ډېر ژر به د هېواد په کچه (د زده کړې د کيفيت په اړه د محصل رضايت) تر سرليک لاندې سروې ترسره شي

15 مې, 2019

نوموړې سروې به د لوړو زده کړو وزارت او مدني ټولنو د استازو له خوا په ګډه د هېواد په ٤٠ دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ١٨٥٠ تنو محصلينو سره د مرکو په ترڅ کې وشي.
يادې خبرې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په هغه غونډه کې، چې له همدې امله د خصوصي پوهنتونونو او مدني ټولنو له استازو سره په ګډه د پوهنتون په تدريسي روغتون کې جوړه شوې وه، وکړې. 
نوموړي وويل: د سروې پر مهال به له محصلينو د کانکور ازموينې، تحصيلي موسسو ته د جذب د ظرفيت، تحصيلي چاپېريال، د تحصيلي موسسو د رهبرۍ، د استادانو چلند، کريکولم، تدريس مېتود، له نوې ټکنالوژۍ ګټې اخيستنې، کتابتون، لابراتوار، کمپيوټر ليب، علمي مجلو او نشراتو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه پوښتنليکونه ځواب شي، چې وروسته به د وروستيو کړنو په موخه د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ رياست ته وسپارل شي.
ښاغلي فهيم نوموړې سروې د لوړو زده کړو بهير په ښه والي او پرمختګ کې اغېزمنه وبلله او د غونډې برخوالو ته يې په ښه شکل د هغې د ترسراوي سپارښتنه وکړه.