ننګرهار پوهنتون کې څېړنيز کلکسيون او نندارتون جوړ شو

04 مې, 2019

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، په دغه دوه ورځني علمي او تحقيقي نندارتون کې به ددې پوهنتون د ترسره شويو ١٨٠ تحقيقونو د پايلو تر څنګ د ننګرهار ولايت د خصوصي پوهنتونونو، علمي مرکزونو او صنعتي ادارو څېړنې او توليدات نندارې ته وړاندې شي.
په همدې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د رئيس، مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلينو سربېره د ننګرهار د ولايتي ادارې او خصوصي پوهنتونونو مسؤلينو، مدني فعالانو، صنعتکارانو، فرهنګيانو، قومي مشرانو او د رسنيو مسؤلينو برخه لرله.
د څېړنيز کلکسيون پرانيستغونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون نن د داسې يو علمي پروګرام کوربه دى، چې د هېواد په کچه سارى نه لري.
نوموړي وويل: په دې دوه ورځني څېړنيز نندارتون کې به د نورو ادارو سربېره د ننګرهار پوهنتون د استادانو د ١٨٠ ريسرچونو پايلې د غونډو، نندارو او پريزنټيشنونو په بڼه له ګډونوالو سره شريکې شي.
ښاغلي فهيم د پوهنتون د علمي څېړنو کمېټې د مسؤلينو او ټولو هغو ادارو څخه، چې ددې کلکسيون په جوړولو کې يې هلې ځلې کړي د مننې ترڅنګ د پوهنتونونو له استادانو، محصلينو او ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې په دې علمي پروګرام کې پراخ ګډون وکړي او له دې اکاډميک فرصت نه پوره ګټه واخلي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو کمېټې مشر پوهنوال ډاکتر سيد ضياءالحق بنوري، د ملي تحريک ګوند مشر او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور محمد اسماعيل يون د غونډې نور ويناوال وو، چې د خپلو ويناوو پر مهال يې د دغه ډول علمي پروګرامونو پر ارزښت او موخو خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې د پټۍ په پرې کولو سره څېړنيز کلکسيون پرانيستل شو او ګډونوالو په غرفو کې د ايښودل شويو توکو نه ليدنه وکړه او دغه راز يې د پوهنتون په بېلابېلو تالارونو کې په علمي غونډو او مناظرو کې ګډون وکړ.
د يادونې وړ ده، چې نوموړى کلکسيون او علمي نندارتون به دوه ورځې (شنبه او يکشنبه) د سهار له ٨ بجو د مازيګر تر ٦ بجو پورې دوام وکړي.