نګرهار پوهنتون کې د ختيزو ولايتونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسون کارکوونکو د استخدام په موخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه

15 سپتمبر, 2018

 پوهنتون د مسؤلينو په وينا، په ياده ازموينه کې، چې نن د جمعې په ورځ د وږي

په (٢٣مه) نېټه واخيستل شوه، په ترڅ کې يې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو (٢٥١) بستونو ته له نږدې (١٤٠٠) تنو ازموينه واخيستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د ازموينې د پرانيستې پر مهال وويل: د کانکور په نننۍ ازموينه کې نږدې څوارلس سوه تنه ګډون لري، چې د ختېزو څلورو ولايتونو د ټاکنو کمېسون اړوند د ولسواليو امرين، مامورين او د عامه پوهاوي مبلغينو (٢٥١) بستونو لپاره ترې ازموينه اخيستل کېږي.
د پوهنتون د رئيس په وينا، د ازموينې د رڼې اخيستنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت د کانکور له کمېټې پنځوس کسيز پلاوى راغلى، چې د ننګرهار پوهنتون استادان يې هم ملتيا کوي.
ښاغلي مياخېل د پوهنتون ممتحنو استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ازموينه کې چاته د مداخلې اجازه ورنکړي او په شفافې او رڼې اخيستنې سره حق حقدار ته وسپاري.
د کانکور د راغلي پلاوي مشر پوهنمل دوکتور سيد روضت الله مجيد او د ننګرهار ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسون رئيس علي شاه مصباح د غونډې نور ويناوال وو، چې د ازموينې د څرنګوالي او ترتيب په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او دغه راز يې د ننګرهار پوهنتون ادارې او امنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه، چې د ازموينې رڼې اخيستنې ته يې زمينه برابره کړه. 
د غونډې په پاى کې د ازموينې د کتابچو بکسونه د غونډې د برخوالو او د ازموينې د دوه تنو داوطلبانو پر وړاندې پرانيستل شول او ازموينه رسماً پيل شوه.