پـــــــــــــوهنیار احمد فرید روان

وترنري علــــــــــــــومو پوهنځی

 پري کلینیک څـــــــــــــــــــانګه

تقريظ ورکوونکي: پوهندوی سيد ضياالحق بنوري او پوهنمل نجيب الله فيضي، د وترنري علومو پوهنځي استادان

 

د تازه او پیک شوو شیدو او شحمو مقایسوي څېړنه

لنډيز (Abstract)

شیدې یوه سپینه مایع ماده ده، چې په خپل ترکیب کې مختلف غذایي مواد لري. شیدې د یوې بلانس شوې غذا په حیث، چې د انسان بدن کولای شي ترې نه په ښه ډول سره استفاده وکـړي. د غوا شیدې په نړیواله توګه د ضروري غذا او د حیواني شحمو دموجودیت په اساس د انرژي مهمه منبع ده. څرنګه، چې زمونږ هېواد ته د پاکستان څخه مختلف خوراکي مواد واردېږي، چې له هغې جملې څخه یو هم شیدې دي، چې غذایي ارزښت یې باید وڅېړل شي، په دې څېړنه کې د پیک شوو شیدو څلور نوعې Milk Pak ,Tarang ,Every Day او Qudrat او همدارنګه تازه طبعي شیدې د شحمو لپاره څېړل شوي‌دي، چې د شیدو د شحم اندازې د Gerber test په واسطه تعین شوي. د څېړنې نتیجې ښیي، چېEvery Day 6.32 %، Tarang6.38 %، Qudrat5.96 % او Milk Pak  شیدې 3.4 % شحم په خپل ترکیب کې لري، چې د Every Day او  Tarang شیدو د شحمو اندازه نسبت نورو ته زیاته (P < 0.05) ده،  د Gerber ټسټ په واسطه ولیدل شو، چې د Every Day, Tarang او Qudrat شیدو شحم د شیدو د طبعي شحمو په څېړنه بلکې تقلبي شحم وو او دMilk Pak  شیدو شحم د شیدو طبعي شحمو سره ورته و. تازه شیدې په اوسط ډول سره 3.69% شحم درلودل. د شحمو له نظره په  Milk Pak شیدو کې کوم تقلب مو جود نه و؛ نو په دې اساس د صحي ارزښت له مخې تازه شیدې او د پیک شوو شیدو له جملې څخه Milk Pak شیدو غذایي ارزښت زیات دی.

سریزه (Introduction)

ساینس شیدې یوه مکمله، با کیفیته او بلانس شوې غذا بولي او دا یې ثابته کړې، چې د غذایي موادو له ټولو اجزاوو څخه، چې د انسان بدن ورته ضرورت لري ترکیب شوې ده(FAO, 2008). شیدې یوه سپینه مایع ماده ده، چې په خپل ترکیب کې پروتین، شحم، لکتوز، مختلف ویټامینونه او منرالونه لري او په تي لرونکو حیواناتو کې د لنګون څخه وروسته د غلانځې د غدواتو په واسطه تولیدېږي او د انسانانو په ژوند کې د ملاحظې وړ ارزښت لري. شیدې د حیواني شحمو د موجودیت په اساس یوه انرژي لرونکې غذا ده او همدارنګه شیدې د باکیفیته پروتین یوه مناسبه منبع ده (Mourad et al, 2014). دشیدو لومړنی رول د غذا په حیث سره دادی، چې تي لرونکي حیوانات خپل بچي ورباندې تغذیه کوي.  شیدو ته د انسانانو ضرورت د زیاتېدو په حـال کې دی په 2015 کال کې د شیـدو تقاضا 25% زیاته شوې (FAO, 2008). په نړۍ کې د شیدو او د هغې د تخمري محصولاتو څخه په 7000 قبل المیلاد کې هم استفاده کېدله، خو د پوهې او ټکنالوژي په پرمختګ سره اوس د شیدو زیات تولیدات موجود دي، یعنې شیدې په نړۍ کې د استعمال ډېر اوږد  تاریخ  لري.(Bettoni et al, 2013)

د شیدو اصلي ترکیبات؛ لکه شحم، پروتین، د شیدو شکره (لکتوز) او د شیدو منرالونه دي، چې په مختلفو حیواناتو کې په مختلفو فیصدیو سره پیدا کېږي. د مختلفو حیواناتو شیدې د فزیکي، کېمیاوي او بیولوژیکي خواصو له مخې یوله بل څخه توپیر لري؛ لکه د شیدو د شحمي اسیدونو د ذوبان نقطې او همدارنگه رنگ او خوند په همدغه شان سره پروتینونه، چې د غواګانو په شیدو کې شته د نورو حیواناتو د شیدو د پروتین څخه په اوکسیدایز خواصو، غذایي ارزښت، کیفیت او د تولید  په حساسیت کې توپیر لري..(Stanton et al, 2013)

په شیدو کې شحمي مالیکولونه د یوې سپینې مایع سره، چې Whey ورته وایي ګډ شوی او دEmulsion شکل یې غوره کړی او د اقتصادي پلوه په شیدو کی شحم  یوه مهمترینه ماده ده. په همدې سبب په زیاتره کارخانو او فابریکو کې د شیدو قیمت د هغوی د شحمو په اندازې سره تعین کېږي. په شیدو کې د شحمو زیاته برخه د ترایګلایسیراید په شکل سره موجوده ده .(Weaver et al, 2013)   شیدې نه یوازې د شحم ښه منبع ده؛ بلکه په خپل ترکیب کې حیواني پروتین، قندونه، منرالونه، او ځینې ویټامینونه لري، چې د منرالونو د جملې څخه  د Ca اوP ښه منبع ده. د ویټامینونو له جملې څخه A ,D ,C, B12Vit لري؛ نو ویلی شو، چې شیدې د انسان لپاره کامله غذا ده (Mourad et al, 2014).

د تازه شیدوترکیب اوبه، پروتین، قند )لکتوز( او معدني مواد تشکیلوي همدارنګه شیدې په کمه اندازه ځینې مواد؛ لکه د پګمنټ دانې، انزایمونه، ویټامینونه، فاسفولیپدونه او ګازونه هم لري، که چېرې ګازونه او اوبه د شیدو څخه خارج شي هغه مواد، چې باقي پاتې کېږي هغه وچې شیدې وي، په منځني ډول اوبه د شیدو 87% فیصده وزن.(Early, 1998)

پاکستان د 161.9 میلیون خلکو په لرلو سره 42 میلیون ټنه د شیدو کلنی تولید لري، چې په دې اساس د نړۍ د زیاتو شیدو تولیدونکو هېوادونو په لېست کې پنځم مقام لري. په پاکستان کې تر پنځلسو زیاتې د شیدو د پروسس لویې فابریکې وجود لري؛ لکه: د,Nestle ,Haleeb Engro,Hallal Pakistan ,Engro Foods ,Haleeb Foods ,Nur Pur ,Millac ,Vita Prime ,Nirala, Dairy Crest ,Butt Dairies ,DairyShakargas ,Noon ,Premier  فابریکې.(Ahmed et al, 2013)

په افغانستان کې تر اوسه پورې په تازه او پیک شوو شیدو کومه څېړنه نه ده ترسره شوې، چې د شیدو شحم معلوم کړي، چې ایا دا شحم د شیدو طبعي شحم دی. که د قیمت لوړولو په منظور د تقلب څخه کار اخیستل شوی؟ نو په همدې اساس دا څېړنه ترسره شوه، چې پورته ذکر شوي مشکل حل کړي.

هدف(Objective)

د بازاري پیک شوو شیدو او د غوا د تازه شیدو ترمنځ د شحمو مقایسه کول او په اهمیت یې د خلکو پوهول.

فرضیه (Hypothesis):د پاستورایزه پیک شوو شیدو شحم شاید تقلبي او غیر معیاري وي.

پارامترونه (Parameters)

۱. د شیدو صحي والی

۲. د شیدو د شحمو اندازه کول

 

 

مواد او کړنلاره(Materials and Methods)

Sample Size:  په دې څېړنه کې د  تازه شیدو 25 نمونې او د پیک شوو شیدو 20 نمونې ترڅېړنې لاندې نیول شوي دي.

تازه شیدې(Fresh Milk)

د تازه شیدو پنځه نمونې د ml20 په اندازې سره او څلور ډوله پیک شوو بازاري شیدو,Milk Pak Tarang ,Every Day  او Qudarat شیدو 20 نمونې، چې د هر قسم شیدو څخه پنځه پنځه نمونې د جلال اباد ښار د مختلفو مارکېټونو څخه اخيستل شوي دي.

 Clot on Boiling Test: لومړی به د شیدو نمونه پهWater Bath  کې ایښودل کېده؛ تر څو د حرارت درجه یې 20ocشي بیا به نمونه په ښه شکل سره ګډه شوه او وروسته به د Pipette په واسطه2 ml ؛ شیدې په اماده شوي Test Tube کې اچول کېدې وروسته له دې Test Tube د اور مستقیمې شغلې ته نیول کېده ترڅو چې به شیدې د تیوب په داخل کې په جوش راغلې وروسته له هغې  څخه  به ټسټ تیوب له اور څخه لرې کېده، چې وبه کتل شو؛ نو شیدې به په نورمال شکل سره بېرته د تیوب په لاندنۍ برخه کې راټولېدې او هیڅ ډول ماتوالی او Clots (لختی) به پکې تشکیل شوی نه وو؛ نو په دې اساس دا شیدې نورمالې او صحي وې.

 Alcohol Test: لومړی به د شیدو نمـونه پهWater Bath  کې اېښودل کېده؛ ترڅو د حرارت درجه یې 20ocشي بیا به نمونه په ښه شکل سره ګډه شوه او په یو Test Tube کې د Pipette په واسطه2 ml  شیدې اچول کېدې او د هغه د پاسه 2 ml ایتایل الکول (68%) اچول کېدل او تیوب به وښورول شو ترڅو شیدې د الکولو سره ګډې شي او د هغه څخه وروسته ټسټ تیوب مشاهده کړای شو، چې په نتیجه کې هیڅ ډول Clots (لکی) تشکیل شوی نه وي او شیدې نه وي ماتې شوې، چې شیدې صحي وې.

  Gerber Test:د شیدو نمونه پهWater Bath  کې اېښودل کېده؛ ترڅو د حرارت درجه یې 20ocشي بیا به نمونه په ښه شکل سره ګډه شوه وروسته به اماده شوي پاکButyrometer  په StandsButyrometer کې اماده کېدو او لومړی به پهButyrometer  کې د Pipette په واسطه 10.4 ml سلفوریک اسید (H2SO4) واچول شو او وروسته به د Pipette په واسطه ورباندې 10.94 ml شیدې اچول کېدې او د هغې د پاسه به 1 ml امایل الکول اچول کېدل او د Butyrometer د پاسهButyrometer Stopper  اېښودل کېده او Butyrometer ته به یو څه اندازه ټکان ورکول کېده؛ ترڅو داخلي مواد یې ګډ شي. د هغې نه وروسته به Butyrometer پهCentrifuge  کې په معکوس (DownNeck Pointing) شکل اېښودل کېده. تر پنځو دقیقو پورې به 1100 rpm دوران ورکول کېده او بیا به له Centrifuge  څخه خارج او مشاهده کېده؛ نو د Butyrometer په پاس درجه لرونکي برخه کې د شیدو شحم په واضح شکل سره ښکاره کېدل. 

احصایوي تحلیل ((Statistically Analysis:

 لاسته راغلي نتایـج په SPSS سافـټویر د One way ANOVA د Post Hoc (LSD, Dunnett T3) ټـسټـونو په واسطه تحلـیل شوي، چـې عموميConfidence Interva  یـې د 95%په اندازې سره او متغـیر یې (P < 0.05) ده.

نتیجه (Results)

پیک شوې او تازه شیدې: د پیک شوو او تازه شیدو په ټولو نمونو باندې د صحي والي په خاطر د Alcohol او Boiling ټیسټونه سرته ورسېدل، چې په نتیجه کې ټولې کتل شوې نمونې صحي وې.

Milk pak: په دې شیدو باندې پنځه ځلي تجربې تکرار شوې، چې شحم یې د شیدو د طبعي شحمو په شان روښانه سپین رنګ لرلو په دې معنی، چې د شــیدو خپل شحم وو.Every day   شیدو، چې شحم یې د طبعي شحمو خلاف تیاره رنګ درلود. Qudrat شیدو چې شحم یې د طبعي شحمو خلاف تیاره رنګ درلود.Tarang شیدو د طبعي شحمو خلاف تیاره رنګ درلود او د شحمو اندازې یې په اول جدول او اول ګراف کې ښودل شوی دي.

تازه شیدې: د سرخرود، بهسودو او کامې ولسوالیو څخه د شیدو نمونې فابریکې ته د را وړل شویو شیدو په نمونوباندې د Gerber Tsetse  ترسره او د شـحمو اندازه یې په دوهم جدول او دويم ګراف کې ښودل شوې.

اول ګراف : د پیک شوو شیدو د شحمو اندازې ښيي، چې Every day او Tarang د نورو پیک شوو شیدو په نسبت زیات (b,c:p<0.05) شحم درلودل.

دوهم ګراف: د تازه شیدو د شحمو اندازې ښایي، چې دکامې والسوالۍ د شیدو شحم نسبت د بهسودو او سرخرود والسوالیو شیدو ته زیات شحم (P<0.05) درلود.

مناقشه (Discussion)

Basher او د هغه همکارانو په 2013 کال کې په خپله څېړنه کې ویلي دي، چې د شیدو د صحي والي لپاره  Boiling Test یوه مؤثره طریقه ده. Pandey او  Voskuilپه 2011 کال کې په خپله څېړنه کې ویلي، چې صحي شیدې وروسته له ټسټ څخه د ټسټ تیوب په داخل کې Clots نه تشکیلوي. په دې څېړنه کې هم د شیدو د صحي والی لپاره د الکهول ټسټ څخه استفاده شوې او صحي شیدې وروسته د ټسټ څخه په ټسټ تیوب کې نه Clots کېدلې؛ نو په دې اساس دا څېړنه د Voskuil او Pandey د څېړنې سره مطابقت لري.

Stanton او د هغه ملګرو په 2013   کال  کې په خپله څېړنه کې ویلي دي، چې په شیدو کې په اوسط ډول سره3.9% شحم وجودلري. همدارنګه Bonnier په 2007 م کال کې په خپل Report کې، چې د افغانستان د Dairy Production په هکله یې ورکړی لیکلي، چې د افغانستان د غواګانو د شیدو د شحمو اوسطه اندازه3.9 %  ده. په دې څېړنه کې معلومه شوه، چې په ننګرهار ولایت کې د سرخرود ولسوالۍ د غواګانو په شیدو کې په اوسط ډول سره 3.68 %، د کامې ولسوالۍ د غواګانو په شیدو کې3.73%  او د بهسودو ولسوالۍ د غواګانو په شیدو کې په اوسط ډول سره   3.67%چې مجموعي اوسط یې  3.69% کېږي شحم موجود وو.

Awan او د هغه ملګرو په 2014 کال کې په خپله څېړنه کې، چې په پاکستان کې یې سرته رسولې لیکلي چې Every Day شیدې په خپل ترکیب 3.1% او همدارنګه Milk Pak شیدې په خپل ترکیب کې  3.2%شحم لري. په دې څېړنه کې معلومه شوه چې Every Day شیدې په خپل ترکیب 6.32 %  او همدارنګه Milk Pak شیدې په خپل ترکیب کې3.4%  شحم لري په داسې حال کې، چې دEvery Day  شیدو شحم د شیدو طبیعي شحم نه بلکې نباتي شحم دی.

Weaver او د هغه ملګرو په 2013 کال کې په خپله یوه څېړنه کې ویلي، چې شیدې په خپل ترکیب کې شحم لري، چې د انرژي مهمه منبع ده،  د شیدو ارزښت د شحمو د مو جودیت په اساس سره محاسبه کېږي؛ لکه د شیدو په اکثره مرکزونو کې د شیدو قیمت د شحمو د فیصدي په اساس سره تعینېږي. په دې څېړنه کې هم معلومه شوه، چې شیدې د شحمو مهمه منبع ده او د ختیځ لبنیاتو د پروسس په فابریکه کې هم مالدارانو ته د شیدو قیمت د شیدو د شحمو د فیصدي مطابق ورکول کېږي.

 

پایله اخيستنه(Conclusion)

دا څېړنه، چې په ختیځ لبنیاتو فابریکه کې د پاستوریزه شوو شیدو په څلورو نوعوMilk Pak ,Tarang Every Day , او Qudrat او همدارنګه د بهسودو، سرخرود او کامې والسوالیو تازه شیدو دشحمو د کمیت او کیفیت د مطالعې په منظور سرته رسېدلي او د شیدو د صحي والي معلومولو لپاره د Boiling Tests او Alcohol Tests څخه او د شحمو د معلومولو لپاره د  Gerber Method څخه استفاده شوې ده. په نتیجه کې دا ثابته شوه، چې دEvery Day  شیدو په اوسط ډول سره 6.32 %، Tarang6.38 %، Qudrat5.96 % او Milk Pak شیدو 3.4 % شحم درلودل په داسې حال کې، چې د کیفیت له نظره دEvery Day ,Tarang  او Qudrat شیدو شحم د شیدو د طبیعي شحمو په څېړنه بلکې تقلبي شحم و او دMilk Pak  شیدو شحم بیا د شیدو د طبيعي شحمو سره ورته و، یعنې د شحمو له نظره په Milk Pak شیدو کې کوم تقلب مو جود نه و؛ نو په دې اساس د انساني صحت ساتنې لپاره په اول قدم کې تازه شیدې او د پیک شوو شیدو له جملې څخه milk pak شیدې د اهمیت وړ دي، همدارنګه د تازه شیدو له جملې څخه د کامې د شیدو د شحمو متوسطه اندازه 3.7%،د سرخرود3.5 %، او بهسودو3.6%په اندازې سره وو.

References

  1. Ahmad S, Anjum F.M, Huma.N, Sameen. A And   Zahoor T . (2013) .  Composition   and   Physico-Chemical  Characteristics of Buffalo Milk with Particular Emphasis on Lipids, Proteins, Minerals, Enzymes and Vitamins.Proc Int Workshop Dairy Sci. 23(1). Pp: 62-63.
  2. Awan Adeela,  Naseer  Misbah, Iqbal Aafa, Ali Muhammad Ali, Iqbal Rehan and Iqbal Furhan. (2014).  Astudy on Chemical Composition and Detection of Chemical Adulteration in Tetra Pack Milk Samples Commercially Available In Multan. Pharm. Sci.  27(1). Pp: 183-184.
  3. Bettoni-Ramani Wijesinha and  Burlingame-Barbara. (2013).  Milk and Dairy Product Composition. FAO. Pp: 41-50.
  4. Bonnier j john. (2007). Study on Dairy Production and Processing in Afghanistan. HLP.Study on Milk Production and Processing – Mission Report. Pp;4-5.
  5. Bashir Saiqa, Awan Siddique Muhammad, Akbar Khan Shahzad, Ahmed Rathore Habib, Akhter Qureshi and Hussain Kathu Zulfiqar. (2013).an Evaluation of Milk Quality In And Around Rawalakot Azad Kashmir.African Journal of Food Science. 7(11). Pp:422.
  6. Early, Ralph. (1998). The Technology of Dairy Products. New York. Thompson Science. Pp: 4-26.
  7. FAO. )2008(. Milk and dairy products. Animal Production and Health Division, FAO, Rome.
  8. Mourad. Guetouache, Bettach. Guessas and Samir. Medjekal. (2014). Nutritional value of raw milk. Biol. Sci. Pharm. 2(10). Pp: 115-122.
  9. Pandey G.S and Voskuil G.C. (2011). Manual on Mik Safety For Dairy Extension Workers And Dairy Farmers Quality And Hygiene. Golden Valley Agricultural Research Trust. Pp: 39-41.
  10. Stanton Catherine, Mcmahon Deirdre and Mills Susan. (2013).Dairy components products and human health. FAO. Pp: 207-225.
  11. Weaver Connie, Bettoni-Wijesinha, McMahon Deirdre. (2013). Milk and Dairy Products as Part of the Diet. FAO. Pp: 104-135.

T. Assist. Ahmad Farid Rawan

Veterinary science Faculty

Comparative study of fat concentration of Raw and packed pasteurized milk

Abstract

Milk is a considerable resource of products whose components are dominant in quantitative terms: water, fat, protein and lactose, while the minor components are minerals, enzymes, vitamins and dissolved gases. Varies types of food are imported to Afghanistan from Pakistan, milk is one of them which is imported. Pasteurized packed milk (Tarang, Milk Pak, Every day and Qudrat) and fresh raw milk were analyzed for fat concentration by Gerber test. The result of this study shows that, fat concentrations of packed milk were 6.38%, 3.4%, 6.32 and 5.96% respectively. Fat concentration of every day and Qudrat were significantly higher (P<0.05) compare to the other two packed milk. The average fat concentration of fresh raw milk was 3.69%. As conclusion, the nutritional value of milk pak is higher after fresh raw milk.