پوهندوی محمد اسماعيل سعادت

کرنې پوهنځی /  هارتيکلچر څانګه

پـــــــــوهيالی شفيـق الـلـه آريــن

کرنې پوهنځی/ اګرانومي څانــــګه

تقريظ ورکوونکي: پوهاند محمدطاهر نواب مومند او پوهندوی سيدا جان عتيق عبدياني، د کرنې پوهنځي استادان

 

د پيازو پر حاصل د بوټو او قطارونو ترمنځ د مختلفو فاصلو څېړنه

لنډيز

دغه څېړنه د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي په تحقيقاتي فارم کې د 1394 /11 / 8 نېټې څخه نيولې تر     1395 / 3 / 23نېټي پورې چې ټوله څېړنيزه موده يې 135 ورځې وه،  تر سره شوې ده ، چې موخه يې د پيازو پر حاصل باندې د بوټو او قطارونو ترمنځ د فاصلو اغېزه  وه. په دغه څېړنه کې د بوټو او قطارونو ترمنځ درې فاصلې (20cmx20 cm,20cmx15cm ,20cmx10cm    ) او کنټرول پلاټ )   15cmx10cm )  د چلندونو په توګه په نظر کې نيول شوې وه. دغه تجربه دRandomized Complete Block Design (RCBD)   په اساس په درې تکرارونو کې ډېزاين شوې ده. د پيازو د بوټو او قطارونو ترمنځ فاصلې د پيازو پر حاصل باندې د پام وړ اغيزې درلودې. د پيازو په پراخو فاصلو سره کرنه په في نبات کې  د پاڼو زيات شمير، د بوټو لوړ قد، د پيازو د ګنډو  زيات قطر او تازه وزن وليدل شو. په پايله کې جوته شوه چې 20cmx10cm  فاصله کې د پيازو کرنه د کتنې وړ ( 31,84 ton/ha) لوړ حاصل ترلاسه کړل شو چې تر هغه وروسته په پرله‌پسې توګه 20x15cm   او 20x20cm  چلندونو په ترتيب سره 31,75 ton/ha  او  25 ton/ha لوړ حاصل ورکړی دی. دغه څېړنه تر ډېره حده د هغو څېړونکو له څېړنو سره ورته والي لري چې په اړونده برخه کې يې څېړنې کړي دي.

سريزه

پياز (Allium cepa ) دAmaryllidaceae  يا (Alliaceae ) کورنۍ پورې اړه لري، سوړ موسمه سابه ګڼل کېږي. د ټولو ګنډه لرونکو سبو د ډلې څخه يو مهم سابه دي چې د ورځني مصارفو له مخې  په ټوله نړۍ کې د تجارتي موخې لپاره تر کرنې لاندې نيول کېږي. ويل کېږي چې د پيازو اصلي ټاټوبي افغانستان، تاجکستان او يا ازبکستان وي. د پيازو د خوړلو وړ برخې پاڼې، د ځمکې لاندې ګنډې او د لاندې برخې ساقې ډېر معمول  دي(MoARD,2009). پياز د ويټامين سي او منرالونو قوي سرچينو لرونکي دي  او په ځانګړې توګه اوسپنه، فاسفورس او کلسيم لري. پياز زيات طبي ارزښتونه  لري چې خوراک يې د بندونو د پړسوب، د زړه او شکرې د ناروغانو او سرطاني ستونزو په مخنيوي کې ګټور بلل شوی دی. همدارنګه ويل کېږي چې د زخمونو د رغولو لپاره له پيازو څخه جوړ شوي ملهم څخه هم کار اخيستل کېږي. د پيازو په 100 ګرامه خوړونکې برخه کې 86,6 %  رطوبت ،11,1  ګرامه کاربوهايدريت،1,2  ګرامه پروتين،0,1  ګرامه شحم،0,08  ملي ګرامه تيامين، 0,01  ملي ګرامه رايبوفلاوين، 11  ملي ګرامه ويټامين سي او 0,7  ملي ګرامه اوسپنه ښودل شوې ده.) :1 185 ).  

په لوړه کچه د پيازو توليد د ورايټيو د ډولونو او اګرانوميکي عمليو د لارې تر اغېزې لاندې راځي.Mondal et al.1986; Mondal, 1991) ). په في واحد ځمکه کې د لوړ حاصل د لاسته راوړلو لپاره غوره بلل کېږي چې د اصلاح شويو ورايټيو کرل، د کرلو د غوره فاصلو تعيين، په مناسبه توګه د بوزغليو ژور کرل او داسې نورې اګرانوميکي عمليو ته پام وشي. په مختلفو هېوادونو کې د ګڼ شمېر څېړونکو له خوا د پيازو د کرلو واټنونه او د ورايټيو انتخاب د پيازو پر حاصل او ودې باندې يې اغېزې څيړلې دي.5)  ( (Pandey et al.( 1991), Bhonden et al.( 1995)   او(Kumar et al.( 1998.  د پيازو فاصلې د نبات په ودې، د ګنډو پر سايز، د ګنډو پر حاصل او همدارنګه د پيازو پر کيفيت باندې اغېزې لري. Purewal and Dargan(1962) Haque,( 1977 ) Badaruddin او Rahim et al (. 1983 )   (. (1:6

په مناسبو فاصلو سره د پيازو کرل د پيازو د ګنډو کيفيت او سايز زياتوي.Nichols and Heydecker (1964)  اکثره څېړونکو دا جوته کړې ده چې پراخه فاصلې د في نبات د لوړ حاصل سبب شوې دي په داسې حال کې چې د  نږدو فاصلو په اساس کرنه کوم چې په في ټوټه ځمکه کې د زياتو بوټو شتون وي د لوړ حاصل سبب شوې ده؛ خو د مارکيټ وړ حاصل يې نه درلود.

څرنګه چې د پيازو د کښت لپاره د ګران هېواد اقليمي شرايط په زړه پورې دي او په اکثرو ولايتونو کې تر کرنې لاندې نيول کېږي او هم يې د خوراک ورځنی لګښت لوړ دی. د پيازو د لوړ حاصل د لاسته راوړلو لپاره تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې د کرلو کومې ځانکړې فاصلې نه دي سپارښت شوې او هم چا پرې ښايي تحقيق نه وي کړی او کروندګر يې د دوديزو فاصلو له مخې کښت سرته رسوي چې د ښه او لوړ حاصل څخه يې کروندګر خوښ نه بريښي. دغې ستونزې ته په کتو د لاندې موخو د لاسته راوړلو په خاطر دغه څېړنه تر سره شوې ده.

موخې (Objectives  )

  1. په هېواد کې د پيازو د توليد د کچې لوړوالی؛
  2. د پيازو د لوړ حاصل د لاسته راوړلو لپاره د کرلو د غوره فاصلو ټاکل.

مواد او کړنلاره  (Material and Method )

دغه څېړنه د ننګرهار‌پوهنتون د کرنې پوهنځي په تحقيقاتي فارم ( 1394 د دلو 11 ) نېټه کې پيل شوه. ددغې څېړنې اصلي موخه دا ده چې د پيازو د لوړ حاصل  لاسته راوړلو لپاره د کرلو غوره فاصلې معلومې شي.

 په دغه تجربه کې د هر پلاټ اندازه3,2   متره ، دRCBD  د ډېزاين په اساس ډېزاين شوې چې د څلورو چلندونو لرونکې چې(20cmX15cm،20cmX20cm،20cmX10cm ) او کنټرول پلاټ (15cmX10cm) څخه عبارت دي او د پيازو محلي ورايټي په نظر کې نيول شوې ده او هر چلند درې تکرارونه لري. د سپارښتنې له مخې  په في هکتار کرونده کې 80 کيلو‌ګرامه نايتروجن او60  کيلو‌ګرامه فاسفورس استعمال شوي دي. ټوله فاسفورسي او نيمايي نايتروجن لرونکې سره د بوزغليو د انتقال په وخت کې اچول شوې ده. د نايتروجن پاتې برخه د بوزغليو د انتقال څخه  30  ورځې وروسته په کرونده کې واچول شوه. ټولې کرنيزې چارې؛ لکه اوبخور، د هرزه ګياوو کنترول، د ناروغيو او افاتو مخنيوی په منظم ډول تر سره شوی دی.

تېرو اثارو ته کتنه

په نورو هېوادونو کې د پيازو د کښت لپاره مختلفې څېړنې تر سره شوي چې په لاندې توګه ورڅخه يادونه کېږي.

 Sikder, Mondal, Mohammed, Alam   او  Amin   په   ( ۲۰۰۱-۲۰۰۲ ) کال کې د بنګله‌دېش د  زراعتي‌پوهنتون د هارتيکلچر په فارم کې د پيازو د دوه ورايټيو پر وده او حاصل باندې د پيازو د بوټو او قطارونو ترمنځ  د کر د فاصلو  او د بوزغليو د کر پر ژوروالي باندې څېړنه تر سره کړې ده. د پيازو د کرلو درې فاصلې(20 X20cm , 20X15cm, 20X10cm) او د پيازو د بوزغليو ژوروالی يې2cm , 4cm )) په نظر کې نيول شوی و. د پيازو20X10cm  د کرلو  فاصله او 2cm د بوزغليو د کرلو په ژوروالي سره د نورو ټولو چلندونو په پرتله يې لوړ حاصل (12.08 t/ha) ترلاسه کړ.

دIbrar,  Mohammad  او  Ali. په (۲۰۰۰ ) کال  د پاکستان د درګۍ، مالکنډ ايجنسۍ کې د پيازو د Swat-1 and Red glossy  دوه ورايټيو باندې په يوه ازمايښتي قطعه کې چې 27x14.5 cm, 22x9.5 cm, 17x4.5 cm  فاصلې په نظر کې نيول شوې وې، يوه څېړنه پيل شوه تر څو د پيازو د لوړ حاصل لپاره مناسبه د کرلو فاصله پيدا کړي. د څېړنې په پای کې دا جوته شوه چې په مارکيټ کې د پلورلو وړ لو ړ حاصل د 22x9.5 cm  د کرلو د فاصلې څخه  په يوه هکتار کې 26.85  ټنه پيازو حاصل تر لاسه شو .(3:2).

نصير محمود داور، فريدالله خان وزير، منهاج الدين داور او شاه‌حسين داور په(2003  ) کال کې د پېښور(NWFP) د زراعتي پوهنتون د هارتيکلچر په فارم کې څېړنه ترسره کړې ده او په څلورو مترو کې د 60,40, او 80 د پيازو بوټي د( Swat -1 ، Terich-02  او Gilassi local    )  پر  ورايټيو باندې په ترتيب سره د حاصل اغېزې وڅېړلې. دغه څېړنهRCBD  د ډېزاين په اساس ترسره شوې ده. په پايله کې د Terich-02 ورايټي                        (7958 kg ha-1) د کتنې وړ لوړ حاصل چې 80  د پيازو بوټي په څلورو مترو کې کرل شوې وه  تر لاسه شوه. او کنترول، د ناروغيو او افاتو مخنيوي په منظم ډول ترسره شوی دی.

مناقشه

د څېړنې په پايله کې هغه ټريټمنټ چې د کر فاصله یې 20cmx10cm  وه د نورو په پرتله يې زيات حاصل درلود چې دغه لاسته راوړنه د( Sikder, Mondal, Mohammed, Alam  او  Amin )، (نصير محمود داور او ملګرو څېړونکو) د څېړنو په پرتله لوړ عدد ښيي چې ممکن دغه زياتوالی اقليمي او يا د بستر په شرايطو پورې اړه ولري کوم چې په راتلونکي کې بلې ځانګړې څېړنې ته اړتيا وي.2:3)  ).

 

پايله

د څېړنې په اوږدو کې څلور ټريټمنټونه په ترتيب سره ( T3,T2,T1 او T4 )  چې په ترتيب سره (20cmx20cm)، (20cmx15cm  )، (20cmx10cm ) او ( 15cmx10cm) د کښت فاصلې په نظر کې نيول شوې وې. چې په ترتيب سره د پورته ټريټمنټونو څخه (25 ton/ha )، (  31,75ton/ha )، ( 31,84 ton/ha ) او ( 39,56 ton/ha ) حاصل لاسته راغلل. د پورته لاسته راغلو ارقامو پرتله کول د کنټرول پلاټ (  T4 ) سره ترسره شوه چې د T4 په پرتله T3 ، T2 او T1  ټريټمنټونو د پلورلو وړ حاصلات د کتنې وړ زياتوالی درلود.

په پای کې ويلی شو چې هغه ټريټمنټونو کې چې د کرلو فاصلې يې ( 20cmX10cm ) وې د نورو په پرتله يې زيات حاصل ورکوي.

جدول ( 1 ) : د ANOVA جدول.

نتيجه ګيري

 

په ټوله کې داسې نتيجه ګيري کولای شو چې د پيازو ترمنځ (20cmx10cm  ) فاصله د نورو په پرتله د لوړ حاصل سبب ګرځي.

وړانديز

ددې څېړنې د پايلو له مخې د پيازو د کرلو د فاصلو په اړه د ښوونيزو او ترويجي پروګرامونو له لارې د بزګرانو د پوهې کچه لوړه کړای شي.

References

  1. Dhaliwal M.S. (2012) .Handbook of vegetable crops ,Kalyani Publishers, India.
  2. Ibrar, Mohammad and Ali.(2003). Effect of different inter and intra row spacing on the growth and yield of different cultivars of onion.  National Agricultural Research Centre.
  3. Mondal et al.1986; Mondal, 1991). Effect of spacing and depth of planting on growth and yield of onion . Department of Horticulture, Bangladesh Agricultural University, Mymensingh-2202.
  4. Dawar et al.( 2007).Sarhad J.Agric.Vol.23,No.4  , NWFP Agricultural University Peshawar , Pakistan.
  5.  Pandey et al. 1991, Bhonden et al. 1995 and Kumar et al. 1998). Department of Horticulture, Bangladesh Agricultural University, Mymensingh-2202.
  6.  Purewal and Dargan, (1962); Badaruddin and Haque, 1977; Rahim et al.( 1983). Department of Horticulture, Bangladesh Agricultural University, Mymensingh-2202.

 

 

Assist Prof. Muhammad Ismail Sadaat & Teaching Assist. Shafiqullah Aryan

Faculty of Agriculture, Departments of Horticulture& Agronomy

Study the Effect of Different Spacing of Planting on Growth and Yield of Onion

Abstract

          A field experiment was conducted at the research farm of Agriculture faculty in Nangarhar University, during the period from Feb. 2016 to June 2016 to study the effects of spacing of planting on the growth and yield of local variety of onion. There were four levels of plant spacing (viz., 20cm × 20cm, 20cm × 15cm, 20cm × 10cm and 15cmx10cm). The experiment was laid out in RCBD with 3 replications. The plots size was 3,2 meter The plant spacing showed significant effects on most of the growth and yield characteristics.Wider spacing produced the maximum number of leaves per plant, longest plant height, maximum diameter and fresh weight of bulb but the number plants per plot  was less than other treatments .while the closer spacing produced maximum yield of bulb but it was not marketable yield the bulb diameter and was not suitable for the choice of consumer  .On the basis of overall results , 20cm × 10cm spacing of planting showed  significant higher yield (31,84 t/ha) compared with other treatments.