په افغانستان کې د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام د نظارت او ارزيابۍ مسؤل له ننګرهار پوهنتون رئيس سره وليدل

16 چنګاښ, 1397

په افغانستان کې د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام د نظارت او ارزيابۍ مسؤل محمد اسماعيل غني او ورسره پلاوي د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهنوال ببرک مياخېل سره د نوموړي په کاري دفتر کې وليدل.
په ياده کتنه کې، چې د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال پوهنوال عبادالرحمن مومند، د کارموندنې مرکز مشر عبدالمنير رحمانزي او يو شمېر نورو مسؤلينو هم برخه لرله، په دې پوهنتون د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ ادارې د پروګرامونو او فعاليتونو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
ښاغلي مياخېل په ننګرهار پوهنتون کې د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ ادارې (USWDP) علمي برنامې لکه کميونټي کالج، MBA، کارموندنې مرکز او نور پروګرامونه مثبت وارزول او د لاښه والي سپارښتنه يې وکړه.
ورپسې د (USWDP) ادارې د نظارت او ارزيابۍ مسؤل ښاغلي غني د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه او ادارې مننه وکړه، چې په دې پوهنتون کې يې له دوى سره د علمي پروګرامونو په تطبيق کې مرسته کړې او ژمنه يې وکړه، چې خپلو علمي او روزنيزو پروګرامونو ته به لا پراختيا او وسعت ورکړي.