پـوهنمل ضياالدين هوتک

ښوونې او روزنې پوهنځی

تـــــاريخ څــــــــــانګــه

تقريظ ورکوونکي:

د ګاليليه ژوند او کشفياتو ته لنډه کتنه

لنډيز

ګاليليه ايټالوي فزيک پوه، د رياضي عالم او نجومي و، چې په ( ۱۵۶۴ز) کال د فبروري په لسمه نېټه د ايټالياد پيزا په ښار کې زېږيدلی. په فلورانس کې يې د طب په رشته کې زده‌کړې وکړې او بيا مشهور نجومي شو. لومړنی تېلېسکوپ همده جوړ کړ او د هغه په وسيله يې معلومه کړه چې د سپوږمۍ کره غرونه اودرې لري، کهکشان چې له کوچنيو ستورو ډک دی او پرته له دغو ستورو چې په سترګو ليدل کېږي په اسمان کې نور بې شمېره ستوري هم شته دي.

ګاليليه ثابته کړه چې ټول اجسام په يوه سرعت سقوط کوي همدارنګه يې ثابته کړه چې سپوږمۍ له ځانه رڼا نه لري او له لمر څخه نور اخلي.

نوموړی له ۱۵۹۲ز څخه تر۱۶۱۰ز کال پورې په پادوا کې د رياضياتو د استاد په توګه په دنده بوخت و، چې د خپل کار ډېره برخه يې همدلته بشپړه کړه.

ګاليليه د ۱۶۳۳ز کال د فبرري په ديارلسمه نېټه په زور او جبر د روم ښار ته راوستل شو او د انګزاسيون وېروونکې محکمې ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره حاضر کړای شو. دغلته د ازار، اهانت، بدني تاوتريخوالي او تياره زندان د سختيو په پايله کې اړ شو تر څو د ځان د خلاصون په موخه له خپلو عقايدو انکار وکړي. بالاخره دغه نامتوعالم د کليسا له لورې تر سختو ځورونو وروسته په (۱۶۴۲ ز)  کال له دې نړۍ په داسې حال کې سترګې پټې کړې، چې د نورو سترګې يې خلاصې کړې وې.

کليدي کلمې: ګاليليه، تلسکوپ

سريزه

ګاليليه د بشريت د سعادت او خوشبختۍ لپاره بې ساري خدمتونه ترسره کړي او د علومو د پرمختګ په ډګر کې يې لوی انقلاب رامنځ‌ته کړ. نوموړی د يوه سوداګر او ميوزيک‌پوه زوی و، چې لومړی يې د طب او وروسته يې د فزيک او رياضي په علومو کې زده‌کړې بشپړې کړې، خو په رياضي او فزيک کې يې بې ساري لاس‌ته راوړنې درلودې.

ګاليليه د جسمونو د سقوط زړې نظريې رد او ثابته يې کړه چې ټول جسمونه  په يوه اندازه سرعت سقوط کوي. همدارنګه نوموړی لومړنی کس و چې د خپل تېلېسکوپ په مرسته يې د سپوږمۍ پر مخ غرونه او درې وليدې، د مشتري څلور قمرونه او د ځمکې وضعي حرکت يې کشف کړل او ثابته يې کړه چې سپوږمۍ له ځانه رڼا نه‌لري او له لمرڅخه رڼا اخلي.

ګاليليه چې د ميخانيک فزيک بنسټ ايښودونکي دی په پای کې د خپلو نظرياتو له امله د کليسا تر نيوکو لاندې راغی او د محاکمې ميدان ته راکش کړی شو، چې تر ډېرو کړاوونو تېرولو وروسته په دې شرط پرېښودل شو چې له خپلو عقايدو به ګرځي، خو هغه د عمر تر پايه خپلو ليکنو او کشفياتو ته دوام ورکړ او بالاخره په (۱۶۴۲ز)  کال يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

 

موخې

- د ګاليليه د ژوند د پېښو، څېړنو او کشفياتو لوستل او په ژوند کې ترې ګټه اخيستل.

- د ګاليليه له ژوند او کشفياتو سره د محصلانو، مسلکيانو او مينه‌والو اشنا کول.

مواد او کړنلاره

ددې مقالې د ليکنې بڼه تر ډېره بريده کتابتوني ده، چې په اړه يې ګټور معلومات له کره سرچينو، معتبرو او نويو سرچينو راټول او د مقالې په مناسبو او بېلابېلو ځايونو او بېلابېلو پراګرافونو کې په سيستماتيک ډول ځای په ځای شوي دي. د ليکنې ژبه يې روانه، ساده، عام فهمه ده، چې لوستونکي کولای شي په اسانۍ سره ترې ګټه واخلي، له کومو موادو څخه چې د دې مقالې په ليکنه کې ګټه اخيستل شوی قلم، کاغذ، نوي او علمي کتابونه دي.

د موضوع اهميت

څرنګه چې ګاليليه د رنسانس د دورې له بنسټ اېښودونکو څخه دی؛ نو ما وغوښتل چې د هغه په اړه د امکان تر بريده پورې د هغه د ژوند او علمي لاسته راوړنو او د علومو په بيا رغونه کې د هغه د رول په هکله درنو لوستونکو ته لنډ معلومات وړاندې کړم تر څو د لوستونکو او محصلينو د پوهاوي کچه د نوموړي په هکله زياته شي.

تېرو ليکنو ته کتنه

د ګاليليه او کوپرنيک لاس‌ته راوړنې او برياوې له دې کبله وې چې دوى په رياضياتو کې استادان  و. تر (۱۵۴۰ -۱۶۰۳ز) کلونو پورې يې په رياضياتو کې اساسي ګامونه پورته کړل او ټول جبري مسايل يې په علامو سره وښودل او په مثلثاتو کې يې معلوم او مجهول د ښودلو لپاره له تورو څخه ګټه پورته کړه(۲: ۱۳۱). د دې تر څنګ ګاليليه د ماشومانو د لوبو د سامان الاتو په جوړولو کې هم استثنايي مهارت درلود. همدارنګه يې عود (ماندولين) اوراګ ښه غږول او په نقاشي کې يې هم ډېر شهرت پيدا کړ. پلار يې چې يو سوداګر او ميوزيک‌پوه و، نوموړي ته موسيقي ور زده‌کړې وه(۵: ۷۵۷۰).

نژدې  په ۱۶۰۴ز کال يې له تيوريکي پلوه ثابته کړه، هغه جسمونه چې د سقوط په حال کې وي د ثابت تېزوالي له قانون څخه پېروي کوي، خو ګاليليه له هغه داسې پايله ترلاسه کړه، چې هغه اوسپنيزه لوله چې لس کيلو وزن ولري نظر هغې ته چې يو کيلو وزن لري لس ځله چټک سقوط کوي. ګاليليه هغه څوک و، چې دغه نظريه يې ونه منله (۹:۲۳۰).

محدوديتونه

ددې موضوع د څېړنې په بهير کې له ځينو ستونزو او محدوديتونو سره مخامخ شوی يم؛ لکه د مجهز کتابتون نشتوالی، د نويو او معتبرو کتابونو کمښت او د ځينو نورو سهولتونو نشتوالی دا هغه محدوديتونه دي چې يادول يې اړين ګڼم.

د ګاليلئو ګاليليه ژوند او کشفياتو ته لنډه کتنه

ايټالوي ګاليليه چې د نوي  طبيعي، جرثقال او نجوم علومو بنسټ اېښودونکي دی او د دې لپاره چې د ځمکې حرکت يې ومانه نژدې وو خپل ژوند له لاسه ورکړي خو د توبې او استغفار په وسيله له مرګ نه وژغورل شو(۷: ۱۰۰).

دغه ايټالوي عالم چې تل په خپل کوچني نوم ګاليليه يادېږي د نړۍ له ډېرو نامتو او سترو ستورو پېژندونکو، فزيک‌پوهانو او رياضي‌پوهانو په ډله کې دی. هغه لومړنی شخص دی چې په‌خپل تلسکوپ يې د اسمانونو څېړنه پيل کړه او د انسان له سوچ نه بهر جهان يې کشف کړ. ګاليليه په‌خپلو څېړنو کې د فزيک د علم د يوې څانګې بنسټ کېښود، چې د ميخانيک  فزيک په نوم يادېږي او ثابته يې کړه چې طبيعت د رياضي د اصولو پېروي کوي(۳: ۱۳۵۵).

ګاليليه د سقراط تر اغېز لاندې راغلی و او په دې يې باور لاره، چې په عالم کې هر راز بدلون د اتوم د جزيي حرکت پايله ده او له همدغه حرکت نه سرچينه اخلي. همدارنګه د کوپرنيک له عقايدو سره هم موافق و. کوپرنيک (۱۴۷۳- ۱۵۴۳ز) يو پولينډی راهب و چې  په درويشت کلنۍ کې يې د طب د زده‌کړو لپاره په بادو پوهنتون کې داخله وکړه خو ترڅنګ يې د بولوني په پوهنتون کې د نجوم زده‌کړه هم کوله. ډېره موده لا تېره نه وه، چې د خپل استعداد په وجه يې د استاد په توګه دنده پيل کړه.

نوموړي خپل افکار څلويښت کاله خپاره نه کړل خو په پای کې يې د هغو د خپرولو پريکړه وکړه؛ نو يې د خپل کتاب يوه خطي نخسه خپل يوه شاګرد ته ورکړه چې هغه هم سمدستي د نوموړي کتاب په چاپ پيل وکړ، ځکه وروسته په(۱۶۳۲ز)کال ګاليليه د لمرزي منظومې د حرکاتو په اړه د بطليموس او کوپرنيک په عقايدو يو کتاب وليکه(۸: ۵۸۵۵، ۵۸۸۳).

د ګاليليه اوکوپرنيک لاس‌ته راوړنې او برياوې له دې کبله وې چې دوى په رياضياتو کې استادان وو. تر (۱۵۴۰ -۱۶۰۳ز) کلونو پورې يې په رياضياتو کې اساسي ګامونه پورته کړل او ټول جبري مسايل يې په علامو سره وښودل او په مثلثاتو کې يې معلوم او مجهول د ښودلو لپاره له تورو څخه ګټه پورته کړه(۲: ۱۳۱).

ګاليليه چې د يو ميوزيک‌پوه زوی ود(۱۵۶۴ز) کال د فبروري په پنځه لسمه نېټه د ايټالياد پيزا په ښار کې زېږېدلی. هغه يې فلورانس ته نژدې و الومبراته د زده‌کړو لپاره واستولو، چې وروسته په ( ۱۵۸۱ز ) کال د طب په څانګه کې د زده‌کړو لپاره بېرته پيزا ته راستون شو، خو وروسته يې له طبيعي علومو سره علاقه پيدا کړه او طب يې پرېښود او د رياضياتو په زده‌کړه يې پيل وکړ. وروسته تر هغې چې په ( ۱۵۸۹ز) کال يې د جامداتو د ثقل د مرکز په اړه خپل يو کتاب چاپ کړ د پيزا په پوهنتون کې ورته د رياضياتو د تدريس زمينه برابره شوه. همدغه مهال نوموړي د حرکت د تيورۍ په اړه خپلې څېړنې پيل کړی. له ۱۵۹۲څخه تر۱۶۱۰ز کال پورې په پادواکې د رياضياتو د استاد په توګه په دنده بوخت و، چې همدلته يې د خپل کار ډېره برخه ترسره کړه. نږدې  په ۱۶۰۴ز کال يې له تيوريکي پلوه ثابته کړه، هغه جسمونه چې د سقوط په حال کې وي د ثابت تېزوالي له قانون څخه پېروي کوي(۳: ۱۳۵۵).

د دې تر څنګ ګاليليه د ماشومانو د لوبو د سامان الاتو په جوړولو کې هم استثنايي مهارت درلود. همدارنګه يې عود(ماندولين) اوراګ ښه غږول او په نقاشۍ کې يې هم ډېر شهرت پيدا کړ. پلار يې چې يو سوداګر او ميوزيک‌پوه و نوموړي ته يې موسيقي ور زده‌کړې وه(۵: ۷۵۷۰).

د ګاليليه په دوران کې پوهان په دې اړوند، چې ايا د جسمونو د سقوط په اړه د ارسطو عمومي نظر سم دی او که نه؟  ډېر بحثونه کول. دا چې د ارسطو عمومي نظر څه و روښانه نه دی، خو ګاليليه له هغه داسې پايله ترلاسه کړه، چې  هغه اوسپنيزه لوله چې لس کيلو وزن ولري نظر هغې ته چې يو کيلو وزن لري لس ځله چټک سقوط کوي. ګاليليه هغه څوک و، چې دغه نظريه يې ونه منله(۹:۲۳۰).

دا په دې معنی ده چې ټول جسمونه  په يوه اندازه سرعت سقوط کوي، په داسې حال کې چې وړاندې تر دې خلکو فکر کاوه  درانده جسمونه د سپکو په پرتله په تېزۍ سقوط کوي(۳: ۱۳۵۵).

ګاليليه پوهېده چې د کوپرنيک د دستګاه ښه والی يوازې د ليدو او کتو له امله نه دی بلکې اړينه ده چې په علمي ډول څرګند شي چې څنګه داسې يو نظام شته (اسماني جسمونو) او څنګه کولای شو هغه ګوتڅنډنه چې فلسفې او سليم عقل ورباندې کوله له منځه يوسو. دا اړين و چې څرګنده شي ځمکه پرته له دې چې له مخالف لوري تند باد وا لوځي په خپل محور څرخي او څنګه په فضا کې جسمونه مخکې غورځول کېږي. دغه ټولو د جسمونو د حرکت په اړه غور او علمي څېړنو ته اړتيا درلوده، چې د هغه وخت يوه ستره ستونزه د توپ ګولۍ د هدف ښوونې ستونزه وه. ګاليليه د جسمونو په رياضيکي تشـريح بريالی شو او دا يې د ژوند ستره لاس‌ته راوړنه وه. دغه کشفيات (د نويوعلومو په اړه خبرې اترې) په اثر کې چې له محاکمې وروسته خپور شو په بشپړ ډول  بيان شوي دي. هغه د دې لپاره چې دغه اثر په ايټاليا کې نه شو خپرولی نو په (۱۶۳۸ ز) کال يې په لندن کې چاپ کړ. ګاليليه ټول منلې شوې نظريې د تجربو او نوي روش له مخې تر شک او ګومان لاندې راوستلې او د معلقو شيانو او مخ په ځوړ سطحو څخه د جسمونو د سقوط د دقيقې اندازې لپاره يې ترې ګټه پورته کړه(۱: ۳۱۰).

د ګاليليه لومړنی کشف د سپوږمۍ پر مخ د غرونو، درو او اورغورځوونکو  Craterو. دغه کشف د هغه د خوښې لامل شو ځکه په دې ترتيب يې د نجوميانو يوه بله ادعا چې ويل يې اسماني جسمونه صاف او هيڅ لکه په هغو کې وجود نه‌لري، رد کړه(۲: ۱۱۹).

ګاليليه په (۱۶۰۹ز)کال يو تلسکوپ جوړ کړ. دا لومړنی تلسکوپ و چې په علمي څېړنو کې وکارول شو. سره د دې چې د هغه اوږودوالی له پنځوس سانتي مترو ډېر نه و او د دې ظرفيت يې نه درلود ترڅو څومره چې لازم وو جسمونه غټ وښيي، خو بيا يې هم يو شمېر شيان وښودل، کوم چې انسان تر دغه مهاله په سترګو نه شوای ليدلي؛ لکه د سپوږمۍ غرونه، د مشتري څلور قمرونه، د لمر لکې، د کهکشان جنس او طبيعت او سحابي ستوري. ګاليليه د ځمکې وضعي حرکت هم کشف کړ (۶:۲۸۱).

کوم تلسکوپ چې هغه په لومړي سر کې جوړ کړ جسمونه يې له خپلې ريښتنې اندازې درې برابره غټ ښودل خو وروسته يې داسې يو تلسکوپ جوړ کړ چې جسمونه يې له خپل اصلي اندازې دوه دېرش واره غټ ښودل. د دغه تلسکوپ په مرسته نوموړي ډېر ستوري او سيارې کشف کړې چې وړاندې تر دې يې ليدل شوني نه وو. د (۱۶۱۰ ز)کال  د جنوري په اوومه نېټه يې د مشتري څلور قمرونه، چې تر نن ورځې د ګاليليه د قمرونو په نوم يادېږي کشف کړل.(۳: ۱۳۵۵).

کوم څه چې د اسماني جسمونو د څېړنې په هکله د لومړي ځل لپاره ګاليليه ورسره مخامخ شو هغه دا وو چې د ارسطو نظريات چې افلاک حرکت نه‌لري سرچپه وليدل؛ لکه د دې پر ځای چې سپوږمۍ يوه کره اوسي په سيندونو او غرونو پټه ده. زهره هم هلال او بدر درلود او زحل يې نظر ته درې ټوټې راتلو. هغه دا هم وليد چې د مشتري په شاوخوا درې سپوږمۍ په ګرځېدو دي. کله چې ګاليليه د خپل دغه دروند کشف په نتيجه کې په يو بل  راز خبر شو چې د دې درېيو ستورو په وسيله کولای شي چې سمندري جغرافيايي اوږودوالی اندازه کړي؛ نو ويې وغوښتل تر څو دغه راز د هسپانيا له  پاچا او د هالېند له مجلس سره شريک کړي خو ګاليليه ته يې کومه ګټه ونه‌کړه.

په (۱۶۱۰ ز)کال د يوې مياشتې په اوږدو کې ګاليليه داسې يو کتاب خپور کړ چې سرليک يې د (د ستورو پيام رسوونکی) و چې په هغه کې يې خپلې څېړنې په لنډ ډول شرحه کړې وې. ياد کتاب يو علمي خوځښت را پيدا کړ او تر ټولو زيات مينه‌ډوال يې وموندل.

د ګاليليه له محاکمې څلورويشت کاله وړاندې تر (۱۶۱۸ ز) کال پورې د کوپرنيک نظريات په نرمۍ سره تر محکوميت لاندې راتلل، خو دغه محکوميت د ستورو رياضي نه رانغاړله. د ارسطو څو تنه سر سخت پلويان په تلسکوپ کې د اسماني شيانو له ليدو سره مخالف وو. دوی ويل يوازې د عقل په وسيله کولی شو پوه شو، چې په اسمان کې څه تېريږي. تر هغه پورې چې عقل او مشاهده سره سمون ولري هيڅ ستونزه نه رامنځ‌ته کېږي (۱: ۳۱۰).

ګاليليه چې سپوږمۍ په مختلفو حالاتو کې مشاهده کړه او ويې کتل چې سپوږمۍ په هر حالت کې له لمر نه رڼا منعکسوي، نو دې پايلې ته ورسېد چې په‌خپله سپوږمۍ روښنايي نه‌لري يعنې يوه بله بېلګه يې ورکړه چې ممکن سپوږمۍ د ځمکې په څېر مادې څخه جوړه وي(۴: ۴۷۴).

   ګاليليه د (۱۶۳۳ ز) کال د فبروري په ديارلسمه نېټه په زور او جبر د روم ښار ته راوستل شو او د انګزاسيون وېروونکې محکمې ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره حاضر کړای شو. دغلته د ازار، اهانت، بدني تاوتريخوالي او تياره محبس د تېرولو په پايله کې مجبور شو، چې د ځان د خلاصون لپاره له خپلو عقايدو انکار وکړي.

د (۱۶۳۳ ز) کال په جون کې يې هغه د سنت ماري کليسا ته راوست. د کليسا منسوبين په داسې حال کې چې ډېرې فاخرې جامې يې په تن کړې وې له هغه راتاو شول، خو ګاليليه  يوازې  په يو کميس کې و او د يوه ګناهکار او مجرم په شان چلند ورسره کېده. څرنګه چې ويل کېږي ګاليليه د خپل ژوند تر ټولو بد وخت په زندان کې تېر کړ او د (۱۶۳۳ ز)کال د جون تر يوويشتمې نېټې پورې ترې تحقيقات وشول. ځينو دا هم ليکلي، چې د پاپ دستګاه نوموړی د شکنجې په وسيله وواژه(۵: ۷۵۷۱).

پايله

د دغې مقالې په لوستلو سره دې پايلې ته رسېږو چې ګاليليه د بـشر لپاره ډېر خدمتونه کړي. هغه چې د طب، رياضي، فزيک، نجوم، موسيقي، د لوبو د توکو په جوړولو، د تېلېسکوپ په جوړولو کې ځانګړی مهارت درلود بريالی شو چې په  دغو ټولو برخو کې ستر ـ ستر کارونه ترسره کړي او د ځان لپاره ابدي نوم وګټي.

نوموړي ثابته کړه چې ټول جسمونه په يوه سرعت سقوط نه کوي، سپوږمۍ له ځانه روښنايي نه‌لري او هغه له لمر څخه اخلي، لومړنی داسې تيلېسکوپ يې جوړ کړ چې د هغه په مرسته يې ثابته کړه چې سپوږمۍ غرونه او درې لري، کهکشان له کوچنيو ستورو ډک دی او پرته له هغو ستورو چې موږ يې په سترګو وينو بې شمېره نور ستوري هم په اسمان کې شته، ځمکه د لمر په شاوخوا څرخي او وضعي حرکت هم لري، مشتري څلور قمرونه لري او نور ډېر څه يې هم کشف کړي.

دا او نور ډېر څه هغه ميراثونه دي چې په راتلونکي کې يې د بشريت د پرمختګ لپاره لاره هواره کړه  او د نورو پوهانو تر څنګ د نن ورځې انسان د هغه ستاينه له همدې امله کوي.

مناقشه

تر ګاليليه د مخه د ځکمې حرکت په نورو اثارو کې ځای نه درلود د ځمکې د حرکت منل په هغه وخت کې د کفر سره برابر ګڼل کېده. ګاليليه په همغه وخت کې د ځمکې حرکت ومانه، له دې سره د فضايي اجرامو په کشف سره غيرعلمي نظريات د پوهې له ډګر څخه بهر کړل، ګاليليه د کوپرنيک نظريات تاييد کړل د علومو په ډګر کې د نويو نظرياتو پر مټ نړۍوال شهرت وګاټه.

پايله اخيستنه

ګاليليه د علومو په ډګر کې ډېرې برياوې تر لاسه کړي؛ لکه د ځمکې حرکت، د فضايي اجرامو کشف، علمي نجوم بنسټګر ستر ستوري پېژندونکی، رياضي پوه او فزيک پوه په توګه د علومو په ډګر کې لوی انقلاب راوست.

وړانديزونه

۱- د دې لپاره چې د خپل هېواد د پرمختګ په لاره کې د خدمت کولو جوګه شو؛ نو لازمه ده  چې د سترو پوهانو له نظرياتو او کشفياتو سره اشنايي پيدا کړو.

۲- د ګاليليه او نورو سترو پوهانو له ژوندانه سره اشنايي په هېوادوالو کې د وطن پالنې روحيه پياوړې کوي؛ نو ځکه د دوی له ژوندانه سره اشنايي اړين کار دی.

 

ماخذونه

۱- جان ،برنال. اسد پور پيرانفر. (۱۳۸۷ ل). علم در تاريخ. تهران: موسسه انتشارات امير کبير.

۲-.جيمز.آ،کوديک.آزيتاياسائي. (۱۳۸۰ ل). رنسانس. تهران: ققنوس.

۳- بابک حقايق.(۱۳۸۷ ل). دايرة المعارف زرين.ج.۳. تهران:رفاه.

۴- روزول رابرت، ابوالقاسم طاهريان. (۱۳۷۸ل). تاريخ جهان نو. تهران:چاپ خانه سپهر.

۵- سعيديان، عبدالحسين. (۱۳۸۶ل). دايرة المعارف بزرګ نو. تهران: ايمان.

۶- غفاري، عباسقلي. (۱۳۹۰ل). تاريخ اروپا از اغاز تا قرن بيستم. تهران: موسسه اطلاعات.

۷- فروغي، محمدعلي. (۱۳۸۳ل). سير حکمت در اروپا. تهران: نشر البرز.

۸- کابلی، عمريونس. (۱۳۵۵ل). پښتواريانادايرة المعارف.ج. ۷. .اطلاعاتواو کلتوروزارت: د اريانا دايرة المعارف د ټولنۍ له خپرونو څخه.

۹- لينتون راليف، محمدپروين. (۱۳۵۹ل). سيرتمدن ها. تهران: ناګاه.

Senior T Assist. Ziaudden Hootak

Education faculty, History department

A brief description of Galelia’s discoveris

Abstract

Galelia has done lots of services for humans. He had specific expertise in different domains such as; Medical, Mathematics, Astronomy, Physics, and Music and how to train children. In all these sections he has performed innumerous and basic work and gained a good reputation which remains forever in the world. He proved that the earth does not gravitate all substances in same velocity.

The moon doesn’t have its own lights, it has mountains and valleys and galaxy is full of the little stars.

Galilea proved that the earth gravitates around the sun. Mercury has fours moons and something else. All discoveries which Galilea achieved were for the human’s improvement.

Finally we can say as like other scholars that people admit and respect to Galilea nowadays.