په تېرو دوو کلونو کې د ننګرهار پوهنتون ١٥٦٦ تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر په برخه کې روزل شوي دي

07 اپرېل, 2018

 

په تېرو دوو کلونو کې د ننګرهار پوهنتون ١٥٦٦ تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر په برخه کې روزل شوي دي
د مسوولينو په وينا، د بېلابېلو پوهنځيو نوموړي محصلان د ننګرهار پوهنتون کارموندنې مرکز له خوا د لنډمهالو او اوږدمهالو کورسونو په ترڅ کې روزل شوي، چې له دې ډلې نږدې ٦٠٠ تنه يې نجونې دي.
يادې خبرې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په هغه غونډه کې چې ددې پوهنتون کارموندنې مرکز د روزل شويو محصلينو د فراغت په مناسبت جوړه شوې وه، وکړې. نوموړي وويل: د خوښۍ ځاى دى چې نن ورځ زمونږ سلګونه محصلان د خپلو مسلکي زده کړو ترڅنګ نور مهارتونه هم زده کوي.
هغه زياته کړه: د روزنې دا لړۍ لاهم روانه ده او نږدې ٥٠٠ تنه نور محصلان لا هم په يادو برخو کې په زده کړه بوخت دي.
نوموړي وويل: هڅه کوي د بازار او ټولنې له غوښتنې سره سم علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې له فراغت سره سم ورته کار پيدا شي او د خدمت مصدر وګرځي.
ښاغلي مياخېل د پوهنتون د کارموندنې مرکز له مسوولينو مننه وکړه، چې د استاذانو او اداري کارکوونکو ترڅنګ د محصلانو ظرفيت لوړونې ته هم پاملرنه کوي او هيله يې څرګنده کړه، چې ياد روزنيز پروګرامونه په راتلونکې کې هم دوام پيدا کړي.
ورپسې د کارموندنې مرکز د روزنيزو مهارتونو مسؤل شکرالله مشکور د ننګرهار پوهنتون کارموندنې مرکز د پېژندنې او لاسته راوړنو په اړه ترتيب کړى پرېزنټېشن د غونډې برخوالو ته وړاندې کړ.
د ننګرهار ولايت مقام سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي او د پوهنتونونو ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) د پوهنتونونو ملاتړ څانګې رئيس حميدالله عرفان د غونډې نور ويناوال وو، چې دواړو په خپل وار د کارموندنې مرکز د عملي زده کړو او روزنيزو پروګرامونو په اړتيا او ګټورتيا خبرې وکړې او هغه يې ستر نوښت او لاسته راوړنه وبلله.
د غونډې په دويمه برخه د ننګرهار پوهنتون مشرتابه له خوا ددې ولايت د يو شمېر دولتي او نادولتي ادارو رئيسان او د خصوصي پوهنتونونو مسؤلين چې د يادو محصلانو په روزنه کې يې د کارموندنې مرکز سره همکاري کړې وه، د کارموندنې مرکز مسؤلينو سره يو ځاى په ستاينليکونو ووياړل شول.
د غونډې په پاى کې پر فارغو محصلانو سندونه وويشل شول.