پـوهندوی ببرک مياخېل

ژبو او ادبياتو پــوهنځی

پښتو ژبې او ادب څانګه

تقريظ ورکوونکي: پوهنوال جانس زړن او پوهنوال معروف شاه شينواری، د ژبو او ادبياتو پوهنځي استادان

د پښتو ډرامې تاریخي سېر ته لنډه کتنه

لنډيز

 ډرامه له نورو هنري ژانرونو څخه يو جلا ژانر دی، کيسه‌ييزه بڼه لري، خو ټول پيغام د کرکټر پر مټ په‌کې انتقاليږي. د ناول او لنډې کيسې سره يې توپير په همدې کې دی، چې هغه د لوستلو څېزونه دي، خو ډرامه د ليدلو او اوريدلو څېز دی. ډرامه له مکالمو پرته ناممکنه ده، خو په ناول او لنډه کيسه کې بيا دا اړتيا کمه ليدل کېږي.

پښتو ډرامې په شلمه پېړۍ کې پښتو ادب ته لاره موندلې، لومړۍ پښتو ډرامه ژباړه ده او بيا د عبدالاکبرخان اکبر د «درې يتيمان» په نوم ډرامه ايجاد شوې. په بره پښتونخوا کې بيا د عبدالرحمن پژواک «کلمه داره روپۍ» ډرامه ډېره په زړه پورې ده چې په (۱۳۱۷ ل) کال کې ليکل شوې، له ده وروسته عبدالروف بېنوا په زړه پورې ډرامې وليکلې.

پښتو راډيويي ډرامو خپرواي کې د پيښور، ال انډيا بي بي سي راډيوګانو ونډه له نورو ډېره ده. پيښور راډيو د کوزې پښتونخوا ليکوالو ډرامې خپرې کړي دي، ال انډيا د حمزه شينواري او هندي پښتنو ځينې ډرامې خپرې کړي او بي‌بي‌سي د «نوی کور نوی ژوند» په نوم ډرامه له څو لسيزو را په‌دې خوا خپروي.

ډېرو پښتنو ليکوالو په دې ژانر کې خپل قلمونه ازمويلي، چې په مقاله کې به د ځينو نوموتو ليکوالو يادونه وشي. په دې وروستيو کې د افغانستان ځينو خصوصي تلويزيونونو هندي او ترکي ډرامې ژباړلي او خپروي يې، چې دا هم پښتو ته د ژباړل شويو ډرامو يو پړاو کې شمېرلی شو.

  سريزه

شلمه پېړۍ د پښتو ايجادي ادب د ودې او پرمختيا دور دی. په دې تاريخي دوره کې پښتو ادب په نثر کې بېلابېل اصناف خپل کړي او پاللي دي. د نورو اصنافو تر څنګ په کيسه ييزو اصنافو کې هم د پام وړ ايجادات شوي، په کوزه او بره‌پښتونخوا کې لنډې کيسې، ناولونه او ډرامې وليکل شوې. ځينې ډرامې پر سټيج وړاندې شوې او دا بهير د وخت په تېرېدو پياوړی شو.

تکړه ليکوالو دې هنري صنف ته مخه وکړه، په سلګونو ډرامې يې ايجاد کړې او په لسګونو ډرامې له نورو ژبو څخه پښتو ته را وژباړل شوې. نوموړی ژانر په کوزې او برې پښتونخوا کې وپالل شو، خو عبدالاکبر خان اکبر، افضل رضا، عبدالروف‌بېنوا، عبدالمنان ملګري او حفيظ الله تراب په کې ډېر قلم و ازمايه. (۶: ۲۵۱- ۲۵۶)

پښتو ته ډرامه هم د ناول او لنډې کيسې په څېر له انګريزۍ څخه د اردو په لار راغلې او ليکل يې دود شوي. څېړنې داسې ښيي چې لومړۍ پښتو ته را ژباړل شوې ډرامه د «اندر سبها» په نامه ياديږي، خو ژباړونکي نوم يې نه دی معلوم. په کوزه پښتونخوا کې لومړنۍ ليکل شوې ډرامه د عبدالاکبر خان اکبر «درې يتيمان» دي، چې په ۱۹۲۷ م کال د اتمانزو د ازاد‌سکول (ښوونځي) د کاليزې په غونډه کې د ستيج پر مخ نندارې ته وړاندې شوې ده.

 

موخې

  • د پښتو ډرامې تاريخي بهير سپړنه؛
  • د پښتو ډرامو مشهورو ليکوالو پېژندنه؛
  • ددې موضوع په اړه د نورو څېړونکو پام راړول.

کړنلاره

ددې څېړنې ډول کتابتوني دی او له تشريحي ميتود څخه ګټه اخيستل شوې ده. د موضوع په اړه له معتبرو او موثقو ماخذونو څخه استفاده شوې ده.

ډرامه

ډرامه د يوناني ژبې کلمه ده چې له ډراو څخه اخیستل  شوې ده  ډراو د عمل کولو معنا لري؛ نو همدا لامل دی چې ډرامه په (کولو ښودل) تعبیر شوې ده یعنې هغه څه چې په عمل کې ښودل کېږي. په اصطلاح کې ډرامه د هنري ادبیاتو هغه  ژانر دی، چې د خبرو اترو يا مکالمو په فورم ليکل شوې وي او د ژوند پر یوه کیسه یا داسې یوه پېښه را څرخي، چې که واقعیت نه وي خو چې ریښتینواله په کې منعکسه شوي وي .

او يا په بله وينا: ډرامه د یوې داسې  ژوندۍ کیسې بیانګره ده، چې د ټولنې  احساسات او جذبات په کې به داسې انداز بیان شوي وي چې د حرکتونو او خوځېدو په بڼه وړاندې شي او تمثیلي بڼه ولري. ادبپوهان ډرامايي وحدتونه( وحدت زمان، وحدت مکان، وحدت عمل) د ډرامې د فن بنسټيز توکي بولي .

د ډرامې په اړه بېلابېل اندونه شتون لري، څوک یې د فطرت پیښې بولي، څوک یې درښتیاوو منظرکشي په ګوته کوي، خو د ژوند د یو اړخ عکاسي به په‌کې شوي وي.

له‌دې ټولو خبرو سره - سره ډرامه د هنري ادبیاتو په لړ کې هغه ادبي او هنري ژانر دی، چې د تمثیل له لارې خلکو ته وړاندې کېږي. د ډرامې کرکټرونه د ښودلو او عمل کولو پر مټ کولای شي، چې خپله موخه اورېدونکو او لیدونکو ته وښيي.

د ډارمې په اړه  تر نور څه ویلو وړاندې به اړینه وي چې پر تاریخي سېر یې لږ څه تم شو.

د ډرامې تاريخي سېر

سره له دې، چې تر اوسه دا لا نه ده سپينه شوې، چې د ډرامې د فن ابتدا څه وخت، څنګه او چېرته وشوه؟ له تاریخي مطالعاتو اوڅېړنو څخه داسې ښکاري، چې په لرغوني مصـر کې څو زره کاله پخوا د (ایپيدوس) په نوم يوه ډرامه د (اوسېدوس) پاچا د مړینې په وخت کې ښودل شوې ده، ځينې هنر څېړونکي وايي: کېدای شي (ايپيدوس) لومړنۍ ډرامه وي، خو د اوسني وخت په ډرامايي لوازماتو په فني لحاظ پوره ډرامه (تهس پس)  په (۵۶ ق،م) کال د يونان په مرکز اتن کې وښودل شوه.

په هندوستان کې د ډرامې مواد دومره ډېر وو، چې دوه زره کاله پخوا ورباندې (بهرتا) يو کتاب لیکلی دی .

زموږ په ګران هېواد لرغونې آریانا کې د ډرامې فن د لرغونې زمانې راهیسې د ملتونو په منځ کې په مختلفو بڼو او ځانګړو شرایطو لاندې وده او انکشاف کړی دی .

پخوا به ډرامې زياتره د سټېج په سر ښودل کېدې، اما د اتلسمې پېړۍ را په دې خوا د راډیو او ټلویزیون څپو ته ورننوته او تنګه دایره يې پراخه شوه او له همدغه ځای نه پښتو ادب ته هم لاره پيدا کړه .

ډرامو ته ځغلنده نظر

د پښتو لومړنۍ طبعزاد ډارامه (( درې یتیمان )) داتمانزو په های سکول کې، د ښوونځي د کالیزې په مناسبت زده‌کوونکو وړاندې کړه دا ډرامه  په لرې پښتونخوا کې پر (۱۹۲۷م) کال عبدالاکبر خان اکبر لیکلې، چې د اتمانزو په آزاد ښوونځي کې نندارې ته وړاندې شوه. په دې ډارمه کې ښاغلي اکبر خان  په اصلاحي بڼه د ټولنې د زورواکو  زور زیاتی په ګوته کړی وو.

دویمه ډرامه هم عبدالاکبر اکبر د تربور په نامه لیکلې ده او دا هم لکه پورتنۍ ډرامه په (۱۹۲۸م) کال د اتمانزو د آزاد سکول په کالیزه غونډه کې سټېج شوې ده.

درېیمه ډرامه هم د خدايي خدمتګاران تر عنوان لاندې د عبدالاکبرخان اکبر له خوا لیکل شوې ده. په افغانستان کې بیا پوهاند استاد عبدالحی حبيبي، د لومړنۍ ډرامې موسس هم ګڼل کېږي، ( توریالۍ پښتنه) د پوهاند حبیبي لومړنۍ ډرامه ده، چې په ( ۱۳۱۴هـ ش) لیکل شوې او په ( ۱۳۱۵هـ ش) کې دغه نندارلیک طلوع افغان مهال ګڼې خپورکړی دی، چې د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د ښځو د برخې اخيستلو یو کوچنی انځور دی، چې زیاتره پښتو لنډۍ په‌کې ویل شوې. دویمه ډرامه هم د پښتو حماسي ډرامه کلمه داره روپۍ ده، چې ارواښاد عبدالرحمن پژواک لیکلې ده.

بله پخوانۍ ډرامه استاد عبدالروف بېنوا لیکلې ده، چې د کلو انځور نومیږي، له دغو ډرامو وروسته په لره او بره پښتونخوا کې په سلګونو ډرامې لیکل شوې دي، چې د ټولو یادونه به زموږ ددې لیکنې له حوصلې پورته وي. اوس به لږ څه د ډرامې پر ډولونو تم  شو.

د فورم او منځپانګې له پلوه  د ډرامې ډولونه: ادبپوهان ډرامه د منځپانګې له مخې په دوو ډولونو ویـشي، تراژيدي ډرامه او کمیډي ډرامه .

۱: تراژيدي ډرامه: د ډرامې په صنف بندۍ باندې تر ټولو زوړ کتاب د ارستو دی، چې پر ډرامايي شاعرۍ، تراژیدي او کومیډي ژوندۍ بحث په‌کې شوی دی. ارستو د تراژیدي په باره کې وايي: تراژیدي د انسانانو تقلید نه دی، بلکې د عملي ژوند د نېکمرغۍ او بد مرغۍ تقلید دی .په کار دی، چې د دې عملي تقلید د بیانولو لپاره يوه داسې طریقه غوره شي، چې د عمل په هره برخه کې یو ځانګړی جذابیت پیدا شي او دا هم اړینه  ده، چې دا د ډرامې په رنګ کې وي.

۲: کومیډي ډرامه: دا یوه لرغونې يوناني کلمه ده، چې په خوندورو کلماتو او حرکاتو سره تمثیلیږي. لوبغاړي يې هم باید کومیډیکه وي، ترڅو په ځانګړو ښودنو  سره د ژوند په هغو پېښو ملنډې ووهي، چې له ټولنیزو نابرابریو، انساني سلوک او صفاتو څخه لرې وي، کومیډي ډرامه له تراژيدي ډرامو نه وروسته دود شوه. د یادونې وړ ده، چې تراژیدي یوازې په دې مفهوم نه ده، چې سړی دې ورته په لپو، لپو وژاړي او کوميډي هم یوازې دا معنا نه لري، چې سړی دې ورته  وخاندي، بلکې دواړه ډوله ډرامې د نورو هنري او ادبي ښېګڼو ترڅنګ د ښوونې او روزنې انتباهي، انتقادي او اصلاحي ټولنیز اړخونه لري.

د فورم له مخې د ډرامې ډولونه: په عمومي توګه د فورم له مخې ډرامې په څلور ډوله دي؛

۱: سټېج ډرام

۲: راډیو ډرام

۳: ټلویزیونې ډرامې

۴: فلمونه او نمایشنامې

چې يې دلته د بحث د اوږدېدو له امله تشریح او تفصیل نه شو راوړلای .

د پښتو ډرامو جوړښت :په پښتو ادب کې د نورو هنري ژانرونو په څېر ډرامه هم ځانته چوکاټ لري، چې ځينو ادبپوهانو ډرامايي وحدتونه د ډرامې د فن بنسټیز توکي ګڼلي دي، د ارستو په اند ډرامايي وحدتونه درې دي؛

۱: د زمان وحدت

۲: د مکان وحدت

۳: د عمل وحدت

وحدت هغه تاثر او اغېز دی، چې پر سټېج  له پیل نه تر پایه خپور او احساسیږي.

پلاټ په ډرامه کې بنسټيز او اساسي توکی دی او همدغسې په پلاټ کې شامله پېښه یا کیسه، چې د هغې پر بنسټ ډرامه جوړیږي، پیل، اوج او پای لري. د ډرامې په پلاټ کې شامله پېښه او کیسه د نورو ضمني پېښو سره په ارتباط په شپږو پړاوونوکې بشپړیږي، چې دلته هر پړاو په لنډه توګه تشریح کوو؛

لومړۍ پړاو(پيلامه) : له پيلامې نه موخه  لومړني  واقعات او پېښې دي، په دې پړاو کې معمولاً پېژندګلوی کېږي او په دې لړ کې د کردارونو تعلق او اړوندي ښودل کېږي.

دویم پړاو: په دې پړاو کې پېښه ورو -  وروڅرګندیږي. دا پړاو د ډرامې د عمل لپاره بنسټيز اهمیت لري.

درېیم پړاو(د اوج ټکی) : په دې پړاو کې پېښه یو حساس او نازک حالت ته رسيږي، دې پړاو ته په انګریزي ژبه کې کلایمکس يا انتها ویل کېږي.

څلورم پړاو: دا پړاو په حقیقت کې د تېرو پېښو او واقعو منطقي نتیجه وي .

پنځم پړاو: په دې پړاو کې د کړکېچونو او جنجالونو د نتېجو او حل څرګندونه یو په بل پسې پېل کېږي. دلته لازمه ده، چې له لنډيز څخه کار واخیستل شي.

شپږم پړاو( انجـام ياپایله): دا وروستی پړاو دی، چې پکې د متضادو او مخالفو قوتونو ترمنځ تصادم ختم شي او د ټولو اصلي او فرعي پېښو نه یوه منطقي نتیجه لاس‌ته راځي. دا نتیجه هر څه چې وي د لیدونکو مخې ته راشي او خبره ختمه شي .

 

 

د لنډې کيـسې، ناول او ډرامې توپير

د لنډې کیسې، ناول او ډرامې تر ټولو ستر توپير دا دی، چې د ډرامې ټول دار و مدار په مکالمه دی او بې له مکالمې نه د ډرامې تصور هم نشي کېدای، خو په ناول کې کله - کله مکالمو ته اړتیا پېښه شي او په لنډه کیسه بیا دا اړتیا ډېره کمه او په نشت شمېر ده، ډېرې داسې لنډې کیسې شته چې هېڅ مکالمه نه لري، خو کیسه په ټولو کې مشترکه ده.

پايله

د پايلې په توګه ويلی شو، په پښتو ادب کې لومړۍ ډرامه په شلمه پېړۍ کې رامنځ‌ته شوې‌ده. په پښتو کې د ډرامې لومړنی ليکوال عبدالاکبر خان اکبر دی، ورپسې ډېرو مشهورو ليکوالو دا ژانر پاللی او پښتو ادب ته يې په سلګونو ډرامې وربښلي دي. د سټيج، راډيويي او تلويزيوني ډرامې وليکل شوې او د ټولنې بېلابېل دردونه په‌کې منعکس شول. د نورو ژبو په څېر پښتو کې هم معياري ډرامې ايجاد شوې او همدارنګه په دې وروستيو کې له نورو ژبو څخه ډېرې ډرامې را وژباړل شوې.

مناقشه

د پښتو ډرامې په اړه په ځينو اثارو کې څنګزن او په ځينو کې ځانګړي عنوانونه شته او پرې بحثونه شوي دي. خو پر تاريخي سېر يې کوم ځانګړی بحث زما نظر ته رانغی، ځکه مې ددې مقالې ليکلو هوډ وکړ. څېړنوال هاشمي په «د نثري ادب ډولونه» اثر کې د پښتو ډرامې لومړني ليکوال چې څوک معرفي کړي، زما په څېړنه کې هم له هغو څخه يو تن (عبدالاکبر‌خان‌اکبر) لومړنی ليکوال وښودل شو. هلته له نورو ژبو څخه په دې وروستيو کې پښتو ته د را ژباړل شويو ډرامو په اړه کوم بحث نه دی شوی، خو په دې ليکنه کې د وروستيو ژباړل شويو ډرامو په اړه هم بحث شوی دی.

وړانديزونه

  • په دې وروستيو کې پښتو چې کومې ډرامې له نورو ژبو څخه را ژباړل کېږي، زموږ له فرهنګ سره په ټکر کې دي. ليکوال دې د پښتنو د ذوق خړوبولو لپاره د خپل کولتور په رڼا کې د خپلې ټولنې د غوښتنو سره سمې ډرامې ايجاد کړي.
  • رسنۍ بايد اصلاحي ډرامو خپرولو ته ځانکړي پاملرنه وکړي، ځکه چې له همدې لارې په ډېرې اسانۍ سره د ټولنې هر قشر ته پيغام رسولی شو.

 

     

     

    Assist. Prof. Babrak Miakhel

    Faculty of Laguages & Literature

    Pashto Department

    A Quick Look to the History of Pashto Drama

     

    Drama is a diverse genre among the other genres of arts which is more of story type but all the messages are conveyed with the help of the characters in it. Its difference with novel and short story is that novel and short story are reading materials but drama is more of a visual and listening material. Drama is incomplete without dialogs but in novel and short story the need for dialogs is less likely.

    Drama was introduced into Pashto Literature in the twentieth century. The first Pashto Drama was the translation of a play and then Abdul-Akbar Khan wrote the first Pashto Drama named Three Orphans (Dre Yatiman). Similarly, Abdurahman Pazwak developed another memorable drama (Kalemadara Ropai) in (1373 L) in upper Pakhtoon-Khwa and then Aduraof Benawa wrote many more interesting dramas.

    Peshawar, All India and BBC radio stations have played a vital role in broadcasting the Pashto Drama compared to others. Peshawar radio station has broadcasted many Pashto dramas of the writers from lower Pakhtoon-Khwa. Similarly, All India Radio station has also broadcasted Hamza Shinwari’s and some other Hindi-Pashto dramas. Also, BBC has been broadcasting (Nawai-kor Nawai-zownd) a Pashto drama for the last few decades

    Many Pashto writers have made their efforts in this genre; among them the most important ones will be mentioned in this article. Some private TV channels have also been telecasting translated versions of Hindi and Turkish dramas in Afghanistan which can be considered an era of translated dramas to Pashto.   

    ماخذونه

    1. رشیدي، جمشيد. (۱۳۹۱هـ ش). ادب تیوري. کابل: انتشارات نامي.
    2. رضا، افضل. ( ۱۹۹۵م). ډرامه. پیښور: یونیورسټي بُک ایجنسي.
    3. سنګروال نیازي، شهسوار. ( ۱۳۷۱هـ ش). د ډرامې تاریخ او فن. پېښور: یونیورسیټي بُک ایجنسي.
    4. مشتاق، مجروح یوسفزی. ( ۱۹۹۸ع)، زرکاڼی. پېښور: تاج پرنټنګ پرېس.
    5. هاشمي، سيد محی الدین. ( ۱۳۸۳هـ ش). د لیکوالۍ فن. پېښور: بورډ ناصرباغ.
    6. هاشمي، سيد محی الدین. ( ۱۳۸۹هـ ش)، د نثري ادب ډولونه. پېښور: وحدت خپرندویه ټولنه.
    7. هاشمي، سيد محی الدین. ( ۱۳۹۳هـ ش). د ادبپوهنې څانګې. کابل: میهن خپرندویه ټولنه.
    8. طاهر، محمد نواز. (۲۰۰۵م). روهي ادب. دويم چاپ د سيد صفدر علي شاه ژباړه. پېښور: پښتو اکيډيمي.