ننګرهار پوهنتون کې ژوره څاه او د اوبو ذخيره له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

12 جولای, 2019

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياده څاه او ذخيره د نجات په نوم خيريه موسسې د پنځه سوه زره افغانيو په مالي مرسته د څلورو مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.
د يادې څاه د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر سيد ضياءالحق بنوري او محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي سربېره د نجات خيريه ټولنې استازو، استاذانو او اداري آمرينو هم برخه لرله.
د پرانيستې پر مهال د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر سيد ضياءالحق بنوري د نجات خيريه بنسټ مننه وکړه، چې د پوهنتون په کمپس کې يې ياده څاه او ذخيره جوړه کړه او د دوو نورو څاګانو د جوړېدو ژمنه يې هم کړې ده.
د نوموړي په وينا، ددې او دوه نورو څاګانو په جوړېدو سره به د پوهنتون د استادانو فاميلۍ د پاکو اوبو د کمښت ستونزه تر ډېره بريده حل شي.
د نجات خيريه بنسټ د ژورو څاګانو څانګې مسؤل قاري حفيظ الله صافي وويل: ياده څاه او ذخيره د پنځه سوه زره افغانيو په لګښت د څلورو مياشتو په موده کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: په نږدې راتلونکې کې به د استادانو فاميلۍ کې د پاتې نورو دوو څاګانو د کيندنې چارې هم پيل کړي.