په افغانستان کې د ترکيې معارف بنسټ مسؤل د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره وليدل

18 مارچ, 2019

په افغانستان کې د ترکيې معارف بنسټ مسؤل شاکر وايووت د يو پلاوي په ملتيا د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم سره وليدل.
په ياده مشورتي ناسته کې ښاغلي وايووت په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځي، چې پخوا د فتح الله ګولن د بنسټ له خوا اداره او تمويليدل، د ترکيې معارف بنسټ ته د اړولو په اړه د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره خبرې اترې وکړې او له نوموړي په ياده برخه کې د مشورې او همکارۍ هيله وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم د پوهنې په برخه کې د ترکيې معارف بنسټ هلې ځلې وستايلې او راغلي پلاوي ته يې په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.