په جلال آباد کې د ايران هېواد قونسل له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

08 مارچ, 2019

په جلال آباد ښار کې د ايران اسلامي جمهوريت قونسل امير حسيني د يو شمېر ديپلوماتانو په ملتيا ننګرهار پوهنتون ته راغى او ددې پوهنتون له رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره يې وليدل.
په ياده کتنه کې، چې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د پوهنتون رياست مقام سلاکار پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال او د بهرنيو اړيکو کمېتې مشر او کرنې پوهنځي رئيس پوهنوال سيداجان عتيق عبدياني هم حضور درلود، پر يو شمېر علمي مسايلو بحث او خبرې اترې وشوې. دغه راز ښاغلي حسيني په راتلونکې کې له ننګرهار پوهنتون سره د کتابتونونو، لابراتوارونو او څېړنو مرکزونو په برخو کې د مرستې ژمنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس په تېر کې د ايران اسلامي جمهوريت له مرستو مننه وکړه، چې له ننګرهار پوهنتون سره يې په بېلابېلو برخو کې کړي او دغه راز يې په راتلونکې کې د نوموړي هېواد له پوهنتونونو سره د علمي او فرهنګي تواميتونو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه، چې ښاغلي حسيني ورته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه غوښتنه به د خپل هېواد لوړو زده کړو مسؤلينو ته ورسوي.
د مجلس په پاى کې راغلي پلاوي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه په ملتيا له عمومي کتابتون، څېړنو مرکز، دري ژبې او ادب څانګې او يو شمېر نورو برخو نه ليدنه وکړه.