ډېر ژر به په ننګرهار پوهنتون کې د زر کسيز هال، لوبو ميدانونو، چمنونو او شنو ساحو د جوړېدو چارې پيل شي

12 جولای, 2019

د جمهوري رياست عملياتي واحد به د پوهنتون د سرکونو او پلو لارو د پخولو پروژې، چې اعلان ته تللې، په تطبيق کې هم مرسته وکړي.
يادې خبرې د جمهوري رياست د عملياتي واحد معين عبدالرحمن عطاش د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره د ليدنې پر مهال وکړې.
ښاغلي عطاش په دې وروستيو کې د ننګرهار پوهنتون په علمي او رغنيز پرمختګ د خوښۍ څرګندونه وکړه او ياده چاره يې د پوهنتون د نوې رهبرۍ او استادانو د هلو ځلو او مخلصانه خدمت پايله وبلله.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د ښه راغلاست تر څنګ له راغلي پلاوي او په ځانګړې توګه د جلالتمآب جمهور رئيس مننه وکړه، چې ننګرهار پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه وويل: ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز مرکز دى، ١٣ پوهنځي، ٧٧ څانګې، ١٥ زره تنه محصلان، ٥١٥ تنه استادان او په تېر څه دپاسه نيمه پېړۍ عمر کې په بېلابېلو مسلکونو کې د ډاکتر، ماستر او ليسانس په کچه د نږدې ٣٠ زرو علمي کادرونو د فراغت وياړ لري.
ښاغلي فهيم له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې ددې ستر علمي کانون د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي، چې د هغوى له خوا د هر اړخيزې مرستې ډاډ ورکړل شو.
په پاى کې راغلي پلاوي د ننګرهار پوهنتون د رئيس او مرستيالانو په ملتيا د نجونو د مرکزي ليليې د نوې جوړېدونکې ودانۍ څخه، چې د جمهوري رياست د ١٥٢ ميليونه افغانيو په مالي مرسته د عملياتي ادارې له خوا جوړېږي، ليدنه وکړه.