په ننګرهار کې د روټري کلب ادارې مسؤلې له ننګرهار پوهنتون رئیس سره وليدل

25 دسمبر, 2018

په ننګرهار کې د روټري کلب ادارې مسؤلې له ننګرهار پوهنتون رئیس سره وليدل
په ياده ليدنه کې دواړو خواوو د متقابلو علمي اړيکو او همکاريو په اړه خبرې اترې وکړې.
د روټري کلب مسؤلې فیري موهیني په ننګرهار پوهنتون کې د خپلو روانو او راتلونکو پروګرامونو په اړه د پوهنتون رئيس ته معلومات ورکړل.
نوموړې وويل: ((ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې مو د پوهنځي محصلينو ته د انګليسي ژبې د زده کړې مرکز جوړ کړى، چې نږدې زر تنه ښځينه او نارينه محصلین همدا اوس په نوموړي مرکز کې په زده کړه بوخت دي.))
فيري وويل: پلان لري، دا او دې ته ورته نور مرستندوى پروګرامونه د پوهنتون نورو پوهنځيو ته هم وغځوي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهنمل ډاکتر یحیی فهیم د روټري کلب له ادارې مننه وکړه، چې له ننګرهار پوهنتون سره يې په علمي او رغنيزه برخه کې ګڼې مرستې کړي او له نوموړې يې غوښتنه وکړه، چې يادو مرستو ته دوام ورکړي او زياته يې کړه، چې د پوهنتون اداره به ورسره په يادو چارو کې همکاره وي.