په ختيځ کې د WHO مسؤلينو له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

04 مارچ, 2019

د افغانستان په ختيځ کې د نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) د پوليو برخې مسؤل ډاکټر اکرم حسين او نورو غړو له ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره وليدل.
د ليدنې پر مهال راغلي پلاوي د ننګرهار پوهنتون له ادارې مننه وکړه، چې د محصلينو په وسيله يې په ننګرهار ولايت کې د پوليو واکسيناسيون پروسې د تطبيق او نظارت په برخه کې له دوى سره مرسته کړې ده. 
د ننګرهار پوهنتون رئيس راغلي پلاوي ته په پوهنتون کې د شته ظرفيتونو، طب پوهنځي، تدريسي روغتون او څېړنيزو مرکزونو په اړه معلومات ورکړل او په راتلونکې کې يې هم ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو ادارو تر منځ د ګډو همکاريو تفاهمليک هم لاسليک شي.