کار وانه خلي او نه هم ژر او احساساتي پریکړه وکړي، بلکې باید په سړه سینه او ارامه توګه ارزونه وکړي او له دقت څخه وروسته په سنجیده توګه تصمیم ونیسي چې څرنګه په اغېزمنه توګه کولای شي په اداره کې د شته نا قانونیو او سرغړونو مخه نیولی شي.

پایله

 صبر او حوصله کول په اسلامي شریعت کې ځانګړی ځای لري، چې خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه يې ګڼ روایات راغلي دي. همدا راز صحابه کرامو د ژوند په ټولو چارو (عباداتو او معاملاتو) کې په پوره توګه د اسلام د مبارک دين په ارشاداتو عمل کړی دی او تل يې په خپلو کړنو او اړونده اداري چارو کې له صبر او حوصلې څخه کار اخیستی دی. چې ښې پایلې يې درلودلي دي، تر دې چې د غیر مسلمانانو پر وړاندې هم کله بې حوصلې شوي نه دي، نو د اسلام د مبارک دین پر ټولو پیروانو او موږ افغانانو هم واجب ده چې په خپلو اداري چارو او تعاملاتو کې له پوره حوصلې او صبر څخه کار واخلو، چې له دې لارې د ادارې موخې په ښه توګه ترلاسه کیدلی شي او یوه بریالۍ اداره رامنځ‌ته کیدلی شي، چې غوره بېلګې يې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د خلفای راشیدینو د وخت ادارې او د هغوی دژوند نورې چارې دي.

وړاندیزونه

په افغاني ټولنه کې باید په ادارو کې د حوصلې او صبر کولو د انګېزې د رامنځ‌ته کولو او پیاوړي کولو لپاره لاندې وړاندېزونه کوو؛

  1. زموږ په ټولنه کې باید اداري مسؤلیتونو هغه چاته وسپارل شي، چې د اسلام د اساساتو مننونکی، صابر، حوصله کوونکی او وړتیا ولري.
  2. په غږېزو، تصویري او چاپي رسنیو کې باید په کُل کې د اسلام پوهنې په اړه منظم پروګرامونه ترتیب او خپاره شي، ترڅو په ټولنه کې د اسلام د مبارک دین په اړه د خلکو پوهه ډېره شي او پر هغې د عمل کولو انګېزه يې پیاوړې شي. چې د ژوند په ټولو چارو په ځانګړي توګه په ادارو کې د دندې د ترسره کولو پر مهال له پوره حوصلې او زغم څخه کار واخيستل شي.

ماخذونه

  1. القرآن الکریم.
  2. ابن القیم ، اعلام الموقعين، وصفوة الصفوة لابن الجوزي.
  3. ابن سعد،محمد بن سعد بن منيع. طبقاب ابن اسعد. ج ۳. بيروت: دار صادر
  4. البخاري الجعفي، محمد بن إسماعيل أبو عبدالله. (1422هـ ). صحيح البخاري, المحقق: محمد زهير بن ناصر الناصر، الجامع المسند الصحيح المختصر من أمور رسول الله صلى الله عليه وسلم وسننه وأيامه. الطبعة: الأولى، عدد الأجزاء: 9.الناشر: دار طوق النجاة (مصورة عن السلطانية بإضافة ترقيم ترقيم محمد فؤاد عبد الباقي).
  5. البغدادي الأموي القرشي، أبو بكر عبد الله بن محمد بن عبيد بن سفيان بن قيس المعروف بابن أبي الدنيا. (1418 هـ). الصبر والثواب عليه, تحقيق: محمد خير رمضان يوسف, الطبعة: الأولى، الناشر: دار ابن حزم، بيروت – لبنان.
  6. الصَّلاَّبي، عَلي محمد محمد. (1425 هـ). أسمى المطالب في سيرة أمير المؤمنين علي بن أبي طالب رضي الله عنه (شخصيته وعصره - دراسة شاملة), عدد الأجزاء: 2.الناشر: مكتبة الصحابة، الشارقة – الإمارات .
  7. الصَّلاَّبي، عَلي محمد محمد. ( 1423 هـ). تيسير الكريم المنان في سيرة عثمان بن عفان رضي الله عنه - شخصيته وعصره, الطبعة الأولى، الناشر: دار التوزيع والنشر الإسلامية، القاهرة – مصر.
  8. الصَّلاَّبي، عَلي محمد محمد. (1425 هـ). أمير المؤمنين الحسن بن علي بن أبي طالب رضي الله عنه - شخصيته وعصره, الطبعة: الأولى، الناشر: دار التوزيع والنشر الإسلامية، مصر.
  9. الغزالي. احیاءالعلوم.
  10. القرشي البصري ثم الدمشقي، أبو الفداء إسماعيل بن عمر بن كثير . (1403 هـ. ق). الفصول في السيرة, , تحقيق وتعليق: محمد العيد الخطراوي، محيي الدين مستو, الطبعة: الثالثة، الناشر: مؤسسة علوم القرآن.
  11. أبی نعیم الاصبهاني. حلیة الاولیاء.
  12. رستمي، عبدالسلام. تفسیر احسن الکلام.
  13. رضا، محمد. (1950 م.). أبو بكر الصديق أول الخلفاء الراشدين, الناشر: دار إحياء الكتب العربية, الطبعة: الثانية.
  14. مبارک، محمد. نظام الاسلام الحکم والدولة.

 

 

 

Senior T Assist. Sayed Akram Hashimi

Public Law Department

Patience from Islamic perspective & It’s Impacts on Administration

Abstract

There are many versus of the Holy Quran that order the Muslims to be very patient and tolerant while dealing with each other or doing anything in the society. Likewise prophet Muhammad (PBUH) has practically kept patience and tolerance while dealing with Muslims and non-Muslims, and was even very patient and tolerant in hardship and difficult situations too.

There are some examples of Suhabas’ patience too. For instances, the four beloved Suhabas of the prophet Mohammad (PBUH), Ibne-Abas, AbuZar and wife of a Suhabee. All of the above mentioned Suhabas have kept patience and tolerance while dealing with each other, the society as well as in hardship and difficulties. Even they were so patient and tolerant against non-Muslims too. Thus for, all of the Muslims should practically prepare themselves as per the provisions of the holy religion of Islam and they should also learn from the patience, tolerance, sincerities and sacrifices of the Suhabas, which actually results to their success and prosperities. At the meantime it forms coordination and sympathy among the staffs and ultimately it helps an administration to reach its goals.