په ننګرهار کې د افغان- ترک معارف بنسټ مسؤل له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

08 غبرګولی, 1397

 

په ننګرهار کې د افغان- ترک معارف بنسټ مسؤل له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل
په ننګرهار کې د افغان- ترک معارف بنسټ مسؤل محمد شاهین او ورسره پلاوي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک میاخېل سره د نوموړي په کاري دفتر کې وليدل.
د کتنې په ترڅ کې د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ د دوه اړخيزو علمي اړيکو او همکاريو د رامنځته کېدو په اړه بحث وشو.
د افغان- ترک معارف بنسټ مسؤل د خپلو فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د پوهنتون رئيس ته معلومات ورکړل، نوموړي وويل: افغان- ترک بنسټ په پام کې لري، چې په ننګرهار ولايت کې د شته ښوونځي ترڅنګ د نجونو څانګه او دغه راز په نړيوال سټنډرډ برابر يو پوهنتون جوړ کړي، چې په اړونده برخه کې د ننګرهار پوهنتون مشورو او مرستې ته اړتيا ده.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د افغان- ترک بنسټ علمي او پوهنيزې هلې- ځلې وستايلې او په ياده برخه کې يې راغلي پلاوي ته د مرستې ډاډ ورکړ.