په ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى دفتر مسؤلينو د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو له مرستيال سره وليدل

21 مارچ, 2019

په ختيځ زون کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى دفتر (يوناما) د سياسي څانګې مسؤل عبدالمالک سيسي او د يادې څانګې نورو غړو د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو له مرستيال پوهندوى ډاکتر محمد حامد کډوال سره وليدل.
په ياده ليدنه کې، چې د ننګرهار پوهنتون د بهرنيو اړيکو کمېټې مشر او د کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني او د پوهنتون د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري هم حضور درلود، د دواړو ادارو ترمنځ په علمي او ټولنيزو برخو کې د ګډو همکاريو د رامنځته کېدو پر لارو چارو بحث او خبرې اترې وشوې.
د مجلس په پاى کې پرېکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاريو يو تفاهمليک هم لاسليک شي.