سريزه

د ننګرهار پوهنتون د بنسټ ډبره د وخت د غوښتنو او د هېواد د ځانګړو شرايطو په پام کې نيولو سره په ۱۳۴۲ لمريز کال د تلې په ۲۱ نېټه د جلال آباد ښار د شيشم باغ په سيمه کې کېښودل شوه.

اوس مهال دغه پوهنتون د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد شمال لويديځ لور ته  د کابل- جلال اباد پر لويه لار د ۱۱ کيلو مترو په واټن د درونټې په سيمه کې موقعيت لري.

په لومړي ځل  په دغه پوهنتون کې طب پوهنځي په علمي فعاليت پيل وکړ، د دې پوهنځي په اتو څانګو اناتومي، هستولوژي، فزيالوژي، رياضي، انګليسي، فزيک، کيميا او بيولوژي  کې د اتو تنو مجربو استادانو له خوا ۴۸ تنو محصلينو ته په پښتو ژبه تدريس پيل او تر څنګ  يې انګليسي ژبې ته هم ځاى ورکړل شوی ؤ.

په کال ۱۳۵۷ کې د طب پوهنځي تر څنګ د انجنيري، کرنې او ښوونې روزنې پوهنځي هم تاسيس شول چې وروسته بيا د پوهنتون له پراختيايي پلان سره سم په ۱۳۶۲ کال کې د ژبو او ادبياتو پوهنځی جوړ شو. په ۱۳۷۲ کې د وترنري علومو پوهنځی، په ۱۳۹۰ کې د ساينس پوهنځی او په ۱۳۹۱ کې د عامه ادارې او ژورنالېزم پوهنځي تاسيس شول. اوس مهال په دغه پوهنتون کې ۱۳ پوهنځي فعال او استادان يې په بېلابېلو څانګو کې تدريس کوي او خپل علمي فعاليتونه پر مخ وړي چې تفصيل يې د ضمايمو د جدولونو په برخه کې په (۱) ضميمه کې قرار لري.

     اوسمهال پدې پوهنتون کې  ۱۵۰۰۰ زده کوونکي چې نږدې  ۱۴۰۰  تنه یې ښځینه زده کونکې دي، په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمي کال په پاى کې خواوشا (٢٠٠٠) تنه فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نومليکنې او شاملېدو شمېر په هر يو کال کې ۳۰۰۰ زره تنو ته رسېدلى او لا هم پسې زياتېږي. د نوموړي پوهنتون د ۱۳ پوهنځيو څخه د طب، کمپيوټر ساينس او ښوونې او روزنې پوهنځي په جلال اباد ښار کې دي او پاتې نور ۱۰ پوهنځي يې د پوهنتون په عمومي ساحه  درونټې کې دي چې د جلال اباد ښار څخه  ليرې په ۱۱ کيلومترۍ واټن کې پراته دي.

       کله چې ننګرهار پوهنتون د خپل علمي او فزيکي پرمختګ په لور قدم اخيست، نو په هېواد کې تپل شوې جګړه پيل شوه. دغې جګړې تر څو لسيزو دوام وکړ چې له بده مرغه پوهنتون يې هم ډېر اغېزمن کړى ؤ. د ځينو پوهنځيو غړي د جګړې له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شول او ځينو يې خپل ژوند هم له لاسه ورکړ او هم يې د پوهنتون ودانۍ زيانمنې کړې.

له ۲۰۰۴ کال څخه راپدې خوا ياد پوهنتون د بيا راژوندي کېدو او فعاله کېدو په موخه د يو ستراتېژيک پلان درلودل اړين وګڼل. ددې لپاره د يوې کاري ډلې د پوهنتون د وړتياوو، کمزوريو، ښه فرصتونو او ګواښونو ته د رسېدو او ځواب ويلو په موخه بنسټ کېښودل شو. د دې کاري ډلې د مشورو پايله چې د نوموړي پوهنتون او ستراتيژيک پلان موخې او مقصدونه د پوهنځيو غړو، مرستندويه ټولنو او د ټولنو د مشرانو سره شريک شوي چې د دوى نظرونه په ياد پلان کې هم ځاى شوي دي او د ۱۳۹۶ او ۱۴۰۰ کلونو د مودې لپاره د نوي ستراتېژيک پلان په جوړونه کې ورڅخه ګټه اخيستل شوې ده.

ننګرهار پوهنتون تر اوسه پورې زیات شمېر کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، دا چې په هېواد کې د څلور لسیزو دوامداره ناکراریو، سیاسي اوښتونونو او ناخوالو ننګرهار پوهنتون د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر د یو لړ زیاتو ستونزو سره مخ کړى ؤ، خو له نېکه مرغه چې زياتره ستونزې يې د تېرو لسو کالو په موده کې هوارې او له منځه يوړل شوې، د علمي پوهنتوني غوره والي/پياوړتيا موخه پرمخ بېول يې پيل کړي او د ستراتېژيکو نوښتونو د پلي توب او د موخو لاسته راوړلو لپاره يې اصول او قوانين کېښودل. دغه بدلونونه په هېواد کی د نوو مثبتو تغیراتو، د پوهنتون د ادارې،  د دوستو هېوادونو او نړیوالو ادارو د ګډو هڅو پايله ده چې د پوهنتون د لويو ستونزو  په هوارولو، د فرصتونو پېژندلو او سرچينو په لټولو کې  یې رغنده ونډه اخیستې ده چې پوهنتون ورغول شي او ورپېښو ستونزو ته یې د پاى ټکی کېښودل شي. پوهنتون د ځينو دولتي او غيرې دولتي ادارو لکه د لوړو زده کړو پياوړتيا پروګرام HEDP ، ARTF ،USAID ، د جاپان هېواد د ښځو لپاره ټولنه، د ماشومانو لپاره نړيوال صندوق UNICEF  ، USWDP، JICA ، USIP او داسې نورو ارګانونو سره د پوهنتون د مادي او بيارغونې لپاره يې اړيکې ټينګې ساتلي او مرستې يې جلب کړې دي او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت او د ننګرهار ولايت مقام څخه يې مالي بسپنه ترلاسه کړې ده. په لنډه توګه پوهنتون د پرمختګ په حال کې په يوه رغنده او مثبت لوري روان او د يوې روښانه راتلونکې په اړه ډاډمن دی.

دغه نوی ستراتېژيک پلان د ۱۳۹۶ څخه تر ۱۴۰۰ کلونو لپاره ترتيب شو او په عملي کېدو سره به یې پوهنتون د دې توان پیدا کړي چې خپلې لازمه او ټاکلو موخو ته ورسېږي.

بايد يادونه وشي چې تېر پنځه کلن ستراتېژيک پلان د  ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۴ کلونو لپاره جوړ شوی ؤ، تر ۷۵٪ پورې په بريالي ډول پلى شوی دى او پايلې يې ډېرې په زړه پورې دي.  

دغه ستراتېژيک پلان د تېر پلان په رڼا کې د اوس مهال د شرایطو، موجودو سرچینو او امکاناتو په نظرکې نیولو سره ترتیب شوی چې د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې ټاکلې او لازمې موخې په سمه توګه تر لاسه شي.

د دې ستراتېژيک پلان جوړولو لپاره د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د کاري ټيم په مرسته يو پوښتنليک جوړ شو، چې د پوهنځيو د درسي اوسني وضعيت، د ستونزو او اړتياوو په اړه پوښتنې په کې ذکر شوې وې. د پوښتنليک پر مټ بهير او علمي فعاليتونو اوسنى وضعيت راټول شوي معلومات او ارقام د تنظيم او تحليل په موخه په مختلفو جدولونو او ګرافونو کې وښودل شول او ورڅخه اړين معلومات تفسير کړی شول (راوويستل شول) او په ليکلي بڼه د ستراتېژيک پلان په دې سند کې منسجم کړاى شول.

د اوسني وضعيت تحليل او په تېر ستراتېژيک پلان ځغلنده نظر

د تېر ستراتېژيک پلان (۱۳۹۰-۱۳۹۴) عمده موخې په لاندې ډول دي:

  • په علمي او اکاډميک ډګر کې پرمختګ
  • د پوهنځيو او ډيپارټمنټونو تاسيسول او لوړول
  • د تحقيقاتي څېړنو د مرکزونو ايجادول
  • د تدريسي پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل
  • د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول
  • د مرکزي کتابتون معياري کول
  • د فزيکي زېربناوو تاسيسول او رغول
  • د کورنيو او بهرنيو ادارو او موسسو سره د اړيکو تامينول
  • د نندارتونونو جوړول او نشرات
  • د اداري سيستم رغول او وده
  • د جنسيت د انډولتوب تامينول او وده
  • د معلوماتي تکنالوژۍ رايجول

د علمي او اکاډميک ډګر د پرمختګ په برخه کې د استادانو شمېر د  ۳۲۵ تنو  څخه   ۴۸۰ تنو ته لوړ شوی چې په ټولو پنځو کلونو کې ۱۵۵ نوي استادان ګمارل شوي دي. (دويم جدول) د ښځينه استادانو سلنه   له پنځو تنو څخه تر  يوولسو تنو لوړه شوې. د محصلينو او استادانو تر منځ انډول چې پخوا    ۱:۲۵  اوس   ۱:۲۷  دی او په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

د دوکتورا لرونکي استادانو شمېر له دولسو څخه يوويشتو ته لوړ شوی چې هدف ۳۴ ټاکل شوی وو.

د ماسترۍ لرونکو استادانو شمېر په ۱۳۹۱ کې ۵۴ وو او اوس ۱۷۳ دی چې په دې برخه کې پرمختګ د  ټاکل شوي هدف دوه چنده دی. ننګرهار پوهنتون همدارنګه د علمي ترفيعاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی. په ۱۳۹۱ کال کې مو د پوهاند علمي رتبه لرونکي يوازې لس تنه استادان درلودل، خو په ۱۳۹۵ کې دا شمېر ۳۱ وو. (لومړی جدول)

د تېر ستراتېژيک پلان په پنځو کلونو کې د فیلوشپ، کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو/ څېړنيزو پروګرامونو په برخه کې استادانو ته په داخل او خارج کې زمينه برابره شوې او په لوی شمېر کې استادانو ترې ګټه پورته کړې ده. همدارنګه استادانو لپاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو د تطبيق اسانتياوې برابرې شوي او په څېړنيزو پروژو کې د بوختو استادانو شمېر له دوو تنو څخه ۶۱ تنو ته لوړ شوی. (۵ جدول)

۱ جدول: د مختلفو رتبو لرونکو استادانو شمېر

۲ جدول: د شامل شويو محصلينو شمېره

 

د پوهنځيو او ډيپارټمنټونو تاسيسول او لوړول

په دې برخه کې په تېرو پنځو کلونو کې د ساينس پوهنځی، د ژورنالېزم پوهنځی او د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى تاسيس شوي. د انجنيري پوهنځي اړونده د کمپيوټر ساينس ډيپارټمنټ پوهنځي ته لوړ شوی. په مختلفو برخو کې ۲۰ نوي ډيپارټمنټونه ايجاد شوي. همدارنګه د شرعياتو، ژبو او ادبياتو، اقتصاد او حقوقو پوهنځيو کې د ماسترۍ برنامې ايجاد شوي دي. له دې لاسته راوړنو علاوه د پوهنتون لپاره د معلوماتي تکنالوژۍ امريت ايجاد شوی دی.

د تحقيقاتي (څېړنيزو) مرکزونو ايجادول

د ساينسي او اجتماعي علومو په برخه کې د تحقيقاتو امريت جوړ شوی، چې دوه تنه کارمندان په کې په دنده ګمارل شوي دي. د څېړنيزو پروژو او فعاليتونو د ترسره کولو لپاره بودجه او امکانات د وزارت د HEDP او USWDP پروګرامونو له لارې برابر شوي دي، خو په دې برخه کې ټاکل شوى هدف چې د پنځوسوو تنو څېړونکو او پرسونل په دندو ګمارل وو او د نړيوالو څېړنيزو مرکزونو سره د اړيکو ټينګول وو، نه دی ترلاسه شوی. همدارنګه د خصوصي سکتور د ستونزو او اړتياوو د حل لپاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول او پلي کول نه دي ترسره شوي، خو د څېړنو شمېر او په څېړنو کې د بوختو استادانو شمېر زيات شوی دی. ( ۵ جدول)

۳ جدول: په بهر کې په زده کړو بوخت او د بېرته راستنو شويو استادانو شمېر

د تدريسی پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل

د نړيوالو نورمونو سره سم معياري درسي نصاب د ټول هېواد لپاره په ۱۳۹۱ کال کې رامنځته شو. ننګرهار پوهنتون هم دا نصاب پلی کړی او د پلي کولو لپاره يې اسانتياوې هم برابرې کړي دي. په هر پوهنځي کې د کمپيوټر مضمون تدريس پيل شوی، همدارنګه د تيورۍ او عملي تدريس انډول ساتلو لپاره هم فعاليتونه ترسره شوي. په يوولسو پوهنځيو کې د کريډيټ سيستم څخه ګټه اخستل شوې ده.

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول

په هر کال کې د محصلينو په جذب کې د ۲۵ سلنې زياتوالي هدف ټاکل شوی ؤ چې تر ډېره ترلاسه شوی.  ۲ جدول

په ۱۳۹۱ کال کې د ښځينه محصلينو سلنه د ټولو محصلينو ۳،۷ وه چې بايد ۲۰ سلنه ترلاسه شوې وای، خو په ۱۳۹۵ کال کې د ښځينه محصلينو سلنه ۱۴ ته پورته شوې او د هدف پاتې شپږ سلنه نه ده ترلاسه شوې.

د ښوونې او روزنې، شرعياتو او ژبو ادبياتو په پوهنځيو کې د ماسترۍ د پروګرام ايجادول هم هدف ټاکل شوی ؤ، خو د شرعياتو، ژبو او ادبياتو او د حقوقو په پوهنځيو کې د ماسترۍ برنامې ايجاد شوې او د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې تر اوسه دا برنامې نه دي ايجاد شوي.

د مرکزي  کتابتون معياری کول

مرکزي کتابتون لپاره دوه تنه فني او مسلکي پرسونل ګمارل شوی او روزل شوي هم دي. د پوهنځيو په سطحه کتابتونونو ته وده ورکړل شوې چې د کرنې، حقوقو، شرعياتو، ادبياتو، طب او ښوونې او روزنې په پوهنځيو کې کتابتونونه ايجاد شوي او يو يو تن مسلکي شخص ورته ګمارل شوی دی. د مرکزي کتابتون لپاره د ډيټابېس سيستم جوړول هدف ټاکل شوی ؤ چې تر اوسه نه دی ترلاسه شوی. د ټولو کتابتونونو لپاره  نوي چاپ شوي کتابونه تهيه شوي دي. (۴ جدول)

۴ جدول: ډيپارټمنټونه او تدريسي مواد

 

د فزیکي زيربناوو تاسيسول او رغول

د پوهنتون اړونده استملاک شويو ځمکو په اړه په وار وار د ولايت مقام او وزارت مقام سره خبرې شوي او دوی ته رسمي مکتوبونه هم لېږل شوي، خو په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی. د  پوهنتون او مختلفو پوهنځيو د اداري او تدريسي  چارو لپاره د بشپړو او په نويو وسايلو سمبالو ودانيو جوړونه د تېر ستراتېژيک پلان يوه مهمه موخه وه چې تر ډېره ترلاسه شوې. د شرعياتو، د حقوقو او سياسي علومو، د ژبو او ادبياتو او کرنې پوهنځیو لپاره د عصري ودانيو جوړول ترسره شوي، خو د ننګرهار پوهنتون د اداري چارو لپاره نوي او عصري ودانۍ همدارنګه د اقتصاد پوهنځي لپاره تدريسي او اداري ودانۍ د ۱۳۹۶ کال په پراختيايي بودجه کې ځای په ځای شوې چې په راتلونکې کال (۱۳۹۷) کې به جوړه شي. د نارينه محصلينو لپاره يوه لويه او مجهزه ودانۍ جوړه شوې. د ښځينه محصلينو لپاره د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې ودانۍ جوړه شوې، خو د کنفرانسونو، سیمينارونو، ورکشاپونو او نمايشونو لپاره د نوي او عصري اديتوريم چې په پلان کې ؤ، تر اوسه پورې نه دی جوړ شوی. د پوهنتون په داخل کې د موټرو يو تم ځای جوړ شوی، همدارنګه د پوهنتون د داخلي سړکونو ډېره برخه په پاخه ډول جوړه شوې. بايد يادونه وکړو چې  په پوهنتون کې د سپورټ د مجهزو وسايلو تهيه کول او د جمنازيم جوړول لا تراوسه نه دي شوي.

۵ جدل: په څېړنيزو پروژو کې د بوختو استادانو شمېر

د اداري سیستم رغول او وده

په تېرو پنځو کلونو کې په پوهنځيو کې د کارګرانو شمېر د ۱۳ څخه ۲۱ ته لوړ شوی؛ همدارنګه په ټول پوهنتون کې د اداري پرسونل شمېر له ۲۶۰ څخه ۴۰۶ ته لوړ شوی چې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي. دغه شمېر لا هم پوره نه دی او د پوهنتون په بېلابېلو اداري څانګو کې نورو کارمندانو او اجيرانو ته اړتيا شته. د پوهنتون په ټولو اداري برخو کې کارونه د کمپيوټري تکنالوژۍ په واسطه پر مخ ځي او په دې اړه په تېرو پنځو کلونو کې د پوهنتون ۸۵ سلنه اداري کارمندانو ته ټريننګونه داير شوي دي. د مالي استقلاليت د ترلاسه کولو لپاره هڅې شروع شوي دي، خو پوهنتون لا تر اوسه د مالي استقلاليت په ترلاسه کولو نه دی بريالی شوی.

۶ جدول: د مامورينو، کارګرانو او اجيرانو شمېر

 

ستراتېژيک تحليل: بهرني او داخلي چاپیریال څیړنه

(SWOT Analysis)

پياوړي ټکي:Strengths

  • دا پوهنتون له کابل پوهنتون نه وروسته د کانکور په ازموينه کې دويم لوړ مقام لري چې په پايله کې نوموړى پوهنتون تر نورو پوهنتونونو خورا ډېرو ځيرکو او وړو زده کوونکو په جلبولو او جذبولو توانېږي.
  • پوهنتون ټول  ۴۸۰ کادري غړي لري چې ټول  په خپلو خپلو څانګو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د يو مثبت  بدلون د رامنځته کېدو په هلو ځلو کې دي.
  • نږدې ۳۰ تنه د ټيټې رتبې استادان (د لسانس درجې) مختلفو هېوادونو ته د Graduate degree يا د دوکتورا او  ماسترۍ درجو ته لېږل شوي چې ځينې يې د ماسټريو په ترلاسه کولو سره بېرته راغلي دي.
  • د استخداموونکو دولتي او خصوصي ادارو څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې د ننګرهار پوهنتون فارغ شوي کادرونه د پوره وړتيا درلودونکي دي او نوموړې ادارې ورڅخه خوښي څرګندوي چې دا د پوهتنون لپاره  تر ټولو غوره پياوړتيا ده.
  • د نوې تکنالوژۍ په راتلو او د علمي کادرونو د لوړو تحصيلي درجو په ترلاسه کولو سره اوس پوهنتون د يو ښه علمي بشري ځواک او د لوړ رتبه، مجربو او ژمنو استادانو او اداري پرسونل درلودونکی دی.
  • د ښځينه محصلينو لپاره د ليليو او په هغو کې د اوسېدلو د اسانتياوو همدارنګه د ترانسپورتي اسانتياوو  له امله د ښځينه محصلينو جذب په لوړېدو دی.
  • د غوره اکاډميک ماحول په درلودلو سره د ټولو پوهنځيو لپاره تدريسي تعميرونه، کتابتونونه، لابراتوارونه او همدارنګه د عملي کار لپاره اسانتياوې شتون لري.
  • د تدريس د نويو ميتودونو سره د استادانو بلدتيا او پوهاوي او د يادو مېتودونو پلي کېدل شروع شوي دي.
  • د هېواد د دويم پوهنتون په توګه د اوږدې سابقې او اعتبار درلودل.
  • ستراتېژيک جغرافیوي موقعیت او د ختیځ زون په مرکز کې شتوالی.
  • د تضمین کیفیت  په پروسه کې د هېواد د پنځو غوره پوهنتونونو په کتار کې راتګ
  • د پوهنتون او پوهنځیو په کچه د ستراتېژيکو پلانونو شتوالی
  • د ختيځو او سهيل ختيزو دولتي او خصوصي پوهنتونونو د علمي او اکاډميکو چارو څخه د نظارت امتياز درلودل.
  • د هېواد په  کچه  د یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو سره د تفاهملیکونو او همکارۍ  شتون.
  • د زیات شمېر پوهنځیو او ډیپارتمنټونو شتوالی.
  • د ځينو بهرنیو مرستندویه ادارو او پوهنتونونو سره اړیکې.
  • د فارغو محصلینو وړتیا او د ګمارنې لپاره امکانات.
  • محصلینو ته د فراغت  د اسنادو د تهیه کولو په برخه کې د پروسې چټکوالی.
  • په ځینو پوهنځیو کې د فوق لسانس ( تخصص، ماستري او دوکتورا) برنامو شتون.
  • د کادري مجهز روغتون شتوالی چې په سيمه کې د ښه نوم او اعتبار درلودونکی دی.
  • د استادانو او مامورینو د انتقال لپاره د کافي ترانسپورتي سیستم شتوالی.
  • په پوهنځیو کې د مېلمه تدريس کوونکي پروګرام پیل.

 

نيمګړي ټکي:Weaknesses

  • د مجهزو کافي لابراتوارونو او تحقيقاتي فارمونو او پروژو نشتوالی.
  • د نويو او تازه ژورنالونو او اخځ کتابونو نشتوالی.
  • په بهرنيو ژبو په ځانګړي ډول په انګليسي ژبه د يو شمېر استادانو نه بلدتيا.
  • د يو شمېر استادانو له خوا د کمپيوټر او په ځانګړې توګه د نوې ټيکنالوژۍ کارونه او د هغې په ارزښت د پوهيدنې نشتوالى.
  • د ښځينه محصلينو د شمېر کموالی.
  • د پوهنتون په ځينو ادارو کې د کارکوونکو د شمېر کموالی چې له دې سره د پوهنتون کارونه په خپل وخت پرمخ نه ځي؛ ښه بېلګه يې د محصلانو امريت دی.
  • د پوهنتون د ملکيتونو (ځمکې) غصب او د ماستر پلان لاندې ځمکې نه استملاک.
  • د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ظرفيت څخه د زيات شمېر محصلينو معرفي کېدنه.
  • د محصلينو خراب اقتصادي وضعيت.
  • د تدریسي پروسې د ښه  تطبیق لپاره  د کافي شمېر استادانو کموالی.
  • د دوکتورا درجو لرونکو استادانو د شمېر کموالی
  • د ټولنيزو او ساینسي علومو د تحقیقاتي مرکز او پرسونل نشتوالی.
  • په کافي اندازه د معیاري  تدریسي او  اداري تعمیرونو کموالی.
  • د معیاري لابراتوارونو او کافي شمېر ټکنشنانو نشتوالی.
  • دData base  سیستم نشتوالی.
  • د مجهزې مطبعې نشتوالی.
  • د پوهنتون په کچه د غونډو لپاره د مجهز ادیتورم نشتوالی.
  • د سپورټ په برخه کې د مجهز جمنازیم نشتوالی.
  • د پوهنځیو په کچه د معلوماتي تکنالوژیکي وسايلو کموالی.

 

فرصتونه Opportunities :

  • د لوړو زده کړو وزارت له خوا هر کال د خپلې بودجې نه نوموړي پوهنتون ته سهم او برخه  د پراختيايي پروژو لپاره په واک کې  ورکول. 
  • جلال اباد ښار د ختيځ زون په څلورو ولايتونو کې د کاروبار لپاره يو مهم مرکز دى او ځايي حکومت په مختلفو لارو د پوهنتون سره ډېر زيات مرستندويه پاتې شوی دى.
  • د ځينو نړيوالو سازمانونو او پوهنتون تر منځ مرستندويه اړيکې ټينګې شوي دي، لکه د لوړو زده کړو پياوړتيا پروګرام HEDP ، ARTF ، د جاپان هېواد ښځو لپاره ټولنه، د ماشومانو لپاره نړيوال صندوق UNICEF ، USWDP، JICA ، USIP  او داسې نور.
  • د ملي، لوړو زده کړو او ولایتي انکشافي ستراتېژیو شتوالی.
  • د علمي او اداري مهارتونو پروګرامونو په هکله د نړیوالو مرستو اوبرنامو شتوالی.
  • د ولایتي ادارې مرستې او له هغوی سره په چارو کې همغږي.
  • د محصلینو لپاره په دولتي او نادولتي ادارو کې د انټرنشپ پروګرامونو شتوالی.
  • په سیمه کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او کونسلګریو او نړیوالو ادارو شتون او له پوهنتون سره د مرستو ژمنتیا
  • د فارغانو لپاره د کارموندنې اسانتیاوې

 

ګواښونه Threats :

  • د لوړو زده کړو وزارت له خوا دې پوهنتون ته تخصيص کېدونکې بودجه د دې پوهنتون د زياتېدونکې اړتياوو په پرتله کمه ده.
  • په افغانستان کې د لېسو فارغانو شمېر مخ پر لوړېدنې او پوهنتونونو ته زياتېدونکي لاسرسي فشار د مخنيوي وړ ندى.
  • د پوهنتون څخه مخ پر زياتېدونکو فارغانو لپاره د کارموندنې پروسه ډېره کمزورې ده چې په لوړ اکثريت فارغان يې بې دندې پاتې کېږي.
  • ناامنۍ او غربت هم د ځينو سيمو په محصلينو ناوړه اغېزه کړېده چې په دې سره يې ډېری محصلين د تحصيل پرېښودلو ته اړ کړيدي او يا هم د تحصيل ترڅنګه نورې دندې او مزدورۍ ترسره کوي چې په نتيجه کې يې تحصيلي پروسه ټکنۍ کړې ده.
  • د مالي او اکاډمیک استقلالیت نشتوالی
  • د نارینه او ښځینه محصلینو د شمېر ترمنځ ناانډولتوب
  • د ښځینه محصلینو په وړاندې د کلتوري او ټولنیزو تهدیدونو شتون
  • د تدارکاتو او خريدارۍ په برخه کې اوږده پروسه او ځنډ
  • د پوهنتون  د ماسترپلان لاندې ټولې ساحې له نیمايي څخه زیاتې ځمکې د نورو خلکو په واک کې دي او نه استملاک
 

Vision د ننګرهار پوهنتون ليد لوری

د هېواد او هېوادوالو چوپړ په موخه د متخصصو او متعهدو علمي کادرونو په تربيه کولو کې د هېواد او نړۍ په کچه يو پېژندل شوی پوهنتون چې د معياري علمي، اکاډميکو او څېړنيزو خدماتو په وړاندې کولو به په هېواد او سيمه کې د يوه اعتبار لرونکي علمي کانون په حيث شتون ولري.

Mission د رسالت تعينول

ننګرهار پوهنتون دې ته ژمن دی چې د دولتي او خصوصي سکتور د اړتياوو سره سم په لوړه او مسلکي کچه کادرونه د تدريس نويو ميتودونو او د با تجربه پوهنتوني استادانو په واسطه داسې وروزي چې فارغان يې د دندو موندلو او د دندو ښه ترسره کولو وړتيا ولري.

Values ارزښتونه

  • په زده کړو او خدماتو کې بهتروالی
  • اکاډميک، مالي او اداري استقلاليت
  • مشارکت او غير متمرکزوالی
  • شفافيت، عدالت او ملي ارزښتونه په پام کې نيول
  • پلټنې او نوښتونه
  • د ساينسي او اکاډميکو لاسته راوړنو قدردانى
  • د هېواد د اوسېدونکو په ژوند کې د ښه والي رامنځته کول

 

پنځه کلنه ستراتېژيکه عمومي موخه

د ننګرهار پوهنتون پنځه کلنه ستراتېژيکه موخه د دې پوهنتون د علمي او اکاډميکې برترۍ او لوړتيا لپاره د محصلينو د پرمختګ، د استادانو د پرمختګ، د څېړنو او نوښتونو پراختيا او د ښو او موثرو خدماتو وړاندې کولو له لارې د يوه توانمند چاپېريال رامنځته کول دي. دغه موخه به د عدالت، روڼتيا او تعهد په رامنځته کولو د شته قوانينو په نظر کې نيولو سره سره د نويو پاليسيو او کړنلارو جوړولو له لارې ترلاسه شي.

ستراتېژيکې کوچنۍ موخې او تعهدات (فعاليتونه)

مديريتي موخې او د رهبرۍ پراختيا

د ننګرهار پوهنتون د رياست، معاونيتونو او د پوهنځيو د رئيسانو ګمارنه د لوړو زده کړو د قانون په اساس ترسره کېږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې شايد په دې برخه کې کوم تغير رانه شي. هغه څوک چې د رهبرۍ په بستونو کې ګمارل کېږي، هغوی به د لاندې ذکر شويو فعاليتونو او کارونو په ترسره کولو کې هڅې کوي:

  • د اړتياوو په نښه کول او د رفع کولو لپاره يې کوښښونه
  • ستونزو او ګواښونو ته رسيده ګي
  • د کارشکنۍ، تعصب او بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي شريکانو او نورو تمويلوونکو ادارو او اشخاصو پر وړاندې د ننګرهار پوهنتون څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول.
  • د مراجعينو، استادانو، کارمندانو او محصلانو شکاياتو ته په وخت رسيده ګي کول.
  • مسئولينو ته د کوښښونو، نوښتونو، مسئوليت منلو او صادقانه او شفاف خدمت کولو لپاره انګېزه ورکول.
  • د ننګرهار پوهنتون رهبري به د عدم تمرکز سياست په خپلولو کې کوښښونو ته دوام ورکړي او په ځانګړي ډول به لاندې ذکر شوي لارې چارې عملي کړي:
  • د پوهنځيو په رياستونو کې به کوښښ کېږي چې د ځوان تحصيل کرده قشر چې د دوکتورا او ماسترۍ لرونکي وي، وټاکل شي. د پوهنځيو د رياستونو لپاره د اخلاق، پوهې، تجربې او نوښتونو ځانګړتياوې او معيارونه په پام کې نيول کېږي.
  • د علمي، محصلانو او اداري معاونيتونو په واسطه په اکاډميک، اداري او د محصلانو په برخه کې ټول اسناد لکه مقررات، لوايح او طرزالعملونه کتل کېږي، چې د اړتيا په صورت کې په کې بدلونونه وړانديز شي.
  • د ننګرهار پوهنتون علمي معاونيت، د نويو مضامينو د رامنځته کولو/ علاوه کولو او حذفولو صلاحيت، د درسي موادو او کريکولم نوي کول، د پوهنځيو او ډيپارټمنټونو په سطحه اړتياوې په نښه کول او د نويو برنامو تاسيسولو صلاحيت پوهنځيو او ډيپارټمنټونو ته ورکوي.
  • ننګرهار پوهنتون به د عوايدو زياتولو، نويو تواميتونو رامنځته کولو او د بودجې مصرف په برخه کې پوهنځيو او ډيپارټمنټونو ته صلاحيتونه ورکړي.

مالي، اداري او اکاډميک اسقلاليتونه

په پوهنتونو کې استقلاليت په نوښتونو کې پراختيا، په زده کړو کې پراختيا او اغېزمنتوب، په څېړنو کې پراختيا او په نورو برخو کې پرمختګونه رامنځته کوي. ننګرهار پوهنتون به د مالي، اداري او اکاډميک استقلاليت بنسټيز کېدلو لپاره لاندې ذکر شوې لارې چارې پرمخ بوځي:

  • ننګرهار پوهنتون به د قراردادونو او تدارکاتو په برخه کې خپل صلاحيتونه ترلاسه کړي.
  • اداري معاونيت د خريدارۍ چاره او د اسنادو بشپړولو چارې چټکې کړي.
  • ننګرهار پوهنتون به پوهنځيو ته اجرائيوي صلاحيت ورکړي.
  • ننګرهار پوهنتون به د پوهنځيو رياستونو ته سردستي وجه (Petty Cash) اختصاص کړي.
  • ننګرهار پوهنتون به ملي او نړيوالې مرستې ترلاسه کړي.
  • اداري معاونيت به د مالي مديريت لپاره د شفافيت مېکانېزم ايجاد کړي.

د فساد سره مبارزه

د اوسني پلان په تطبيق سره به اخلاق او د فساد پر ضد مبارزه د پوهنځيو په سطحه او په ادارو کې بنسټيزه شي، چې اکاډميک ارزښتونه او اداري اصول د استادانو او اداري کارمندانو تر منځه او د دوی په واسطه پلي شي. د پخواني ستراتېژيک پلان په پلي کېدو قراردادونه اجناسو او موادو ته د اړتيا په صورت کې شرکتونو ته ورکول شوي. د لويو ساختماني پروژو قراردادونو ترسره کولو مسئوليت په خپله د لوړو زده کړو وزارت پر غاړه ؤ.

ننګرهار پوهنتون د علمي او اداري موقفونو څخه د غلطې ګټې اخستنې، کارشکنۍ، د استادانو په ترفيعاتو کې د نورو استادانو او کمېټو غړو لخوا سليقوي برخوردونه، په علمي څېړنو او ترفيعاتو کې د نورو مقالاتو او موادو څخه کاپي کول، محصلانو سره بد چلند، په تدريس کې د قانون او مقرراتو په نظر کې نه نيول، په اداري کارونو کې ځنډ او فساد، د علمي کادر په استخدام کې سليقوي برخوردونو، د مضامينو غېر عادلانه وېش، د بورسونو غېر عادلانه وېش، د محصلينو په ارزونه کې د عدالت نه پلي کول، د استادانو او اداري کارمندانو غيرحاضري، خريداري او تدارکاتو کې فساد، د ټرانسکريپټونو او ډيپلومونو وېش په پروسه کې فساد په وړاندې جدي اقدامات ترسره کوي.

ننګرهار پوهنتون د څارنې او ارزونې پروسه په درسته او جدي ډول پلې کوي. د ننګرهار پوهنتون د څارنې او ارزونې پروسه په درېو ساحو کې ترسره کېږي: اکاډميکه، اداري او د محصلانو ساحه. په علمي ساحه کې څارنه او ارزونه د تضمين کيفيت د کمېټې په واسطه صورت نيسي، خو د محصلانو او اداري برخه کې د څارنې او ارزونې لپاره يو جدا طرزالعمل جوړېږي.

د علمي تواميتونو پراختيا

علمي تواميتونه د تجاربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او کومکونو په جلب کې پوهنتونونو سره ډېره مرسته کولی شي. ننګرهار پوهنتون په تېرو لسو کالونو کې د مختلفو ملي او نړيوالو پوهنتونونو او ادارو سره تواميتونه درلودلي دي چې دې پوهنتون ته خورا ګټور تمام شوي دي. ننګرهار پوهنتون په ۱۳۹۵ کال کې ۲۱ تواميتونه درلودل چې له جملې يې د کرنې پوهنځي ۴ تواميتونه او د طب پوهنځي۳ درلودل.

ننګرهار پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې د شته تواميتونو ساتلو او د نورو تواميتونو ترلاسه کولو لپاره لاندې فعاليتونه پر مخ وړي:

  • په پوهنتون کې د بهرنيو اړيکو د کمېټې فعالېدل چې د هر پوهنځي څخه يو يو تن استاد ولري او په انګليسي ژبه مفاهمه وکړی شي.
  • ياده کمېټه په مختلفو برخو کې د تواميتونو ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او هره مياشت د خپلو کړنو راپور د پوهنتون رهبرۍ ته وړاندې کوي.

د کومکونو جلب

  • د مرستو د جلبولو او د اړيکو د تامينولو لپاره د کاري کمېټې پياوړي کول.
  • د علمي او مرستندويه ادارو سره په ملي او نړيواله کچه د اړيکو تامينول، د هغوی مرستې راجلبول، د محصلينو او استادانو تبادله.
  • د نړيوالو تعليمي ادارو سره د پروتوکول له مخې د باتجربه او لايقو استادانو راوستل

جندر

  • د نارينه او ښځينه محصلينو ترمنځ د انډول ساتل
  • کړنلارې
  • د ختيځ زون د لېسو ښځينه زده کوونکې په کانکور ازموينه کې د برخې اخيستو په موخه هڅول.
  • د پوهنتون په دننه چارو او فعاليتونو کې ښځينه محصلينو ته د برخې اخيستنې موقع په لاس ورکول او د امنيت ساتنه يې.
  • د ښځينه محصلينو د جذب او تشويق لپاره د ښځينه استادانو استخدام
  • دا چي موجوده وخت کې د نارينه محصلينو تعداد شااوخوا ۱۳۰۰۰ تنه دی چې په مقابل کې يې ښځينه محصلينې ۱۴۰۰  تنه دي چې د ښځينه محصلينو فيصدي ۱۲ کېږي، نو په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښځينه محصلينو شمېره تر ۲۵ فيصدو پورې لوړول.
  • د پوهنتون څخه د بهر ښځينه محصلينو لپاره د ترانسپورت د اسانتياوو برابرول.
  • د پوهنتون په داخل کې د ښځينه محصلينو لپاره د مجهز هستوګنځي (ليليې) جوړول.

د عوايدو د نويو منابعو ايجادول

د عوايدو د نويو سرچينو موندل، چې ترلاسه شوي عوايد د مالي استقلاليت د ترلاسه کولو وروسته د عادي او پراختيايي پلانونو لپاره په مصرف ورسېږي، د دې ستراتېژيک پلان يوه مهمه برخه ده. د دغه مصارفو څخه به د تدريسي پروسې په ښه والي، څېړنو او د خدماتو په وړاندې کولو کې ګټه پورته شي. په ځانګړي ډول ننګرهار پوهنتون د عوايدو د نويو سرچينو په ايجادولو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

علمي او اداري معاونيتونه په تحقيقاتي فارمونو، لابراتوارونو او کادري روغتون کې د عوايدو شته ظرفيت بررسي او په هغه ځايونو کې  چې د عوايدو په سرچينو تبديلېدای شي او پانګونې ته په کې اړتيا وي، په نښه کوي او لازمه پانګونه پرې کوي.

  • د عوايدو سرچينو د ښې څارنې لپاره د يوې کمېټې جوړېدل.
  • په راتلونکو پنځو کلونو کې د ننګرهار پوهنتون عايداتي سرچينې په لاندې ډول دي:
  • د شبانه، ماسترۍ او دوکتورا برنامې
  • د طب پوهنځي کادري روغتونونه او د وترنرۍ پوهنځي کلينيک
  • ډيپلوم او ترانسکرپټ
  • د بهرنيو ژبو، کمپيوټر او د کانکور د اماده ګۍ کورسونه
  • د تخم، چرګانو، لبنياتو، سبزيجاتو او نيالګيو توليد
  • د څېړنو ترسره کول
  • لکچرنوټونه، درسي کتابونه او نور مواد
  • د مشوره دهۍ خدمات

 

د علمي کادرونو استخدام او د ظرفيتونو لوړول

  • د هغو مسلکي او پوهه افغانانو راجلبونه او په کار ګمارنه چې د مختلفو نړيوالو سازمانونو او ادارو سره دندې تر سره کوي.
  • ځوانو علمي کادرونو او استادانو ته د ماسټرۍ او ډاکټرۍ د مواقعو او د لوړو زده کړو د وزارت په واسطه له بهرنيو لوړو زده کړو ادارو سره د تواميتونو او دوه اړخيزو اړيکو برابرول.
  • پوهنتوني پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو موقع برابرول.
  • د پوهنتون د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه.
  • د ظرفيتونو لوړول
  • د پوهنځيو رئيسان او د مختلفو څانګو امران د غوره او پياوړې پوهنتوني ادارې ستراتېژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  • پوهنتوني تدريسي غړيو ته د ارواپوهنې نويو لارو چارو په اړه روزنه ورکول  او هم د زده کړې د معاصرو تخنيکونو برابرول.
  • اداري مديران په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  • په ښوونيزو مهارتونو او وړتياوو باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  • د ستراتېژيک پلان او کړنلارې د پلي کېدو  په اړه د اداري پرسونل روزل.
  • د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دليرې واټن زده کړې لپاره د اسانتياوو  برابرول.
  • تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو بهرنيو ژبو په اړوند روزنه ورکول.
  • پوهـ او وړو  استادانو لپاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو د تطبيق د اسانتياوو برابرول.

څېړنې

  • دا چې ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه د تحقيق او څېړنې د امتیاز څښتن دی چې په هره برخه کې د متخصصينو او څېړونکو لرونکي دى، نو د هر ډول پلټنې او څېړنې په برخه کې د غوره مېکانېزم له لارې د تحقيق او څېړنو لپاره د يو تحقيقاتي مرکز په لرلو سره د پوهنتون برخمن کول.
  • د څېړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو لپاره د بودجې او امکاناتو برابرول.
  • د نړيوالو څېړنيزو مرکزونو سره د ننګرهار پوهنتون د اړيکو ټينګول او د څېړنيزو پروګرامونو د پر مخ بيولو لپاره  د هغوی د مرستو جلبول.
  • د څېړنيزو پروګرامونو د ترسره کولو لپاره استادان بهرنيو هېوادونو ته استول، چې د علمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او د غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
  • د هېواد په داخل کې د فارغ شويو متخصصينو لپاره د څېړنو او مطالعاتو له مخې د داسې پروژو ايجادول چې څېړنيزې او توليدي ګټې ولري. 
  • د پوهنتوني څېړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور د ستونزو او اړتياوو د حل لپاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول.
  • د دولتي او غير دولتي ادارو هڅونه چې خپلې څېړنيزې پروژې د پوهنتون د څېړنيز مرکز له لوري د ګډ تفاهم پر بنسټ ترسره کړي.
  • د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړونده ادارو سره شريکول.

د اکاډميکو خپرونو پراختيا

ننګرهار پوهنتون د پوهې په نامه يوه علمي مجله لري چې په هرو درېو مياشتو کې نشرېږي. له دې علاوه دوه نورې مجلې يوه يې د حق په نامه د حقوقو پوهنځي له خوا او بله يې د طبي پوهې په نامه د طب پوهنځي په چوکاټ کې نشرېږي. دغه درې علمي مجلې د پوهنتون د پنځه سوو علمي کادرونو د علمي مقالو د نشر لپاره کفايت نه کوي. په راتلونکو پنځو کلونو کې به پنځه نورې علمي مجلې تاسيس شي، چې پر بنسټ به يې د پوهنتون ټول کادري غړي وکولی شي، خپلې علمي او څېړنيزې مقالې خپرې کړي.

د ننګرهار پوهنتون يوه لويه ستونزه د مطبعې نشتوالی دی. په راتلونکو پنځو کلونو کې به پوهنتون يوه مجهزه مطبعه تاسيس کړي او د پرمخ بېولو لپاره به ورته مسلکي خلک استخدام کړي. له دې سره به د پوهنتون د استادانو علمي اثار و چاپ چارې ښې او زر پرمخ ولاړې شي.

د فوق اللسانس پروګرامونو تقويه او د کيفيت لوړوالی

  • ننګرهار پوهنتون په تېرو پنځو کلونو کې د فوق اللسانس پروګرامونو په تاسيسولو او ورته د محصلينو په جلب کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. دمګړۍ ننګرهار پوهنتون پنځه د ماسترۍ پروګرامونه او يو د دوکتورا پروګرام لري. په دغه پروګرامونو کې د شموليت لپاره په ډېر شمېر علاقه لرونکي لري، خو پوهنتون د دې برنامو د کيفيت په اړه له ستونزو سره مخ دی. د معياري کريکولم نه شتون، د متخصصو استادانو کموالی، د کتابونو کموالی، نړيوالو ژورنالونو ته نه لاسرسی او يو شمېر نورې ستونزې دي چې د دغه برنامو په کيفيت يې اغېزه کړې ده.
  • علمي معاونيت به د کريکولم په معياري کولو کې د اړونده سکتوري ادارو او نورو سهمدارانو نظرونو په پام کې نېولو سره اقدام ترسره کړي.
  • په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ماسترۍ پنځه او د دوکتورا دوه نور پروګرامونه رامنځته شي چې دوه يې د کرنې پوهنځي د هارټيکلچر او حيواني علومو په څانګو کې، يوه د طب په پوهنځي کې د Health Management په برخه کې او دوه نورې به په دوه نورو پوهنځيو کې تاسيس شي.  د شرعياتو پوهنځي په چوکاټ کې به د دوکتورا يو بل پروګرام شروع شي او همدارنګه د ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه کې به هم دوکتورا پيل شي.
  • د کتابتونونو غني کول او په کتابتونونو کې د ډېرو کتابونو او علمي ژورنالونو شتون، همدارنګه د الکترونيکي وسايلو موجوديت او انلاين علمي ژورنالونو کې د ننګرهار پوهنتون غړيتوب لپاره به اداري معاونيت اقدامات ترسره کړي.

د تحصيلي نصاب بازنګري او پراختيا

په ۱۳۹۲ کال کې د تحصيلي نصاب په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شول. نوی کريکولم جوړ شو او د سمستر سيستم د کريډيټ په سيستم واوښت.

  • پوهنځي به د کريکولم په لا سمون کې د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره په مشورو او همغږۍ د کريکولم بياکتنه او سمون ترسره کوي.
  • د پوهنتون علمي معاونيت به د نوي نصاب د پلې کېدو د اړتياوو سنجش ترسره کوي او اداري معاونيت سره به يې شريکوي.
  • علمي معاونيت، د کريکولم د کمېټې غړي، د پوهنځيو رئيسان او د ډيپارټمنټونو امرين محصلينو ته تهيه کېدونکو درسي موادو د کيفيت څخه څارنه کوي.
  • د کريکولم د کمېټې غړو ته د ظرفيت لوړونې پروګرامونو دايرېدل.
  • د اړتيا سره سم د نړيوالو پوهنتونو سره د نصاب په بيا سمونه او کره کولو کې ملتيا.
  • تدريسي غړي له مخکې د کره شوي تعليمي نصاب او احتمالي بدلونونو منلو ته تيارول. 
  • د محصلينو فعاليت او سر ته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.
  • پوهنتوني اداره کوونکو ته روزنه ورکول چې د تعليمي نصاب او معلوماتو او دې ته ورته پروګرامونو په برخه کې يو ښه مناسبتوب ولري.

د تدريس نوي مېتودونو پلي کول

د لوړو زده کړو وزارت نوي ستراتېژيک پلان يو هدف د لوړو زده کړو په برخه کې د تدريس عنعنوي ميتود په OBE يا د موخو په اساس زده کړې او SCL يا شاګرد محورۍ بدلول دي. شاګرد محوري او د موخو په اساس زده کړې د ۲۰۰۰ کال څخه د نړۍ په ډېرو پوهنتونونو کې عملي شوي دي. د زده کړو په دې ډول سيستم کې محصلين د زده کړو په ټولو فعاليتونو کې ډېره او فعاله ونډه اخلي، اهداف ټاکل کېږي او د زده کړو ټول فعاليتونه د اهدافو په اساس جوړېږي او ترتیبېږي او د محصلينو ارزيابي هم د اهدافو په اساس ترسره کېږي. په دې اړه به لاندې ذکر شوې کړنلارې تعقيبېږي:

  • په هر کال کې د بېلابېلو پوهنځیو نوي تنه استادانو ته په يادو مېتودونو کې د درې ټرينينګونو دايرول.
  • علمي معاونيت او د پوهنځيو رئيسان به د زده کړو د نويو مېتودونو د پلې کېدو چارې څخه نظارت کوي.
  • د نويو مېتودونو د پلې کېدو لپاره د اړينو موادو او وسايلو تهيه کول.
  • د هر تدريسي سمستر په پای کې د پايلو په اساس زده کړې او شاګرد محورۍ تدريس پلي شويو نويو مېتودونو ارزيابي او د ستونزو حل او اصلاحاتو لپاره لارې چارې لټول.
  • د نويو تحصيلي څانګو تاسيس.

الکترونيکي زده کړې او د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختيا

په ننګرهار پوهنتون کې د استاد او محصل تر منځ اړيکه اوس هم عنعنوي شکل لري. استاد د يوه ځانګړي وخت لپاره صنف ته راځي او په خپل وخت بېرته ځي. درسي مواد عموماً د لکچرنوټ په شکل محصلينو ته يا پرنټ شوي او يا هم په سافټ ډول په فلش ډېسک کې ورکول کېږي. محصلينو ته کورنۍ دندې او پروژې سپارل کېږي چې محصلين يې د ترسره کولو وروسته استاد ته سپاري. دغه چاره زيات وخت په بر کې نيسي او هم د پرنټ کولو او فوټوکاپي کولو له امله ډېر مصارف هم ترسره کېږي. نن سبا په پوهنتونونو کې الکترونيکي زده کړې ډېر ارزښت لري، چې هم د مصارفو مخنيوی کېږي او هم د استادانو او محصلينو وخت سپمول کېږي. د MOODLE په نامه انلاين پلېټ فارم د دغه ستونزې په مخنيوي کې پوره مرسته کوي، ځکه نو په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ننګرهار پوهنتون استادانو ته په دې برخه کې ټرينينګونه ورکړل شي، چې په اسانۍ وکولی شي په خپلو تدريسي مېتودونو کې ترې ګټه پورته کړي.

ننګرهار پوهنتون به همدارنګه له نورو پوهنتونونو سره الکترونيکي زده کړې پيل کړي، په دې موخه به لومړی په خپله په پوهنتون کې پنځه د الکترونيکي زده کړو مجهز ټولګي جوړ کړي چې له لارې به يې د پوهنتون استادان نورو خصوصي او دولتي پوهنتونو کې محصلينو ته تدريس کوي. له دې علاوه به د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختيا لپاره په لاندې ذکر شويو نقاطو تاکيد کېږي:

  • د بيا رغونې د ودې لپاره د کورنيو او بهرني مرستندويه سازمانونو څخه  بسپنه غوښتل.
  • په هر پوهنځي کې د کمپيوټر مرکز جوړول.
  • استادانو، محصلينو او اداري غړو ته د کمپيوټر اړونده روزنې موقع برابرول.
  • د معلوماتي ټکنالوژۍ د سيستم لپاره د يوې غوره کړنلارې په اړه د هېواد له نورو لوړو زده کړو ادارو سره ګډ کار کول.
  • د تدريس/ښوونې او زده کړې په پروسه او وخت کې د Multi Media څخه ګټه اخستل.

د موجوده معلوماتي ټکنالوژۍ څخه اغېزمنه ګټه اخيستنه

کړنلارې:

  • د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارونې لپاره د ځانګړو لوايحو او مقرراتو ټاکنه.
  • د تدريس په پروسه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارونې منظمول.
  • د روزونکو/ ټرينرانو روزنه او هغوى ته د ټرينينګ موقع برابرول.
  • د محصلانو برخې پراختيا موخې.
  • د محصلانو جذب او د ظرفيتونو لوړتيا.
  • د علمي سيمينارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول.
  • د نورو پوهنتونو له محصلينو سره د علمي مناقشو او مسابقو زمينې برابرول.
  • د هېواد په داخل او خارج کې د علمي سفرونو برابرول.
  • د تيوري او عملي تدريس تر منځ د انډول ساتل.
  • په تيوريکي او عملي درسي بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول.
  • په عامه رسنيو کې د محصلينو فعاله ونډه اخيستل.

 

د اړونده مسلکي او تخنيکي عملي پروژو تهیه کول او ترسره کول

  • د عملي کار د ترسره کولو او تجربې ترلاسه کولو په خاطر مسلکي او فني ادارو ته د محصلينو معرفي کول.
  • د اړونده مناسبې نوې ټکنالوژۍ سره د محصلينو اشنا کول.
  • ټولو فارغېدونکو محصلينو لپاره د لنډمهاله اداري او تخنيکي زده کړو کورسونه او ورکشاپونه برابرول.
  • د موجوده محصلينو د کارموندنې د هڅونې په موخه يو شمېر فارغو شويو محصلينو لپاره د پوهنتون څخه بهر د نمونوي توليدي پروژو د تطبيق زمينې برابرول.

د ښځينه محصلاتو د جذب زياتوالی

  • د ختيځ زون د لېسو ښځينه زده کوونکې په کانکور ازموينه کې د برخې اخيستلو په موخه هڅول.
  • د پوهنتون په دننه چارو او فعاليتونو کې ښځينه محصلينو ته د برخې اخيستنې موقع ورکول او د امنيت ساتنه يې.
  • د ښځينه محصلينو د جذب او تشويق لپاره د ښځينه استادانو استخدام.
  • دا چې موجوده وخت کې د نارينه محصلينو تعداد ١٣٠٦١ تنه دی چې په مقابل کې يې ښځينه محصلينې ١١٨٩  تنه دي چې د ښځينه محصلينو فيصدي خواوشا ٣٤،١٠  کېږي، نو په راتلونکو پنځو کلونو کې د ښځينه محصلينو شمېره تر ۲۰ فيصدو پورې لوړول.
  • د پوهنتون نهاري ښځينه محصلينو لپاره د ترانسپورت اسانتياوو برابرول.
  • د پوهنتون په داخل کې د ښځينه محصلينو لپاره د مجهز هستوګنځي (ليليې) جوړول.

د عملي کارونو لپاره د اسانتياوو پراختيا

د  يوې اغېزمنې او ښې زده کړې چاپېريال رامنځه کولو لپاره محصلين نه يوازې بايد تر صنفونو پورې محدود واوسي، بايد صنفونه د بيروني چاپېريال سره په اړيکه کې شي. همدارنګه په پوهنتون کې بايد يو شمېر ګټور پروګرامونه داير شي او محصلينو ته ځينې اسانتياوې برابرې شي چې په دې اړه په لاندې موضوعاتو تاکيد کېږي:

  • د هنري، کلتوري او ورزشي فعاليتونو لپاره زمينه مساعدول.
  • د کارموندنې، صحي او مشورتي خدماتو وړاندې کول.
  • د اعتياد، شخړو او زور زياتي په وړاندې مبارزه.
  • نوي محيط سره د محصلانو بلدتيا.
  • نشرات او د ټولنې ګډون.
  • د پوهنتون د لاسته راوړونو د منعکسولو لپاره  د غونډو جوړول.
  • د پوهنتون د تولیداتواو سرچینو د معرفۍ لپاره د نندارتونونو جوړول.
  • د اړونده ادارو د وړ او مرستندویه چارواکو د ملاتړ او هڅونې لپاره د غونډو دایرول او د جایزو د وېش پروګرامونو ترتیبول.
  • د پوهنتون د علمي مجلې (پوهه) او د نشراتو د څانګې پياوړي کول.
  • په ملي او نړيوالو راديويي او تلويزيوني خپرونو کې د پوهنتون ګډون.
  • په ملي برنامو او مسايلو کې د پوهنتون رغنده ونډه اخيستل.

 

ساختماني پروژې

  • د تدريسي خونو، کتابخانو او لابراتوارونو جوړول او تجهيزول.
  • د پوهنتون د ټولو پوهنځيو لپاره د بشپړو او په نويو وسايلو سنمبالو ودانيو جوړونه.
  • کړنلارې:
  • د ټولو اسانتياوو په درلودلو سره د عامه ادارې، ژورنالېزم، کمپيوټر ساينس، ښوونې او روزنې،  طب او اقتصاد پوهنځیو لپاره د عصري او سنبالو ودانيو او درسي خونو جوړول.
  • د ننګرهار پوهنتون د اداري چارو لپاره د نوي او عصري ودانۍ جوړونه.
  • ننګرهارپوهنتون کې د کنفرانسونو او سيمينارونو لپاره په نړيوال معيار برابرې لويې ودانۍ (سالون) جوړول.
  • د پوهنځيو لپاره د اړونده مجهزو لابراتوارونو جوړول او د عصري سامان آلاتو تهيه کول.

د پوهنتون  د ودانيو او انګړ  بيارغاونه او نورې  تعميراتي پروژې ترسره کول:

کړنلارې:

  • د پوهنتون د مرکزي ساحې پاتې سړکونه په پاخه او اساسي ډول پخول.
  • د پوهنتون د چاپېريال د شين او ښايسته ساتلو لپاره د نيالګيو د روزنځاى (قوريي) تاسيسول.
  • د پوهنتون په داخل کې  د شنې ساحې رامنځته کول يا د Landscaping  پروژو ترسره کول.
  • د محصلينو او استادانو د کورنيو لپاره د صحي کلينکونو جوړول.
  • د کنفرانسونو او ځانګړو نمايشونو لپاره د نوي او عصري اديتوريم جوړول.
  • د محصلينو او استادانو د بدني روزنې لپاره د سپورت د مجهزو وسايلو تهيه کول او د جمنازيم جوړول.
  • د پوهنتون په داخل کې د لامبلو په خاطر د يوه  پر مختللي حوض جوړول.
  • د پوهنتون په داخل کې د عصري لوبغالي او سپورتي ډګر جوړول.
  • د پوهنتون د استادانو د کوچنيانو د روزنې لپاره  د وړکتون د ودانۍ جوړول.
  • د محصلينو او استادانو لپاره د پوهنتون په داخل کې د کيفيتيریا جوړول.
  • د پوهنتون په داخل کې د دوستۍ  يادګاري باغ جوړول.
  • د پوهنتون په داخل کې د نباتي کلکسون باغ (Botanical garden) جوړونه.
  • د شته ساختمانونو ترميم او بيا جوړونه، چې استادانو، کارمندانو او محصلانو لپاره د زده کړې، تدريس او کار ښه زمينه برابره شي.

کتابتون لپاره د اړوندو لوازمو برابرول

کړنلارې:

  • د نويو چاپ شویو کتابونو تهيه کول.
  • د خارجي ژبو څخه په داخلي ژبو ژباړل شوي کتابونو تهيه کول او ژباړل.
  • په کتابتون کې د استادانو له خوا د تاليف شويو کتابونو د ساتنې لپاره مېکانېزم په کار اچول.
  • د محصلينو د سيمينارونو او مونوګرافونو د ساتنې لپاره مېکانېزم په کار اچول.
  • د کتابتون په داخل کې د محصلينو لپاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو لپاره د چاپ اسانتياوې برابرول.

 

پايله او د دې ستراتېژيک پلان پلي کول

دغه ستراتېژيک پلان د ننګرهار پوهنتون راتلونکې تګلاره او همدارنګه د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره د دې پوهنتون د منسوبينو او استادانو تعهدات ټاکي. د دې پلان په برياليتوب سره پلي کول همغږي فعاليتونه، همکاري او د ستراتېژيکو اهدافو لاسته راوړلو لپاره متمرکزه کړنو ته اړتيا لري. د ستراتېژيک پلان د تطبيق څخه د څارنې ځانګړې کمېټه به په دوامداره ډول د پلان تطبيق، تکرار او اغېزمن پلي کېدنې پروسې څخه څارنه کوي، چې يقيني شي چې د ننګرهار پوهنتون په اوږده مهال کې رقابت کوونکی، نوښتګر او اغېزمن واوسي. د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره به د ننګرهار پوهنتون لرليد د دې پوهنتون عهد او پيمان واوسي.

دا ستراتېژيک پلان به د په نښه شويو پروګرامونو او عملي پلانونو په واسطه د ننګرهار پوهنتون د هرې يوې برخې او پوهنځيو په مرسته پلی شي. هر يو پوهنځی او څانګه بايد په خپله محدوده کې د کارونو د ترسره کولو لپاره ستراتېژيک او عملي پلانونه ولري. د ننګرهار پوهنتون رياست دنده لري چې جوړ شوی ستراتېژيک پلان ټولو څانګو او اړونده ادارو ته تشريح کړي.

د اړونده شاخصونو او اهدافو په نظر کې نيولو سره به د دې ستراتېژيک پلان د پلې کېدو د چارو څخه نظارت ترسره شي. د ستراتېژيک پلان د پلې کېدو د نظارت له لارې به په ستراتيژيک پلان تمرکز وساتلی شي.

ننګرهار پوهنتون به د دې ستراتېژيک پلان اهدافو لاسته راوړلو لپاره د څارنې او ارزونې يو تفصيلي پلان رامنځته کړي چې له مخې به يې د پوهنځيو او ډيپارټمنټونو سره په همغږۍ د لويو او کوچنيو اهدافو د لاسته راوړلو بهير څارل کېږي.