د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال ښاغلي حميدالله احمدزي لنډه پېژندنه

 

ښاغلى حميدالله احمدزى د څارنوال عبدالجميل زوی په ۱۳٦٩ لمريز کال د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د زرغون ښار کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د نمبر يک ښوونځي کې پيل او په ١٣٨٧ لمريز کال د حبيبيې عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ شو.

د ليسانس سند يې د دعوت پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه ترلاسه کړ او ماسترۍ زده کړې يې په مالي برخه کې د باختر په پوهنتون کې بشپړې کړې دي.

نوموړى په اداري او مالي چارو کې د افغانستان د اتومي انرژۍ عالي کمېسون همکار پاتې شوى او په ياده برخه کې لس کلنه کاري تجربه لري.

ښاغلى احمدزى د لوړو زده کړو وزارت د (٢٩٣- ٢٢/٧/١٣٩٨) ګڼه وړانديز او د ولسمشر د (١٩٥٠- ٢٧/٧/١٣٩٨) ګڼه حکم په اساس د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو د مرستيال په توګه وټاکل شو او له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

اړيکې:  

0788979490  /0744440098